13.08.2017 (22.05.1396)

د اوبو نظم د رحمان بابا له دیوان څخه

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي

ګرانو!په دې وروستیو ورځو کښې چې د فارسي !ایران شیخ آخوند روحاني! د افغانستان د اوبو بندونو په باب په بې-ادبۍ، بې صلاحیتۍ او ګستاخۍ خبرې کړي دي، متاسفانه افغاني همجولي ېې خاموشه پاتې سوي؟
رحمان بابا د اوبو په اړه پیړۍ مخکی دا لاندی شرونه ویلي ، چي زه دلته محترم وطنوالو ته وړاندي کوم:

هر چې کښت ېې په باران و په سیلاب وي

 دهغو عمر به واړه په عذاب وي

هغه ملک چې په کښې سیند و رودبار نه وي

 دهقانان به ېې همه خانه خراب وي

وآسمان ته به ېې سترګې وي ختلې

 د باران له انتظاره به بېخواب وي

لکه څوک چې کړوي ېې په کړهي کې

د هغه ماهي په طور به کباب وي

لا به کله بارانونه پرې نزول شي

 چې نخیل و زراعت به ېې سیراب وي

همیشه له خدایه خواست د اوبو کاندي

که ېې چرې خواست په عمر مستجاب وي

لکه تل چې ېې په زوږ د اوبو غوږ وي

هومره غوږ ېې نه په چنګ نه په رباب وي

که همه عمر باران ورباندې  ووري

 لا ګرمي ېې په صورت کښې د آفتاب وي

د ګرمۍ و د خشکۍ له دهِشته

 د افتاب په څیر ګمان ېې په مهتاب وي

د اوبو له ډېرې ډېرې قیمتئ !؛ !!؛!!!نه

لرګي لوښي ېې مردار په منجلاب وي

فرق د پاکو د ناپاکو اوبو نه کړي

که اوبه ېې ګډې-وډې په پیشآب وي

د اوبو په غلا! چې ورشي، نه جاروځي

که ساکن د خانقاه! و دمحراب !وي

د اوبو په وېش چې ورشي انصاف نه کا

 که په لاس ېې ورقونه د کتاب! وي

د اوبو ثواب ېې نه کېږي له لاسه

 که په ګوټ اوبو ېې عین د حج! ثواب وي

د باران امید ېې نه کیږي له خدایه

 که يي شپه و ورځ په سر باندې سحاب !وي

پليتي به ېې له تنه څه رنګ درومي

 چې اوبه په کښې نایابې تر ګلاب وي

هېڅ ېې مه پوښته له غسله له اودسه

 چې یو څاڅکی پرې ګوهر غوندې نایاب وي

په سبب د ډیره ډیره تَیمُمه

 همیشه ېې سپیره ژیره په تراب !وي

د للمي سړي په مخ کښې وي اب چیرې

 هغه خلق چې بیآب وي نو بې-آب وي

په آبئ کښې لا هم وي خونه ویرانه

 هغه کلی چې د بل کلي پایناب وي 

یُو به نه سي هیڅ بری له سری ورخه

 پاییناب !سړی که زویه د ارباب!! وي

سم حساب له عزیزانو کله مومي

 تل تر تله د بل لاندې حساب وي

نه طاقت د بد ویل لري نه صبر

 لکه مار په ملا وهلی پیچ و تاب وي

نه ېې مرګ نه ېې فتنه له لاسه کېژي

 لاس تړلی د خپل شرم !په طناب وي

چې ېې زیست یا ېې روزګار په تحمل شي

 همیشه ېې له بد په اجتناب وي

که یوه بده وینا ېې له خُلې ووځي

 هغه دم ېې پخپل ځان باندې عِتاب وي

هسې شان سړی تېری! ورباندې وکړي

 چې په عمُر نه د سوال نه د جواب وي

همسایه!!! او چربکار ېې پښتانه شي

 او په اصل به موچي یا به قصاب وي

ملایم ویل اثر ورباندې نه کړي

 چې په زړه کښې ېې نه شرم نه حجاب وي

لکه دیو وي د سړیو په صورت شي

 ګمان کړې چې سړی دی، دی دَواب وي

په هیڅ رنګ له بد خویه نه جار وځي

 هسې مست د جاهِلیه !په شراب وي

چې اشراف! د هسې خِرسو په لاس کښیوزي

 ترو خلاص به ېې له خونه په کوم باب وي

هسې رزق دې خدای هیچا لره  ورنه کا

 که په رزق د چا په هسې رنګ اسباب وي

تر دا هسې زمیندارو هغه ښه دی++ چې نوکر د یوه تور کافر کلاب وي

نوکري د یوه سپي ورلره شه ده

 هغه پریژده چې لا نوم ېې د نواب!! وي 

د خشکئ له غمه قوم د رحمان خوښ دی

 که رفتن ېې له جهانه په شتاب وي

 

* اوس نو ګرانو لوستونکو؛ تاسو پخپله فکر په کښې وکړئ چې د عاشق او صوفي رحمان بابا ابیات پرچا! اوچا!!غیرمستقيم اطلاق کېدای شي!!! ؛څومره  تل پاتې دي او پال یا فال پرې په نیکو نیولی شوو؟ . درنښت . ډ. ح.زړه ور ساپی/ بلجیم

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.