23.04.2018 (03.02.1397)
د انتخاباتو په اړه په بهرنی هیوادونو کی میشتو افغانانو ته یو وړاندیز!

داکتر تاج الدین ملت مل

قدرمنو دوستانو، زه متیقین یم چې ستاسو یو زیات شمیر د زړه نه دا علاقه لري چې په افغانستان کی دی سوله، د قانون حاکمیت، عدالت او پرمختګ راشی.  خو د دی ټولو ِغوښتنو یوه لار ده، او هغه  د پوهو، پاکو آو وطن پاله افغانانو با مسولیته ونډه اخستنه ده.  د سیاسی ملې وحدت لپاره، چې د وطن د ازادی، سولی او ابادی یوازینی لار ده، هر څومره مو چې تاسو ته سوالونه وکړه هغه مو و نه منل.  نو اوس یو اسانه کار دا دی چې پدی انتخاباتو کی د ژوندیو او با مسولیته افغانانو په څیر ونډه واخلو. 

په خارج کی افغانان لاندی کارونه کولای شی چې د همدغه بدو حالاتو سره سره بیا هم یو څه نسبتآ ښه پارالمان منځ ته راوړای شو.

۱-  که په مونږ کی هر څوک د کاندیدو شرایط او امکانات لری، باید ولاړ شی او هلته ونډه واخلې.  زه د ښاغلې داکتر صیب محمد شعیب یوسفزی نه دزړه له کومې مننه کوم چې ما سره یی د مصلحت نه پس دا کار وکړ، نو زه به په خپلو ټولو امکاناتو د هغې پلوی کوم.  ما چې هغې ته کومي مشوري ورکړي، د هغه د ډیر زیات تعجب او خوښی سبب وګرځید، او هیله ده په کامیابیدو کی به ور ته ډیره ګټه وکړي.

۲-  مونږ هر یو باید په خپل ولایت کی خپل ټول خپلو خپلوانو سره تماسونه حاصل او هغوی ته  پدی اړه لازمی او موثري ښي مشوری، او لارښوونې ورکړو.  ما دا همکاری د دری اونیو راهیسی په ننکرهار کی د پاکو او نیکو ځوانانو سره با مسؤلیته شروع کړی او تر اوسه یی د نتایجو نه ډیر خوښ یم. 

۳-  په هر ایالت او هر مملکت کی دی د هر ولایت افغانان په خپلو کی سره مرکه او جرګه شی او یو څه مالې امکانات دی راټول او هغه دی ښو او مستحقو کاندیدانو ته په اختیار کی ورکړی.  ما د ننګرهار په اړه دا کار په امریکا، کاناډا او اروپا کی شروع کړی، او دا دی سرله اوسه په امریکا کی په ټولو ننګرهاریانو غږ کوم چې که هر یو پدی برخه کی علاقه لری ما سره دی اړیکه ونیسی.  زما شمیره، ایمیل او فیس بوک ادرس دا دي.

Tel: (202)246-1992- E-mail: tajmim@aol.com   Face Book:  tajuddin1953

۴-  مونږ باید په خارج کی د افغانستان په سفارتونو او د افغانستان په دولت فشار راوړو چې په بهر کی افغانانو ته هم د رای ورکولو حق تر لاسه او په اړه یی د پوستي له لاری رایی راټولې او تنظیم کړی.  زمونږ یو زیات شمیر دلته د مجبوریتونو په وجه اوسی که نه زړونه یی غواړی چې په خپل وطن کی وی.  نو باید له مونږ نه دا حق و نه سپمول شی.

۵-  مونږ باید د مختلفو تبلیغاتو او دیپلوماتیکو لارو په بهرنیانو او افغان دولت فشارونه راوړو  چې زمونږ د ځوان نسل او پاکو کاندیدانو سره مرسته وکړی، او که د هغوی سره مرسته نه کوی نو د خاینینو سره دی هم مرسته نه کوي. 

تاسو دوستان کولای شی چې پدی اړه نوري ښی مشوري اضافه کړي.   اما د هغو دوستانو نه چې د خپل منطق له مخې د انتخاباتو مخالف دی په احترام هیله کوم چې پدی برخه کی دی د منفی تبصرو او منفې تبلیغ نه ډډه وکړی، ځکه د دی کار ګټه یوازی د وطن د دښمنانو ته رسیږي. هیله ده زمونږ د ستیج نه خپلی مخالفتي لیکني نشر نه کړي.

مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • Pattang (Mittwoch, 25. April 2018 22:34)

    انډيواله تر څ و چي اشغالګر هلته وي انتخابات مانا نلري او يواځي د فاسدينو او اشغالګرو په ګټه تماميږي

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder