09.03.2021 (19.12.1399)
د امریکا نوې طرحې اساسي ټکي زموږ ملي ګټو سره سمون لري؛ خلک دې اندېښنه نه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، خلک باید د افغان سولې په اړه د امریکا د نوې طرحې په اړه اندېښنه ونلري. ښاغلي اتمر دوشنبه بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، د دې طرحې پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې او سلا مشوره کېږي،‌ او بیا به پرېکړه کېږي.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دې طرحې اساسي ټکي د افغانستان د خلکو له ملي ګټو سره سمون لري، خو زیاته یې کړه چې د ځینو برخو په اړه یې باید سلا مشورې وشي.

یاده دې وي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په یوه استول شوي لیک کې د افغانستان د راتلونکي اساسي قانون او دولتي جوړښت، د یوه نوي ټولشموله حکومت او په دې هېواد کې د تلپاتې اوربند خبره کړې ده.

حنیف اتمر له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې دغه طرحه افغان حکومت ته رسېدلې ده او دا مهال ارزول کېږي. نوموړي وویل:

"په دې بررسي کې به زموږ لپاره تر ټولو مهم اصل د افغانستان د خلکو، زموږ د ملي ګټو اصل وي. پر هغه بنسټ به تصمیم نیسو. دولت باید اول خپلو منځو کې مشوره وکړي. بیا باید له سیاسي او وطني مشرانو سره مشوره وکړو، شورا سره باید مشوره وشي او بیا تصمیم پرې ونیسو. هېڅ کله به د افغانستان دولت عجولانه تصمیم په دې خبرو ونه نیسي ".

حنیف اتمر زیاته کړه چې افغان دولت په ترکیه کې د سولې د خبرو ترسره کېدو په اړه مثبت نظر لري، خو دوی باید پوه شي چې دا غونډه په کومه کچه او د څه لپاره کېږي.

صالح د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت وښود

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت او طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په اړه د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.‌

ښاغلي صالح دوشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې طرحه کې د افغان ولس رایې ته ځای نه دی ورکړل شوی،‌ او زیاته یې کړه چې په هېڅ شرایطو کې څوک حق نه لري چې له افغانانو د رایې حق واخلي.

نوموړي ویل، دوی چمتو دي چې یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر نېټه خبرې وکړي، خو د افغانستان پر اساسي قانون هېڅ کله هم معامله نه کوي. ‌

امرالله صالح وایي، له امریکا سره د افغانستان اړیکې پر شریکو ګټو ولاړې دي، خو که داسې حس شوه چې امریکا د افغانستان ګټو ته درناوی نه کوي نو افغان حکومت به ولس ته سپینه خبره کوي.

نوموړي له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود، خو ټینګار یې وکړ چې تپل شوې یا د زور سوله به هېڅ کله هم ونه مني. ‌

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د افغان حکومت مشرتابه، سیاسي او جهادي مشرانو ته په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت طرحه سپارلې ده،‌ چې د افغان حکومت لخوا به ارزول کېږي.

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې په کې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړلیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري. نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

د انتونی بلینکن په لیک کي څه راغلی؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې ویلي، د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

خو ښاغلی بلېنکن وایي، دا وړاندیزونه د امریکا لخوا کوم "امر" نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو بهیر چټک کړي.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه کوي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي، او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي.

ښاغلي بلېنکن پر ولسمشر غني غږ کړی چې پخپله دې غونډه کې ګډون وکړي او یا هم خپل یو نومول شوی استازی ور ولېږي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې امریکا په افغانستان کې د "درې میاشتني اورکم" پلان یا طرحه چمتو کړې، چې کولی شي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي.

په لیک کې ولسمشر غني ته سپارښتنه شوې چې هېواد کې د سولې او سیاسي جوړجاړي په تړاو باید د سلا مشورو لمن پراخه کړي او پر پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب رسول سیاف سربېره نور مشران دې هم په دې بحثونو کې شامل کړی شي.

د لیک په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې لا هم د راتلونکي اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان ځنډولی نه دی، او وېره یې ښودلې چې د امریکا له مالي ملاتړ سره سره هم ښایي وضعیت خراب شي او طالبان ښایي لا ډېرې سیمې ونیسي.
راپور: بی بی سی

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind