15.04.2021 (26.01.1400)
د امریکایي فوځونو وتل، فرصتونه، ننګونې د امریکایانو راتلونکې ستراتیژي!
کیدای شي د ډېرو کسانو لپاره له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن  له لوري د امریکایي فوځیانو د وتلو پریکړه هېښوونکې وي، ځکه زیاتره سیاستوال او سياستپوهان په دې آند وو، چې امریکایان او متحدین یې د اوږد مهاله ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړلو او خوندې کولو په موخه افغانستان ته راغلي او تر اوږدې مودې به د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم فوځي حضور او نظامي آډې ولري. که ژور فکر او هر اړخیزه څېړنه وشي، ممکن دغه باور او نظر سم وي، ځکه د امریکا او متحدینو له لوري د افغانستان پر خاوره دومره زورآور هجوم او په افغانستان کې د سل ګونو ملیارده ډالرو لګول، ددې ښودنه کوي، چې دوی د اوږدې مودې پاته کېدو تابیا او اراده لرله؛ خو حقیقت دا دی چې دوی په محاسبه کې ستره تېروتنه کړي وه، د افغانستان عیني واقعیتونه، د افغانستان تاریخ  او د افغانانو ذهنیتونه یې سم نه وو درک کړي، د خپلو پلویانو او مخالفینو په وزن کولو او محاسبه کې هم سخت تېروتې وو. امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د تېرو تقریباً دوو لسیزو په اوږدو کې د خپلو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د نړۍ تر ټولو پرمختللي تکنالوژي، پرمختللو جنګي وسایل او تجهیزات، ډؤل ډؤل نظامي تکتیکونه او سیاسي رویشونه وکارؤل، مګر بریالي نشول او د خپل اوږد مهاله شتون لپاره یې له سیاسي، نظامي او فکري پلوه زمینه مساعده نه کړه. په همدې اساس، امریکایان په دې پوه شول، چې د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس په افغانستان کې پاته کېدل او د جګړې ګټل ناشونی دی او د افغانستان په اړه، د هغه خبرې منلو ته یې غاړه کېښوده، چې افغانستان نېول اسان دي، مګر ساتل یې ګران دي.  د امریکا له لوري د فوځونو وتلو وروسته درې احتماله د بحث وړ دي:
۱- د امریکايي فوځونو وتل ددې معنا نه لري، چې امریکا د افغانستان له قضیې څخه هم ځان باسي. یو احتمال دا دی، چې امریکایان تر وتلو وروسته له مالي او سیاسي پلوه د اوسني واکمن نظام او سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه امریکایان په دې پوهیږي، چې د دوی تر وتلو وروسته له مالي ملاتړ پرته د واکمن نظام پايښت او بقاء ستونزمنه ده. بناءً د اوسني نظام د بقاء غوښتلو په صورت کې امریکا مجبوره ده، چې واکمن نظام له مالي او سياسي پلوه ملاتړ وکړي، خو واقعیت دا دی چې د مالي پلوه د واکمن نظام ملاتړ امریکایانو ته په درانه قیمیت تمامیږي او امریکایان هم نور نه غواړي چې د دوی بودجه او د ټکس پېسې په داسې یو هېواد کې مصرف شي، چې په اداري فساد کې په نړېواله کچه لومړی مقام لري. په همدې اساس، دغه احتمال ډېر قوي نه ښکاري. 
۲ - ددې لپاره چې له یوې خوا امریکا بودجه او د ټکس پیسې بېځایه نه وي مصرف شوي او له بلې خوا تر یوه بریده په دې توانېدلي وي، چې په راتلونکې نظام کې په نسبي ډول خپل نفوذ وساتي؛ نو کیدای شي په افغانستان کې د داسې ټولشموله حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، چې د طالبانو اسلامي تحریک په ګډون پکې ټولې ډلې پکې برخه ولري. په دې سره به امریکایان توانیدلي وي، چې د تريلیونه مصرف شوو ډالرو په قیمت ترلاسه شوي ځینې اهداف وساتي. د نړۍ او سیمې وضعیت ته په کتو دغه احتمال کیدای شي، د افعانستان په قضیه کې یو شمېر ښکیلو هېوادونو ته هم د منلو وړ وي.
۳- دریم احتمال دا دی، چې امکان لري امریکا متحده ایالات، د جمهوریت او امارت غوښتلو تر عناوینو لاندې،  په افغانستان کې د سولې تأمین او ټولشموله حکومت پر ځای، د امریکایانو په مرسته د رامنځته شوي حکومتي سیستم او طالبانو ترمنځ، د جنګ د دوام ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د یو مقتدر، خپلواک او مسؤولیت منونکې حکومت د رامنځته کېدو مخه ډب کړي، ځکه په داسې حالت کې به امریکایانو  او د دوي غربي متحدین یوازې پيسې مصرفوي او د افغانانو خپلمنځي وژنو ننداره به کوي. له بده مرغه د دغه احتمالي حالت څخه ګاونډي، د سیمې او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه هم ملاتړ کوي، ځکه یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې ځواکمن او پراخ بنسټه حکومت  د خپلو ناروا اهدافو او غوښتنو پر وړاندې خنډ او ګواښ ګڼي.
  د امریکایانو له احتمالي وتلو وروسته، د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت، د طالبانو اسلامي امارت، د حکومت سیاسي مخالفینو او په ټوله کې ټولو افغانانو ته یو ځل بیا ستر تاریخي مسؤولیت ورغاړه کیږي، ځکه که دا ځل بیا هم ښکیلې لوري د نویمې لسیزې په څېر د قدرت او اقتدار پر سر د خبرو آترو پر ځای له جنګ، خشونت، زور او وسلو څخه کار واخلي؛ نو دا به د ځورېدلي او جنګ ځپلې افغان ملت په حق کې نه بښونکی خیانت، سترظلم او بې عدالتي وي. له ټولو مشرانو، بانفوذه کسانو او ښکیلو لورو څخه مو هیله او غوښتنه دا ده، چې له دغه تاریخي فرصت سره مسؤولانه او مدبرانه چلند وکړي. یو بل ته د ورورګلوۍ او ريښتینوالۍ لاسونه ورکړي. 

 رباني وحدت 

شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد 

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind