محمد ایاز نوري آزادي

16.08.2017 (25.05.1396)

د اماني استقلال ۹۸ کلیزې ته په ارادت کښې

محمد ایـاز نـوري آزادي

د تاریخي افغانستان د استقلال سروال اعلیحضرت امیر امان الله خان د ټول افغان ملت له خواء ملقب په غازي

 

دا ویاړمن او زړه راښکوونکی عکس، چې  د مشر غازي په لاسلیک، نېټه او محل هم ُمزین دئ، د هغه د اروپائي سفر په ترڅ کښې د انګلستان هېواد پلازمینې لندن کښې ۱۹۲۸ز کال اخستل شوی دئ.

٭٭٭

په دې توګه د ګران تاریخي هېواد افغانستان د سیاسي خپلواکي د حُصول د اته نیویمې کلیزې ( د زمري اسد د میاشتې ۲۸، ۱۲۹۸ل کال - زمري اسد ۲۸ ، ۱۳۹۶ل کال) په درانه او ویاړمن مناسبت تاسو هر عزیز وطنوال ته، هر چېرې چې یاست، مبارکي وایم. د استقلال د معرکې سروال اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان او ورسره د رښتینو یارانو یې څه شهیدان او څه غازیانو ارواح ګانې خوشاله غواړم. (آمین)

ستر افغاني متفکر سید جمال الدین وايي: « آزادي اخستل کېږي، ورکول کېږي نه ». آزادي د انسان فردي حق او ضرورت دئ. اما د خلقت په حکمت او آزمایش کښې په انسان کښې حرص او ځان غوښتنه او حسد هم نصب شوي دي، لاکن شرط دغه دئ، چې دا ناروا خصایص به هر انسان رانیسي او تر کنترول لاندې به یې ساتي او دا ممکنه چاره ده، خو که څوک په یوه پاک عزم ورته اراده وکړي. د افغانستان په خوی او خصلت آزادي پال ملت په یوه اتفاق د هغه وخت غاصب او مکار نیواک انګرېز څخه دا خپلواکي د خپل عظیم قائد امان الله خان تر مشری لاندې د خپل سر په ورکولو تر لاسه کړله. نن، چې زه لیکونکی د دغه کرښو، لکه یو پردېس افغان دغه ویاړمنه ملي تاریخي پېښه یادوم، خبرونه د ګران هېواد د دننه څخه داسی دي، چې سره له دې، چې هلته یوه تحمیلي وسله واله جګړه هم روانه ده، بهرنی پوځي عسکر هم د ناټو د جنګي سازمان په لیک کښې شتون لري، لاکن افغان ولس پخپله خوښه د اماني استقلال یاد او درنښټ ته پراخ ښکلي او درانه ترتیبات نیولي دي. زمونږ د دغه عظیم شخصیت او افغاني حقیقت د نوم د بیخي ورکولو لپاره بالخصوص نادري ظالم خاندان پخپله نیمه پېړی کرغېړنه ملي ضد واکمنی کښې اعظمي کوښښ او زیار اوباسه، چې د غازي امان الله خان ګران او ویاړمن نوم د ولس له دماغ څخه وباسي. د استقلال د کالیزې نېټه یې د سبوتاژ په خاطر لومړی په شپږم د جوزا او بیا د سنبلې په لومړی لمانځله، د آزادي محصل فقط اعلیحضرت محمد نادر خان معرفي کېدلو او احدی من الناس نشو ویلای، چې اې انګرېز راوړیه خاندانه! د استقلال محصل غازي امان الله خان وه او ده او تاسو یې عسکران واست...؟!. لاکن حقیقت بلاخره خپل ځای ونیو او د تاریخ تور مخي د خاندان غړو له ځان سره ګورونو ته یوړله. ویاړ دې وي په داسې یو مقاوم او متعهد ژوندي ملت باندېمنفي یو شمېر خرڅ شوي او خاین افراد او بانډونه!

سږکال د استقلال د ۹۸ کلیزې په یاد غواړم، د مشر غازي امیر امان الله خان (رح) د اروپائي رسمی سفر په موقع د انګلستان په هېواد کښې د هغه وخت د برتانوي هندوستان د سند د ایالت د یوه کارګر د خلوص نه ډک مینه ناک پیغام د خپلو نورو ملګرو په استازیتوب، چې په ترڅ کښې یې افغان مستقل پاچا ته د انګرېزي دولت منافقت هم د اخطار او وړاند وینې په بڼه ورپه ګوته کوي، تقدیم کړئ، ستاسو درانه حضور ته مخته کړم او بلاخره د افغانستان ملت او نړیوالو ولیدل، چې چالباز په ظاهر یو او په باطن بل انګلیسي استعمار په کوم مهارت د داسې عظیم او شرافتمند زعیم پر ځای لومړی بی سواده غل حبیب الله خان سقاو زوی او بیا د نقشې سره سم خپل بل مزدور درواغجن نادر خان پر افغان ولس وتپل.  ګرانه لوستونکیه، دا لاندې لیکنه په ښه غور سره ، جمله، جمله په غور سره ولوله او لازم عبرت ورنه واخله.

 

عیناً د کتاب څخه متن په دری ژبه

د کتاب نوم:

«برگ سبز تازه از تاریخ معاصر کشور»، گزارش سفر اعلیحضرت امان الله خان به اروپا و مقایسه شاه امان الله با حکمفرمایان خلفش، ترجمه و نگارش از سید عزیز الله مرموز (لندن)، ۱۴۴ ـ ۱۴۶ مخونه

یادونه: په دې وسیله همدلته محترم وطنوال مې افغان لیکوال او د تاریخ څېړنوال اماني سید عزیز الله خان صاحب ته، چې پخپل زیار یې دا کتاب ژباړلی او خپله د خلوص نه ډکه وطنپاله تبصره یې هم پرې لیکلې ده، عرض د مبارکي او د لوی دنیوي او اخروي اجر استدعا کوم.

٭٭٭

خدمت اعلیحضرت غازي مشرق یک عرضداشت اهم

اوایل اپریل، وقتی اعلیحضرت از سیر و معاینات و مشاهدات قسمت های دور دست فارغ گردیده و اراده برگشت به لندن داشتند یک کارگر سندي به نمایندگی همردیفان خود یک اهم عرض به پیشگاه اعلیحضرت شاه افغانستان ارایه کرد که از جانب طبقه مزدور نیز نمایندگی میکرد ـ که عرضداشت آنها حتی الوسع لفظ به لفظ ترجمه و تقدیم است.

بحضور اعلیحضرت هزمجستی غازی امان الله خان تاجدار افغانستان

حضور والا! ما این عرض خود را بحضور پادشاه آن قوم پیشکش میداریم که جد و جهد مجاهدانه برای حصول آزادی شان اظهر من الشمس است. ما جد و جهد ملت افغان را به نظر عزت نگاه میکنیم.

حضور اقدس! ما سال ۱۹۱۹ را خوب به یاد داریم، شما در یک خطابه تان فرمودید که: «من بجای زیر حمایت آمدن بریتانیا، خود کشی و مرگ را ترجیح میدهم». و شما باین عهد تان سوگند خورده بودید، و واقعاً که ارشاد شما سزاوار تعظیم است. و هیچ شخص اینرا اظهار کرده نمیتواند که شما در قول و قرار تان از نا استواری و کوتاهی کار گرفته باشید.

حضور والا! بر ما این معلوم گردید و خوشی دست داد که شما در کشور تان رسم غلامی را شکستید و از اینکه حقوق و مساوات را تامین نموده اید، افکار و اندیشه روشن شما را به ثبوت میرساند. ما شنیده ایم که شما در کشور تان به تاسیس یونیورستی اقدامات موثر نموده و برای دختر ها مکاتب مفتوح شده و شفاخانه ها گسترش یافته،دارالمساکین باز و بکار افتاده و در راه صنعت و حرفت و ترقی و ترویج آن مساعی جریان دارد، و این همه دستاورد ها مایه مسرت ماست.

اعلیحضرتا! ما میخواهیم یک واقعیت را بطور واضح به عرض برسانیم. از اینکه در بریتانیا استقبال شاندار از شما جریان دارد، واز شما با حرمت و جدیت دعوت بعمل میاید، یک رخ تصویر است، اگر شما از (گلید هال) اندکی بیرون شده اوضاع را به غور بنگرید، یک رخ دیگر از تصویر بنظر تان مجسم خواهد شد. پیرامون گلید هال چنان افلاس و تباه حالی المناک در انتظار نگاهای شما قرار دارد که از دیدن آن حیران خواهید شد. ما باید صاف و پوست کنده بعرض برسانیم که آن اشخاص و افراد که شما را استقبال شاهانه کرده با اعزاز و شان و شوکت بشما مجالس دعوت میارانند، مسول بربادی و تباه کاری کشور تان نیز خواهند بود.

حضور والا! اجازه بدهید بعرض برسانم، بدون شک درین شب و روز شما مهمان جلیل القدر برتانیا هستید، و در راه استقبال و خیر مقدم شما پول گزاف به مصرف میرسانند، لیکن شاید شما باین حقیقت آگاهی خواهید داشت که به ارتباط آزادی افغانستان، بریتانیا تا چه حد عقده به دل مانده است.؟!

واقعات و حوادثی که در سال ۱۹۱۹ رخ داد حاجت به وضاحت ندارد.

اعلیحضرتا! هنگامیکه شما در لندن نزول اجلال فرمودید، ما نهایت احساس مسرت کردیم و ما ذات گرامی شما را ارج میگذاریم و با شما انس و محبت داریم و درین هیچ شک نیست که در شرق شما یک شخصیت مدبر و عظیم القدر شناخته شده اید، ویک تاجدار مساوات پسند و حامی و مددگار غربا هستید، و برای ما جای مباهات است. لیکن ما میخواهیم بگوئیم که شما در حال مهمان شهنشاهی سرمایه داری غاصبان میباشید که قوای جنگی هوایی شان در کشور های آزادیخواه بمباران و آتش سوزی دارند. مثلی که این وضع ناگوار در مصر عمل شده و شما مهمان آن سیاستمداران مکار هستید که در حال در هند کرور ها هندو و مسلمان را زیر یوغ غلامی قرار داده و برای ادامه آن سعی و کوشش دارد.

با نمایندگی و ترجمانی توام با جذبات از طرف مزدور های بینوا از شما تقاضا داریم که زیر تاثیر این لیدر های مکار نه آئید. ما بکلی راست به شما عرض میرسانیم که اینها محض بخاطر اغراض سیاسی نهفته خود بشما خوشامد میکنند، که به یقین ظاهر و باطن شان بسیار تفاوت دارد، باین واقعیت اندک شک نیست، که این همه خوشامد کننده ها و متملقین کنونی به نفع نظام شاهی خود برای معدوم ساختن و برداشتن آزادی افغانستان کوشش و مساعی خواهند کرد.

کار گردان سندی مقیم لندن

نقل از همدرد می ۱۹۲۸

٭٭٭

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.