24.12.2018 (03.10.1397)
د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو امکان

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، ښايي افغان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي.

د دې کمېسون یو کمېشنر رفیع الله بیدار وايي، د ټاکنیزو چارو د لا ښه والي او سمون راوستلو لپاره ډېر وخت او کار ته اړتیا لري.

کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر لومړي سفر وروسته هم داسې ګنګوسې وې چې له طالبانو سره د سولې لپاره ټاکنې ځنډېږي او ممکن لنډمهالی حکومت جوړ شي.

خو وروسته ارګ او زلمي خلیلزاد دا خبرې رد کړې او افغان چارواکو ویل چې ټاکنې په خپل وخت کېږي.

له هغه وروسته د ټاکنو کمېسون ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل ۳۱مه یا د اپرېل ۲۰ د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړه.

خو اوس ښاغلي بیدار د بي بي سي خبریال خلیل نوري سره خبرو کې وايي، چې دې برخه کې له مختلفو ښکېلو اړخونو سره خبرې پیل شوې دي:

"له سیاسی ګوندونو، څارونکو ادارو او مدني ټولنو او دولت سره چې مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي خبرې کوو".

د نوموړي په خبره، که له ښکېلو لورو سرهپرېکړې ته ورسېږي چې د وري په ۳۱ یا د اپرېل په ۲۰ ټاکنې ناشونې دي، نو وخت به یې بدل کړي.

بي بي سي موندلې چې د دې کمېسون مشر او کمېشنرانو تېرو ورځو کې د ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي او عطام محمد نور په څېر د جهادیانو له مشرانو سره لیدلي دي.

د دې کمېسون یوې سرچینې رسنیو ته دا هم ویلي، که ټاکنې ځنډېږي، نو د دلوې په ۲۸ د ټاکنیزو هڅو له پیلېدو مخکې به وي.

د ټاکنو کمېسون کمېشنر بیدار دا هم وايي، چي د اکتوبر پر ۲۰ او ۱۲ ټاکنو کې زده شوي سبق ته باید راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې پام وشي.

نوموړی د بېلګې په ډول د رایه ور کوونکو د نوملړ خپرول بولي چې راتلونکو ټاکنو کې به دا لېسټ د رایه ور کوونکو له نوي نوملړ سره اصلاح، بشپړ او خپرېږي.

هغه وايي، چې بایومتریک کارول نوی شی دی او اړتیا دا ده چې دې سیستم ته نوي پروګرامونه یا سافټویر واچول شي.

هغه دا هم وايي، چې د ټاکنو کمېسون اړوند په مرکز او لایت کې ځیني ادارې د سرپرستانو لاس کې دي، چې باید سمون پکې راوستل شي.

"د ټاکنو ورځې د کارمنانو لپاره روزنیز پروګرامونه باید اوږده شي او ښه عامه پوهاوی هم وشي، چې دا ټو لوخت نیسي".

د نوموړي په خبره، نړیواله ټولنه په دې باور ده چې دا سمون او بدلون وخت نیسي او کمېسون کې د اوسنۍ وړتیا او تخنیک له پلوه ټاکنې ناشونې دي.

دا کمېشنر زیاتوي چې د ټاکنو لپاره د پیسو برابرولو ژمنه هم چا ور سره تراوسه نه ده کړې.

که امنیت وي، پیسې هم برابرې شي، دا کمېسون د پارلماني ټاکنو په څېر انتخاباتو ته چمتو دی

ښاغلي بیدار د بي بي سي ستاسو غږ پروګرام سره خبرو کې وویل، چې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د بایومتریک کارولو لپاره پکار ده چې هر محل کې د رایه ور کوونکو شمېر له ۶۰۰ څخه ۴۰۰ ته ټيټ شي او دغه حالت کې مرکزونه ډېر، کارمنان زیات او بودیجه هم ډېره شي.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind