14.03.2021 (24.12.1399)
د افغان حکومت مشرانو ته د امریکا د ګواښه ډک لیک جزیات
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني
ته د یوه لیک په رالېږلو د افغانستان د سولې بهیر په اړه د خپل دولت لیدلوری او په دې برخه کې د واشنګټن اقدامات بیان کړي دي. په دغه لیک کې سربېره پر دې چې د سولې بهیر د بریالي کېدو پر اړتیا ټینګار شوی،
د امریکايي او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په هکله هم خبرداری ورکړ شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغه لیک د متن بڼه بیړنۍ بللې
ده
د
امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک د افغانستان د سولې په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا ولسمشر غني ته سپارل شوی چې ټول ترې خبر شوي دي. د ولسمشر او ملي روغې جوړې د عالي شورا
ویندویانو تایید کړې چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته دا لیک رسېدلی دی
په
هغه لیک کې چې ولسمشر غني ته سپارل شوی، انتوني بلینکن ويلي چې دې ته ورته لیک یې عبدالله عبدالله ته هم لېږلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیک کې جوته کړې چې تراوسه د افغانستان په اړه د بایډن
دولت ارزونه نه ده بشپړه شوې، خو دغې لومړنۍ پایلې ته رسېدلي یو چې د افغانستان او امریکا د ګډو ګټو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې د سولې مذاکراتو بهیر چټک شي او ټول لوري پر خپلو ژمنو
ودرېږي
د
امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په یوه برخه کې ویل شوي چې چټکې حل لارې، دایمي او جامع اوربند ته د رسېدو په موخه، امریکا په لوړه کچه له ښکېلو لوریو، د سیمې له هېوادونو او د ملګروملتونو له سازمان سره
دیپلوماتیکې هڅې کوي
د
بلینکن په وینا، واشنګټن به د ملګروملتو له سازمانه وغواړي چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو او استازو په ګډون د افغانستان د سولې په ملاتړ کې د یوې ګډې کړنلارې په
اړه د بحث لپاره یوه ناسته ترسره کړي. هغه زیاته کړې چې ددغو هېوادونو ګټې په باثباته افغانستان کې دي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړي
د
امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې لیکل شوي چې له زلمي خلیلزاده څخه غوښتل شوي، د سیاسي حل لارې، مذاکراتو او د خبرو بهیر د چټکتیا او اوربند په اړه خپلې وړاندیزي طرحې او لیک له افغان دولت او د
طالبانو له استازو سره شریک کړي
انتوني
بلینکن ويلي چې دا طرحې د سولې د بهیر لپاره د لارې نقشه ده، خو امریکا یې پر دواړو لوریو د تپلو نیت نه لري. د بلینکن په باور، په دغو طرحو سره به دولت او طالبان وکولای شي پر هغو بنسټیزو اصولو چې د اساسي
قانون او راتلونکي حکومت لاره ټاکي او د یوه هراړخیز دولت او دایمي اوربند لپاره د لارې نقشې په موخه کار وکړي. هغه له ولسمشر څخه غوښتي چې ددغو طرحو په هکله رغنده دریځ غوره او له زلمي خلیلزاد سره یې په
اړه خبرې وکړي
د
امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ويلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې له ترکیې وغواړي چې د سولې هوکړې د وروستي کېدو لپاره په لوړه کچه د دواړو لوریو د چارواکو ترمنځ ناستې لپاره زمینه برابره کړي.
هغه له ولسمشر غني څخه غوښتي په دې ناسته کې ګډون وکړي او یا خپل استازی ورولېږي
د
امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لیک کې همداراز، په لوړه کچه د تاوتریخوالي د کمښت لپاره پر هڅو ټینګار شوی دی. هغه ویلي چې تاوتریخوالی افغانانو ته د نه زغم وړ زیانونه رسوي او د سولې بهیر لپاره هڅې
کمزورې کوي
انتوني
بلینکن ویلي چې هېواد یې د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت وړاندیز برابر کړی چې موخه یې په افغانستان کې له یوې سیاسي هوکړې د ملاتړ لپاره له دیپلوماتیکو هڅو سره په یو وخت د طالبانو د پسرلنیو بریدونو د پیلېدو
مخینوی دی
د
لیک په یوه برخه کې د افغان مشرانو ترمنځ پر وحدت او یووالي ټینګار شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وېلي چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د افغان مشرانو اختلاف د غمیزې لامل شو او باید اجازه ورنه کړل شي چې دا ډول بې اتفاقي
روان فرصتونه له منځه یوسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، مخکیني ولسمشر حامدکرزي او عبدرب الرسول سیاف ناستو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دغو اقداماتو ملاتړ کوي او
ولسمشر غني یې هڅولی چې د حکومتولۍ، د واک د وېش او اساسي اصولو په اړه له طالبانو سره مذاکرې او د ځانګړو موخو پر سر د هوکړې په موخه له سیاسي مشرانو سره کار ته دوام
ورکړي
انتوني
بلینکن ټینګار کړی چې امریکا ټولې لارې په پام کې لري او د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو ایستلو د ارزولو په حال کې ده. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د امریکايي ځواکونو له
وتلو وروسته له افغان امنیتي ځواکونو سره د دغه هېواد له مرستو سره سره، هغه اندېښمن دی چې د افغانستان امنیتي وضعیت لاخراب او طالبان لازیاتې سیمې ونیسي
د
لیک په پای کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني غوښتي چې په دغه لیک د ډله ییز کار په هکله د هغه د خبرو بڼه درک کړي او د یوه شریک په توګه له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کار د دوام هیله
لري
راپور: هشت
صبح