15.10.2016 (24.07.1395)
د افغانستان وضعیت د کشمير له مسئلې سره تړاو نه لري

په سپینه ماڼۍ کې د سوېلي اسیا د چارو مسئول وايي، متحده ایالات قاطع باور لري چې د افغانستان وضعیت د کشمیر له وضعیت سره کوم تړاو نه لري.

پیتر لاووی (Peter Lavoy) وړمه ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال د پاکستان د یوه مخکښ سناتور څرګندونې چې ویلي یې دي، د افغانستان او کشمیر مسايل سره تړلي رد کړې.

لاووي ویلي، هېواد یې په دې نظر نه دی.

نوموړي د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د وروستیو څو اونیو نښتو ته د اشارې په ترڅ کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په یوري (Uri) سیمه کې د هند پر یوې پوځي اډې د افراطي اسلامپالو حمله غندلې او وایي: ((د یوري حمله د سرحدي تروريزم یوه روښانه پېښه وه او موږ دا تروریستي اقدام غندلی دی. دا یوه وحشیانه حمله وه چې هر هېواد دې ته د ورته حملو پر وړاندې د دفاع حق لري. خو د دې دواړو هېوادونو تر منځ چې درې ځلې یې له یو بل سره جګړه کړې ده، د درنو پوځي اقداماتو په برخه کې احتیاط او زغم ته اړتیا شته.))

د هند او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې نوې ډیلي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر دېره افراطي ډلو د هندي ځواکونو پر یوه اډه د حملې تور ولګاوه.

د تېرې سپټمبر میاشتې په پیل کې په دغه برید کې  ۱۸ هندي پوځيان ووژل شول.

هند د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې په پاکستاني کشمیر کې د افراطي وسلهوالو پر مرکزونو هوايي حملې وکړې.

په سپینه ماڼۍ کې د سوېلي اسیا د چارو مسئول ویلي، واشنګټن په راتلونکي کې د دې ډول بریدونو د مخنیوي په برخه کې د نوي ډیلي په اندیښنو کې ځان شریک ګڼي.

پیتر لاووي زیاته کړې، متحد ایالات د کشمیر په سرحد کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د پوځي غبرګون ملاتړ کوي خو په دې برخه کې د لازم احتیاط او زغم سپارښتنه هم کوي.

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان اړیکې د کړکېچ نوي پړاو ته رسېدلې، د پاکستان د سنا د دفاعي کمېټې مشر او د کشمیر لپاره د پاکستان د لومړي وزير ځانګړي استازي مشاهد حسین سید ویلي دي چې په کابل کې سولې ته د رسېدو لاره له کشمیر څخه تیرېږي.

حسین سید دا څرګندونې د اکتوبر په شپږمه د سټیمسن د تحقیقاتي مرکز (The Stimson Center) په کوربه توب په واشنګټن کې په رابلل شوي ویډیويي بحث کې وکړې.

افغان چارواکو د ښاغلي حسین دا څرګندونې غندلې دي.
روهی

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder