06.02.2018 (17.11.1396)
د افغانستان شمال کې د بي ۵۲ الوتکو بریدونه ډېر شوي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکندها ملاتړ ځواکونو ویلي، د هېواد په شمال ختیځ او سوېل کې یې د طالب اورپکو د پټنځیو ویجاړولو لپاره هوايي بریدونه ډېر کړي. په دې عملیاتو کې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې هم ګډون لري. طالبان وايي، دغو بمباریو دوی ته کوم زیان نه دی اړولی.

دغو ځواکونو د سې شنبې په ورځ (فبروري شپږمه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۹۶ ساعتونو کې امریکايي ځواکونو بدخشان ولایت کې د طالبانو پر روزنځیو هوايي بریدونه پیل کړي چې هدف یې د چین او تاجکستان پولو ته څېرمه د ترهګریزو فعالیتونو له منځه وړل دي.

بل خوا، د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، له دې عملیاتو سره د بدخشان په څو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو د جوړولو مخه ونیول شوه.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر وټس اپ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، بدخشان او هلمند کې په نښه شوي ځایونه د عامو خلکو دي، د دوی په ټکو طالبان هلته نه اوسېدل او مرګ ژوبله هم نه ده ور اوښتې:

"هغه سیمې چې امریکايي ځاوکونو بدخشان او هلمند کې بمباري کړې دي، د ولسي وګړو ګڼې مېشتې سیمې دي؛ موږ ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې، په بمباریو کې ویجاړ شوي ګاډي، د تېلو ټانکر او هټۍ د ځايي خلکو دي".

دغه ځواکونه وايي، په بریدونو کې یې هغه امنیتي تجهیزات له منځه وړي، چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو نیولي وو.

د اعلامیې له مخې په دغو بریدونو کې بي ۵۲ ډوله هدف ویشتونکې الوتکې هم کارول شوې او د طالب جنګیالیو پر مورچو یې ۲۴ دقیق هدف ویشتونکي بریدونه کړي.

بي ۵۲ ډوله الوتکو له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.

وړاندې د افغانستان په سوېلي ولایتونو، په تېره بیا هلمند ولایت کې د اورپکو پرضد له بې پیلوټه او بي ۵۲ الوتکو ډېره ګټه اخیستل کېده.

امریکايي ځواکونه وايي، په هلمند کې هم د دوی د طالبانو د ملاتړو شبکو ویجاړولو په پار هوايي بریدونه کوي، چې تر ډېره یې هڅه د نشه يي توکو د ناقانونه کاروبار په څېر د هغوی د عایداتي سرچینو له منځه وړل دي.

سرچینه زیاتوي، د تېر ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې یې د طالبانو د عایداتي سرچینو له منځه وړلو په موخه هوايي بریدنه پیل کړي، چې په وینا یې تر اوسه یې د شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هغوی عایداتي سرچینې ویجاړې کړې دي.

امریکا په داسې حال کې د افغانستان شمال ختیځ کې د مخالفینو ضد عملیاتو خبره کوي چې د یوشمیر لویدیځو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه هیواد غواړي له عراق یوشمیر خپل پوځیان افغانستان ته راولي. د افغانستان دفاع وزارت وایي، امریکایي ځواکونه د شوي موافقه لیک له مخې افغانستان کې خپل سرتیري ډیروي او ډیری تمرکز یې هم د افغان ځواکونو پر روزنې او سلا مشورې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي: "طالبان نور د پټېدو ځای نه لري. نور به د هغو ترهګرو ډلو هېڅ پټنځی پاتې نه شي چې دغه هېواد ته زیان اړوي او ویجاړي یې".

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې طالبانو خونړي بریدونه وکړل. تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل، کابل او ننګرهار کې وروستیو بریدونو- چې مسؤولیت یې وسله والو طالبانو منلی - لږترلږه ۲۳۷ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

جنرال نیکولسن وايي، طالبان نور د جګړې ګټلو توان "نه لري"، چې په وینا یې هغوی اوس ولسي وګړو ته زیان رسوي، "دوی اوس یوازې بې ګناه خلک وژني او هغه څه ویجاړوي چې نورو خلکو ودان کړي دي".

دا لومړی ځل دی چې امریکایي ځواکونو د هیواد په شمال او شمال ختیځه سیمه کې په دومره پراختیا سره د عملیاتو خبره کوي.

د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو او داعش فعالیتونو له دې وړاندې چین، روسیه او د منځنۍ اسیا یوشمیر هیوادونه اندیښمن کړي وو.

بي ۵۲ الوتکې

د ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې لیکلي وو، ښايي افغانستان ته د نویو استول کېدونکو ځواکونو سربېره نورې ایف ۱۶ ډوله جنکي جیټ الوتکې، اې ۱۰ ډوله الوتکې، نورې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې او یا د دغو درې واړو یوه مجموعه الوتکې واستول شي.

دغو چارواکو ویلي ښايي دغو الوتکې همدا اوس افغانستان ته پر لاره وي. دغو چارواکو ویلي بي ۵۲ الوتکې به په قطر کې وي خو په افغانستان کې به عملیات ترسره کوي.

په افغانستان کې د هوايي بریدونو له ډېرېدو سره ولسي مرګ ژوبله هم ډېرېږي. د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله درې برابره ډېره شوې ده.

دا موندنې په داسې مهال دي چې د وسلوالو طالبانو او داعش پرضد د افغان او ناټو هوايي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي.

امریکا یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Mittwoch, 07. Februar 2018 01:49)

    استعماری قدرتونو په راتلو او تلو کی له اخری وحشت، ویرونی او غچ اخستنی کار اخلی
    دی وحشت کی دا هم نغښتی ګوندی اخره کی د وړو پوزه ځانته جوړه کړی ، روسانو هم په راتګ او هم په تیښته کی له ورته وحشت څخه کار واخست زمونږ زیات شمیر بی ګناه او بی دفاع خلک یی د تیښتی په اخرو اونیو یا ماشتو په شهادت ورسول.
    دوی په دی کار دا هم غواړی چه عام اولس د طالبانو سره په تخاصم کی واچوی چه د طالبانو له امله د امریکا د بمبارد سره مخ شوی کیدی شی مظلوم اولس د طالبانو له ملاتړی لاس په سر شی .
    د اوسنی نړیوال استعمار ته د خلکو تلفات ارزښت نه لری حتی که امریکایی او اروپایی عسکرو تلفات هم وی ځکه د دوی یوه موخه د نړیوال دغریبو د نفوس کنترول هم دی افغانستان کی د ټولو اړخو وژل شوی غریبان دی. امریکا هڅه لری چه د نوی کمپیوتری تکنالوژی به رازیاتیدو چه زیاتی دندی به کمپیوتری ترسره کوی نو غریب خلک باید تر یوی کچی کم شی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder