15.12.2018 (24.09.1397)

د افغانستان سوله - څوک بېړه کوي او څوک نه!

عبدالستار ایوبي

       که د روانو شرایطو په پسمنظر کي د مسکو غونډه او په هغه کي د قطر د وفد موقف ته وګورو نو لاندي نتیجه لاس ته راځي:

دا چي د طالبانو استاذو د اوسني قانون اساسي د یوه مخه د لغوه کولو غوښتنه وکړل چي موږ به د ګران هیواد لپاره بل تر دې ښه اساسي قانون د علماء اکرامو په لاس ورجوړ کړو، هغه د حکمتیار صاحب خبره یې را په یاد کړل چي د نجیب حکومت تر نسکوریدو وروسته کندهار ته د جنرال اختر عبدالرحمان د کابل مسټ برن نظریې عملي کولو لپاره راغلئ او راټولو سوو ځایي قومندانانو ته یې د کندهار ښار د وراونولو وړاندیز وکړ چي امریکایان به تر دې ښه لس نور کندهاره درته جوړ کړي، دا یو کندهار دې بیانه! یوه ځایي قومندان تفنګچه پر راوایستله چي یو بشپړ کندهار نیستي کیږي، تر دې دي، دا یو حکمتیار دې بیا نه! اوس هم د قطر څخه د طالبانو په استاذیتوب یو سابقه دهري کمونیسټ چي د مکتب او فاکولتې څخه فارغ دئ، د ګران هیواد د اسلامي اساسي قانون د لغوه کیدو خبره کوي چي موږ به په علماوو تر دې ښه اساسي قانون درجوړ کړو، ددې تقاضا نه کوي چي ورته ووایو چي د هیواد اساسي قانون لغوه کیږي تر دې به داښه نه وي چي دا په دواړو خواوو کي دوه ستانکزيان او احمدزيان نیستي سي. دلته لمړی سوال دا پیدا کیږي چي ددوئ کوم علماء به موږ ته اساسي قانون راجوړوي؟ هغه علماء چي زموږ ځوانان ځانوژني ته تشویقوي، هر دولتي مامور واجب القتل بولي او که هغه علماء چي ځانونو ته یې د ذکات، عشر او سرسایې خوړل روا کړي دي او د کوکنارو کښت او د هیروینو تولید یې رواکړئ دئ. کله چي انګریزانو طالبانو ته د موسی قلعه ولسوالي ورپریښودله نو هغوئ د اسلامي شریعت د تفاذ پر ځای د قاچاقبرو ځاله ځني جوړه کړل. هغوئ د مدارسو، مکاتبو، کلینیکونو،یتیم خانو او نورو عامه فلاحي مرکزونو پر ځای د هیروینو ۱۷ کارخانې پکښي جوړي کړلې. اصلاً د مسکو غونډه د صلحي په لاره کي د هڅو برخه نه وه. ددې غونډي یوازینی مقصد و رواني جګړې د امتداد د مشروعیت استدلال روښانه کول وه. عباس ستانکزي چي کله د طالبانو موقف بیاناوه نو د افغان اولس پر یوه ناسوري پرهار باندي یې ګوته کښیښودل او ښه یې پسي کښیکښل چي اوسنی اساسي قانون ځکه مسترد دئ چي د مکاتبو او پوهنتونونو څخه فارغه غیر اعتباري مسلمانو عالمانو په لاس جوړ سوئ دئ او په عوض یې دا اراده څرګنده کړل چي د مساجدو او دیني مدارسو څخه فارغه علماء باید دا اساسي قانون جوړ کړي. دا یو تریخ حقیقت دئ چي د افغانستان د اولس او دولت تر مینځ فاصلې عمده علت ددو موازي پوهنیزو نظامونو موجودیت او د هغوئ تر مینځ روان دایمي تصادم دئ. کله چي افغانانو د ایراني راوافظو څخه خپلواکي واخیستل نو د اهل السنت والجماعت اسلامي نړۍ سره یې خپل دایمي پیوستون اعاده کړ. دلته د اسلامي فقهو تر ټولو پرمختللئ علمي مکتب حنفي فقهي تعلیمي نصاب رایج سو چي تر ننه پوري زموږ په ټولنه کي د اطفالو او ځوانانو دبنسټیزي دیني او اخلاقي روزني (البته په غیر رسمي چوکاټ کي) برخه ده. بیا چي کله عصري تعلیمي نظام د نامسلمانو دولتونو تر سمبالښت لاندي په ټوله نړۍ کي خپور سو او د حنفي فقهي او ټولي اسلامي نړۍ سیاسي مرکز عثماني دولت په یوه سیمئیزدهري دولت باندي تعویض سو نو زموږ دولت هم د غربي نړۍ د غیر اسلامي دولتونو سره خپل سرنوشت وتاړه او د هغوئ د خوشحالولو لپاره یې د هغوئ تعلیمي نصاب په زوره پر افغانانو تحمیل کړ. څرنګه چي  یوه ټولنه د خپل نوي نسل لپاره یو تعلیمي نصاب ددې لپاره ترتیبوي چي دټولني دود یا کلتور زده کړي. ټولنه ځکه خپل دود او کلتور په خپلو غړو زده کول غواړي چي ددوئ ترمینځ نظم، انسجام او ارتباط قایم وساتل سي او ټولنه سره ونه پاشل سي. زموږ واکمنانو د خپل شخصي او فاملي اقتدار د ساتلو په خاطر د بهرني غیر اسلامي کلتور د اړتیاوو په اساس تیار سوئ پوهنیز نصاب د ترمیم پرته په افغانستان کي رایج کړ او دمخه څخه مروج د افغاني ټولني د کلتور سره هم آهنګ حنفي فقهي او اسلامي تعلیماتو باندي مشتمل تعلیمي نصاب ددولتي سرپرستي څخه محروم سو چي په نتیجه کي د هیواد اکثریت ولس بیتعلیمه او بیسیواده پاته سول او هغه پوهنیز نظام چي دوئ د خپلو غربي بادارانو د خوشحالولو لپاره یې رسمي کړئ وو او دداسي کلتور ښونکئ وو چي په افغانستان کي دمخه څخه هیڅ موجود نه وو او ددې سیمي د رواجونو او اقلیم سره یې مناسبت هم نه لاره او بیا د هغه پوهنیز نظام په متجانسه توزیع او مناسب کمیت او کیفیت په ساتلو کي هم پاته راغلل. حال دا چي د سنجیده فکر تقاضاء دا وه چي هغه پخوانی اسلامي پوهنیز نظام دولتي سرپرستي ته یې ادامه ورکړې وای او عصري علوم یې د ټولني د مشرانو په اعتماد کي اخیستلو سره پر اضافه کړي وای. که داسي سوي وای نو نن به زموږ هر مسجد یوه ابتدائیي ښونځۍ وای او په هر وړوکي کلي کي به مو یوه فعاله منځنۍ ښونځۍ لرلای او په هر اولسوالي مرکز به یوه ستره فعاله مجهزه لیلیه لرونکې عالي لیسه لرلای. د انجونو د زده کړو حالت به هم تر اوس حال ډیر ښه وای او ولس به مو ټول فهمیده وای او بلي خوا ته به د افرادو د اوسط اسلامي پوهي د لوړوالي په سبب ځینو خاینو علماء او روحانیونو ته په دین کي د تفرقو، بدعتونو او خرافاتو د داخلولو زمینه هم نه برابریدلای. کمونیسټي انقلاب او د هغه تعقیبي بلاوي به زموږ پر ملت نه نازلیدلای. په هر صورت افغانستان د اولیاوو مدفن دئ. په دې خاوره کي تل حق پر باطل باندي بری وړئ دئ. داخلي ځواکونه خو څه کوې بهرني ځواکونه چي دلته ښکیل سوي دي، خپلو اولسونو ته یې پخوانۍ غلاوي لا رسوا سوي دي. اوس که د امریکا مثال راواخلو، هلته د کلونو راهیسي ځینو خاینو سناتورانو، د کانګریس غړو او د سي آی اې منصوبینو د خپل دولت د ملي او نړیوال رسوخ څخه په سوء استفاده شخصي ګټي کولې او زیانونه به یې خپل ملت ته وراړول. څوک په غوږیدله لا نه. لاکن د کومي ورځي څخه چي دې خلګو په افغانستان کي خپله ناولې لوبه پیل کړې ده، په څو څو کرته خپل اولس او نړۍ ته رسوا سوي دي او د امریکا ددولت اعتبار او رسوخ ته یې په ملي او نړیواله کچه ضربې ورکړي دي. دا د سعودي فراري جاشقجي او محمد بن سلمان قضیه راواخلئ، د افغانستان ناقانونه اولسمشر او اجرائیه رئیس د امریکایي امکاناتو په مټ هره ورځ بیګناه افغانان وژني، کله کله امریکایي نظامي مشاورین هم ځني ووژل سي چي اسناد او شواهد یې د میډیا پر مخ پراته دي لاکن تر ننه پوري نه سي آی اې کوم راپور پر جوړ کړ او نه یې کوم سناتور یا د کانګریس غړي ږغ پورته کړ. د محمد بن سلمان او خاشقجي پیښي د امریکا اولس او اولس پروره سیاسي، نظامي او اداري رهبري ته ډیره مناسبه زمینه برابره کړې ده چي خپل معامله ګر سناتوران او کاګریسوال وپیژني چي د اصولو پر بنسټ نه بلکه د مخفي معاملو په اساس خپل سیاسي موقفونه غوره کوي او په ضمن کي د سي آی اې په داخل کي هم د ښکاره فساد د موجودیته څخه اګاه سي او ددوئ د بیواکه کولو لپاره سره متحد سي څو کفري ډیموکراسي علمبرداره دا تمدن د محوه کیدو څخه وژغوري. خپله د افغانستان په داخل کي خو ددې خلګو هره پالیسي او هر پلان داسي رسوا سوئ دئ چي هغه د پایلوچ او سماوارچي قصه صادقه پر راځي. وایي چي په یوه سماوار کي د هغه سیمي یو مشهور پایلوچ پر کټ ناست وو. د سماوارچي ورته شا وه خپلي چائ یې پخولې. ناببره د پایلوچ څخه باد پرې سو. سماوارچي کوم غبرګون ونه ښود. پایلوچ په ځان کي خاري سو چي ولاکه چي سماوارچي به زما د باد پرې کیدو ږغ اوریدلئ وي او په پوه سوئ به وي او که نه چي دا زما باد پرې سوئ دئ (ځکه که داسي وي او سماوارچي خلګ خبر کړي چي د پایلوچ څخه په ناسته کي باد پرې کیږي نو بیا به هیڅ څوک هم حیاء ځني ونه کړي) نو ښه یو ګړی چي تیر سو پایلوچ په خپله موچڼه کي پښه واچول او یو ګږ یې په وکړ. سماوارچي هغسي ورته شا ده، کرار یې ږغ پر وکړ چي دا ږغ دي د هغه لمړي ږغ څخه فرق درلود. پایلوچ وارخطا سو او په موچڼه یې بل ګږ وکړ. سماوارچي بیا ورته وویل چي یا، هغه اول ږغ بل رقم وو. پایلوچ په ځان پوه سو او دوې پښې یې داغه کړې دوې نوري، هغه سماوار خو پریږده، هغه ښار یې لا پریښودئ. اوس هم په افغانستان کي چي غالب اکثریت اولس او سنجیده سیاسي شخصیتونه د افغانستان د ملي یو والي حکومت یا د افغانستان د اسلامي امارت د ملاتړ په عوض ددواړو خواوو په مینځ کي د صلحي غوښتنه کوي، په کنایي امریکایانو ته دا اعلان دئ چي دا دواړه قطبونه ستاسو لخوا ایجاد سوي دي او ددوئ تر مینځ جګړه هم ستاسو لخوا پر موږ تپل سوې ده اود دواړو قطبونو یوازینی هدف په هیواد کي یو سیکولر، فاسد او مافیایي نظام قیام دئ چي د مخدراتو، مسکراتو او دخانیاتو تر څنګ د فحشاء بازارونه پکښي عام وي. او دا چي اوس په اولسي حلقو کي او هم د ښکیلو طرفینو په صفوفو کي د چارواکو او مخکښانو هدفي وژني شروع دي هم ستاسو لوبه ده. په کندهار او هلمند کي د جبار قهرمان او جنرال رازق وژنه او د هغه په دې لنډ تعقیب د ملا منان وژنه (هغو چي د جنرال صاحب رازق پر شهادت رمباړي وهلې د ملي یو والي او اسلامي اخوت د تحقق لپاره باید د ملا منان پر شهادت هم یو دوې اوښکي توئ کړي... الله ج به اجرونه په اخیرت کي ورکړي) نور هم په عامه اولسونو کي دا باور زیاتوي چي امریکایان قصداً په دواړو طرفینو کي مومن او ولس پاله مشران وژني څو په دواړو خواوو کي خپلو زیات وفاداره پخو کافرو جاسوسانو ته د خپل نفوذ د پراخولو لار همواره کړي. خو یو شی چي دوئ نه دي ورته متوجه، هغه دا ده چي په کیوبا او نوره لاطیني امریکا کي د یوه چګیوارا په وژلو دوئ خپل هدف ته ورسیدل خو په افغانستان کي دا څوهم کال دئ چي دوئ زموږ په کلیو او ښارونو کي خلګ وژني بشپړ بشپړ کورنیاني یې د ښځو، ماشومانو او شیرخوره کوچنیانو پوري تپ کړې خو داسي ښکاري چي اوس هم په دې کي پاته راغلي دي چي د افغانانو د مینځ څخه انتخاب کړو خپلو نازولو لپاره میدان صاف کړي. البته دلته د یوه عام افغان په ذهن کي دا سوال پیدا کیږي چي هغه بیوجدانه او بیغیرته افغانان به څوک وي؟ چي د خپلو معصومو او بیګناه هیوادوالو د هډوکو او ککریو څخه جوړ سوي تخت باندي کښینستلو ته تل اماده دي او دهغوئ په وینو خپله د قدرت تنده ماتوي. د ملګرو په یوه مجلس کي داخبره راپورته سول، د مجلس د یوه پاخه سن ملګري ته د ظاهر شاه د ځواني د وختو یوه ټوکه ورپه یاد سول او داسي یې وویل چي د ظاهر شاه په وختو کي چي د کابل او کابل شاوخوا ورکوټو ولایتونو د متنفذو درباري کورنیو کومه پیغله یا مړوښې میرمن د خپل میړه په غیاب کي بلاربه سول نو هغې به خپل ددې ناقانونه حمل مسئولیت پر عالي حضرت محمد ظاهر شاه باندي ورواچوئ. چون عالي حضرت (چي شیر زي صاحب به معظم بابا بلئ) د افغانستان د هغه وخت د مروج دین د رویه کاملاً غیر مسئول (یعني چا به د پوښتنی حق لا نه ځني درلود) او تام اختیارداره وو نو نه یوازي به پر دې کار سترګي پټي کړل سوې، بلکه هغه ماشوم به هم په کورنۍ کي د شاهزاده توب په خاطر ښه نازول کیدئ. د نورو ماشومانو په پرتله ورته حاصلو امیتازاتو لا دا ناویلئ پیغام ورته رساوه چي ته شاهزاده یې او پر افغانانو باندي د واک چلولو حق لرې. فقط دومره وکړه چي هر ډول کیږي ځان د ارګ تر ګدۍ پوري ورسوه. نو زما دا ناقص عقل چي کار کوي، دا همهغه حرموني شاهزادهګان دي چي په ظاهره یې پلرونه او میندي سره جلا دي، کورنیاني، نژادونه، ولایتونه او مورنۍ ژبي یې سره بیلی دي خو دا یو اشتراک په خپل مینځ کي لري چي د مرحوم باچا ناجائزه اولاد دي او پر افغانانو باندي د واک چلولو حق په میراث وررسیدلئ دئ. دوئ په خپل مینځ کي سره پیدا کړي دي، لاس یې سره یو کړئ دئ چي دا ملت اوس یو څه راویښ دئ په یوازي سر حکومت نه پر کیږي. راسئ یو څه بهرني داړه ماران هم راسره مل کړو او په ګډه خپلي میراثي واکمني ته ادامه ورکړو. دا خو د هغه سپینږري خبره وه خدای خبر چي څومره به حقیقت او څومره به درواغ وي خو یوه پوښتنه چي معقوله ده هغه داده چي د ظاهر شاه په وختو کي چي به یوڅوک په هر لحاظ په اولس کي محبوب سو نو په مرموز ډول به ورک سو. مړئ او ژوندئ به یې هم تر پایه چاته نه معلومیده. ځني خلګو به ویل چي باچا په هیواد کي داسي څوک نه خوښوي چي اولس دي پر راټول وي ځکه چي شخصي اقتدار ته یې خطر پیښوي. اوس خو شاهي نظام هم ړنګ سوئ دئ. د هیواد په دولتي نظام کي د قدرت یوه چوکۍ هم داسي نه ده پاته چي د کومي کورنۍ یا شخص میراث دي وبلل سي نو دا څوک دي چي لپاره یې د عام اولس د مینځه څخه راپورته کیدونکي رهبران وژل کیږي؟ ایا رښتیا هم د پخواني باچا محمد ظاهر شاه ناجایزه اولاده په کابل او شاوخوا ولایتونو کي موجوده ده چي د بهرنیانو سره استخباراتي معاملې کوي؟ د مسکو په غونډه کي چي موږ د طالبانو استاذي ولیدل، یو هم داسي نه وو پکښیکي چي یو نیژدې قریب دي یې د تحریک لپاره په جګړه کي وژل سوئ وي او یا یې یو نیژدې خپل په پل چرخي، بګرام یا کوم بل زندان کي سیاسي بندي وي او یا دا چي ددوئ په څهرو کي د رواني خونړۍ جګړې عکس ولیدل سي. دا د پاکستان د زندانونو څخه ورغلي طالب مشران به په استثناء حساب کړو چي هغه اوس هم په قطر دفتر کي د نظربندو بندیانو حیثیت لري، دا نور خو ټول کاملاً استخباراتي سابقه لري چي د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته تري تم سول. هغه خو یو عیسی علیه سلام وو چي خدای پاک ج اسمان ته وخیژاوه چي بیا به بیرته په مساعده شرایطو کي ځمکي ته راځي. کله چي د پای د رتبې پر طالبانو ځمکه تنګه وه، دوئ اسمان ته وختل او چي اوس د طالبانو سره د صلحي خبري راپورته سوې او طالبان تر یو حده پوري خپلو دښمنانو په رسمیت وپیژندل (هغه هم د ټیټ پوړ طالبانو د بیمثاله قربانیو په برکت)، دوئ بیرته د اسمان څخه راکښته سول اود طالبانو کالخوایان هم سول او هوا یې هم دومره لوړه ده چي د میډیا په مخ کي د امریکایانو په غیږ کي ناست په زوره د امریکایانو د ایستلو او د ټول اساسي قانون د لغوه کیدو خبره کوي (وروره داغه به ډیره ستره لاسته راوړنه وبولې چي اوسنی اساسي قانون نور هم اسلامي سي او کفر پلوه ډیکټاټوري پر ریښتنې ولسواکي بدله سي نور افغانان خپله مسلمانان دي اسلام ته به حاکمیت ورکوي). ملا فاضل اخوند چي د شمال د جنګ د قومندان په صفت مسئولیت لاره چي د جګړې وروسته ټول طالب جنګیالي کورونو ته ستانه کړي، خو ده هغه امریکایانو او دوستم ته وسپارل چي هغوئ یې ټول شهیدان کړل او خپله د امریکایانو میلمه سو. د ایمان نخښه دا ده چي پر ځان دي پیرزو وي، هغه به دي پر بل مسلمان هم پیرزو وي. دا چي ځان ته یې د ګوانټانامو ویټامین لرونکې غذا خوښه کړل او پر خپلو عسکرو یې د جنت رزق پیرزو وو، هغوئ ته یې دومره ګټه ورورسول چي یوه مومن قومندان نه سوای وررسولای. خو په دې کار سره یې ځان سوچه منافق ثابت کړ. په درست تحریک کي داسي څوک نسته چي ورته ووایي چي دا تور څټ دي خاوري سه، چي تر تا ښّه ځوانان وژل کیدل ته دي په سر کي لا وژل سوئ وای. دا د بیننګي ژوند چي دي د غیرت پر مرګ غوره وباله نو د خپلي مور پر پاک لمني دي درست پښتون قام شکمن کړ. که لاري بندي وې نو ملا داد الله اخوند د شمال څخه ژوندی څنګه راووتئ؟ هغه وزرونه لرل او تا نه لرل؟ نن هغه خاین پر ځان د مظلوم تخلص ایښئ او نورو مومنو طالبانو ته تلکي درولو ارادې لري. په دې خبره کي هیڅ شک نسته چي طالبان او ددوئ هم نظره زلمیان زموږ د ټولني په هغه طبقه پوري اړه لري چي په هیڅ نظام کي د امتیازاتو خاوندان سوي نه دي او هر کله یې د ولس د خپلواکي او سیاسي حقوقو دفاع په خپلو وینوکړې ده، په داسي حال کي چي دې کار ته بل څوک نه حاضریدل. هر کله چي پر ملت باندي بده ورځ راغلې ده تر ټولو لمړی د ملت پلو خوارو میدان خوشي کړئ او تښتیدلي دي. همدا غریب او متوسط طبقات دي چي خپل ځوانان یې هغه مهال قرباني ته وړاندي کړي دي چي بل څوک نه دي ورته اماده سوي. کله چي انګلیس کندهار اشغال کړ نو په اسطلاح د پلار او نیکه، نوم او د نښان خاوندان یا ورسره ودریدل یا ځني وتښتیدل. دا د جماعتونو طالبان او بې نوم او بینښانه د دوکاندارانو، بزګرو او کوچیانو زامن وه چي د پرمختللو وسلو او عالي روزل سوو لښکرو په وړاندي سرښندني ته ودریدل چي په هرات دروازه کي د شهیدانو چوک څلئ ددوئ د عظمت او قربانیو یو تل پاته یادګار دئ. د میوند سوبه ددوئ د وینو په برکت زموږ د تیاره تاریخ ډیوه وګرزیدل. نن هم دوئ زموږ ددفاع وروستی ځواک تشکیولوي. افغانان باید ددوئ د قرباینو قدر وکړي او د خپلو مشرانو پر دې اشتباه اقرار وکړي چي د امریکا او نورو متحدینو سره یې په ضعیفه توګه سیاسي معاملات تر سره کړل چي نتیجه یې دنن ورځي بیپایانه جګړه ده. موږ باید کابل محوره خصوصي ګوندونو تل خپل استاذیتوب نه وای ورسپارلئ. طالبان هم باید په دې خبره سر خلاص کړي چي په قطر او پاکستان کی ددوئ استاذي اصلاً ددوئ دلالان دي او د جګړې په اوږدیدلو کي خپله ګټه ویني او هم باید په دولتي نظام پوري تړلي خلګ نور شک ونه لري چي د ملي یووالي حکومت اجزاء د اولس او عسکرو د مرګ او ژوند په قصه کي نه دي. د بهرنیانو څخه خو ګیله نه ده په کار چي پردي دي. دا چي ددواړو اړخونو د لوړ پوړ مشرانو خپل مینځي اړیکي رسوا کیږي یا دا چي ددوئ اړیکي د ښکیلو هیوادونو د استخباراتو سره رسوا کیږي، د افغانستان او ښکیلو هیوادونو اولسونو لپاره ښه زمینه ده چي نور په تشو شعارونو ونه غولیږي او خپل امکانات د غیر مسئولو نا اهله افرادو استفادې ته پرینه ږدي. په ټولو اړخونو پوري اړوند هیوادوال د الله ج د رضاء لپاره خپلمینځي خصومتونه ورک کړي او د ټولنیز ژوند اصول سره معلوم کړي او داسي مشرانو ته خپله کالخوایي ورکړي چي ښه شخصیتونه او شفاف سوابق ولري، د بهرنیو استخباراتو جاسوسان نه وي او په سیاسي تعاملاتو کي زموږ ارزښتونو، ملي حقوقو او ګټو ته لمړیتوب ورکړي. نور باید نه حکومت ته د هرڅه کولود واک سپین چیک ورکړي او نه د حکومت د ظلم پر ضد د پاڅون پلمه کونکو ته پر خپل سر د هر څه کولو اجازه ورکړي. دا کلي او ښارونه د ارګ د مامورینو ملکیت نه دي. دا کلي او ښارونه د خپلو اوسیدونکو ملکیت دي. دا باید د خپلو اوسیدونکو د اړتیاوو او غوښتنو په اساس اداره سي. هغه اولس مشر، والي او اولسوال باید یوه ورځ پر خپله چوکۍ را څخه کښینه ني چي ځان زموږ د مزدور پر ځای زموږ بادار بولي. او که ځان زموږ مزدور بولي نو د هر کار د کولو څخه وړاندي زموږ څخه پوښتنه وکړي. ټرمپ ښه خبر دئ چي د خلیلزاد د ماینې سیاسي سابقه دا نه ایجابول چي خلیلزاد ته د افغانستان د صلحي په هکله دنده وروسپاري او امریکایان هم ښه خبر دي چي ددوئ نازولي بدخلګ دي خو د بهرنیانو طمع به تر هغه وخته پوري ددې مفتخورو څخه ونه خیژي تر څو چي ټول افغانان په یوه ژبه دوئ د یوه مخه مسترد نه کړي. دا د بهرنیانو جاسوسان نوره هیڅ قصه نلري. بهرنیانو ته وایي چي موږ په افغانانو کي ډیر طرفداران لرو. ستاسي موخي په کم مصرف په هغوئ پلي کولای سو. افغانانو ته بیا وایي چي بهرنیان زموږ سره دي، ځکه نو زموږ خبره به پرته د کوم چون او چرا څخه منئ. اوس که چیري افغانان د یوه مخه څخه ددوئ پر ډول باندي اتڼ پریږدي نو بهرنیانو ته به دا خپل افغان جاسوسان د تولیدي شرکت دهغه ماشیني چرګانو په څیر وي چي پر فارمونو باندي د پلور څخه پاته کیږي. بهرنیان به په دې فکر کي وي چي څنګه په کم مصرف باندي دوئ ضایع کړي څو نور ددانې د مصرف څخه یې خلاص سي او د هګیو څخه د نوو راوتونکو چرګوړو ته ځای خالي سي.

ستونځه په کوم ځای کي ده؟

دا چي د افغانستان د صلحي په موضوع کي څوک تلواري دئ او څوک نه، اصلاً باید مطرح ټکئ نه وي. مطرح ټکئ باید دا وي چي ستونځه چیري ده؟

  • امریکا او د هغه متحدین په رسمیاتو کي افغانستان یو مستقل او خپلواک هیواد بولي او داسي ښیي چي دلته هر ډیموکراټیک حکومت به په رسمیت وپیژني. د افغانستان استقلال او خپلواکي په رسمیت پیژندل منتقاً تقاضا کوي چي دوئ دهیواد ټولو اولسونو ته په یوه سترګه وګوري نه دا چي په نظامي او استخباراتي مرموزه جګړه کي یې سیاسي فعالین او اصلاح پالي وروژني، څو یو څو محدود اقلیتونو ته د اقتدار د حصول زمینه برابره کړي. ستونځه څه ده؟ چپ له دې چي ایراني یهود د جګړې دلاري خپلي اجیري شیعه مافیاوي واکمن لیدل غواړي. که داغه ستونځه وي نو بیا پښتانه هم باید په خپل مینځ کي سره متحد سي او د ایراني یهودو او په افغانستان کي ددوئ د اجیرو مافیاوو پر ضد جګړه پیل کړي. د ټرمپ هم عجیبه کار دئ خلیلزاد کله پاکستان ته استوي، کله سعودي ته، کله قطر ته، کله روسیې ته او کله چیري... هر ځای چي ورسي هغه ورته وایي چي طالبان خو زموږ په خوله نه کوي خو بیا به هم ستا لپاره ورته ووایو چي غني و عبدالله مه په عذابوئ. دئ ښاغلئ اعلان وکړي چي د همکاري ژمنه یې راکړه. ددې پر ځای چي د خلیلزاد امکانات او اختیارات وکرزي صاحب ته ورکړي، د پښتنو د کلیو د بمبار څخه لاس واخلي، خپل او د خپلو متحدینو سفارتونه د هیواد په داخلي چارو کي د مداخلې څخه راوګرزوي. ډیموکراټیک فعالیتونه ازاد کړي. جګړه خپله ورکیږي. په ډیموکراټیک سیاست (چي اړوند دولتي پروسې شفافي وي) کي تر بل هر چا د طالب ګټه ډیره ده چي تر ټولو سیاسي ډلو زیات داوطلب او ملاتړي لري. طالبان لیوني سپي داړلي دي چي جګړه به کوي؟ ټرمپ دي افغانستان ته راسي او پخپله دي په پل چرخي او بګرام کي د طالب اسیرانو سره خبري وکړي، هغسي هم دی په معاملاتو او موافقو کي د خاص مهارت شهرت لري (هغه اولنو ویلي دي چي مار په بل مه وژنه). چي موافقې ته سره ورسیدل، داغه طالبان دي ازاد کړي. هغوئ به د هیواد په داخل کي د طالبانو سیاسي هسته تشکیل کړي. دقطر دفتر ته دي ګرسره قلف ورواچوي. د طالبانو او امریکا تر مینځ یوازینۍ ستونځه د سي آی اې ده. سي آی اې په افغانستان کي د امریکا د مستقیمي مداخلي د ملاتړ په بدل کي پاکستان ته ډیر ستر تضمینات ورکړي وه. اوس پنجابی دله د جوړجاړي په لټه کي دئ، حال دا چي مال یې دلاسه وتلئ دئ. په رسمیاتو کي هغه خپله ورته وایي چي طالبان د افغانستان داخلي موضوع ده. ښه وایي د غني، عبدالله او ټلوالي د ټوپکیانو او زړه کمونیسټانو تر سر دي تیر سي او عام افغانان دي د خپلو سیمو په حکومتوالي کي شریک کړي، ټک لا ولاکه وویني. موږ نه پوهیږو چي ستونځه چیري ده؟
  • طالبان وایي چي امریکایان او د هغوئ متحدین دي د افغانستان څخه ووځي. خو دا نه وایي چي د امریکا او د هغه د متحدینو د وتلو څخه وروسته د افغانستان د ځمکني او هوایي حریم ساتنه د هغه د ګاونډیانو څخه به څوک کوي- نه افغانستان او نه طالبان داسي په عصري وسلو سنبهال ځمکنی او هوایي ځواک لري چي دا کار وکړي. که چیري طالبانو دداسي ځواک لرونکو دولتونو سره په دې اړوند نظامي، سیاسي او اقتصادي تړونونه ولري چي شرایط یې تر اوسنیو تړونونو ښه وي او د افغان ولس خپلواکي، استقلال، بیارغونه او خودکفالت پکښي تضمین سوئ وي نو ستونځه څه ده؟ هغه دي ډاګیزه کړي چي ټول افغان ملت د ملي یوالي د حکومت او د هغه د دوستانو څخه تر پوزي پوري راغلئ دئ. د سترګو په رپ کي به ورسره ودریږي او د ناټو د ځواکونو په موجودیت کي به د هیواد د پلازمیني په شمول ټولو ښارونو ته ددوئ په ګټه سقوط ورکړي. او که طالبان داسي څه ونه لري نو د بهرنیانو وتل د طالبانو غوښتنه نه ده بلکه د پاکستان، ایران، چین او روسیې غوښتنه ده. طالبان باید د صلحي د خبرو لپاره نوي او د تحریک ګټو ته ژمن استاذي پیدا کړي. افغانان د امریکایانو او د هغه د متحدینو سره جګړې ته لړمون پوخته دي خو په تش لاس نه، او نه هم په مفته. موږ باید دا تظمین ولرو چي د امریکایانو دوتلو وروسته به ښه ورځي ووینو.
  • د ټلوالي ټوپکي نتظیمونو +حضرت صاحب + پیر صاحب د بهرنیانو سره د اوسني او تر هغه پخواني مرضمن ستراتیژک تړون ملاتړ وکړ. په دې حساب دوئ د تړون په ترڅ کي د وژل سوو ټولو افغانانو په قتل کي مستقیماً شریکسول او د افغانانو دښمنان ثابت سول. د هیواد و هغه سیاسي حلقاتو ته چي ددې تړون مخالف وه او دي، ورته څه ستونځه ده، چي د هیواد په کلیو او ښارونو کي د عامه غونډو او سیاسي تبلیغاتو د لاري ددې قاتلینو ملګري او ددوئ اجیر روحانیون عام ولس ته نه رسوا کوي او د تصرف د باطلي او ملعوني عقیدې پر ضد ږغ نه پورته کوي چي زموږ د اولسونو څخه یې ژوندي مړي جوړ کړي دي. نور باید په لوړ ږغ ولس ته وویل سي چي د متصرفینو د موجودیت عقیده تشي افسانې دي، راولاړ سي د هیواد په اداره کولو کي ونډه واخلئ او ددولت چاري خپله په ګډه سره تنظیم کړئ. په قرآن شریف کي خدای پاک ج ټول انسانان په جمعي توګه امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته هڅولئ دئ. اولسونه باید راپورته سي او خپل واکمنان ځان ته مسئول وګرزوي. نور باید سره موافق سي چي نه طالب واجب القتل دئ او نه حکومتي سړی. واجب القتل یوازي د بهرنیو استخباراتو جاسوسان دي چي په دواړو خواوو کي فعالیت کوي او زموږ د ټولو ناخوالو مستقیم عاملین دي. پخوا به د پردیو جاسوسان پټ وه، اوس خو دا ستونځه هم حل سوې ده. دبهرنیو استخباراتو هر جاسوس په نامه خلګ پیژني ځکه چي خورا ستر ثروتمندان ځني جوړ سوي دي او د جاسوسي شواهد یې د هغه د تیر ژوند بیوګرافي ده چي د عوامو د اذهانو په ډیټابیس کي ثبت ده. که مو تر دوئ لاسونه نه رسیږي، هغه ولاحولي خو یې دلې زموږ په مینځ کي ګرزي. پر هغوئ باید راواچوو. ستونځه څه ده؟ آخر ټول فساد هغوئ اوس د همدې ولاحولو په واسطه کوي، خپله خو هلته لیري په هسکو ماڼیو کي په عیش ونوش باندي بوخت دي.
  • پر ډیورنډ باندي اغزن تار د کرښي دواړو خواوو ته دروند نفوس پښتنو په تاوان دئ او ګوادر بندر ته د افغانو تجارانو لاسرسی د سیمي پښتنو او بلوڅو قبایلو تر څنګ افغانستان او پاکستان ته نوی اقتصادي ژوند ورکولای سي. پاکستان ته ستونځه څه ده، چي د پښتنو او بلوڅانو په ځپلو پسي یې را اخیستې ده او سیاسي حقوق یې ځني ګرزولي دي؟ او د پاکستان پښتنو او بلوڅو ته ستونځه څه ده چي د اغزن تار د مخنیوي او خپلو تلف سوو حقوقو د اعادې لپاره جدي سیاسي حرکتونه نه پیلوي؟ پښتانه او بلوڅ د جګړو، چاودنو او بلواوو د لاري خپل حالت نه سي سمولای. ملیونر مشران دي یې خپلي تجریاني خلاصي کړي او ددوئ اقتصادي او علمي فقر د لیري کولو لپاره موثره پروګرامونه په کار واچوي، څو په سیاست او اداره کي د فعاله رول لوبولو توان پیدا کړي. داغه د غریبو اولاده ده چي ځان به په تعلیم، هنر او خواریو ځانونه تر یو ځایه رسوي او د ملت اوښکي به پاکوي. د سروتمندانو او سرمایه دارانو اولادونه هغسي هم د عیاشي څخه فرصت نلري. او په نهایت کي زموږ افغانانو ستونځه څه ده چي د چاه بهار سره مو خپل سرنوشت تړلئ دئ؟  باید په یوه ږغ د غني سر ورخلاص کړو چي چاه بهار او هوایي دهلیزونه زموږ په هیڅ ګټه نه دي، درګرزوه یې. زموږ د ټولواقتصادي مشکلاتو حل د پاکستان او افغانستان تر مینځ د تجارتي او راهداري ستونځو په حل کي دئ.
  • په پای کي باید ووایو چي دا د بشریت ستر ناورین دئ چي په امریکا کي د ټرمپ باچاهي ده او په افغانستان کي د هغه د لاسپوڅي دولت په لاس پښتانه وژل کیږي. ځکه چي پښتانه هغه څوک دي چي په کور کي یې زوی وځیږي نو دوئ د شرنګاوو په عوض یوه سپکه وسله ورانیسي. امریکا هغه هیواد دئ چي عمده ترین تولید یې سپکه وسله ده او ټرمپ د امریکا هغه اولس مشر دئ چي په دې باور لري چي د هیواده څخه زیاته سپکه وسله صادره کړي او په مقابل کي طلا وارده کړي. ده ته خو پکار ده چي پښتانه ژوندي وساتي څو خپلي وسلې پر وپلوري، سي آی اې او بلیک واټر د غوږونو ونیسي او د افغانستان څخه یې راوباسي. په افغانستان کي پښتانه حاکم کړي او د پښتونوالي قبایلي قانون د افغانستان د اساسي قانون برخه وګرزوي، څو پښتانه د خپل دود په اساس ازادانه سپکي وسلې رانیولای، ساتلای او ګرزولای سي. امریکایي سپکي وسلې تر روسي وسلو ښایسته او سریع دي. دئ دي د امریکایي سپکو وسلو نرخ لږ راکښته کړي او په افغانستان کي دي د روسي وسلو سره تجارتي سیالي پیل کړي. موږ پښتانه به د خپلو ښځو غاړګئ خرڅي کړو، امریکایي وسلې به په رانیسو. ددې څخه علاوه که یو څه فنډ زموږ خارجه وزارت ته ورکړي چي د نړۍ په هیوادونو کي پښتو فرهنګي مرکزونه ایجاد کړي او د پښتنو فرهنګ په ټوله نړۍ کي عام کړي نو په نړیواله کچه پښتانه د امریکا د سپکو وسلو مارکیټ ته په بیساري توګه پراختیا ورکولای سي. دا نو اوس کومه لاره ده چي د امریکا په ملي بودیجه پښتون دښمن سیکس ورکران تقویه کیږي ددې لپاره چي په دې هیواد کي جګړې ته لمن وهي څو د مخدره توکو تولید ته زمینه برابره وي، هیواد تل په مصارفو کي امریکا ته محتاج وي. مصارف او تلفات د امریکا د عام ولس د کوره وي او ګټه یې یو څو شخصي سرمایه داران وړي. کاشکي چي بیا هغوئ دا شخصي پیسې په امریکا وکي ولګوي. هغوئ په دې پیسو یا په روسیه او چین کي عیاشیاني کوي او یا هم په هغه ملکونو کي صنعتي او تجارتي پانګوني کوي چي بیرته امریکا ته غاښونه ورښکاره کوي.   

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind