20.12.2017 (29.09.1396)
د افغانستان د نجات او بریا ملی پلاتفورم
ډاکټر تاج الدین ملت ملت

د یو با امنه، پتمن، پرمختللې، نړۍ سره مل او سیال افغانستان په هیله

د افغانستان څولیښت کلن جنګ نه یواځې دا چې زمونږ هیواد د نړۍ د ترقې د کاروان نه شا ته وغورځاوه، بلکې داسی نوي او زیاتي ستونزي یی را منځ ته کړي چې پر هغو بریا که نا ممکنه نه وي، نو ډیره سخته ده.  مونږ یواځې هلته پدی ستونزو بریالې کیداي شو چي مونږ د غه لاندي مرحلې په ترتیب او دقت سره تشخیص، په پوره یوالې ، سړه سینه او ښه تدبیر سره یی تر سره کړو.

اول-  د تیرو هلو ځلو، ستونزو او نیمګړتیاوو دقیقه ارزونه، تری زده کړي، او سموني

دویم-  د افغانانو د بیا هیله مند کیدو او په  یو بل باور او ګډ کار لپاره اماده کیدو ته د یوه ښه لر لید پیدا کول.

دریم-  د لرلید د لاس ته راوړلو لپاره د یوه هر اړخیزه ملې سیاسې وحدت تامینول.

څلورم-  د یوسرتاسرې مؤثر ملې وحدت لپاره د یوې داسې برنامې جوړول چې د ټولو هیوادوالو د قبول وړ وی.

پنځم-  د برنامې د تهیه کولو لپاره د یوې سالمې متحرکې، د اعتبار وړمسلکې افغان شموله هستې منځ ته راوړل.

شپږم-  د برنامې د منلو او د هغې د پیاده کولو لپاره یو مؤثره ستراتیژی، پلان او د بادسپلینه تشکیلاتو جوړول

اووم-  د دی کار د ښه او مؤثر تطبیق لپاره د یوې دوامداره سالمې افغان بنیاده مالې منبع برابرول

اتم-  د یوه سالم نظام د جوړونې، ساتنې اود برنامود تطبیق لپاره یی دیوه توانمند ملې سیاسې تشکل جوړونه.

اول-  د تیرو هلو ځلو، ستونزو او نیمګړتیاوو دقیقه ارزونه، تری زده کړي، او سموني:

د دی پورته ارمانونو د سر ته رسلو لپاره تر ټولو دا اړینه ده چې مونږ افغانان خپلې بنیادي نیمګړتیاوي تشخیص او د هغوي د لمنځه وړلو لپاره مونږ هر یو په خپل فکرونو، او خصلتونو او کړو وړو کې ژورو تغیراتو ته اماده شو.  مونږ افغانان په هیواد کی د سولې، ازادی، او خپلواکې د نشتوالې، بی امنې، غربت او بیکارېو نه علاوه، یو څو خصلتې، کرکټري، او مدیریتي ستونزي هم لرو چې که هغه سره یادی نه کړو او د خپل بل هر کار د شروع نه دمخه هغه اصلاح نه کړو، نو زمونږ راتلونکې هلې ځلې به هم لکه د پخوا په شان د ناکامیو سره مخ شي.  نو مونږ باید دا لاندی فردی او ټولنیزي ستونزي درک او ومنو او د حل لپاره یی لاري یی ولټوو.

۱-  مونږ باید خپلې غوښتنې او ضرورتونه سره بیل کړو.

۲-  زمونږ ضرورتونه ډیر او سرچينې مو کمې دي.  نو مونږ باید خپل ضرورتونه د اولیتونو په اساس درجه بندی، او یو په یو تر سره کړو.

۳-  خود خواهې، ځان عقل کل ګڼل، د نورو په وړاندی د زغم نه لرل، احساساتې مسلمانې (چې په اسلام ناپوهې مو د اسلام تر نامه لاندی د توطؤ د ښکارکیدو سبب شوی)، د ستونزو یوازی یو حل باندی ټینګار، د عقل او فکر په ځای د احساساتو غلبه او په نورو نه باور زمونږ هغه کرکټري ستونژي دي چې مونږ هر یو باید په خپل ځانونو کی د تغیر په راوړلو خپلې دغه ستونزي اصلاح او بیا د نورو سره ګډ کار ته اقدام وکړو.  د دی تغیراتو د راوړلو نه پرته به زمونږ ټولې هلې ځلې بی نتیجې وي. 

۴-  کار باید اهل کار ته وسپارو.  دا یو سیاسې کار دی، نو راځئ چې په وطن مین صادقو سیاست پوهانو ته مراجعه وکړو، چې هغوي زمونږ ملت ته د دی تورو تیارو په منځ کی لاره پیدا کړي. مونږ باید د هغو لارښوونو ته ارزښت ورکړو، او د هغوي په لارښونو پرمخ ولاړشو.  نور باید دا متخصص عام کلتور پریږدو.

۵-  په مجموعې توګه افغانان په ستراتیژی، پلان او تشکیلاتو باور نه لري.  دا یوه ستره مدیریتې ستونزه ده، مونږ باید دا دری واړه اصلونه چې په ټوله نړی کی منل شوی د کامیابیو رازونه دي ومنو او عملې یی کړو.

د ضرورتونو پیژندنه او د اولیتونو ټاکنه:

زمونږ د خلکو غوښتنې خو زیاتې و لې ملې ضرورتونه مو دا دي: 

۱- د اداری فساد مخنیوې۲- خپلواکې۳-              د مجرمینو محاکمه ۴- سیاسې یوالې۵-              سوله ۶- ملې یوالې۷-    عدالت ۸ -  ازادی ۹-   امنیت ۱۰- د هیواد ځان بسنه۱۱- دیموکراسې۱۲-بیکاری له منځه وړنه       ۱۳-د قانون حاکمیت ۱۴-                مسلکیت (کار اهل کار ته سپارل) ۱۵-   د جنګسالارانو او غاصبینو د واکه لری کول۱۶- د پردی هیوادونو د لاس وهنو مخنیوي.             ۱۷-        پرمختګ (زراعت، مالداری، پوهنه، روغتیا، اقتصاد، انرژی، ...)

که مونږ خپل دا ملې ضرورتونه د اولیتونو په اساس لست کړو، نو په تعجب سره به دا لست د ډیرو خلکو د هغو لستونو سره زیات فرق ولری، کوم چې یی مونږ هر یو په ځانې لحاظ فکر کوو.  د دی غټ دلیل دادی چې پدی لست کی یو شمیر زمونږ غوښتنې دي، ولی یو شمیر نوري یی د هغو غوښتنو د لاس ته راوړلو لپاره په ترتیب وسیلي دي.  نو اول باید د هری غوښتنې لپاره وسیله ولرو چه هغه غوښتنه پری لاس ته راوړو.  نو د اولیتونو په اساس زمونږ له نظره، سوله ، امن، ازادی، خپلواکې، ، قوی مرکزی نظام، د قانون حاکمیت، عدالت، پرمختګ زمونږ اهداف دي، خو د دي اهدافو لپاره لاري او وسیلي پکار دي، نو که مونږ د وسیلو او غوښتنو تسلسل په نظر کی ونیسو نو زمونږ اولیتونه باید داسی تنظیم شی:

زمونږ ستر او اساسې هدف په افغانستان کی د یوه برنامه محوره سیاسې نظام جوړښت دی.

په برنامه محوره نظام کې د هغد نظام ټولې اجتماعې، سیاسې، فرهنګې او اقتصادې پالیسي مخکې له مخکې تشریح شوي او د خلکو له خوا منل شوي وي. د ټولنې هر راتلونکې چارواکې د هغه په منلو او تطبیق کولو مکلف او د هر نوعه خپل سریو هر اړخیزه مخه پکې نیول شوی وی. د چارواکو ټولې فیصلي د هماغې برنامې په مطابق تطبیقوي، او ټول عمده تصمیمونه د یوی شورا له خوا کنترول او منظوریږي.  هو ملې یوالې اولین ضرورت دی اود ملې یوالې لپاره سیاسی یوالې شرط دی، او د سیاسی یوالې لپاره لاندي اجزاوي ضرورت دي: 

  1. د یوې سالمې هستې د رابللو لپاره یوه لنډه طرحه:  دا طرحه په  ۴ مخ کی وګورئ.
  2. د یوی سالمې او توانمندې ملې هستې جوړول
  3. د دی هستې له خوا د یوه مؤثر لر لید جوړول چې د خلکو روحیات لوړ، او وحدت ته یی وهڅوي.
  4. د یوي پراخه سالمې ملې طرحې جوړول، د یوشمیر افغانانو سره د هغې شریکول، او منل.
  5. د هغې طرحې د تطبیق لپاره لازم وسایل او سرچيني لکه مالې او انساني سرچیني، برابرول.

نو دا دی د دی کار لپاره لاندی مواد تهیه شوي، او د همدی په اساس مونږ پرمخ روان یو.

دویم -  یو ښه لرلید:

 وروستیو نړیوالو څیړنو دا ثابته کړی چې افغانستان د طبعی زیرمو او منابعو له درکه د نړی یو ستر بډای هیواد او د خپل جیوپولټیک ارزښت له کبله هم ځانګړی ارزښت لری.  که مونږ افغانان د دغو شتمنیو په اهمیت پوه شو، او په ګډه د یو متحد او توانمند افغانستان جوړولو ته ملا وتړو، او د یوی سالمی ملی اوږدمهاله ستراتیژی په رڼا کی خپل لنډ مهال او اوږد مهال اهداف په دقیقه توګه په نښه او د یوی سالمی ديپلوماسی له لاری د نړیوالو سره سمه پلان ګذاری او مدیریت کړای شو او د تطبیق لپاره یی د یوه بادسپلینه، منسجم تشکل په چوکاټ کی کاروکړو، نوراتلونکې افغانستان لاندی فوق العاده پوتنشیلونه لري.

۱-  افغانستان د منطقې لپاره د یوی هر اړخیزې او با ثباته سولې د مرکزیت رول ادا کولای شی.

۲-  لکه دوبی چي د منځنی ختیز، افریقا او اسیا د هووایی خطوطو مرکز دی؛ افغانستان کولای شی چې د ټولو اسیایی (منځنې او جنوبی اسیا) هیوادونو لپاره یو ښه بین المللی هوای مرکز شی.

۳-  څرنګه چي افغانستان د وریښمو د تجارتی لاری مرکزدی، نو کولای شی چی د اسیا، منځنې ختیځ، افریقا او اروپا تر منځ د تجارتونو په یوه لوی پیوندونکې مرکز بدل شی.

۴-  کیدای شی چې افغانستان د شرق او غرب د تصادم د مخنیوی په غرض په یوه ښه بیطرفه سیمه (بفر زون) بدل، او د امریکا، روس، چین او هندوستان د ګډو متوازنو سیاسي او نظامې همکاریو نه برخمند شی.

۵-  افغانان په خپل سیاسی تشکیلاتې یوالی سره کولای شی چې د ډیورند تش په نامه کرښه لغوه، خپله خاوره پراخه، نفوس زیات او ازاد بحر ته لاس رسی تر لاسه کړی. پدی توګه به د یوی خوا د اشغال شوی افغانستان پراخه ځمکو او د صوات، وزیرستان او کالام ټول طبعې زیرمې تر لاسه کړي، او د بلی خوا به د منځني اسیا د بحری اتصالاتو په یوه لوی شاهراه بدل او ډیر ښه امتیازات به د تل لپاره ترلاسه کوی.

۶-  سیندونه د خدای یو لوی نعمت او روانې اوبه به د راتلونکی نړی یوه ستره مهمه ګواښونکې منبع ده، چې له نیک بخته افغانستان د دی درکه یو بډایی هیواد دی.  که افغانستان د خپلو سیندونو نه سالمه ګټه پورته کړی، نو ډیر ژر به په خپل ځان متکې، او د زراعتی محصولاتو په یو صادراتی هیواد بدل شی.

۷-  د افغانستان زیاتي سیمی د لمریز، بادیز او اوبیز انرژیو د تولید ښه شرایط لری.  که دغې برخې ته توجه وشی، نو ډیر ژر به افغانستان د انرژی په یوه ستر صادرونکې هیواد بدل شی. 

۸-  که دغه خدای راکړل شوي افغانی طبعی زیرمي لکه معدنیات په سمه او دقیقه توګه استخراج او په کار واچول شی، نو دغه امکانات کولای شی چې د عربی هیوادونو نه زیات افغانستان بډای کړی.

۹-  دافغانی قیمتی ډبرو نه په استفاده، مونږ کولای شو چې افغانستان د شرقی اسیا د نورو هیوادونو په څیر د قیمتی ډبرو په یوه  ښه صنعتې او تجارتې بازار بدل کړو.

۱۰-  افغانستان د ریل د خطونو د اتصال یو ښه مرکز او خپل څلور خوا ګاونډیانو ته د تجارتی لارو ښې زمیني برابرولی شی، چې د لوی افغانستان په صورت کی بیا دا ارزښت لا څو چنده زیاتیداې شی.

۱۱-  افغانستان یو ځانګړې جیو پولیټیکل موقیعیت لری چې د یوه ښه ملې قیادت لاندی دا اوسنې چلنجونه یی هر یو په ښه فرصتونو هم بدلیدای شي.

دریم -  د ملې یوالې ضرورت:

د پورته دلایلو له مخې افغانستان د یوه ډیر لوړ پوتنشیل لرونکې دی. زمونږ ګاونډی هیوادونه دغه پوتنشیل په خپل ضرر ګوري.  نو په خپلو ټولو امکاناتو او د خپل ټولو لاس پوڅو او روزل شوو نوکرانو نه په ګټه اخستنه د افغانستان دغه پوتنشیل له منځه وړلو باندی کار کوي تر څو دغه طلایی چانس زمونږ نه واخلی او مونږ په ابدی غلامانو بدل او خاوره مو خپله کړی. 

نن افغانستان په نړۍ کی د یوه ځلیدلې هیواد په توګه د راپورته کیدو یو ځانګړې فرصت لری.  د  دی فرصت نه مونږ یواځې هغه وخت ښه استفاده کولای شو چې مونږټول افغانان په یوه متحدانه اواز د خپلو ملې ګټو په رڼا کی د خپل نظام نه په کلکه پلوې وکړو.  زمونږ یو توانمند ملې وحدت یوازی د یوه سیاسی تفاهم او یوالې په صورت کی منځ ته راتللای شی. 

مونږ په ټولو افغانانو غږ کوو چې راځئ ټول په ګډه د یوه لوی او مشترک ارمان دلاس ته راوړلو په برخه کی  دا طلایی چانس له لاسه ور نه کړو، او د خپل ملک لوی پرمختللې تصویر په نوی نړی کی وګورو.  د داسی یو توانمند افغانستان لاس ته راوړنه یوې ښی ستراتیژی، یوې مدبری مشرتابې او مؤثرې دیپلوماسی ته ضرورت لری.  د افغانانو تر منځ د سالم ملی وحدت یوازینې لار یوه سالم سیاسی وحدت دی، او د یوه بنیادې سالم سیاسی وحدت لپاره دری شیانو ته جدی ضرورت دی:

الف:  د یوې سالمې ملې سیاسی، افغانستان شموله، نماینده او د هر اړخیز د باور وړ رهبری هستی جوړول.

ب:  د یوې سالمې ملې برنامې جوړول ، شریکول او د یوه افغانستان نماینده جرګې نه د هغې پاس کول.

ت:  د همدغې برنامې د مؤثر تطبیق لپاره یوه منظمه ستراتیژی، پلان، او اړین تشکیلات جوړول.

د افغانستان د خلکو تر منځ یو اګاهانه سیاسې وحدت داسی یوې برنامې ته ضرورت لری چې هغه د راتلونکې افغانستان داسی یو روښانه تصویر ټولو افغانانو ته ور ښکاره کړی، چې هغه ټولو افغانانو ته د منلو وړ، او د افغانستان هر قوم، قشر، او ډلګې په هغه کی خپلې اوږدمهاله سوکالې، او ګټې خوندي وګوري. دا برنامه باید یو شمیر داسی ملې ارزښتونه ( لکه ملې سرود، ملې بیرغ، ملې هویت، اساسې قانون، ملې ګتي، یو توانمند ملې نظام او نور) په ګوته کړي چې هغه د افغانستان د ملت عظیم اکثریت ته د منلو وړ، او د هغوي نه په دفاع کی هر نوعه قربانې ته حاظر وي. 

دا باید ومنو چې دا کار مشکل دی او د افغانانو پراخه ګډ تړون او ګډ کار ته ضرورت لری.  هیڅ تړون هم چیرته د اسمان څخه نه راځي، بلکه انسانان هر تړون منځ ته راولې او کامیابیوی یی.  البته کامیابیدو ته د رسولو په لاره کی قربانې او زحمتونه شامل وي.  خو مونږ تر اوسه د تړون او یو موټې کیدو لاره لا نه ده پیدا کړی.  دا پدی مانا نده چې د دی لپاره هلې ځلې ندی شوي، شوي دي، خو ناکامه شوي او په مآیوسیو بدلې شوی دي. 

د دی دوامداره ناکامیو دلایل هم زیات او څو اړخیزه دي، او دی ناکامیو بیا زمونږ تر منځ بی باوری لا زیاته کړی ده.  نو دا ځل باید د دی ټولو تیرو ترخو تجربو او ناکامیو نه په زده کړه، خپلې ټولې نیمګړتیاوي او ستونزي مخکې له مخکې تشخیص او د هغوي د اصلاح او حل لپاره مؤثری لاری پیدا او په کار واچوو.

څلورم -  د یوه ملې پلاتفورم ابتدایی جوړښت لپاره لنډه مؤقته طرحه:

یو مشترک او ټولو افغانانو ته د منلو وړ ملې پلاتفورم (برنامې) ته تر هر څه اول ضرورت دی.

د داسی یو پلاتفورم جوړول د ټولو افغانانو په اشتراک او اګاهانه او رغنده ونډی سره منځ ته راتلای شی، چي هغی ته باید په تر تیب سره کار وشی. زمونږ له نظره د غه لاندی مؤقته طرحه د یوه ملې پلاتفورم لپاره ښه اساس او اغاز کیدی شی. 

۱-  افغانستان  زمونږ ګډ هیواد، او افغانیت زمونږ مشترک ملی هویت دي.

۲-  د اسلام مقدس دین دی ملت د اکثریت د دین په توګه( د نورو ادیانو په ازادی سره) ټولو ته د احترام وړدی.

۳-  په افغانستان کی ټول پراته قومونه، او د مختلفو ادیانو او مذاهبو پیروان سره ورونه، او د دی هری ډلې مربوط هر وګړې د قانون په وړاندی برابر او مساوی مسؤلیتونه او حقوق لري.

۴-  مونږ ټول یو سؤله مند، پرامنه، ازاد، خپلواک، په ځان متکی، بسیا ، او با ثباته افغانستان غواړو.

۵- مونږ د یوې سوچه افغانې ولسواکی تطبیق او د خلکو په خوښه یو غښتلې مرکزی جمهوری نظام غواړو.

۶-  مونږ په هیواد کی د یوه هر اړخیزه متوازن پرمختګ غوښتونکي یو، تر څو دا زیاتې نا انډولې کمې شي.

۷-  مونږ د ټولو همسایه، منطقی او نړۍ د هیوادونو سره د نیک ګاونډتوب، مثبتی بیطرفی، متقابل احترام،  د یوبل په کورنی چارو کی د نه لاس وهنې، او د هر یوه خاوره د نورو په ضد د نه استعمال په اصولو او د ګډو نیکو انسانی، سؤله ایزو، تجارتې، علمې، صنعتې، کلتورې او د ښه چاپیریال اړوند اهدافو لپاره د یوه بل سره د مرستو په اساس؛ نیکي اړیکي ساتل غواړو.  زمونږ ملې پلاتفورم به د دغو اصولو په چوکاټ کې جوړیږي.

پنځم:  د یوی توانمندې، باورې افغان شموله رهبری هستې منځ ته راړل:

مونږ په افغانستان کی د یوه باوري اوږد مهال ملی وحدت د رامنځ ته کولو لپاه یوي توانمندې، پوهې، وطن پالې، او فداکاره داوطلبه افغانستان شموله لارښودې هستې ته ضرورت لرو.  نن په افغانستان کی د لښکر ستونزه نشته،  ستونزه او خلا د قیادت ده،.  نو په هر قیمت چې کیږی مونږ باید دا سالمه هسته را پیدا، سره پیوند، او فعاله کړو.  زمونږ غټه تشه دا ده چې مونږ لا تر اوسه د اعتبار وړ یو مرکزیت، تولو ته د منلو وړ یوه برنامه او د تطبیق لپاره یی داسی یو سستم او مکانیزم ندی تر لاسه کړی چي د هیواد په داخل او خارج کې ټول هغه افغانان چې د دی کار سره علاقه او د کار په مختلفو برخو کې توانمندي لري، هغه سره پیوند او د دوي تر منځ د ګډ کارکولو  زمیني برابري کړي.  نو ښه به دا وي چې مونږ اول د داسی یوې سالمې هستې د جوړولو، او د هغې هستې له لارې د یوی سالمې برنامې او مؤثرو تشکیلاتو په جوړولو کار وکړو.  او پدی وسیله دا خپلي ټولې خوري وري هلي ځلي سره پیوند او په یوه غښتلې او مؤثر تحرک بدلي کړو.  زمونږ هوښیاری به دا وی چې مونږ داسی یو سیستم ایجاد کړو چې په هغې کې د هر افغان څخه د هغه د خوښی، علاقې او امکاناتو سره برابرکار واخلو.  نو پدی صورت کی به بیا هر افغان حاضر وی چې پدی کار کی مؤثره ونډه واخلې.  خو که د خلکو د شرایطو نه لری او د هغوی د علاقی نه غیر کارونه ور ته وسپارل شی نو دا به تر ډیره حده یوه خیالې او ناکامه پروژه وي.

په خوښې سره چې دا دی مونږ د دی هستې تهداب ایښې دی، او هر هغه افغان چې خپل ځان کی دغه خصوصیات وینې، باید له مونږ سره اړیکه ونیسئ، تر څو دا اول قدم واخلو او د قیادت دا خلا په ښه شکل ډکه کړو.  که هرڅوک ځانته یو پوه، وطنپال اود مشری وړ شخص وایی او همدا نن زمونږ تر خوا نه ودریږي، نو نور دی د وطنپالنې دعوه هم نه کوي.  کله چې مونږ دغه شان یوه نیکه لارښوده هسته پوره کړه نو بیا باید مونږ د دوي په لارښونه د یوی ښی برنامې په جوړولو لاس پوری کړو.

شپږم -  د دی برنامې د مؤثر تطبیق لپاره د یوی مؤثرې ستراتیژی، پلان او منضبطو تشکیلاتو جوړول:

د رهبری هستې جوړول:  مونږ دا دی د دی کار لپاره دیوې وړی مرکزی هستې لپاره د وړ او علاقه لرونکو شخصیتونو په نښه کلو او د هغوي په رابللو اخته یوو، تر څو یوه نسبتآ تمثیلې هسته چې تعداد به یی تر ۲۰ تنو وی، د هیواد د داخل او خارج نه سره را پیدا او پیوند کړو.  او بیا به د دی هستې په مرسته هغه لومړنې نماینده مؤقته رهبری کوونکې هسته چې تعداد به یی له ۵۰ تنو زیات وي سره راغونډ او متشکل کړي.  دا مؤقته رهبري هسته به د یوې خاصې متخصصې کمیتې له لاری د یوه هر اړخیز تحقیق او ریسرچ په اساس د راتلونکې افغانې ملې برنامې یوه ابتدایی طرحه تیاره کړي.  په دریمه مرحله کی به د دی برنامې د تطبیق لپاره د هماغه مؤقتې رهبری هستې تر لارښونو لاندی یوه مکمله ستراتیژی، پلان او تشکیلات جوړیږی. چې دا پلان به په خپل وخت کی د پلان د متخصیصینو له خوا جوړ او وخت په وخت ارزول کیږي او د ضرورت سره سم به پکې اړوند تغیرات راوړل کیږي.  خو په وړاندینیز توګه به دغه مراحل پکې شامل وی.

پلان: 

۱-  د دی کار د انتظام لپاره د(د افغانستان د سولې، ملې تفاهم او هماهنګې مرکز) په نوم یو مرکزیت جوړول.

۲-  د مرکزیت له خوا د لاندی پلان له لاری د یوې افغان شموله ملې طرحې جوړول او تطبیق.

۳-  دا مرکزیت به د افغانستان نه بهر او دننه د ۵۰ تنو په شمول یوه توانمنده د رهبری هسته منځ ته راوړي.

۴-  دا هسته به د برنامې د جوړولو کار یوې افغان شموله د برنامې جوړولو یوې متخصصې کمیټې ته سپاری، چې هغه به د برنامې د جوړولو لپاره د هر اړخیز تحقیقاتو نه په استفاده یوه جامع او پراخه طرحه جوړه کړی.

۵-  دا هسته به د مالې چارو د لا ښه انتظام لپاره د اقتصاد پوهانو یوه توانمنده هسته را منځ ته کوي چې د مالې سرچشمو کارونوو ته پراختیا ورکړی، او د دی کار د لا ښه انسجام لپاره د قناعت وړ یو مؤثر سستم جوړکړی.

۶-  دا هسته به د افغانستان د یوی نسبتآ افغانستان شموله جرګګې ( تر ۳۰۰کسان) د رابللو لپاره تیاری نیسې. 

۷-  په افغانستان کی به دغه جرګګي هغه ابتدایی طرحه او د طرحې لپاره مناسب تشکیلات او تعینات پاس کړی.

۸-  د دی جرګې د فیصلو د نهایی کولو لپاره د یوی نماینده جرګې (چې تعداد به یی ۲۰۰۰-۳۰۰۰ تنه وي ) را بلل.  دا جرګه به د جرګګې برنامه، تشکیلات او تعینات نهایی او پاس کوي او یو توانمند ملې تشکل به اعلانوي.

۹ -  مبارزی ته د وړ انسانانو پیداکول:  مونږ باید د دی کار لپاره په هیواد کی دننه او د هیواد نه دباندی د ټولو علاقه لرونکو افغانانو د هرنوعه توانمندیو نه برخمن شو.  د دی کار اصلی مرکز باید په افغانستان کی وی، او مونږ باید هلته د دی کار وړ شخصیتونه راپیدا سره منظم او منسجم کړو.  هغوي ته د مبارزی لازم محیطونه، او وسایل تهیه او په اختیار کی ورکړو.  د بلی خوا، د افغانستان په داخل کی د کار د پرمخ تللو لپاره مونږ باید د هیواد نه بهر افغانان هم تنظیم او منسجم کړو.  البته د هیواد نه بهر افغانان دری نوعه کارونه پر مخ بیولې شي:

۱-  دا چې د افغانستان اکثره پوهان او سیاسیون بهر ته کډوال شوي دي، نو دغه اشخاص کولای شي چې د ازادی دی لاری ته سالمه طرحه او پلانونه تنظیم او د کاری هستې او ټیم په اختیار کی ورکړي.

۲-  د هیواد نه بهر افغنانان کولای شی چې د داخلې برنامې د ښه تطبیق او پرمخ تګ لپاره مناسبه مالې مرسته د افغانانو د اخلاصمندانه ونډې او نورو سالمو مالې مرستو له لارو پیدا کړی. 

۳-  د هیواد نه بهر افغانان دا کولای شی چې د دی کار لپاره فرهنګې او دیپلوماتیک کارونه تر سره کړی.

تشکیلات: 

دسپلین او تشکیلاتې انضباط د ننې افغانستان په منځ کی د هر نوعه سیاسی هلو ځلو لپاره حیاتې ارزښت لری.  مونږ باید دا اصل و منو چې د سیمې او نړیوالو کړیو د اوږدو لاسونو په نظر کی نیولو او د هغو پراخه لاس وهنو له امله چې زمونږ په هیواد کی د تیرو پنځوسو کلونو  راهیسې روانې دی، تشکیلاتې انضباط او دسپلین یوازینې هغه وسایل دي چې زمونږ ملې یوالې او د دولت د برنامو مؤثر او چټک تطبیق تظمینولې شی.  نو پدی اساس د اول نه باید مونږ دغه با ارزښته اصل ته په کلکه توجه کړي وي.  د دی اصل د تطبیق لپاره باید مسلکې مسؤلین وګمارل شی او هر نوعه کاری وسایل ور ته تهیه شی.

نو هر هغه څوک چې دی پروګرام ته را جذبیږی باید اړوند تشکیلاتې نظم او مقررات ومنې او هغه همیشه مراعات کړی.  هر غړی باید د وطن د ګټو په خاطر هم دوامداره ناظر وی او هم په خپل ځان لازم نظارت ومنې.  د دی ترخوا به پدی تشکیلاتو کی د مجازاتو او مکافاتو اصل په زغرده عملې کیږي.  د دی برنامې ټول تشکیلات به د مرکزیت د لارښونو سره سم په خپل ټاکلو وختونو کی تر سره کیږي.  د دی کار لپاره وړ شخصیتونه د یوې تاکلې پروسی د تیرولو نه وروسته منل کیږي.

اووم -  د یوې ښې افغان بنیاده مالې برنامې برابرول:

البته مونږ به د خپلو هلو ځلو په نتیجه کی ښه اقتصاد پوهان ملګري کړو چې هغوي به وکلاي شي د دغه دروند کار لپاره داسی سالمې، دوامداره، او د بسیا وړمالې منابع پیدا کړي چې زمونږ کارونه د مالې لحاظه څه مشکل  ونه لري.  البته مونږ غواړو د دی کار لپاره داسی یو توانمند مالې بنسټ ولرو چې اهل مسلکې سیاسی شخصیتونه پداسی توګه استخدام کړو چې د هغوي د ژوند اولی ضرورتونه مو پوره کړي وي.

زمونږ له نظره، د یوې ښی مالې سرچینې د را منځ ته کیدو یو ښه فارمول دا هم کیدای شی چې د هیوا  نه بهر او په هیواد کې دننه هر هغه افغان چې دا برنامه منې باید د خپل میاشتنې عایداتو ۲۰ مه برخه (۵ سلنه، چې په میاشت کی د یوی ورځې عایدات یی کیږي) دی کار ته داوطلبانه او په منظمه توګه ورکړي.  دا چې دا ونډه داوطلبانه ده نو مونږ یی د مقدار تعین هم د هر شخص په رښتینولې پوری مربوط ګڼو.  البته د دی تر خوا افغانان کولای شی چې نوری سالمې عایداتې سر چینې هم پیدا او د دی کار لپاره منظمې کړي.  البته د دی کار لپاره باید یو منظم بانکې حساب په قانونې توګه (په افغانستان کی د سولې اکونټ، دیوی انجیو له لاری) خلاص او په پوره شفافیت په کار واچول شی.  د افغانانو تر منځ د مالې بی باوری ته په کتو، باید د حساب دهې داسی یو مکانیزم په کا واچول شی چې د برنامې د هر ګدون کوونکې قناعت پری په دوامداره توګه تر لاسه شی.  د اقتصادی برنامې په اړه زمونږ پیشنهادې تفصیلې طرحه په جلا لیکنه کې لوستلې شئ.  مونږ د دی کار لپاره یو داسی منظم حسابې سیستم هم دیوه نړیوالې انجیو په چوکاټ کې جوړکړی، چې د ګډونوالو قناعت حاصل کړی.

اتم -  په هیوواد کی د یوه ملې سیاسی تشکل جوړښت:

دا منو چې زمونږ یو شمیر افغانان به د سیاسې تشکل د کلمې سره حساسیت لري.  خو د دی لپاره چې مو د هغوي په پوهاوي کی ور سره مرسته کړی وی، لږ روښانتیا ورکوو.  د سیاسې تشکل نه زمونږ مطلب دا دی چې زمونږ راتلونکې هلې ځلې باید د فرد محورې نه په برنامه محورې بدلې شی.  تر څو راتلونکې مشران یو هم د خپل سری توان و نه لري.  په برنامه محوري کی د هیواد راتلونکې نظام او د هغه ټولې پالیسی تشریح او د خلکو د منلو نه پس هر دولت او چارواکې به نه یوازې دا چې د هغه په منلو او عملې کولو مجبور او مکلف وي، بلکه د هغه ټول تصمیمونه به د یوې لوي کمیټې له خوا تنظیم او منلو نه پس اجرا کیږي.  یعنې مونږ باید مخکې له مخکې نه پدی توافق کړی وی چې واک ته د رسیدو نه وروسته مونږ په افغانستان کی کوم نوعه نظام، او څه نوعه اجتماعې، سیاسې، فرهنګې او اقتصادی پالیسي تطبیق کول غواړو.  چې دی ته برنامه ویل کیږي، او هر هغه تشکل چې د دی برنامې په اساس او د دی برنامې د تطبیق لپاره منځ ته راځې هغې ته سیاسی تشکل وايي.  دا کار به د ټولو هغو خودسریو مخه ونیسی چې تر اوسه په افغانستان کې ټولو چارواکو نظامونو د خپل ځان په خوښه او اراده چلولې او چلوي یی.  د یوه سالم، ملې او مترقی تشکل جوړښت د یوه اصولې او با ثباته نظام د منځ ته راتللو او د نظام، ازادې، خپلواکې، اجتماعې عدالت او دیموکراسې د ساتنې او تطبیق یواځینې مؤثره وسیله ده.  مونږ افغانان نور باید د هر جنګ او جګړې نه ځانونه خلاص کړو.  او د دی خلاصون یواځنې وسیله د یوه توانمند ملې سیاسې تشکل لرل دی او بس.  نو د داسی یوه ملې سیاسی تشکل جوړښت زمونږ د نهایی ارمان په توګه مطرح او زمونږ اساسې هدف دی.  امید لرو چې د افغانانو د دغه پراخه تفاهم او همکاری په نتیجه کی به مونږ داسی یو غښتلې ملې سیاسی تشکل خپلې ټولنې ته وړاندی کړو چې هغه به نه یوازی دا چې دا ملت او هیواد د هر نوعه چپ او راست توطیو او تجاوزونو نه خوندی وساتلې شی، بلکه ډیر ژر به دا هیواد په سیمه او نړی کی د یوه ځلانده هیواد په توګه چې په ځان بسیا، او د نړی د ټولو هیوادونو سیال وی، بدل کړی.   

اوس څه کول پکار دي؟

دا دی مونږ یو شمیر افغانانو دغه کار ته ملا تړلې او په عملې توګه مو دا کار پیل کړی دی.

مونږ د دی کار لپاره (د افغانستان د سولې، ملې تفاهم او هماهنګې مرکز) په نامه د یوه انسجام لرونکې مرکزیت منځ ته راوړی، او یو شمیر توانمند او مخلصو افغانانو په خپل منځې تفاهم سره د هیواد په داخل او خارج کی دی ته کار شروع کړی دی.  نو هر افغان چې د دی پلاتفورم سره مؤافق وی، او یا هم کوم بل رغنده وړاندیز ولری، هیله ده یا له مونږ سره په لاندی پتو اړیکې ونیسی او یا دی هم خپلې اړیکي له مونږه سره شریکي کړئ، تر څو زمونږ ځایی استازی ورسره اړیکه ونیسی.  په اخر کی مونږ خپل وړاندیز ټولو افغانانو ته داسی خلاصه کوو.

افغانانو ته زمونږ مشخص وړاندیزونه:

۱-  هر څوک چې ځان افغانستان ته مخلص او مبارزی او قربانیو ته تیار افغان بولئ، زمونږ ملتیا دی وکړئ.

۲-  که عملې برخه نشې اخستلاې، مالې مرسته او هڅونکې تبلیغات دی وکړی.

۳-  که پخپله د کومو معاذیرو له کبله ونډه نشی اخستلای، زمونږ پیغام او اړیکې دی د نورو سره شریکی کړئ.

۴-  که زمونږ د دی وړاندیز نه بل ښه وړاندیز لری، لطفآ دی را میدان ته کړي، چې پری خبری وکړو.

۵-  که زمونږ په طرحه او پلان نیوکه لری، زمونږ سکرتریت ته دی هغه لیکلې وسپاری، چې پری غور وشی.

۶-  که دا یو هم نشی کولاي، لطفآ زمونږ د تخریبولو نه ډډه وکړئ.  مونږ ته څه موده وخت راکړي، چې پدی لاره کی خپل امتحان ورکړو، او بیله کوم مؤجه دلیل څخه، زمونږ مخ نیوی مه کوئ، ځکه مونږ نه غواړو چې تاسې د دی کار په کولو سره د لوی خدای له خوا په سخت عذاب اخته شئ.

غوښتنه:  په ډیر احترام د منفی ګراو، بهانه لټوونکو، په ځان او نورو بی باورو افغانانو نه معذرت غواړو.

زمونږ سره اړیکې: 

زمونږ سره په لاندی لارو اړیکي تامینولې شی:

 

د افغانستان د سولې، ملې تفاهم او هماهنګې مرکز

د افغانستان د سولې، ملې تفاهم او هماهنګې د مرکز سکرتریت

۱-  په افغانستان کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ایمیل: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تیلیفون: ــــــــــــــــــــــــــــــــ

۲-  په امریکا کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم:  داکتر تاج الدین ملت مل:         Tel: (202) 246- 1992        E-mail: tmillatmal@gmail.com

۳-   په اروپا کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ایمیل: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تیلیفون: ــــــــــــــــــــــــــــــــ

۴-  په کاناډا کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ایمیل: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تیلیفون: ــــــــــــــــــــــــــــــــ

۵-  په منځنې ختیز کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ایمیل: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تیلیفون: ــــــــــــــــــــــــــــــــ

۶-  په پاکستان کی د سولې، تفاهم او هماهنګې د مرکزی سکرتریت څانګه:

نوم: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ایمیل: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تیلیفون: ــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Freitag, 22. Dezember 2017 23:54)

    ملتیار صاحب !
    ستاسی ټولی هلی ځلی د یو اشغال شوی مستعمره هیواد او د اشغالګرو په نظامی او نور هر اړخیز حضور کی دی ، تر ټولو لمړی دنده د اشغالګرو د ویستلو یعنی د خپلواکی ترلاسه کولو او د غلامانو لیری کولو اړه ده .
    له هغه وروسته ستاسی د ځینو، ډیرو یا ټولو خبرو سره ملتیا لروو او هلی ځلی به کوو.
    که تاسی له خبلواکی اخستلو غیره د پورته مواردو د تطبیق هڅی کوی ممکن ځکه نه دی چه اوسنی وضع تصادفی یا عارضی نه ده ، دا د استعمارګرو په مستعمرو کی عادی وضع یعنی د هغوی د پلانو له مخی وی پرون روسانو همداسی کول له هغه دمخه انګریزانو او تر هغوی د مخه ټولو استعماری قدرتو په یو ډول ورته کړنی ترسره کولی ( وویشه حکومت وکړه ) دا پخوانی فارمول او په یوویشتمه پیړی کی ورسره نور هم یو خآی شوی چه هغه [ د ټولنو طبقاتی کول، د ناوړو او بی وجدانه او فاسدو کسانو چارواکی کول دی ]
    ستاسی دغه لیکنه په ایمیل کی هم مونږ ته رالیږل شوی وه مګردا چه ډیره اوږده وه تر اوسه می ورته وخت نه وو پیدا کړی چه حتی په اړه یی درسره خوالی وکړم ، څه ورزیات یا کم کړم فکر نه کوم چه نیوکی به ستاسی په شان عالم ورور په لیکنه کی وی .
    یواځنی لیکنه همدا چه ستاسی لیکنه د خپلواکی تر لاسه کیدو وروسته کیدی شی د تطبیق وړ وی مننه

  • pattang (Dienstag, 26. Dezember 2017 21:47)

    وروره که مې غږ درورسیږي نو زما له خوا کلک واوره داخبرې تکراري او د هر مجلس بڼدار ده خو بې علمه هم ندي او حکمت پکښې پروت دی که هموګن محیط ولرو نو بیا سره زر دي خو اوس داولس لباره سوله پکار ده که سوله نه وي نو داخبرې د کاغذ پر مخ ښکلا ده او بس ! دسولې شرائط د اشغالګرو قواو له افغانستانه وتل دي تر څو چې جنګ وي اقتصادي رشد یو خیال پلو دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder