08.01.2017 (19.10.1395)

د افغانستان د نامتو مؤرخ او ټولنيز شخصيت ډاکټر محمد حسن کاکړ د مړيني له کبله
د محمد نسيم سليمي له خوا

په ډېره خواشيني مو خبر تر لاسه کړ چي د افغانستان نامتو پوه، مؤرخ او دروند اجتماعي شخصيت، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی  د تاريخ د څانګي پخوانی مشر او استاد ډاکټر محمد حسن کاکړ د هغي ناروغۍ له امله چي ور پېښه سوې وه، د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر پنځم تاريخ د متحده ايالاتو د کاليفورنيا په ايالت کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. انا لله وانا اليه راجعون.

 د محترم استاد وفات نه يوازي د دوی د محترمي کورنۍ ته بلکه د نوموړي ملګرو او په واقعيت کي ټولي افغاني ټولني او په تېره بيا د عمومي افغاني اکاديميکي ټولني او د افغانستان د تاريخ د علاقه مندانو او روشنفکرانو لپاره يوه داسي علمي خلا مينخ ته راوستله چي ډکول يې محال دئ. او د افغانستان د تاريخ او ټولني څېړونکي او علاقه مندان د تل لپاره ددوی د دقيقو، عالمانه بکرو نظرياتو او څېړنو د نتيجو څخه د تل لپاره بې برخي سول. زه، محمد نسيم سليمي او زما ټوله کورنۍ ، په دې مناسبت، د خپلي غمشريکۍ اظهار او د زړه د کومي تسليت لومړی د مرحوم پوهاند محمد حسن کاکړ مېرمني، زامنو، محترم کاوون کاکړ او ښاغلي سباوون کاکړ او د هغوی لوڼو خوږې کاکړ، وږمې کاکړ او پلوشې کاکړ او دهغوی د کورنۍ نورو غړو، د ډاکټر صاحب ملګرو، مينه والو او خواخوږو او په عمومي ډول د افغانستان اکاډيمکو ټولنو او افرادو ته چي د هيواد په دننه او دباندي تشريف لري، وړاندي کوم. دوی ته د زړه صبر او دداسي درنې او غمناکي پېښي د تحمل غوښتنه کوم. خدای (ج) دي ډاکټر صاحب وبخښي او خدای (ج) دي د هغوی کورنۍ د باقي غمه څخه وساتي.

 

د مرحوم استاد، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لنډه پېژندنه

 

محمد حسن کاکړ د خدای بخښلي میرزا افضل حق کاکړ زوی شپږ اتيا کاله دمخه د لغمان ولايت د پلوټې نومي سيمي په ډيوه نومي کلي کي زېږېدلئ دئ. پلار او نيکه ئې حکومتي چارواکي وو. کاکړ صاحب د زده کړي اول کلونه په لغمان، يو کال د کندهار د احمدشاه بابا په لېسه او دوه کاله د کابل په دارالمعلمين کي درس ووايه. دوولسم ټولګی ئې د کابل د غازي په ليسه کې په اعلی درجه پای ته ورسوله. څلور کاله ئې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي د تاريخ او جغرافيې په څانګه کي زده کړه وکړه او په ۱۹۵۷ کال کي په لوړه درجه ترېنه فارغ شو او بيا ئې په پښتو ټولنه کي د علمي غړي په توګه د کابل مجلې په چلولو پيل وکړ.  په دغه وخت کي د پښتو ټولني مشرتوب د ارواښاد ګل پاچا الفت پر غاړه وو.

په ۱۹۶۱ کال کي ئې د پوهني وزير ارواښاد ډاکټر علي احمد پوپل په تجويز چي په عين حال کي د پښتو ټولني نهايي آمر وو، په حکومتي سکالرشپ د انګلستان د لندن پوهنتون د اسيا او افريقې پوهنځي کي په تاريخ کي په لوړو زده کړو پيل وکړ. اول ئې په درو کلونو کي په اسلامي دوره کي د منځني ختيځ او معاصري اروپا د تاريخ کورسونو په لوستلو سره خپل د کابل پوهنتون ليسانس د لندن پوهنتون سطحي ته ورساوه او په دې ډول ئې د لوړي درجې څېړنيز تحصيل استحقاق تر لاسه کړ. د دغه مقصد له پاره ئې د تاريخ ميتودولوجۍ په اړه کورس ولوست او د پرفيسور مالکم يپ په علمي لارښودنه ئې د امير عبدالرحمن د دورې په هکله د لندن په ارشيفي مرکز کي په پلټني او څېړني پيل وکړ. د څه باندي درو کلونو په موده کي ئې د هغه وخت له زيړو زړو دوسيو او پاڼو څخه د لوړو درجو شهادتنامو له پاره اومه مواد راټول کړل او د هغو له مخي ئې د تيسس په ليکلو سره اول د ام. فل. (M. Phil) شهادتنامه تر لاسه کړه، چي له عادي ماسټري شهادتنامې څخه لوړه ده. کابل پوهنتون هغه له ماسټري شهادتنامې څخه پورته ومنله. بيا ئې له يو څه ځنډ وروسته د پي. اچ. ډي يا ډاکټري شهادتنامه تر لاسه کړه.

په دې ډول کاکړ صاحب د خپلو وطنوالو په لګښت د هيواد په دننه او دباندي کي ۲۳ کاله منظم تحصيل وکړ. کاکړ صاحب دغه امتياز په خپل زيار او د مقاماتو په توجه او پېرزويني تر لاسه کړی وو.

کاکړ صاحب له لندن څخه تر ستنېدلو وروسته په کابل پوهنتون کي د معاصر افغانستان په تاريخ کي په ښووني پيل وکړ او په کال ۱۹۸۱ کي ئې د پوهاندۍ علمي درجې ته ترفيع وکړه. په همدغه دوره کي ئې د امريکې په پرنسټن او هاروړډ پوهنتون کي هم څېړني وکړې، خو په کال ۱۹۸۲ کي د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندي د مخالفت له امله ئې پنځه کاله په څرخي پله کي په بند کي تېر کړل. تر هغه دمخه په کابل پوهنتون کي د تاريخ د څانګي آمر غوره شوی وو. د ۱۹۸۷ کي په سر کي له بنديتوب څخه تر ازادېدلو وروسته په کابل پوهنتون کي ښوونه له سر څخه ونيوله، خو د همدغه کال په اخر کي له خپلي کورنۍ سره پېښور ته واوښت او هلته ئې خپلي قلمي هڅي پيل کړې. په پېښور کي دوی ټولو داسي حسوله چي په خپل ملک کي له خپلو خلکو سره اوسېږي. خو په پېښور کي له يونيم کال هستوګني وروسته ټول امريکې ته کډوال شول. کاکړ صاحب اول د امريکې حکومت په سکالرشپ په هوايي پوهنتون کي د يوه اثر په ليکلو پيل وکړ، چي هغه په ١۹۹۵ کال کي د کليفورنيا د پوهنتون له خوا د "افغانستان، د شوروي يرغل او د افغان ځواب" په نامه خپور سو. پوهاند کاکړ د يوې لنډي مودې له پاره د سان ديېګو په پوهنتون کي د افغانستان د تاريخ ښوونه هم وکړه.

دروند استاد پوهاند کاکړ صاحب ښايي په افغانستان کي لومړنی او يوازنی تاريخپوه وي، چي د تاريخ څېړنه او ليکنه يې په علمي ډول زده کړې او پخپله يې هم تاريخي ‌څېړني او ليکني د هغو زده کړو په رڼا کي سرته رسولي وي. 

پوهاند کاکړ دننه په خپل هيواد او نورو هيوادونو کي په ډېرو علمي کنفرانسونو او سيمينارونو کي هم فعاله برخه اخيستې او په فارسي او پښتو کي ئې له ۱۹۵۰ کال وروسته بې شماره مقالې خپرې کړي دي. د ده دغه مهم څېړنيز اثار په انګريزي ژبه کي راوتلي: د افغانستان ټولنه او حکومت د امير عبدالرحمن په واکمنی کي (۱۹۷۹)، افغانستان، د شوروي يرغل او د افغان ځواب (۱۹۹۵)، افغانستان د داخلي انکشافاتو مطالعه (۱۹۷۱)، او د افغانستان سياسي او ډپلوماټيک تاريخ، چي زما محمد نسيم سليمي، په قلم پښتو شوی دئ او ډېر ژر به په هيواد کي چاپ سي.  

استاد په پښتو کي ډېر اثار ليکلي دي چي ځيني ئې دا دي: د افغان- شوروي جګړه (۲۰۱۵)، د ثور کودتا او د هغه ژوري پايلي (۲۰۱۰)، د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه (۲۰۰۹)، زما غوره ليکني (۲۰۱۰)، وطن ته يو سفر، طالبان او اسلامي بنسټ پالنه (۲۰۰۴) او پښتون، افغان، افغانستان (۲۰۱۱). په فارسي کي ئې جنګ دوم افغان- انکليس (۱۹۸۹) او افغان، افغانستان و مختصرى از کوشش های افغان برای تشکيل دولت در هند، فارس و افغانستان (۱۹۷۸)، ځيني اثار دي. په پښتو کي ئې ژباړي ډېري دي چي ځيني ئې دادي: الفنسټون، د کابل سلطنت بيان (۱۹۸۱)، اي. ايچ. کار، تاريخ څه ته وايي؟ (۱۹۷۰)، جارج نيلر، د پوهني فلسفي بنسټونه (۲۰۰۲)، بالا بالس، د سقراط افلاتون، ارسطو، اپيکور او زينو په نظر ښه انسان (۲۰۱۰)، او جان کيګن، جنګ او زموږ نړۍ (۲۰۱۵).

په دې ډول، د پوهاند کاکړ د ژوند بالغه دوره، له پنځه کاله حبس څخه پرته، د ښوونځيو، پوهنتونونو او کتابتونو له منسوباتو – ياني تعليم کړو ښو انسانانو سره تېره شوې ده. پوهاند صاحب په خاص ډول په کابل پوهنتون کي د خپل تدريس دوره ډېره مثمره او ارزښتناکه ګڼله.

زه د محترم استاد، پوهاند محمد حسن کاکړ ، د يوه نژدې دوست او صميمي انډيوال په صفت د نوموړي مړينه يوه نه جبرانېدونکې پېښه بولم. د ارواښاد پوهاند ډاکټر کاکړ صاحب يادونه او خاطرې به د هغو علمي او کلتوري خدمتونو په سبب چي په افغانستان او تر افغانستان دباندي يې د افغانانو لپاره تر سره کړي دي د هيواد د اوسنيو او راتلونکو علم پالونکو په ذهنونو کي تر ډېره پاتي وي.

په احترام

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder