22.12.2018 (01.10.1397)
د افغانستان د سولی پروسه

علي احمد جلالي

تیره اونۍ د ډسمبر پر پنځلسمه نېټه په افغانستان کي د سولي د پروسې اړوند، په برلین کي د جرمني د سوشل دیموکرات ګوند د بهرنیو اړیکو د څانګي او د افغان د سولي او بیا رغوني د کمېټې په ګډه ناسته کي زما د وینا د سر ځیني ټکي: 

 

۱ - سوله د ټولو افغانانو هیله او ارمان دی . خو سولی ته درسید و مادی او معنوی بیه چی ولس یی باید ادا کړی ښایی په درایت وسنجول شی ترڅود عاجلی سولی په هیجان کی اوږد مهال ارمانونه خاوری نشی

۲ - څنګه چی د افغانستان په کشاله کی زیات شمیرکورنی، سیمه ایز او نړیوال اسامیان لاس لری د سولی پروسه ډیره پیجلی ګرځیدلی ده. هر اسامی سوله د خپلو مصالحو په چوکاټ کی غواړی. ځکه نو جامع او ددوام وړسولی ته رسیدل به ښایسته وخت ونیسی

  ۳ - تر اوسه داسی ښکاری چی طالبان په دی هڅه کی دی چی اول له افغانستان نه دبهرنیو پوځیانو دوتلو خبره پخه کړی شی او بیا نورو خبرو ته غاړه کېږدی. دا غوښتنه خو طالبانود څو کلونو راهیسی د خبرو دپاره یو شرط ایښی و خو هیڅ پرمختګ پکی ونشو. اوس هم خبره همداسی ده. ښه به داوی چی ډ بهرنیانو وتل د سولی له موافقې سره وتړل شی نه دا چی د سولی د خبرومخکی پرې ټینګار وشی چی پخپله د بی اعتمادې سبب ګرځی

 ۴ - که چیری امریکا د خپلی آجندا په اساس د سولی د پروسی د پرمختګ نه مخکی له افغانستان نه خپل پوځ وباسی یا يي کم کړی دا به د اسی یو ستراتژیک سګنال وی چی د سولی له رښتیانیو او جدی خبرو سره به د طالبانو او د هفغوی د ملاتړکونکو علاقه کمزوری کړی

 ۵ - په افغانستان کی دحکومت او سیاسی ډلو ټپلو ترمنځ دسولی د آجندا په سر اختلافونه د سولی د خبرو په تاوان تمامیږی. په داسی حال کی چی له طالبانو سره دسولی په خبرو کی باید حکومتی ټیم د ولس نمایندګی وکړی پکار ده چی دغه ټیم د ټولو اهمو سیاسی ډلو نمایندګی ولری . اوس اوس د حکومت د مذاکرې ټیم انحصاری بڼه لری او د سولی عالی شورا او د سولی مشورتی بورډ ته چندانی صلاحیت ندی ورکړ شوی. همدا سبب دی چه تر اوسه طالبانواو د افغانستان سیاسی ډلو دا ټیم جدی ندی ګڼلی او حتی سیاسی ډلی د سولی د خبرو دپاره خا نته ټیمونه جوړوی

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Samstag, 22. Dezember 2018 16:21)

    زمونږ هیواد برونو کمونستی او نننو سکورلریستی نیکټایو او اروپایی ستایل ایزمیانو او هم د پرونی جهاد تش په نامه جهادی رهبرانو او قوماندانانو د ریاکاری ږیرو ، پکولونو او واسکتونو تباه کړو.
    زه یی نومونه نه یادوم چه څوک او څوک دی هغوی ټول مظلوم اولس ته په ډاګه شوی او خالق لایزال خویی له پیدايشت د مخه او وروسته پیژنی حتی نیتونه یی ورته په ډاګه دی. چه جلالی ، غنی ، خلیلزاد، کرزی غبدالله او غیره وغیره خامخا پکی فعال غړیتوب لری استعماری مهری دی چه څه وخت تری په کوم ځآی کی ګټه پورته کړی البته دغه مهری د شخصی ګټو د پاره خبلو کی هم تضادونه لری وخت ناوخت بادارانو ته یو دبل ضد ګوت څنډنی کوی .
    د جلالی د دی لیکنی په اړه ارزونه :
    جلالی په برلین کی د عطا نور د بادارانو ( چه دا ۱۶ کاله یی عطا نور د شمال پاچا مقرر او ساتلی وو ) او د بیا رغونی یعنی ای ار ټی استعماری تبلیغاتو یوه موسسه چه د ییارغونی په نوم یی زمونږ د ټولنی یو سلنه خلک بیلونر او نور نهه نوی سلنه سواد او فقر له کچی هم ښکته کړل او کومه بیا جوړونه چه ښکاره د هماغه یو سلنه غلو او لوتمارو د بیلونزانو دی چه اکثره ودانی یی د نشه توکو د پراسس کولو ، ذخیره کولو او معدنیانو د قاچاق کولو د پاره جوړی شوی ، جلالی صاحب د هغوی سره ځان نزدی کولو چه که په اخره کی یی د پام وړ ځای کی مقرر کړی .
    داچه هلته یی څه ویلی د شرم څخه ډک وړاندیزونه دی دکابل د غلامانو او بادارانو دریز او پلانونه یی تکراری ویلی دی چه سوله دی اول او اشغلګر دی وروسته ووځی چه جلالی صاحب ته پکی کوم وزارت ورسیږی یعنی د کابل نوی موقتی اداره به هماغه د بن تسلسل مګر د بن په ځای به افغانستان کی جوړیږی د امریکایانو په نظامی شتون کی سوله او د امریکاپه خوښه موقتی حکومت جوړول هغه څه دی چه امریکا په ۱۸ کاله جنګ کی ترلاسه نه کړی شو اوس یی ورله د جلالی په شان ګیدړان په د بن په شان بله سوله کی عملی کوی منن

  • محمد (Montag, 24. Dezember 2018 06:08)

    محترم جلالي صاحب، سلامونه او نیکي هیلي درته تقدیموم. تاسو په خپله لیکنه کي د افغانانو په ګډ سروت کي د یو شمیر نوو شریکانو یادونه کړې ده. چون د افغانستان څخه بهر اوسیږئ شاید د هغه افغانانو څخه زیات معلومات ولرئ چي د هیواد څخه بهر نه دي وتلي. خو هغوئ هم ستاسو پر هره خبره باندي په پټو سترګو باندي باور کولو لپاره یو منتقي دلیل هم نلري. خپل دغه متن ته لږ متوجه سئ: - څنګه چی د افغانستان په کشاله کی زیات شمیرکورنی، سیمه ایز او نړیوال اسامیان لاس لری د سولی پروسه ډیره پیجلی ګرځیدلی ده. هر اسامی سوله د خپلو مصالحو په چوکاټ کی غواړی. ځکه نو جامع او ددوام وړسولی ته رسیدل به ښایسته وخت ونیسی. لږ خپل په ګریوان کي وګورئ. ایا د یوه خپلواک شخص لپاره دا اړینه ده چي ځان خپلو سابقه هیوادوالو ته په خپل لاس دومره سپک کړي؟ هغه افغانان چي په افغانستان کي استوګنه کوي هغه په دې هیواد کي یوازي د افغان ملت سهم قانوني بولي چي ۹۹،۹۹ فیصده یې مسلمانان او ۹۲ فیصده یې حنفي اهل السنت مسلمانان دي او بس. په هیواد کي روانه جګړه د افغان اولس د غفلت له سببه ده. اوس دا د نامنهاده بهرني سهیمانو دفعالیتونو څخه چي کوم زوږ راپورته کیږي،ددې ملت خوږ خوب یې ورخراب کړئ دئ او اولس اوس پر ارږمیو دئ. د افغانستان صلحه ډیره رانیژدې سوې ده. د بهرنیو سهیمانو سره وخت ډیر لږ دئ چي نور یې ضایعه نه کړي ښه به وي.که جګړې ته د لمن وهلو او ملي بیلتون د نااهله حکومت، روافظو او سقاویانوملاتړ ته دوام ورکړي نو شاید ډیر ژر به داسي وخت راسي چي دوئ به په افغانستان کي د سفارت یا قونسلګري لرلو د حق څخه هم محروم سي نور سهمونه خو لا هلته پریږده.دوئ پر فغانستان باندي هغسي شرطونه تپل غواړي څه ډول چي یې د لمړۍ جګړې وروسته پر ترکیه او جرمني باندي تپلي وه. خو باید په دې پوه سي چي افغانستان چین او روسیې ته تر دوئ ډیر ورنیژدې دئ. که دوئ د افغان سولي سره علاقه نلري، مشکل نسته. افغانان به ددوئ داسي معادل ابرقدرتونه ولټوي چي د افغانانو د اکثریتي کتلې او د هغوئ د سیاسي حپلواکي سره ستونځه ونه لري.

  • razmohammed mohmend (Mittwoch, 26. Dezember 2018 20:17)

    afghanistan must be unconected with any country.
    need to one conferance/by usa/british/russia/china/india pakistan/iran/saudi arabi,
    afghan government must have equal deplomacy by any of above countries.
    2- government must by free/clear election,
    president choice by all peoples,from peoples and for peoples,thank you

  • عزیزالله (Donnerstag, 27. Dezember 2018 11:54)

    محترم راز محمد صاحب سلام،
    ستاسي کمینټونه تل لولم. ښه کمینټونه لیکې. خو د افسوس ځای دادی، چي ته په خپله افغان یې، مورنۍ ژبه دي یا پښتو ده یا دري، خو کمینټونه ټول په انګریزي لیکې. زه نه پوهیږم، چي ته ولي د افغانانو لپاره په انګریزي لیکني کوي. زه فکر کوم، چي یا به په پښتو او دري لیکنه نه شي کولای او یا به ښکاره کوي، چي ستا انګریزي زده ده. زه د انګریزي ژبي سره حساسیت نه لرم. زما انګریزي ژبه زده ده، خبري او لیکني په کولای شم،. خو زه هیڅکله د افغانانو لپاره انګریزي نه لیکم او یا له هغوی سره په انګریزي خبري کوم. هره ژبه خپل ځای لري. ته چي کمینټ لیکي، په دې موخه چي افغانان په پوه شي. نو افغانان خو انګریزان نه دي. زه نه پوهیږم، چي د ټول افغانستان ویبپاڼه ولي تاسي دې ټکي ته نه متوجه کوي. هیله لرم، چي په خپل روش او فکرکي بدلون راولې او کمینټونه په پښتو یا دري ولیکې. او که په دې ژبو لیکني نه شي کولای، نو بیا هیڅ کمینټ مه لیکه.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind