31.10.2017 (09.08.1396)

د افغانستان دسیاسی ظهور د۲۷۰کلیزی په مناسبت

لیکونکی :کاندید اکادمیسین سیستانی    

(ژباړونکی: رحمت آریا)

دا به زښته گرانه وي چې څوک دې د افغانستان له سیاسي ظهور مخکې د ‏تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېو له سیاسي، اقتصادي او ټولنــﯧـز وضعیته یو روڼ او هر اړخـﯦـزه ‏انځور په څو پاڼو مقالې کې وړاندې کړي ، په همدغو تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېـو کې ول چې ‏د غوریانو له واکمنۍ وروسته پر هـﯦـواد باندې د پردیو د نـﯧـواک تورې ورېځې خپرې ‏شوې، د نـﯦـواک دا لړۍ له ظلم، خپلسریو، زورواکیو، ورانیو، عاموژنو، غاړو پرېـکونو او ‏مرېـتوبونو سره بدرگه وه؛ مغول یرغلگرو د ۱۳ او ۱۴ پـﯧـړۍ په اوږدو کې په نـﯧـول ‏شویو سـﯧـمو کې بې شمـﯧـره ککرې ورېبلې، نارینه او ماشومان ېې مرییان او ښځې ‏ېې مینځې کړلې، ورپسې د پـﯧـنـځلسمې پـﯧـړۍ په ترڅ کې د گوډ تیمور او د هغه د ‏ځای نـﯧـوونکو غوبل او ناتار پـﯧـل سو، په هر ښار کې ېې د انسانانو له ککرو څخه ‏کوپړۍ منارونه جوړ کړل، بیا د ۱۶ او ۱۷ پـﯧـړۍ په لړ کې د اورپکو صفویانو د واکمنۍ ‏او ناتار وار راغی ، صفویانو په نـﯧـول شویو سـﯧـمو کې خلک د خپل مذهبي فاشیزم د ‏اور په تبۍ باندې وځپل او وېې کړول.        ‏

کـﯦـدای شي یو شـمـﯧـر کسان د بې پرواېـۍ او یا د ورپـﯦـښې ناخبرې له مخې ‏گومان وکړي چې زموږ گران هـﯧـواد افغانستان، ددې ټاټوبي د بچیـو له سرښندنو، ‏تورو او مـﯧـړانو پرته په خپل سر جوړ او د اوسنـﯧـو شته وو جغرافیوي پولو په اډانې ېې ‏شکل اخـﯧـستی دی؛ خو د هـﯧـواد او د گاونډﯧـو هـﯧوادونو تأریخ ته ژوره کتنه په زباد ‏رسوي چې په دې جغرافیوي چاپیریال کې استوگنو پرگنو د بـﯧـلابـﯧـلو لاملونو له کبله ‏خپل مـﯧـړني سرونه په لاس کې نـﯧـولي او د پردېو د تپل شویو ربړو او زورواکیو پر ‏وړاندې په پښو درېدلي دي، قربانۍ ېې ورکړي او قربانۍ ېې اخـﯧـستي او په پای کې ‏د خپل برخلـﯧـک د ټاکنې او د واک واگې ېې په خپل لاس کې نـﯧـولي او خپل ځانته ‏ېې خپل هـﯧـواد جوړ کړي دی، او دا ېې په زباد رسولې چې بل هـﯧـڅ پردی به نور د ‏هغوی د کړولو جرﺌـت ونه کړي، د هغوی د لاس یبره « حاصل» او جیبونه به د « ‏حوالې» او « بروات» او په نورو ملا ماتوونکو مالیاتي پلمو لوټ او تش نه کړي؛ خاورې، ‏ناموس او هستۍ ته به ېې څوک په سپکو او سـپـﯦـرو سترگو ونه گوري. ‏

د شپاړلسمې زېږدېزې پـﯦـړۍ له پـﯦـله وروسته په افغانستان او له افغانستانه ‏دباندې یو شمـﯦـر پـﯦـښې رامنځته شوې چې پاېلې ېې زموږ د هـﯦـواد په تاوان خو په  ‏گاونډېو کې د نوېو راپورته شوېو سـﯦـمه ېیزو ځواکونو په گټې واوښتلې. په بلې وېنا ‏په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او په ۱۵۰۲ ز کال کې په فارس ‏‏– ژ / ایران کې صفوي دولت جوړ شوی وو او په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې ‏بابري ( کورگاني) دولت رامنځته شو. نوېو رامنځته شوېو دولتونو خپل برېدگر لاسونه ‏له شمال، لوېدېځ او ختـﯦـځه افغانستان ته وغځول او په پای کې ېې هـﯦـواد په ‏شمالي، لوېدېځو او ختـﯦـځو برخو ووېشه، او هر دولت د هـﯦـواد په ځانگړې برخې ‏خپلې منگولې ښخې کړې. په دې توگې له ۱۵۱۰ تر ۱۷۴۷ ز کال پورې پر هـﯦواد ‏باندې د گاونډېو هـﯦـوادونو د واکمنۍ سـﯦوری خپور وو او لړۍ ېې تر نـﯦـږدې دوه نـﯦـمو ‏پـﯦـړېو پورې وغځـﯦـدله.   ‏

که پر هـﯦـواد باندې د مغولو او تیموریانو د برلاسۍ پـیرونه یوې خواته کښـﯦـږدو ‏او د دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې د هـﯦـواد تجزېې ته پاملرنه وکړو نو وېلای شو چې ‏افغان پرگنې د ترک نژادو گاونډېو د تجزېې په ټول پـیر کې دومره وزبـﯦـښل او وځپل ‏شوي لکه چې د غمنو یوه دانه دې د ژرندې په دوه وو ډبرو کې بنده پاتې شوې وي. ‏کډوالو کـﯦـږدۍ مـﯦـشتو زور واکانو د هغوی پر ځان ، مال، پت، درنښت او آبرو په پرله ‏پسې ډول تـﯦري کړي دي. ‏

د صفوي واکمنۍ پر مهال ددولت رسمي مذهب د « تشیع» مذهب وو چې له ‏سیاسي او مذهبي زور واکۍ ، خپلسرېو او ټولوژنو سره بدرگه وه. غیر شیعه قومي او ‏مذهبي ډلې د صفویانو له خوا  په کلکه سپکـﯦـدلې، کړېدلې او ان له ډلوژنو سره ‏مخامـﯦـدلې، او د وژنو، شکنجو او ځورلو له لارې تر هغو اړ کـﯦـدلې چې د خپلې ‏شتمني د مصادرې له وېرې خپل مذهب بدل او شیعه مذهب ومني. ‏

ډاکټر شفا په خپل کتاب « تولد دیگر» کې لـﯦـکي : « د صفویانو ټول پـیر له پـﯦـله ‏تر پایه په وېـنه بهونې، بـﯦـرحمۍ، ورور وژنې، فساد، مکر، ټگۍ برگۍ او مطلقې ‏خپلسرۍ تـﯦـر سو چې عملا ً هر ډول اخلاقي او انساني اصول ېې تر پښو لاندې کړي ‏ول... د شاه اسماعیل صفوي پر مهال داسې کسان موندل کـﯦـدل چې انسانان به ېې ‏ژوندي خوړل، دا کسان د « قورچي » په نامه ېادېدل، همدغو قورچیانو سني مذهبه ‏وزبک شیبک خان په غاښونو ټوټې ټوټې کړ، د قورچیانو آمرینو د همدغه شیبک خان د ‏سر کوپړۍ په سرو زرو وپوښله چې د شاه اسماعیل د شراب څښلو پیاله سي. د ‏همدغه شاه لمسي، دوېم شاه اسماعیل خپل شپږ واړه وروڼه چې ېوه ېې لا د خپلې ‏مور شـﯦـدې رودلې ووژل او د پـﯦـنـځلس تنو سپـﯦـڅـلو صوفیانو سرونه ېې په ېوې ‏ورځې کې پرېک کړل. لومړي شاه عباس خپل پلار د هغه د مرگ تر وروستۍ سلگۍ ‏پورې په زندان کې وساته، د خپل مشر زوی سر ېې پرېک او د خپلو نورو دوه وو زامنو ‏سترگې ېې ړندې کړې. د هغه ځای نـﯦـوونکی شاه صفي د صفوي کورنۍ په منځ کې ‏تر ټولو ډېر وېنې څښونکی شاه تــﯦـر سوی، نوموړي خپله مور، ښځه او شـﯦـدې ‏رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ لسگونه تنه غړې ېې ړانده کړل. د ‏صفوي شاهانو په منځ کې له وروستي شاه پرته نورو ټولو په شراب څښلو کې زښت ‏ډېر افراط وکړ، څلورو تنو شاهانو خپل ژوند د ډېرو شراب څښلو له کبله له لاسه ورکړ. ‏‏»( ډاکټر شفا، تولدى ديگر، ١٩٩٩ چاپ ، ٤٣٢ پ) ‏

د سلطان حسین صفوي د پاچاهۍ پر مهال د شیعه روحانیت مذهبي تعصبات دې ‏کچې ته لوړ شول چې د ۱۸ پـﯦـړۍ له پـﯦـل وروسته د فارس – ژ / ایران په اکثریتو ‏تابعه ولایاتو کې مذهبي لږکـﯦـو پاڅون ته لاس واچاوه او ښورښونه پـﯦـل شول. په ‏‏‍۱۶۹۹ ز کال کې بلوڅانو پر کرمان برېد وکړ، په ۱۷۰۱، ‍۱۷۰۳ او ۱۷۰۹ زو کلونو کې د ‏کندهار پرگنو پاڅون وکړ. او په ۱۷۱۲ ز کال کې د داغستان لزگیانو او د قفقاز ارمنیانو ‏پاڅون وکړ. په ۱۷۱۵ ز کال کې سـُـني کـُردانو ستر پاڅون پـﯦـل کړ. په ۱۷۱۶ ز کال ‏کې د هرات ابدالیانو او په همدغه کال کې د  ختـﯦـځ گـُرجستان خلکو هم پاڅون وکړ. ‏په ۱۷۲۱ ز کال کې لـُرانو، او په ۱۷۲۲ ز کال کې د مسقط عربو د بغاوت سرونه پورته ‏کړل. په همدغه کال کې په شیروان کې د سنیانو مذهبي غیرت په خوټـﯦـدو راغی او ‏د حاجي داؤود مدرس تر مشرۍ لاندې د شیروان د شماخي  کرسي پر ښار ېې برېد ‏وکړ، په دې پـﯦـښې کښې د څلورو تر پـﯦـنځو زور شیعه گانو غاړې له چړو تـﯦـرې ‏شوې او پاڅونوالو د عثماني تورکیې په ملاتړ شعارونه ورکړل. په همدغه کال کې په ‏کرمان کې د میرزا داؤود لمسي سید احمد خان د غورځنگ مشري کوله او په ‏بلوڅستان او بنادرو کې سلطان محمد چې په خر سوار مشهور وو، د غورځنگ د ډگر ‏بې ساری مشر وو. (لکهارت، انقراض سلسله صفويه ،تهران١٣٦٤، ١٤٦پ ، جى ، پى، تيت، سيستان ،  ۱ ټوک ١٥٢ پ)  ‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې که د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې د ‏هـﯦـواد لوېدېـځې برخې د مذهبي تعصب په اور کې سوځـﯦـدلې، د هـﯦـواد په ختـﯦـځو ‏برخو کې هم د هند د بابریانو د نـﯦواک او واکمنۍ په ټول پړاو کې د جگړې او تـﯦـریو د ‏اور لمبې بلې وې. د بابر د کورنۍ بنسټ اېښودونکي، بابر، خپله هره برېا په سر ‏پرېکولو او د مغلوبه قومونو په لوټ او د هغوی له ککرو څخه د کوپړۍ منارونو په جوړولو ‏لمانځله او د خپل کتاب په یادښت لـﯦـکونو کې به ېې ریکارډول تر څو خپلو ځایناستو ‏او لمسیانو ته داسې یادونه په میراث پرېږدي چې ورباندې وویاړي؛ بابر د خپل چلند ‏همدا لړۍ د خپلو لښکري یونونو په لړ کې له کابله تر ننگرهاره او له هغه ځایه تر ‏سوات او باجوړه، تر غزني، کلات او مقر پورې له استثناء پرته د پښتنو پر وړاندې پلې ‏کړه او خپلو وارثینو ته ېې همدا دود په میراث پرېښود. ( وگورئ : توزُګ بابري)‏

له ۱۵۵۷ ز تر ۱۶۳۷ ز کال او ورپسې له ۱۶۶۶ ز نـﯦـولې تر ۱۶۷۲ ز کال پورې ‏قباﺌـیلي وگړو د بابر د ځایناستو پرمهال له کابله تر پـﯦـښوره د ۹۰ کالو یا د درو ‏نسلونو په اوږدو کې د بابریانو د نیواک او واک پروړاندې په پرله پسې ډول تورې ‏ووهلې ؛ په دغو جگړو کې نـﯦـږدې سلو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د ‏بابري واکمني په بل اړخ په بلې وینا له کابله نـﯦولې تر بدخشانه او کندهار کې بابري ‏شهزادگیو د خپل نـﯦـواک په ټول پړاو کې د ېو بل پر وړاندې د ناخـﯦـړېو په کولو ېو بل ‏ته توطـﺌـې جوړولې او د ېو بل پر وړاندې به ېې لښکرونه راواېستل؛ په دغو لښکري ‏يونونو کې به لښکروالو د یو بل له پـﯦـژندنې پرته د هغه یا دده شهزادگي په گټې ‏جگړې کولې او د خپلو سرونو په بایلودلو به د شهزادگانو د سترواکۍ د هوس د لومو ‏بلهاريان کـﯦـدل. ‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې افغان پرگنې که په لوېدېځ، ختـﯦـځ، که ‏په شمال او یا سویل کې وې ټولو په ځلونو ځلونو د پردېو د برلاسۍ او واکمنۍ پر ‏وړاندې پاڅون کړی او سره له ‏دې چې دولتي ځپونکي ځواکونه په څوڅو ځلو د غـﯦر پوځي وگړو په پرتلې ‏ځواکمن او په پیاوړو وسلو سمبال ول بیا هم له هغوی سره لاس او گرېوان سوې دي. ‏له دې چې دغه پاڅونونه په خپل سر ول او هـﯦـڅ ځانگړې تگلاره او لارښوده تـﺌوري ‏ېې نه درلودله نو وگړي د مذهب او بـﯦـلابـﯦـلو مذهبي ډلو ټپلو تر سـیوري لاندې ‏راټولـﯦـدل.

په دغو ډلو کې کولای سو د افغانستان په ختـﯦـځ کې د پیر روښان تر ‏مشرۍ لاندې له پرگـنـﯦـز غورځنگ څخه یادونه وکړو چې د درو نسلو په اوږدو کې ېې ‏خپل غورځنگ او تگلارې ته دوام ورکړ، ورپسې له ۱۶۶۷ ز کال څخه تر ۱۶۷۲ز کال ‏پورې د مغولي دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک، ایمل خان مومند او دریا خان ‏اپریدي غورځنگونه یادولای شو، دا غورځنگونه دومره پیاوړی ول چې اورنگزیب دې ته ‏اړ سو چې په خپله د خوشحال خان پر وړاندې جگړې کې گډون وکړي او د خپل ‏شخصیت د دروندوالي پر بنسټ د دولتي ځواکونو جنگي مورال د غورځنگوالو پر وړاندې ‏پیاوړی کړي؛ د هند مغولي دولت اړ سو چې د اوضاع د کنترول لپاره د پـﯦـښور، ‏ننگرهار او کابل په ښارونو کې خپل ځواکونه د غورځنگوالو د بـﯦـړنۍ ځپنې لپاره د ‏تیارسی په حال کې وساتي. ‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د صفوي کورنۍ د وروستي پاچا، ‏سلطان حسین صفوي د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار خلکو د میرویس خان ‏هوتکي تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د صفوي لښکر د ۳۰ زرو سر تـﯦـرو غاړې ېې تر ‏وروستي سړي پورې د چړو له خولو تـﯦرې او د فارس د صفوي دولت له ‏منگولو ېې خپله آزادي اعلان کړه. ‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري ‏د واکمنۍ پر مهال ول چې د هرات خلکو د ابدالیانو تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د ‏فارس- له صفوي دولت څخه ېې خپل سـﯦـمه ېیز استقلال واخـﯦـست : ‏‏(١٧١٦-١٧٣١) ز کال.‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري ‏د واکمنۍ پر مهال ول چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستاني د فارس د صفوي دولت پر وړاندې پاڅون وکړ او نه ېوازې په ټولو جگړو کې ېې ځپونکي ‏دولتي ځواکونه مات کړل بلکه مشهد ېې ونـﯦـو او د خپلې واکمنۍ پلازمـﯦنه ېې وټاکه ‏او د کیانیانیو د ۲۵ پـﯦـړۍ لرغوني دود په شان ېې تاج پر سر کښـﯦـښود او ځان ېې د ‏خراسان پاچا ونوماوه : (١٧٢٢-١٧٢٧) ز کال . ‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري ‏د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار وگړي د شاه محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې د ‏اصفهان تر زړه پورې پر مخ لاړل او تر هغو پورې په پښو کښـې نه ناستل چې دولت ‏ېې ورته ړنگ نه کړ: (١٧٢٢- ١٧٢٩) ز کال‏

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر او د نادرشاه افشار د واکمنۍ پر مهال ول ‏چې د بلخ، اندخوی، میمنې، غور، بادغیس، سیستان او د کابل د سـیند په اوږدو کې ‏پرتو پښتني قباﺌـیلو د نادر افشار د ځپونکې واکمنۍ پر وړاندې پاڅون وکړ او له ‏ځپونکو دولتي لښکرو څخه ېې قربانې واخـﯦـستې او خپله ېې هم قربانۍ ورکړې :  ‏‏(١٧٤٠- ١٧٤٦)‏

په پای کې د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په لړ کې ول چې بیا هم د کندهار د پرگنو ‏له منځه د احمد خان دراني په نامه ځوان، هوښیار او ځـيرک مشر سر راپورته کړ او ‏د خراسان د کنډوالو پر سر چې په تـﯦـرو شپږو پـﯦـړېو کې ېې خپل نوم او حدود و ثغور ‏له لاسه ورکړي ول، د افغانستان په نامه د نوي هـﯦـواد بنسټ په کال ‏‏۱۷۴۷کښـﯦـښود او زموږ خلک د خپل برخـلـﯦـک د ټاکڼې څښتن او واکمن شول، له بې ‏هویتۍ وژغورل سول او خپل له لاسه تللی نوم، نښان او برم ېې بـﯦـرته راژوندی کړ.

‏دا دی اوس له هغې ورځې ۲۷۰ کال تـﯦـر شوي چې افغانستان د نړۍ د خپلواکو ‏هـﯦوادونو په کتار کې په لوړه غاړه ولاړ او د نړۍ په نقشې کې ېې ځای د یوه ‏اوسپنـﯦـز موټي په شان څرگند او روښانه دی. احمد شاه بابا د افغانستان د خلکو ‏له سوکالۍ، سر لوړۍ او استقلال پرته بله هـﯦـله نه درلودله، د ډېرو اوږدو ‏ستونزمنو سفرونو او د ژوند او پت د بـﯦـلا بـﯦـلو خطرونو په گاللو د یوه ‏سرښندویه او زړور افغان مشر او بومیا « پیشوا» او د برخلیک ټاکونکو ‏جگړو د ډگر د برمیال فاتح په توگې ېې افغانانو ته ویاړونه وپنځول. هـﯦـڅکله ‏ېې خپل هـﯦـواد ته خیانت ونه کړ او هـﯦـڅکله ېې خپل هـﯦـوادوال خوار او ‏سپک ونه گڼل.

هـﯦـڅکله ېې ځان له خپلو هـﯦـوادوالو لوړ او ډېر ونه شمـﯦـره. ‏هـﯦـڅکله ېې وخت په هوساینې او چړچو نه دی تـﯦـر کړی. هـﯦـڅکله ېې له ‏کوم باندیني ځواک څخه دستور نه دی تر لاسه نه کړی او هـﯦـڅکله ېې پرَدی ‏دستور د ملت پر تندي ېې نه دی ټکوهلی. سره له دې چې احمد شاه له ‏شاهانو تاج اخـﯦـست او تاج به ېې ورکاوه خو هـﯦـڅکله ېې په خپل سر تاج ‏کښـﯦـنـښود، برعکس د خپلو نورو هـﯦـوادوالو په شان به ېې پگړۍ تړله او له ‏هغوی سره په گډه پر فرش شوې ځمکې کښـﯦـناسته او د هغوی د زړونو ‏بړاس او خوږ ته به ېې غوږ نـﯦـوه او د مظلومانو د کړېکو غږ ته به ېې ځان ‏رساوه. له خپلو هـﯦـوادوالو سره به ېې د یوه زړه سواندي پلار په شان چلند ‏کاوه او له همدې کبله ول چې خلکو د « بابا» په نامه یاداوه. د همدغه ‏درنښت له کبله دی چې الفنستن لـﯦکي : « په رښتیا هم که په آسیا کې هر ‏هغه شاه چې د خپل ملت لپاره د درناوي وړتیا ولري نو له احمد شاه پرته به ‏شاه نه وي.»( الفنستن، افغانان، ژباړه : آصف فکرت ، ٣٨١ پ)‏

هـﯦـڅ انصاف لرونکی لـﯦـکوال او تأریخپوه به نه وي چې افغانستان دې د ‏احمد شاه بابا گرانبیه میراث ونه شمـﯦـري او د هغه استقلال او ملي واکمنۍ ‏ته دې درناوی ونه لري. له دې کبله ده چې احمد شاه بابا ته باید درنښت ‏وشي او د هغه له مهمو سیاسي خدمتونو څخه باید منندوی اوسو، دا زموږ ‏دنده ده چې د هـﯦـواد هر بچي ته د خپلو ملي او سترو مـﯦـړنیو شخصیتونو ‏په اړوند د منښت او درنښت درسونه وښـیو.‏

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder