08.11.2016 (18.08.1395)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني استعفا کړې، خو لاملونه يې څه وو؟!

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني، پر خپل فېسبوک وال ولسمشر ته په لاندې متن سره يو ليک ليکلی:

«جلالتمآب جمهورریس ډاکټرصاحب محمد اشرف غني السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

له هغه اعتماد څخه چي په ما مو کړی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درنه وظیفه مو را سپارلې ده، یوه نړۍ مننه. ستاسي دا نېکي به هېره نه کړم؛ خو د روغتیایی معذرتونو له کبله خپلي وظیفې ته نور دوام نه سم ورکولای. ستاسي جلالتمآب څخه، چي علمي مقام ته به مو ترابده احترام لرم، په ډېر درنښت هیله کوم چي زما استعفاء منظوره کړی. د لوی څښتن څخه، د هیواد د خیر او ښېګڼي په لاره کي، ستاسي د دایمي بریاوو آرزو لرم.

ستاسي مخلص، د اطلاعاتو او فرهنګ مستعفي وزیر، عبدالباري جهاني

نوټ: دا متن جلالتمآب جمهورریس ته، راساً د دوی د دفتر د کارکوونکو په لاس، د تېري شنبې په ورځ د عقرب پر اتمه، استول سوی او دوی لوستی دی. څرنګه چي هغوی تر نن پوري جواب نه دی راکړی نو موږ هم د اعلان لپاره نور ځنډ لازم ونه باله.»

د روهي ویبپاڼې د مالوماتو له مخې، ښاغلي عبدالباري جهاني څو موده وړاندې په متحده ایالتو کې د زامې په برخه کې عملیات تر سره کړل، چې د یاد وزارت د ویاند ښاغلي هارون حکیمي لخوا بریالي بلل شوي وو او د روغتیا ډاډ يې څو ځله د ټولنیزو رسينو له لارې هم خپور شوی و.

زموږ د مالوماتو له مخې، ښاغلي جهاني ته د چارو ادارې د مشر عبدالسلام رحيمي او نورو چارواکو لخوا داسې ستونزې پيدا کيدې، چې نوموړي ته په یاده څوکۍ د يوه بې صلاحیته وزير په توګه پاتې کیدل د زغم وړ نه و. دا خبره تر ډيره پټه پاتې نشوه، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت لخوا د چارې ادارې ته وړاندې شوي وړانديزونه يو هم ندی منل شوی او همدا راز د چارواکو لخوا د وزارت دننه هم اړينو بدلونونو او مقرريو مخنيوي کيده. د وزارت دننه، داسې کسان په دندو کې د پخوانيو وزيرانو لخوا ګومارل شوي وو، چې ټول پټ اسناد او مالومات يې يو شمېر کړیو او رسنيو ته ورکول او له وزارت پرته د نورو معاش خوران هم وو.

اوسمهال يو زيات شمېر کدرونه او کارپوهان د دولت له کړنو ډير ناراضه دي او په دولت کې دننه د عبدالسلام رحيمي په څېر غځيدلي مافیايي کړۍ، تر وسلوالو مخالفينو هم ګواښناکه ارزول کیږي؟
سر چینه روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • داکتر سید خلیل الله هاشمیان (Freitag, 11. November 2016 22:26)

    به ارتباط استعفی محترم باری جهانی ومسایل دیگر
    ازخواندن خبر استعفی محترم باری جهانی خوش شدم - خوش به این خاطر که او در دورۀ تحصیل درپوهنتون کابل محصل لایق وبعدا درمیدان عمل یک شاعر ومحقق برجسته بود. دورۀ کار اودرشعبۀ پشتوی صدای امریکا برازندگی داشت. باشناختی که از اوداشتم و جرات و انتقادات شدید اورا برکارکنان حکومت طالبان درمجلسی درحضور مرحوم لوی ملا محمدعمر درسال 1997(یا 98) درقندهار دیدم وشنیدم، ازعضویت او درکابینۀ حکومت دوسره متعجب شده بودم، و بازدرمدت دوسال کار خپ وچپ او دروزارت فرهنگ که صدای او به نمایندگی از فرهنگ افغانستان در هیچ موردی شنیده نشد، میدانستم که در جال جولا گیرمانده، لهذا خوش شدم که استعفی کرد. برای صحتمندی ودوام عمر او منحیث یک شاعر ملی و محقق خوب دعامیکنم.

    به ارتباط ترکیب لفظی " کک " که در شاهنانۀ فردوسی بعنوان " کک کهزاد" درج بوده و در تحقیق جهانی صاحب "اوغان : یوه تحقیقاتی حیرنه"، منتشرۀ پورتال وزین (تول افغانستان) مورخ 6 نوامبر، درجملۀ ابیات فردوسی مطرح شده است، قبلا نیزدربارۀ این ترکیب یادداشتی به پورتال وزین افغان -جرمن نوشته بودم - از آنجائیکه ترکیب لفظی " کک" درزبانهای دری وپشتو یک ترکیب بی معنی میباشد، بنظرمن اصل این کلمه (کاکو) است که ترکیب لفظی معروفیست در زبان پشتو درولایت قندهارکه تلفظ دری آن (کاکا) میباشد. ازآنجائیکه فردوسی پشتو نمی فهمیده ، و یاشاید بخاطر وزن بیت، (کاکوکهزاد) را "کک کهزاد" ساخته است. این ادعای من با موازین علم مارفولوژی مرتبط میباشد. با عرض احترام - سیدخلیل الله هاشمیان - مورخ 9 نوامبر 2016

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder