19.08.2016 (29.05.1395)

د اشرف غنی او عبدالله تر منځ په ارګ کې څه تېر شول

ارګ ته يوه نږدې سرچينه وايي، چې وړمه ورځ په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله تر منځ کتنې نه يوازې اختلافات حل نه کړل، بلکې نور يې ژور کړل. د سرچينې په وينا ډاکتر اشرف غني خپلو تشريفاتو ته امر کړی و، چې دا ځل د ډاکتر عبدالله څوکۍ د معمول په څېر د ده تر څنګ نه بلکې د نورو مادونانو په څېر ده ته مخامخ کېږدي. کله چې ډاکتر عبدالله د کتنې لپاره راغی، ولسمشر له مقدمې پرته ورته وويل چې خپله خبره دې وکړه. ډاکتر عبدالله چې ټولې خبرې وکړې، ولسمشر نور هېڅ نظر ورنه کړ او يوازې يې دومره ورته وويل، چې پدې اړه به موږ فکر وکړو او نور يې رخصت کړ. د سرچينې په وينا همدغه چلند د دې لامل شو، چې ډاکتر عبدالله نور هم په غوسه شي او پرون يې په ارګ کې د خپلواکۍ په مراسمو کې له ګډ‌ون څخه ډډه وکړه.

 

سرچېنې دا خبره ونه کړه، چې ډاکتر عبدالله څه وويل او يا دا چې ولسمشر اشرف غني څه نيت لري. د هغې توافقنامې له مخې چې د دواړو تر منځ شوې وه، د ولسمشر په فرمان د اجرائيه پوست رامنځته شو او ډاکتر عبدالله پدې څوکۍ وګومارل شو. ولسمشر کولای شي، چې له يوه بل فرمان سره دا پوست له منځه يوسي، خو دا به څرګنده شي چې ولسمشر يوازې پر ډاکتر عبدالله د فشار نيت لري او که غواړي دا پوست له منځه يوسي او د راتلونکو اصلاحاتو لپاره لاره اواره کړي.
سر جینه : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • خپلواک (Samstag, 20. August 2016 08:31)

    له ع او غ څخه د نیت او څه کولو هیله د یو نارینه څخه د ماشوم د زیږولو هیلی سره ورته والی لری ، هغوی جه څه وایی او څه کوی د هغه ویلو او کولو دستور او قومانده ورکول شوی وی ، خینی وختونه پلانونه داسی وی
    چه دوی هماغه وینا او کړنی په بی خبرۍ کی ترسره کوی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder