03.11.2017 (12.08.1396)

د اسامه بن لادن کمپیوټر کې د پښتو کومې سندرې وې؟

د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې دوې ورځې مخکې د القاعدع وژل شوي مشر اسامه بن لادن خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال د هغه له کمپیوټره تر لاسه شوي نژدې څلور نیم سوه زره اسناد دوې ورځې مخکې خپاره کړل.

دغو اسنادو کې غږیز، تصویري او ویډیويي مواد شامل دي.

د هغه له کمپیوټره تر لاسه شوي ۹۰ سلنه مواد په عربي ژبه دي، خو داسې ښکاري، چې نوموړي د نورو ژبو مطالعه هم کوله، ځکه د انګلیسي ژبې یو شمېر مجلې هم د هغه له کمپیوټره تر لاسه شوي دي.

له دغو موادو معلومېږي، چې بن لادن د موسیقۍ ذوق درلود او د هندي رومانتیک سندرو تر څنګ یې د پښتو موسیقۍ پام وړ زېرمه درلوده.

دغو موادو کې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د موسس مولانا مودودي کتاب او د ماشومانو لپاره د ریاضي قاعده هم موندل شوي دي.

د اسامه بن لادن له کمپیوټره تر لاسه شوي یو شمېر مواد

کتابونه

  • د ابوالاعلی مودودوي کتاب خلافت و ملوکویت 'عربي '
  • د تقی الدین نبهاني 'کونسپټس اف حزب التحریر ' انګلیسي

سندرې

  • پښتو سندره بي بي شیرینې 'لږ تر لږه اته بڼې '
  • پښتو سندره 'پېښور خو پېښور دی که نه '
  • پښتو سندره 'کراچۍ ته روانېږي '
  • پښتو اتڼیزه سندره.
  • د پاکستاني سندرغاړي نصرت فتح علی خان قوالي او سندرې.
  • د 'ایک ملاقات ضروری هې صنم'، 'بې وفا'، دل کتنا نادان هې'، 'آ اب لوٹ چلې' په ګډون او یو شمېر نورې هندي فلمي سندرې.

فلمونه

سي ای اې د اسامه بن لادن له کمپیوټره د هاليووډ یو شمېر فلمونه، د ماشومانو کارتون او مستند فلمونه هم موندلي دي.

  • کارټون 'چکن لیټل'
  • کارټون 'بیټ مین ګوتھم نائټ'
  • د نیشنل جیوګرافیک مستند فلم 'کنګ فو کیلرز'
  • د نیشنل جیوګرافک مستند فلم 'ورلډز ورسټ وینم'
  • د سي این این مستند فلم 'ورلډز موسټ وانټټډ'
  • کمپیوټري لوبه 'ریزیډنټ ایول'
  • مستند فلم 'ویر ان د ورلډ از اسامه بن لادن'

د ۲۰۱۵ کال له مې میاشتې راهیسې سي ای اې د پاکستان ایبټ اباد کې د اسامه له کوره تر لاسه شوي دغه مواد په تدریجي ډول خپروي. سي ای اې وروستی ځل دغه مواد له خپرولو څو ساعته وروسته لرې کړل او لامل یې هم معلوم نه دی.

د پاڼې له پرانیستلو وروسته یو پیغام لیدل کېږي، چې بښنه په کې غوښتل شوې او ویل شوي، چې د تخنیکي ستونزو له کبله دغه مواد نه شي لوستل کېدای. بي بي سي له خپرېدو سملاسي وروسته دغه مواد ډاونلوډ کړي، چې له مخې یې د اسامه بن لادن د ژوند بېلا بېل اړخونه څرګندیږي.
را پور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder