23.12.2016 (03.10.1395)

دیوشمیر روڼ آندو اړوند سیا سي ګوندونو ته وړاندیز!

انجنیر سید عبدالقادر

په دې وروستیو کي یوشمیر افغان روڼ اندی چه اکثریت یی دهیواد په مختلیفو سیاسی ګوندونوکی غړیتوب لری،پردوستم باندی داحمد ایشچي داتهام په اړوند ،د دوستم په دفاع کي ، د هیواد دشمالي سیمو دناامني ترپلمې لاندي داسی لیکني اوپرلیکونو باندي تبصرې کوي ، چه یوشمیر روڼ اندو ته ددوی دا تر پوښ لاندي اتحادبیا هغه دملی کټو ضد حرکت چه په ۱۳۷۱ کال کي دوطن دګوند دیوشمیر غړو اوجهادي جنګ سالارانو له لوري رامنځ ته سوو،ویاد ته راوړي ۰چه پایله یی دسلګونو زرو افغانانو دوژني،دملی شتمنیو دچورولو اودوطن داشغال سبب وګرځیدی۰

ایا په ۲۰۰۱ کال کي ټول جنګ سالاران د سی آی ای داستازي «ګری شرون »ترقومندی لاندی کابل اشغال اواوسنی قدرت ته و نه رسیدل ؟ ایا دوی دامریکا څخه دهیواد داشغال په اړوندد حق العبور اجوره ترلاسه نه کړل، او هم ددوستم اونورو جنګ سالاارانو دیوې نیمی لسیزی قدرت دهغه حق العبور اجوره نه ده ؟

نوچیر ی وو ددې جنګ سالارانو ولسي قدرت ؟ چه نن بیادشمالی تلوالی پلوي روڼ اندی ددې جنګ سالارانو ویدو کلیبو نه ونشر ته سپاري چه ګواکي دوي په ولس کي نفوذ اوځای لري۰ ایا دا دهیواد ملی ګټي ایجابوي چه دا روڼ اندی دهیواد داساسی ستونځو دحل په اړوند د ښولیکونو اووړاندیزونو پرځای دشمالی سیمو دناامنیو ترنامه لاندی ولس غولوي ،او دیوه داسی جنګ سالار په دفاع کی دریږي،چه هغه دافغانستان داوسنیو ستونځو اصلی لوی لامل بلل کیږي ۰

یوشمیر روڼ اندی لیکی چه دوستم دهیواد دارضي تمامیت ساتونکی دي، داسي لیکنی په داسي حال کی کوی چه هم دا دوستم وو چه دملی حاکمیت په وړاندي ودریدي اوملی حاکمیت یی واخوان لشیاطن په « اصطلا مجاهدین» اوآی اس آی ته په ۱۳۷۱ کال کی تسلیم کړ او هرڅه یی دنابودې سره مخامخ کړل۰

ایاد ا لیکونکی په دې باندی نه پوهیږي ،چه وطن اشغال وي، نودارضي تمامیت ساتونکی بیا څوک دي؟ ارضي تمامیت خودداشغال ګرو ترسیوري اوبیرق لاندي سوو،هرڅه ولاړل،ترڅوچه بیا وطن ازاد اولس واک ترلاسه کوي ۰

ایا دا جنګسالار دنورو جنګ سالارانو په څیر وطن پلورنکي نه دي؟ دسی آی ای دګری شرون کتاب«ماموریت سقوط» کي څه لیکل سوي دی ۰ایا ملت دجنګ سالارانو جنګی جنایاتونه ،د ۱۳۷۱کال دملی حاکمیت چپه کول اودملی شتمنیو چورول دیاده باسي؟ 

دا روڼ آندي باید پوه سي چه سي آی آی په ۲۰۰۱ کال کي داجنګ سالاران په ډیره اسانی دیوه هیواده اوبل هیواده راجمع کړل وطن یی اشغال او قدرت یی پلاس ورکړ، که وغواړي په ډیره اسانی یی حتا په یوه تلیفون کولو باندی دقدرت څخه لیري کولای هم سي۰ځکه نو باید افغان روڼ آندی دمنطقي دهیوادونو دګټو ښکارنه سي بلکه یوازي باید دافغان ملی ګټو ساتونکي واوسي۰

باید وویل سي چه داسي هلي ځلي دهیواد دملي ګتو ضد ځکه دی ،چه د وطن پلورونکود دفاع ښکارندويی کوي ۰باید داروڼ اندی اواړوند ګوندونه یی دهیواد داوسني اشغال ته دپای تکی ایښولو لپاره ونړیوالو ته دسیاسي حل میکانیزم جوړ اووړاندی کړي،نه داچه داسی سیاست پرمخ بوزي چه دولس دتنفر سبب وګرځي۰

وړاندیز دادی: دداسي روڼ اندو اړوند سیاسی ګوندونه باید دداسی کړونو مخنیوی وکړي ،اوکه ددوی داکړني دګوندونو دسیاست سره سمون ولري ،نوبیادی په جرآت سره داګوندونه هم خپل دریځ وولس ته بیان کړي۰تمت باالخیر 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder