04.11.2016 (14.08.1395)
دکندزد بشری ناورین لړي  به ترکومه  دوام لری؟

انجنیر سید عبدالقادر    

 بیله تراژیدې انځورونو څودپام وړټکي:

دکندزولایت دطالبانو اولاسپوڅو ترمنځ  پداسی حال کي لاس پرلاس کیږي،چه بشری ناورین یی یوازی دکندز بیګناه ولس زغمي۰

دچهارشنبي دشپې دناټو دځواکونو دپټو سترګو بمباردونو دکندز کندهارنومی کلی داسي ترخپلو بې رحمانه بمبونو لاندی راوستی،چه د ماشومانو اوښځو په شمول  یی د لسګونو بیګناه انسانانو   دشپې  خوږ خوب یی  په ابدي خوب  باندي ورواړه وي۰ د دې ناورین اصلی شمیره نه یوازی دتل پشان امنیتي چارواکو ددالرو په زور  پټه ساتلي  بلکه  تړلو رسنیو هم واقعیت دباندی راونه ایستي ۰ په تیره یونیمه لسیزه کي دهیواد په ګوټ ګوټ کی هم داشغالګرځواک له خوا دداسی بشری ناورینونو ډیري پیښي منځ ته راغلی دی،چه تراوسه یی هم اصلی رقم ورسنیو ته نه  دي راوتلی،اونه افغان رسنيو په دې اړوند کومه دلچسپي ښکاره کړ ي او نه یی په دې اړوند سعیه کړی  ده۰حقیقتونه تر اوس مهاله  هلته ځای پرځای او ژوندي پاته دي،یوازي دتاریخ لیکلوته انتظارباسي۰ په تیره یوه نیمه لسیزه کي په ګوته سول  چه رسني هم د بهرنیو اوکورنیو استخباراتو پوری تړلي او مخ ته ځي،نوپه داسي حالت کی ددې ولس لاس څوک باید ونیسی او دزخمونوږغ یی څوک  تر نړ یوالو پوري ورسوي؟  داهغه سوال دي چه پرولس مین روڼ اندي باید جواب ورکړي ۰

ایا دافغان تاریخ  دویاړه ډک اتلانو چه نن هر افغان په ویاړي،هم دداسي چپتیا اوسکون دلاری یی دازادی بیرغ رپولي دي؟ نه خیر،هرځل یی دغلیم نه دتوري په زور خپل برخه لیک  پلاس کي نیولي اود افغان تاریخ ډیري صفحې  یی په خپلو  ویاړونو  با ندی ډکي کړي دي۰

داهم یومنلي حقیقت دي چه د اوس مهال شرایط افغان روڼ اندي یوازی دقلم اود ږغ پورته کولو لاري ته وربولی،څو دا اسیر ملت دقلم په زور وخپلي پاکي مخي ته چه  هغه دازاد ۍ د بیرغ  رپول اوملی حاکمیت دي ورسوي۰ په داسی حال کی چه دامقدسه دنده په لومړي قدم کي دسیاسی ملی ګوندونو ده، متآسفانه چه دهغوي ټول مشر تابه دارګ دمحافظه کاري په ځنځیرونو کی ځانونه  داسي تړلي  دي چه دهیواد ټولو ناخوالو ته  یی شا ور ګرځولي ده۰

 دګوند دننه داسیاسی ناورینونو ته یوازي ګوندي صفوف کولایسي چه هغه ته دپاي ټکي کښیږدي اودمحا فظه کاري دا اشرافي ځنځیرونه مات او د خپل نوی ملی دریځ  په وسیله باندی  دګوند لاسونه د ولس په لاسونو کي  ټینګ کړي،او دهیواد ناورین ته دپاي ټکي ایښولو دپاره دسیاسي حل دمیکانیزم دجوړیدو په لټه کي سي۰ تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder