03.12.2017 (12.09.1396)

دټوپکسالارانو خود سري او د دوه سره حکومت بی وسي
عبدالحسیب حکیم     

د آزادی راډیو د راپور له مخې د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي، د کندهار د غونډې په جوړولو کې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د پردې ترشا لویه ونډه لري. دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل نوم یې په دغه راپور کې واخیستل شي آزادی راډیو ته وویل: « د کندهار امنیه قوماندان د دغه ولایت له ځینو ولسوالیو نه، پنځه سوه کسان، د کندهار غونډې ته بللي دي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی او د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ د ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج چې د کندهار د غونډې یو ګډوال د‎ئ، د شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لېندۍ لسمه» آزادی راډیو ته وویل، د دغې غونډې ډېری ګډونوال چې له نورو ولایتونو کندهار ولایت ته راغلي، هستوګنځی یې د دغه ولایت د امنیه قوماندان قرارګاه ده. ته ینج زیاته کړه: "د امنیه قوماندان مسؤلیت، د غونډې امنیت، ترتیب او تنظیم دی او زموږ په چارو کې مداخله نه کوي او غونډې ته وینا هم نه کوي، د غونډې کوربانه د کندهار مشران دي او قوماندان صاحب هم د دغه ولایت له مشرانو دی او نقش لري، زموږ په اجنډا او پلان کې مداخله نه کوي، په ملي موضوعاتو کې چې تفاهم او ملي یووالي ته رسېږي، هغه «قوماندان» همکاري وکړه."

پوښتنه دا ده چې جنرال رازق خو د حکومت یوعالیرتبه مامور او د پولیسو جګپوړی افسر دئ چې دنده یي یواځې د کندهار د والی د اوامرو څخه اطاعت کول دي او بس. آیا دا غونډه د کندهار د والی سره په همږغی کې شوې ده که څنګه؟ که د کندهار والی هم په جریان کې وي نو هغه بیله خبره ده، نو په هغه صورت کې باید مرکزی حکومت له والي صاحب څخه پوښتنه وکړي چې ولې د کندهار امنیتی ارګانونو د ټوپکسالارانو د غونډې چې د افغانستان د ملی منافعو پرخلاف يي عمل کړی، کوربتوب کړی دئ. هغه غونډې چې د بیت المال له پیسو جوړیږي باید د هیواد له منافعو سره په ټکر کې نه وي. دا منو چې د بیان آزادي دا ایجابوي چې خلک او هغه ګوندونه چه په اپوزیسیون کې فعالیت لري خپل مخالف نظریات د غونډو له لارې څرګند کړي او حکومت هم دنده لري چې د دغو غونډو امنیت ونیسي. له بده مرغه چې د کندهار دغونډې ډیري ګډونوال یا دحکومت غړي دي ا و یا هم د مشرانو او د ولسي جرګې مهم کسان او وکیلان دي. ددوی هدف یواځې دسیسه جوړول، دغلو او مفسدینو څخه یو نوی نظام جوړول او دغه نسبی نظم له منظه وړل ‌‌دي او بس.

له بده مرغه دافغانستان حکومت دومره بی وسه دئ چې والی خو پرېږده حتی دیوه امنیه قومندان دبرطرفه کولو جر‌‌ئت نلري. ولسمشر غنی یا په بهرني سفرونو بوخت وي یا هم په خپلو ویناوکې په چیغو او باټو اکتفا کوي. ولشمر تر اوسه ونه توانیده چې د بلخ زورواکی او بدماش والي له خپلې دندې عزل کړي، ولسمشر تر اوسه و نه توانید چې خپل جانی مرستیال چې بشري جنایات یي په نړیواله کچه بی ساري دي، لږ تر لږه محاکمه کړي او همداراز په وروستی پېښه کې چه دافغانستان اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څرګندونې چې په حقیقت کې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات، امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې وې، هم جدي وننیولې. تېره اونۍ محقق ایران کې د شیعه ګانو یوه مذهبي ناسته کې د هغو جنګیالیو ستاینه کړې وه، چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې خلاف جګړې ته استول شوي دي. محقق په دې غونډه کې په ډاګه دایران دنیابتې جګړو پلوي وکړه په کومو کې چې افغان شیعه جنګیالي د فاطمیونو لښکر په نامه تر بیرغ لاندې د سوریي د فرعون ظالم حاکم بشار اسد، کوم چې په ملیونونو مظلوم سوریایان یي په خاصه توګه سنی مذهبه مسلمانان د حزب الله، فاطمیونو (افغان هزاره شیعه مذهبه ډله) ، زینبیونو (افغان او پاکستاني شیعه مذهبه ډله) ملیشو او روسی هوایي وحشیانه یرغلونو په نتیجه کې شهیدان کړي دي. محقق دې جګړو ته په اشاره خپلو ایرانی بادارانو ته د «نړیوال استکبار» په مقابل کې د بري مبارکي ورکوي. دلته محقق د افغانستان دیوه جګپوړي چارواکي په توګه په خپلو ناسزا څرګندونو نه  یواځې دا چې د ایران د استعماری جګړو چې د سني مذهبو هیوادونو کې پیل کړې، پلوي وکړه، بلکه د افغانستان خلکو چې اضافه له نوي په سلوکې یي سنی مذهبه مسلمانان دي، هم سپکاوی کړئ دئ. سره له دې چې د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي بي بي سي ته وويل "د افغانستان د قوانينو له مخې نورو هېوادونو کې د جگړې په موخه دافغان اتباعو حضور جرم دئ او ملاتړ يې هم له  افغان نافذه قوانينو سره په ټکر کې راځي. مرتضوی زیاته کړه چې له دې امله تهران کې د ښاغلي محقق له لوري شوې څرگندونې څېړل کېږي." خو زه ګمان نکوم چې دا وړۍ به شړۍ شي. د دوسره حکومت موقف د ایران د لاسوهنو او دایرانی لاسپوڅو د شومو ارادو په مقابل کې تل چپ پاتې شوئ. دافغانستان څو ولایتونه لکه بلخ، هرات او کندهار کې ټول اختیار د زورواکانو په لاس کې دئ. د بلخ بدماش زورواکی عطامحمد نور خو څه نا څه د ولایت والی دئ، خو د تورن اسماعیل خان واک په هرات کې د والی څخه که اوچت نه دئ ټيټ هم ندئ، همداراز په قندهار کې جنرال رازق یواځې د کندهار د امنیي قومندان دئ، ولې دی اوس د کندهار ټول اختیارات لري، دا چې جنرال رازق څوک او څومره ظالم انسان دئ، غواړم دا لاندې معلومات تاسو سره شریک کړم:

عبدالرزاق اڅکزی چې مستعار نوم يي رزاق خان او  په کال ۱۳۵۸ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې زیږیدلی دئ، د کندهار په دویم ګورګین هم شهرت لري، ویل کېږي چې ده د ټوپکیانو په وخت کې لغړزنی هلک و چې د کندهار میدان ته نږدې یي د قومندان منصور په پوسته کې شپې تیرولې ، کله چې طالبانو کندهار ونیو منصور په خپل فیجارو موټر کې دریګ په خوا وتښتیده او غوښتل یي چمن ته واوړي په ریګ کې د منصور موټر بند سو او طالبانو ته په لاس ورغی،طالبان منصور اعدام کړ او د میدان مخې ته یي د ټانګ په میل راځوړند کړ او رازق چې له منصور سره په فیجارو کې ګیر شوی و، ځکه یي پریښود چې بلوغ ته نه ورسیدلی او غیرمکلف و. رازق له هغه وروسته کوټې ته ولاړ هلته د لوچکانو او قاتلانو د بانډ غړی سو او کله چې امریکایان راغلل ، بیرته کندهار ته راغی او امریکایانو ورته په بولدک کې د پي آر ټي په تشکیل کې ځای ورکړ.

رازق په بولدک کې هم سخت ظلمونه او قتلونه وکړل، له دې جملې د چمن د هغو څوارلسو ځوانانو قتل عام د یادولو وړ دی چې د نوروز میلې ته تللي او بیرته د راګرځیدو په وخت رازق اختطاف کړل او بیا یي مړه جسدونه وموندل سول.

که پخوا د رازق د وحشت سیمه یوازې بولدک،ارغسان او معروف وه مګر اوس یې ټول کندهار او حتی زابل ته سرایت کړی دئ،رازق د امنیه قومندان په حیث له ټاکل کیدو وروسته د ټول کندهار قدرت په لاس کې اخیستی او د مړتت والي او نورو چارواکو له بي حسۍ څخه یي ښه استفاده کړې ده .

رازق په کندهار باندې بشپړ پولیسي او استبدادي نظام قایم کړی دئ، دده ځانګړي استخبارات،ځانګړې څارنوالي او څانګړې صحرایي محکمه لري ،چې د خپل شخصي وحشي بانډ د غړو په مرسته هرچا ته یي چې خوښه سي نیسي او بیا یي په ډیر قساوت وژني.

د جنرال رازق د ښاري بانډ د شکنجو شخصي ځایونه د امنیتي حوزو پوستې، په امنیه قومندانۍ کې د نظارت خانې په نامه کانتینرونه او له منډیګک ماڼۍ سره مخفي زندان دئ ، چې د کندهار اوسنی ګورګین او د هغه قساوتګر چوکران په کې دانسانیت په ضد جرائم ترسره کوي.

د جنرال رازق له دغو مخفي زندانونو څخه داسې کیسې راوتلې دي چې سړی یي داوریدلو تاب نلري، د کندهار یو دلیسې زده کوونکی چې د رازق وژل سوي جلاد جاجو دنامعلوم جرم له امله نیولی و، وایي چې په دغو مخفي شکنجه ځایونو کې په انسانانو له ډول ډول شکنجي نیولې تر جنسي تیریو پورې سزاګانې عملي کیږي،ددغو سزاګانو یوه یي په تناسلي اعضاوو پورې د درنو وزنونو ځوړندول دي، د رازق له زندانه ژوندي راوتلي ښاریان وایي، چې رازق انسانان بربنډوي، بیا په داسې حال چې دیوال ته یي لوڅ درولی وي ، په تناسلي اعضاوو پورې یوکیلویي اوسپنې ځوړندوي، که په یوکیلویی وزن دده خبرو ته ځواب ورنکړي، نو وزن زیاتوي او دوه کیلویي کوي همداسې تر لس او پنځلس کیلو پورې وزن اضافه کوي، تر څو ګرفتار سوی شخص په نه کړیو جرمونو اعتراف ته مجبور کړي.

د هستي محمد په نامه د کندهار د شپږمې ناحیې یو اوسیدونکی چې زده کوونکی دئ، د جنرال رازق لخوا ورڅخه په همدې ډول په اختطاف کې دلاس درلودلو اعتراف اخیستل سوی او په دې توګه د اختطاف اصلي مجرم ته چې د رازق د بانډ غړی دئ برائت ورکول سوی او جرم یي په بي ګناه هستي محمد تاوان سوئ.
د کندهار یو بل اوسیدونکی چې د رازق کسانو ورڅخه په جبر اقرار اخیستی وایي: ما په هیڅ جرم کې لاس نه درلود، د رازق په يوه مربوط زندان کې ډیرې شکنجې راکړل سوې خو اقرار مې ونکړ،آخر یي ډوډۍ راباندې قطعه کړه، څو ورځې یي ډوډۍ رانکړه بله ورځ یي یوه لویه هندوانه راته راوړه،زه چې وږی وم ټوله هندوانه مې وخوړله، د رازق کسان راغلل جامې یې رانه وایستې لاسونه یي ترشا راوتړل او زما تناسلي آلت یې په یوه ربړ باندې مضبوط وتاړه، تر څو بولې ونه کړای سم ، ما چې هندوانه ډیره خوړلې وه د بولو کولو ضرورت راته پیښ سو، خو داچې تړل سوی وم نو مثانې مې سخت درد شروع کړ،د همدې درد په حالت کې یي راته وویل چې ومنه دغه خبره چې موږ یي درته وایو کنه په همدې درد کې به مړ کیږي ، ما له سخت درد سره سره ورته اقرار نه کاوو، خو په پای کې بي هوښۍ ته نږدې سوم او د مرګ خطر مې و نوځکه له مرګ څه دنجات له امله مې ورته په دروغو اقرار وکړ.

دغه بندي وایي د رازق په زندان کې هیڅکله ډیر خوراک او څښاک مه کوئ کنه دغسې ظالمانه سزا به درباندې عملي کوي.

د کندهار د معاصر ګورګین جنرال رازق د شخصي زندانونو او څارنوالیو خبره مو وکړه خو دا مو ونه ویل چې د رازق شخصي محکمې چیرې دي؟

د رازق د محکمو لپاره باید له ښاره ووځئ، ځکه د رازق محکمې ښاري نه بلکې صحرایي محکمې دي په کندهار کې د ریګ او دامان دښتې دغه راز په خاص ډول د میان کوه سیمه هغه ځایونه دي چې رازق په کې مظلوم کندهاریان چارماري کوي او بیا یي په سکواټورونو تر خاورو لاندې کوي.

د میان کوه سیمه اوس مشهوره ده ، کله چې د کوم کندهاري زوی یا د کورنۍ کوم بل غړی ورک سي، نو سمدستي یې په میان کوه کې تلا ش کوي، مظلوم پلرونه هره ورځ د خپلوځوانو زامنو د جسدونو دترلاسه کولو لپاره میان کوه ته ځي ، ترڅو یي په سوري سوري غورځول سوي جسد باندې پیښ سي .

په ملګرو ملتونو کې د ربړونې ضد کمېټې مشر جینز موډویګ د همدې کال د غویي میاشتې په ۲۳ نېټه ویلي: « داسې راپورونه شته چې د کندهار امنیه قومندان جنرال  عبد الرازق شخصاً په خپله مستقیماً د زندانیانو په ربړونه کې لاس لري.

د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په راپور کې ویل شوي چې کمېټه د هغو ادعاوو له امله ژوره اندېښنه لري چې وايي د کندهار پولیس له زندانیانو سره زور زیاتی کوي لکه دا چې د برېښنا شاټونه ورکوي، د خصیو ټکول، زندۍ کول او د زندانیانو معدې ته په زور د اوبو ننویستل.

دغه راز تور لګول شوی چې د کندهار پولیس په یو کسیزه خونو کې د زندانیانو په ساتلو، په زور د ورکولو، له تفکیک پرته د کسانو په نیولو او له قضايي اجرآتو پرته په نښتو کې د وسله والو په وژلو کې لاس لري.

خلاصه رازق خان یواځینی زورواکی ندئ چه د مرکزی حکومت پر مخ خنډ دئ. که ولشمر غنی واقعاًغواړي چې ولس پر ده باندې بروسه او اعتماد پیدا کړي، نو غوره به دا وي چې د دې خپلسرو زورواکانو لکه جنرال رازق، لالی، ظاهر قدیر، همایون همایون، دوستم ، عطا نور او جنګسالار محقق ته د اساسی قانون د احکامو مطابق داسې یو سبق ورکړي، چې په راتلونکي کې هیڅ دولتی مامور، افسر، والی یا هم د ولسي او مشرانو جرګو وکیلان دا جرئت ونکړي چې د یوه منتخب حکومت په مقابل کې له بغاوت څخه کار واخلي. که ولسمشر او حکومت ددې یاغیانو مقابل کې عملي ګامونه اوچت نکړي، د حکومت او د خلکو تر منځ به واټن نور هم ډېر سي.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder