14.12.2016 (24.09.1395)
دو لس نه لاره مه وره کوي

انجنیر سید عبالقادر

افغان روڼ اندی دڅه دپاره داسلامی ګوند دقومندان زرداري دخوشي کیدو په اړوند تشویش کوي؟

ایا کابل دنوروجهادی قاتلینو اوغلو څخه ډک نه دي؟

که دشپږګونو اواته ګونوجهادی تنظیمي قاتلینو اوغلوسره ددوی پخوانی تنظیمي ډله هم یوځای سي،ولس به ناارامه سي؟

ایا دا تشویش کول دحل اصلی لاره ده؟

ټول ولس یی وینی چه ددونیمولسیزو راهیسي کابل اوټول هیواد دتنظیمي غلو په ولکه کي دي۰ ایا په واقعیتتونو باندي نه پو هیږو ،اوکه سیاسي تجارت کوو؟

داسوالونو ته که دملی ګټو په نظر کی نیولو سره جواب ووایو،بیانو دتشویش کولو پرځای به حتمي ولس ت دحل لاره په ګوته کوو۰

دا باید ومنو او ووایو ،چه هیواد مو تراستعماري داسی ولکې لاندی دي،چه دانګلیس پخوانی استعمار ی هم په خپل تاریخ کي دداسئ جنایتونو صفحي نه لری،لکه دیوې نیمي لسیز ی راهیسي دامریکا په لارښوونه چه غربي نړ ۍ د«تروریزم دمحو کیدو اودموکراسی دپولی کیدو» ترنامه لاندی یی نه یوازي افغان شتمنی دچور سره مخامخ کړي ده ،بلکه داولس یی دبشری بې ساري ناورین سره هم لاس اوګریوان کړي دي۰نو په داسي یو حالت کی حتمی ده چه استعمار ي کړۍ باید دخپلو ټولو افغانی جوړو کړو شبکو«تنظیمي ډلو» څخه دسیاست په مخلیفو پړاونو کي ګټه پورته کړی،کوم چه نیژدې دڅلورو لسیزو راهیسي یی پانګه اچونه پرکړي ده۰

دوستانو: دپورتنیو څوکرښو په نظر کی نیولو سره غواړم یوڅو مهمو ټکو ته دلوستونکو پام راوا ړوم کوم چه دافغان ولس را تلونکی برخه لیک ټاکي هغه دادي :

که دامریکا دنوی جمهور ریس بهرني تګ لاره دمنطقې په اړوند تغیر ونه مو مي،نوپه هغه حالت کی دهیواد امنیتی حالت نورهم دګواښونو سره مخامخ کیدایسي ،اوداځل به دهیواد دشمال هغه برخی ددې سیاست قربانی کیږي کوم چه وروسیي ته دبې امنیو ګواښونه کولایسي۰ که د ترامپ بهرني سیاست دکمپاین دوخت دڅرګندونو په څیر عملي سي،نوپه هغه حالت کی بیا افغانستان دروسي اوامریکا ترمنځ دیوې معاملي پڅیر را میدان ته کیږي،اویوداسی حاکمیت رامنځ ته کوی،چه یوازی ددوی اوورسر لاسپوڅودګټو ښکارندویی وکړي نه دافغان ولس۰ځکه نو افغان سیاسی ګوندونو اوټولو متعهد روڼ اندو ته دا ډیره ضروری او ایماني دنده ده چه داوس مهاله څخه په دې فکر کی سي،اوخپل ترمنځ دراتلونکي سیاسي حاکمیت له پاره دولس لاس نیوی وکړی اوپه دې اړوند دحل یو میکانیزم جوړ اونړیوالو ته تر راتلونکو پیښو ترمخه وړاندي کړي،اوکه داکار ونه کړي، نوهرڅه به دیوې نیمي لسیزي په څیر دجهادی اوتکنو کراتیکي غلو ترمنځ ویشل کیږي،ولس به پرخالي میدان پر یږدي ۰

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder