06.09.2016 (16.06.1395)

  دهیواد پلازمیني ته د تروریستانو پوره لاسرسي!

انجنیر سید عبدالقادر  

دکابل پرونی تروریستی بیښی بیا دکابل ښاریان دیوه بل وحشت سر لاس اوګریوان کړل،بیګناه انسانانو ځپل خوږژوند دلاسه ورکړ ،الله دی جنتونه په نصیب کړي۰ داپیښی به ترکومه روانه وي؟

یوه ساده پوښتنه:

دمرحوم نجیب الله په حاکمیت کی چه په هیواد کي هیڅ یوه بهرني سرباز شتون نه درلودلی، امریکا اوغربی نړی دتولو توطیو ، ډالرو ،سقیلو ،خفیفو سلاحو اود لس ګونو زرو د آی اس آی دمجاهدینو «اشرارو» سره يوځاي چه ټولي قبایلي سیمي یی دافغانانو دوژني دپاره په نیولی وي، نیسوای کولای چه داوس په شانی داسی تروریستي پیښي رامنځ ته کړي ، داځکه چه دکابل ښار ته دسلاحو انتقالول دامکانه لیری کاروو، د آی اس آي اشرارو به کابل د۲۰ او۳۰ کیلومتره لیری واټن څخه په ړندو راکیتونو باندی ویشتی او بیګناه افغان ملکیان به ددوی دراکیتونو قربانی کیدل ۰چه هغه تروریستي جنایت کاران ،اوس مهال په ارګ اودباندی ځای پرځاي اودملی شتمنیو په چورولو باندی مصروف دی ۰ 

دآی اس آی جهادیانو ولي نسوای کولای چه داسی تروریستي پیښي رامنځته کړي ؟ 

داځکه چه دیوه طرفه پاک مشرتابه شتون درلودلی اودبله طرفه په وړاندی یی باتدبیره پاک پرولس مین وسلوال پوځ موجود وو۰

داوس مهال ۹۰ فیصده چارواکی دبهرنیو داستخباراتو مزدوری کوي،اوهر څه دهغوی سره شریکوي۰ دبیلګی په توګه نیژدې څوهفتی وړاندي دمیدان وردګودقومندان په موټرکي ددولت مخالف قومندان ونیول سو،دمیدان وردګ دقومندان دوسیه څه سول،حتمی ده چه دکرزی په څیر به دارګ چارواکو دا دوسیه حفظ کړی وی ،ځکه هغه جمعیتي مجاهد وو ۰ترڅو چه دارګ اودباندی دولتی اداره چه ۹۰ فیصده مسؤلین یی دجهادی اوتکنوکراتیکی غلو دجملې څخه دي پاکه نسي، څنګه کیدلایسی چه داسی دپردوپلاس جوړکړي تراژیدي سریال دی ژر دپای تکی پیداکړی ۰ دا پیښي به ترهغو پوری پرافغان اسیر ولس باندي جاري وي، ترڅوچه اشغالګر ځواکونه د منطقې ا ویا ملت په زور و سیاسی حل ته نه وي حاظر سوي ،اویوه داسي ملی اداره منځته نه وی راغلی چه افغان ملي ګټي دمنطقي دهیوادونودګتوسره دمتقابل احترام په چوکاټ وساتي۰تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder