20.11.2016 (30.08.1395)

دنړۍ ۱۰ ټاپ تجارتي مرکزونه

واحدالله همتي

لومړی توکیو: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ توکیو ته اول ځای ورکوو. چی د جاپان پایتخت هم بلل

کېږی، په دې وختونو کې توکیو د د اقتصادی او مالی جریان، تجارتی مرکز، ښه ژوند کولو، علم او معلوماتي جریان له پلوه په لومړی قطار کې ځای لری.

توکیو د خپل اقتصادی فعالیتونو او وړتیاوو له مخی د نړی مشهو ښار بلل کیږی.

 

  دوهم  لندن: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ لندن ته دوهم ځای ورکوو. چی د انګلستان پایتخت هم بلل کیږی، لندن د نړۍ دوهم ښار دی چی له جاپان نه وروسته یی د مالی جریان، تجارتی مرکز، ښه ژوند کولو، علم او معلوماتي جریان له مخی په دوهم قطار کې راغلو. قوی، با انرژی او له جوش نه ډک  اقتصادي مارکېټونه د لندن استحکام دي. نو ځکه د نړۍ یو له مهمو او اصلی  تجارتی ښارونو څخه بلل کېږی.

 

دریم  نیویارک: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ نیویارک ته درییم ځای ورکوو. چې دا ځای د آمریکا متحده ایالاتو د تجارت اصلی نقطه بلل کیږی،  دا هم ویلی شو چې د ټولې نړی اقتصاد له دغې یوې مهم نقطې  څخه کنترول کیږی چې دا نړیوال ښارونه او مارکېټونه سره نیښلوی او تجارتی فعالیتونه په ټولو ملکونو کې پرمخ بیایی. نیویارک په شمالی امریکا کې اول ځای لری، لنډه دا چې موږ ویلی شو چی د نړۍ دغه ښار د ټولې نړي تجارتی ښارونو ته ماتې ورکولای شی.

 

څلورم  سنګاپور:  د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ سنګاپور ته څلورم ځای ورکوو. چې دا یو اسیایی ملک دی سنګاپور د سوداګريزو مرکزونو له پلوه د لېست په سر کې راخی، سنګاپور په ۸۲،۸۲ شاخص ارزښت باندی اول مقام اخیستلی شی او په ۶۲،۵۸ شاخص ارزښت باندی درییم بلل شوی دی.

 

پنځم   هانګ کانګ: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې هانګ کانګ پنځم  ځای خپل کړی. عمومآ د ۲۰ شلمې پېړۍ په دوهم نیمایی کې آسیایی ښارونه د تجارت له پلوه عټ ښارونه اویا هم د تجارت لپاره اصلی مرکزونه  نه شول  په استثناء دجاپان، وروسته هانګ کانګ او سنګاپور.

 

شپږم   شیکاګو: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې شیکاګو شپږم ځای خپل کړی دی. چې داهم د آمریکا له ښارونه څخه یو ښار دی، شیکاګو د سوداګرۍ څيړنيز مرکز((business research center په نوم نومول شوی دی، چې هلته ډیر زیات پوهنتونه، د تجارت په برخه کی د ماسترۍ پروګرامونه، د ریسرچ او یا هم د څیړنو ډیر زیات انستېتیونه او یو شمېر  څیړونکی یا هم  ریسرچر شته چې د شیکاګو ښار پرې ځلاند دی.

 

اووم   پاریس:  د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ پاریس ته اووم ځای ورکوو. چې په دې لېست کې دا د دوهم اروپایی ملک ښار او د فرانسې پایتخت دی، ټول خلک په دی پوهېږی چې دا د هنر یو اصلی او مهم ښار دی خو د نړۍ د ۱۰ مهمو او تجارتی ښارونو له ډلې  څخه  یې هم  نشو ایستلای.

 

اتم   سیول: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې سیول آتم ځای خپل کړی. یا په بله معنی د کوریا پایتخت، دا ښار د نړۍ تجارانو او سرمایه ګزارانو ته همېشه ډیر یو جذاب ښار بلل شوی دی، خو د چین او هندوستان اقتصادی ژوروالی، محکم توب او پیشرفت د تولې آسیا قوت ځان ته را جلب کړی.

 

نهم   فرانکفورت:  د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ فرانکفورت ته  ۹ نهم  ځای ورکوو. چې دا د جرمنی اقتصادی مرکز(د جرمنی اقتصادی پایتخت)  دی، دا ښار هم په نړۍ کې د اقتصاد یو ستر مرسته کوونکی ښار بلل شوی دی.

 

لسم   امېستردام: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې امېستردام ۱۰ لسم ځای خپل کړی. دا د لسو ۱۰ حقوقی او سیاسی چوکاټونو په قطار کی هم راځی او همچنان د تجارتی مرکز او د اقتصادی استحکامتوب له پلوه په عالی درجه کې خای لری.

ژباړه

واحدالله همتي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder