23.01.2019 (3.11.1397)
دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو 
الحاج استاذ بیانزی
لمړی برخه ‎

بسم الله الرحمن الرحیم
  د اوسنو یهودی او صلیبی اشغلګرو تر ټولو لویه استعماری او شیطانی فتنه دا ده چه د شیطانی میدیا د اجیرانو په مټ له سپینه تور او له توره سپین جوړوی او د دوی په خوښه یی په هر چا منی یعنی میدیا یی د هغو لیکوالانو لیکنو ته  چه حقایق پکی نغښتی او د دوی ناولتیا په داګه کوی چانس نه ورکوی او خپله ناولتیا درباندی جبرا  لولی او جبرا اوروی ښه مثال یی د سپټمبر یوولسمه یا د ( ۹/۱۱ ) فاجعه وه [ چه څو زره بیګناه امریکایان او په غچ اخستنه یی څو زره نور غریب امریکایی او اروپایی عسکر او په میلونو بیدفاع او بیګناه مسلمانان پکی  ووژل شول او وژل کیږی په میلونو میرمنی کونډی، میندی بوری، بچیان یتمان او هیوادونه په کنډوالو بدل شول، ناوړه، فاسدی او غلامی اداری یی ورباندی د برچی په زور وتپلی.
سره د دی چه ډير ژر د سپتمبر د نړیوالی فاجعی او فتنی پټ رازونه چه د ( نظم نوین جهانی ) له خوا د ( نړیوال حکومت ) د تاسیسولو د پاره رامنځته او د بوش، بلیر او ټيمونو له خوا په کار واچول شوه مګر شریرو  یهودانو او صلیبیان د ډالرو او شیطانی میدیا په زور په ټولو نړیوالو هماغسی ومنله چه دوی څه پلانونه د راتلونکی د پاره لرل، که انلاین د سپتمبر یوولسمه کلیک کړی د هغه لوی فاجعی ټول هغه محتویات او اسناد به کماحقه درته په ډاګه شی چه نورو څيړنو او پلټنو ته به پکی اړه نه وی  ( د زوراورو اوبه مخ پورته هم ځی ).
 
د هغو څو زرو بی ګناه امریکایانو د تلفاتو او بیلونو ډالرو خساراتو په غچ اخستنه یی د نورو زرونو غریبو امریکایی او اروپایی عسکرو ژوند هم واخست او په میلونو مسلمانان یی ورباندی په شهادت ورسول او هیوادونه یی ورله په کنډوالو بدل او نور ډیر بشری ناورینونه یی رامنځته کړل.  په کلیو، بانډو او ښارونو کی یی انسانان له یوی مخی قتل عام کړل د دی په ځای چه بوش، بلیراو مرموز ټیمونه یی نړیوالی محاکمو ته راښکلل شی اوعاملین یی د هغه امریکا یی وژل شوو او مظلوم بشریت ته په ډاګه شی ډالرو او مرمیو د ټولو له حافظی دغه ټول جنایات وویستل او  د هغه فاجعی تور یی په مسلمانانو پوری، له څيړنو او پلټنو غیره یی   القاعدی او امارت ته ګوتڅنډنه وکړه او د مسلمانانو په ضد یی نړیوال صلیبی جنګ په داسی کبر او غرور اعلان کړو چه [ زما سره او یا زما دشمنان یاست ].
د سپتمبر فاجعه د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره یوه مقدمه او نړیوال حکومت تاسیسول یی عمده هدف وو افغانستان او عراق ( منځنی ختیز ) بریدونه یی د هغه اصلی هدف مقابله کی مقاومت وو چه باید له مخی لیری شی د یهودانو او صلبیانو نظم نوین جهانی (  )  د دغه نړیوال حکومت تاسیسولو یا ( د زمکی د خدایی تر لاسه کول ) د ډالرو، مرمیو او شیطانی میدیا په مټ ځینی اصطلاحات د مظلوم بشریت د ذهنیت بدلولو د پاره په جلا او ناروا تعبیرونو وکارول او په نړیوالو یی جبرا ومنل او عملی یی کړل حتی لوی هیوادونو لکه چین، روسیی، اروپایی هیوادو، ملګرو ملتو او نورو تراوسه د دی جرات ونه کړی شو چه لږ تر لږه دا ووایی چه د سپتمبر فاجعه د امریکا، اسرایلو او انګریزانو کار وو، نه یی ورله عاملین ( بوش، بلیراو ټیمونه ) ورله نړیوالی محکمی ته راکش کړل.
د لمړۍ برخی پای
نور بیا ......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • پتنګ (Donnerstag, 24. Januar 2019 01:51)

    !بیانزی صیب لکه هر ځله په قلم د برکت شه

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 26. Januar 2019 07:24)

    پتنګ صاحب ! ډيره مننه .پنځه نوری برخی لری په نن اسیا پانه کی ټولی د یوی لیکن تر عنوان لاندی مګر دلته لکه په ترتبیب یو د بل پسی به نشریږی انشالله .
    پتنګ صاحب ډیر کم ښکاری په نن اسیا پاڼه کی خو د ځدران قه نامه یو کس په څو نومو داسی بمبارد جوړ کړی چه اندازه یی نشته زه هم کله کله ورسره په جګړه یم تاسی هم پکی برخه واخلی . غمی، پشتین ، لونګ، غازی وال او داسی نور دوه دری نور نومونه لری

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind