13.02.2019 (24.11.1397)

دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو

الحاج استاذ بیانزی
شپږمه او وروستۍ برخه
بسم الله الرحمن الرحیم
۶ــــ ولسمشر
 ولسمشر یعنی چه ولس ټاکلی وی د ولس د معنوی پلار حیثیت لری،  اخری تصمیم نیونکی او اخری پریکړی د هغه په غاړه دی، د یوی کورنۍ ریس، د یو کلی او قوم ریس ورته دندی لری، که په یوه کورنی کی پلار او مور مساوی واک او ځواک ولری او د یوی ستونزی په اړه دواړه یو دریز نه لری او هر یو په خپل دریز کلک ودریږی د هغه کورنی به څه حال وی؟ د همدی امله الله ج فرمایی چه میړه په میرمن او یا پلار پر مور مشری او ډيره واکداری لری، مشوری به سره لری مګر اخری تصمیم به د ستونزو دمخنیوی او د هغه کورنی د ښه پرمختګ د پاره میړه یا پلار نیسی، همدارنګه که دوه یا ډير خدایان وو او ټولو جلا جلا دریزونه لرل زمونږ او د کایناتو به څه حال وو؟ نوهغه هیواد کی چه دوه ریسان ولری،  هغه هیواد به د څه برخه لیک سره مخ کیږی؟
مګر دا هم مه هیروی چه خپلواک او بلواک هیوادونه سره توپیر لری په بلواکو او مستعمره هیوادو کی هغه ریسان هم غلامان وی نو که شمیر یی تر زرو هم ډیر وی مهمه نه ده، تصمیم نیول د بادارانو کاردی زمونږ هیواد همدا اوس تر سلو زیات غلام ریسان لری د امریکا په مشری   ۵۰هیوادو اشغال کړی او بیا امریکا له ۵۰ ایالتو جوړ شوی که دواړه سره یوځآی کړی چه هر ایالت یی د نورو هیوادو په کچه پیاوړتیا لری نو له ټولو ۱۰۰ریسان جوړیږی، غلامان نه د رایو ورکولو اونه د رایو اخستلو حق لری د شاهدی ورکولو حق هم نه لری.
  په مستعمرو کی ټاکنی د خلکو د خطاایستنی د پاره دی، پخوا به اشغلګرو قدرتو د مستعمره هیواد ټولی چاری په خپله سنبالولی او د هغه مستعمره هیواد خلک به یی د  نورو خشره کارو او یا د عسکری خدمت د پاره کارول مګر انګریزانو استعماری دا نوی ابتکار [ چه یو هیواد به یی مستعمره مګر په ښکاره خپلواک وی] د هند د لوی وچی په ویشلو کی تر لاسه کړو چه اوس تر هر چیری کار اخلی، خرڅ یی کم او ګټه یی ډیره ده یعنی د نورو مهمو استعماری خصلتو او فارمولو په شان ډیر مهم او نوی استعماری اصل او فارمول ومنل شو او کارول کیږی نور هم له دی فارمول او استعماری اصل څخه کار اخلی.
د پورته استعماری اصل سره د استعماری بل پخوانی اصل او فارمول ( چه د مستعمرو طبقاتی کول دی ) ګډوی یعنی د مستعمری د غلامی اداری د ګوتو په شمار لوړپوړی بیلونران او نور مظلوم اولس د فقر او بی سوادی له سری کرښی ښکته او ښکته یی ساتی، داچه د هغه مستعمری ولس بی عقله او هم وږی دی جبرا د غلامی اداری خشره کارویو ته لکه عسکری،   د کورو، دفترو او لیارو څارل او ساتل،جاسوسی، پخلی او پاک کاری هم په هماغه غریب ولس په لږو معاشو په خوشالی ترسره کوی. په دومره معاشو چه دهغو کارونو دپاره ژوندی وی، بزنسونه او فابریکی یی  چلوی، د بیعقلیو له امله دغه بی ننګیو ته تن ږدی، د معادلی بله برخه یعنی  د غلامی اداری بچیان، لمسیان، کړوسیان او راتلونکی نسلونه به ښی زده کړی ترلاسه او په هغو افراطی سرمایو به تل تر تله پاچاهی کوی او هغه مستعمره به تل مستعمره وی.
 د اشغلګرو بل نوی اصل دا چه د خلکو د خطا ایستنی د پاره اشغال ته د مرستندویه هیوادو نوم ورکوی، د مستعمری په غلامانو د اوږدو کلونو د پاره د غلامۍ تړونونه لاسلیک کوی لکه کرزی چه نیمه شپه او غنی د خپلی دندی په لمړی ورځ ورسره لاسلیک کړو، د هغه مستعمری په اړه وایی چه دا زمونږ ایتلافی هیواد دی یو بل سره په ستونزو کی لاس اړونه لرو، اومه مواد یی باید د بادارانو هیوادو او د بادارانو پاخه تولیدات لکه ماشینونه، وسلی، تجارتی او نوره  تکنالوژی مستعمری هیواد ته وارد او صادر کړی، د هغه هیواد د زمکی لاندی او باندی زیرمی د هماغو غلامانو په مټ لوټ او هم د نشه توکو د تولید د پاره وکاروی، زامن لوڼه به یی د عیاشیو له امله د هماغو بادارانو هیوادو کی سرمایه ګذاری او د مستعمری  مظلوم به لا نور مظلوم او کچکول په غاړه وی.
د اوسنی استعمار بله مجربه استعماری نسخه دا چه غلامان خپلو کی له نزدی والی څخه د مخنیوی دپاره د ازاد بازار په اقتصادی منفی رقابتو، کرکو او دشمنیو ته ننباسی او تر اخره یی په هماغو دشمنیو کی فعاله، سرګردانه او ویشل شوی ساتی. پرون روسانو خپل غلامان دخلق او پرچم  ګوندو په ویشلو او د شمنیو کی جلا ساتلی وو په دی خیال چه زمونږ هیواد به هم د شوروی اتحاد په ( سیتانو ) کی ننباسی. خو استعماری دا خصلت یو ډول سطرنج او قیمار دی که سم ونه کارول شی پس لګد یا بی خلطی فیر هم کوی یعنی روسانو ته دخلق او پرچم ویشل د مجاهدینو تر مقاومت زیات تاوان وکړو یعنی د روسانو په ماتولو کی د مجاهدینو تر مقاومت د خلق او پرچم ترمنځ دشمنیو ډير رول ولوبولو، امریکا له ورته استعماری فارمول څخه په کار اخستنه به امریکا هم د شوروی اتحاد  د برخه لیک سره مخ کړی
 امریکایی اشغال له شوروی اشغال بدتره خپله فاسده، ناوړه او غلامه اداره له اوله له غوښه او چاړه اخونیانو، کمونستانو، نشنلستانو جوړه کړه او زیات باور یی د کرزی او غنی په شان سکولریستانو وکړو، یعنی د غلامی اداری مشران یی کړل، بیا یی دا خس او خاشاک ډلی په مادی رقابتو کی بیلونران او تر اخری کچو دشمنیو او کرکو ته ټیل وهل، که امریکایان نه وی طالبانو ته یی د محوه کولو دپاره اړه نشته هره ډله د اشغلګرو په هیوادو او سفارتو کی مداحی او چاپلوسی کوی، که امریکایان نه وی د دوستم او تهاڼي په شان ( چه په نجیب یی کودتا ګانی کولی) په غنی او کرزی به هم کودتا ګانی کیدلی عطا نور هم دا خبره  وکړه چه که امریکایان نه وی ارګ ته په څو ساعتو کی سقوط ورکوم.
هغه منزل چه روسانو په یوه لسیزه کی وهلی امریکایانو په څه کم دوله لسیزو کی ووهلو د کرزی په لمړی دوره کی دومره ستونزی نه وی دوی د طالبانو د محوه کولو او یا مهارولو هیلی لرلی، مګر د کرزی په دوهمه دوره کی ناهیلی او د غنی په دوره کی د نوو عسکرو په لیږلو او وحشت زیاتولو لا نور ناهیلی او دی نتیجی ته ورسیدل چه د طالبانو سره که خبری کول سکروټی هم وی ویی منلی خو په دی شرط چه له اخری او علنی ماتی دمخه طالبان ورسره کومه د اوړو پوزه ومنی او دوی د ډير شرم په ځای د لږ شرم سره خپلو هیوادو ته ستانه شی که پدی کی هم ناهیلی پاتی شول اخری ابشن یی د روسانو له وتلو وروسته په شان د خپلمنځی جنګو رامنځته کول دی، اوس په هغه مرحله کی دی چه که طالبان  یعنی په اتلس کلو جن له کرزی وروسته چه امریکایانو خپله ناکامی احساس کړه که طالبان ورته روغی جوړه کی د وړو پوزه په مخ کینږدی د اشغلګرو اخری ابشن لکه د روسانو له وتلو وروسته خپل منځی جنګونه به رامنځټه کړی.
د همدی د پاره یی مخکی له مخکی ارګ کی د معمول خلاف دوه دشمنان په یوه پالنګ په عین پیاوړتیا مخ په مخ د یو بل وینو ته تږی کینول که د امریکایانو نه وی ارګ به په کنډواله او دوی به په وینو کی لت پت پراته وی. بیسواده قاتل او وحشی دوستم یی تر اخری کچی عقده مند کړو، نزدی وو چه د نجیب په شان په غنی هم کودتا وکړی، عطا، ګلبدین، سیاف، ربانی او داسی نور لوی او واړه لیوان یی هم د خپل منځي جنګو د پاره اماده کړی هر یوه ته ویل کیږی چه ته قهرمان او مونږ دی ملګری یو  تاسی ته به هم د ریاست چانس درکوو خو د مناسب وخت په انتظار یو، له  اربکی او داعشی ملیشی  یی  په بلیک واټر کی مدغم کړی د شمال قومانده به دوستم او ملګرو او دجنوب قومانده به ګلبدین او ملګرو سره وی.
 لمړی پلان ی د طالبانو سره جنګول ، که طالبانو بیا هم بریا ترلاسه کړه نو اخری ابشن به یی خپلمنځی جنګونه له ارګه پیل او بلاخره به یی په سمتی، ګوندی او ژبنی خونړی جنګو بدل کړی د اشغلګرو په نه شتون کی به جهادی روحیه په قومی کرکو بدله چه له مخی به یی طالبانو کی هم دغه تفرقی سرایت وکړی، مګر څرنګه چه طالبان د لمړی خپل منځی جنګو د مهارولو پوره تجربه لری دا ځل خو به یی انشالله تر مخکی ځل  ښه او ژر مهار کړی په دی واسطه به مونږ یو ځل بیا د اسلامی امارت د قیادت لاندی د خپلواکی او الهی نظام له لویو نعمتو برخه مند شو.
 ومن الله التوفیق

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind