08.02.2019 (19.11.1397)
دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو

الحاج استاذ بیانزی
پنځمه برخه
بسم الله الرحمن الرحیم 
 
۵ــــ ملی وحدت
د یو هیواد حکومت  باید ترحکومت جوړیدو دمخه ملی وحدت ولری چه له امله یی یو ریس ټاکنه دا په ډاګه کوی چه هغه هیواد د ملی وحدت په نتیجه کی دوه نه یو جمهور ریس لری که دوه جمهور ریسان پکی ټاکل کیږی هغه بیا د یوه هیواد په ځآی دوه جلا هیوادونه دی ملی وحدت ورته نه ویل کیږی که هغه حکومت کی جلا جلا بیرغونه، جلا جلا اصول او جلا جلا ریسان شتون ولری هغوی ته ملوک الطوایفی وایی. مونږ اشغال شوی  هوا مو د اشغلګرو په الوتکو او زمکه مو د هغوی په ټاڼکو پوښل شوی، ( د غلامی اداری چارواکی پکی خیالی خپلواکی لمانځی ) د حیرانتیا خبره دا چه مونږ پکی ټاکنی کوو بلواک هیواد ته ځپلواک هیواد نه ویل کیږی ټاکنی باید خپلواکو هیوادو کی ترسره شی غلامو هیوادو که غلامانو ته دستور، قومانده او پرله پسی فرمانونه صادریږی هغه کوی او هغه وایی چه ورته ویل شوی وی.
 
ټاکنی د دجالی دموکراسی یو استعماری فارمول چه له امله یی د ټول مظلوم بشریت سیاسی قدرت ترلاسه کړی او ترلاسه کوی. په هرصورت ټولو هیوادو کی چه شفافی ټاکنی ترسره شی اخره کی یو ګټونکی او بل بایلونکی وی بایلونکی ګټونکی ته د هغه د بریا مبارکی وایی ( امریکا ) کی ټرمپ ګټونکی او هیلری کلینټن بایلونکی شوه سره د دی چه هیلری کلینټن دعوی لرله چه روسانو د ترمپ سره په ټاکنو کی لاس اړونه لرلی ده مګر د دی په ځای چه هیلری کلنتن او ترمپ دواړه ګټونکی اعلان شی هیلری کلینټن ورته مبارکی وویله او ترمپ یوآځنی ګټونکی وپیژندل شو. درغلیی د دموکراسی په فطرت کی نغښتل شو یعنی که درغلی پکی نه وی هغه به دموکراتیکی ټاکنی نه وی. له بده مرغه زمونږ د غلامانو د دموکراتیکو ټاکنو په نتیجه کی زمونږ د غلامانو د توهینولو او غلام ښودلو د پاره ع او غ دواړه لکه دوه میرمنی د ارګ په پالنګ کینول شوی.  بیا هم ورته  د ملی وحشت په ځای د ملی وحدت حکومت نوم واخلو؟
  غلامان لکه د لیونیانو په شان د شاهدی ورکولو حق نه لری، هغه کوی او هغه وایی چه ورته ویل کیږی، که نه بیا خو باید ورته خپلواک وویل شی په اشغال شوو هیوادو کی ټاکنی د هیوادوالو او نړیوالو د خطاایستنی د پاره دی، اشغلګر هڅی لری چه ځانونه د اشغلګرو په ځآی د مرستندویه هیوادو په نوم وپیژنی وایی ( مونږ د موجوده حکومت سره د لاس اړونی  تړون لرو) لکه روسانو چه ویل مونږ د امین په ټړون افغانستان ته راغلی یو، خو اولنی دنده یی د هماغه چا سره چه تړون یی ورسره لاسلیک کړی وو چه له امینه به ملاتړکوی هغه د ټولی کورنۍ سره ووژلو. اشغلګر تل د غلام په یو بل ډارولو ټول غلامان په اطاعت او پوره  وفاداری کی ساتی. مګر دغه ( پس لګد ) یا ( چا پپو خپله پپو ) هم رامنځته کوی لکه روسانو چه د خلق او پرچم په ویشلو افغانستان خپلواکی تر لاسه کړه او ټولی نوری مستعمری یی هم له لاسه ورکړی ان تر دی چه نوم او نښان یی هم بدل شو.
د پنځمی برخی پای
نور بیا .......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind