02.02.2019 (13.11.1397)

دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو

الحاج استاذ بیانزی
څلورمه برخه
بسم الله الرحمن الرحیم
۴ـــ انتخابات
دا چه دموکراسی د اسلام سره په مخالف قطب کی قرار لری نو انتخابات یی په مخالف قطب کی قرار لری دموکراسی کی د نوماندانو د پاره صرف د دی اړه ده چه د ځآن په شان د خلکو لس زره تذکری ولری یعنی هغه نوماندانو ته اړه ده چه له ټاکنو د مخه ټاکنی تر سره او یو شمیر تذکری په بیه او نورو وسیلو ترلاسه کړی چه د نوماندی دغه شرط یی پوره کړی وی، د ټاکنو کمیسیون ته یو میلون یا زیاتی افغانی ورکړی. یعنی غریب که  اهلیت هم لری ځان نه شی نومولی یعنی سرمایداران باید حکومتی پوستونه ترلاسه کړی مهمه نه ده چه څومره مسلکی پوهه او تقوی لری او دی ته ورته ابلهانه شرایط په نظر کی نیول شوی. هر رای ورکونکی د یوی رایو ورکولو حق لری مهمه نه دی چه هغه عالم او که هغه وحشی وی رایوی یی سره مساوی وزن لری او چا چه ډیری روپی ورکړی رایه یی د هغو ده فقر او بی سوادی کی خلک قضاوت نه شی کولی
  اسلام کی د ټاکنو، د ټاکنو د کمیسیون مامورینو، مستخدمینو، د ټاکنو د صندوقو، ځای، وخت، شرایط ، رایو ورکونکو او رایو اخستونکو د پاره منظمی لایحی، اصول او مقررات شتون لری تفصیل به یی بلی لیکنی ته اړه ولری لږ څه به یی په اړه دلته هم ولیکم، یعنی اسلام کی د معیاری یا مجتهدو علماوو شوری د نوماندانو، رای ورکونکو، ټاکنو، او د ټاکنو د کمیسیون، ځای وخت او ټولو شرایطو د پاره لایحی او ضوابط لری، نوماندان اړه نه لری چه له ټاکنو دمخه یو شمیر تذکری ( هره روا او ناروا حیلو او وسیلو چه وی ) ترلاسه او یا یو میلون افغانی یا ډالر چاته ورکړی.د ټولو چارو د پاره یی معیاری لایحی او د اجتهادی علماوو له خوا نوماندان له نومولو د مخه  ارزول کیږی
 په اشغال شوی هیواد کی دموکراتیکی نوماندان له مجرمینو، غاصبینو، قاچاقبرو، مفسدینو، غلامانو، جاسوسانو او پلورل شوو څخه چه د اشغلګرو سره پخی اړیکی ولری نومول کیږی، ټاکنی په دموکراتیکو اصولو، دموکراتیکو ناظرینو او دموکراتیکو بودیجو مخی ته وړل کیږی، په غلو باندی چه د مافیاوی کړیو سره پخی اړیکی لری او د هغوی له خوا مقرر شوی  د رایو د صندوقو څارنه او ساتنه کوی، حیرانتیا او په دی مظلوم اولس توهین دی
زمونږ هیواد اشغال شوی هیواد کی ( چه ټاکنی پکی هیڅ مفهوم نه لری )  ټاکنی پکی مظلوم اولس ته بل سرباری توهین دی. له بلی خوا طالب مجاهدین د هیواد اویا سلنه خاوره لاندی کړی او سپین بیرغونه پکی رپیږی موازی او د عدل حکومت لری الهی نظام پکی چلیږی د هغو سیمو  خلک ته د رایو صندقو ته نه ځی او نه یی پریښودل کیږی، شل سلنه خاوره باندی نسبی تسلط لری خلک یی له ویری د رایو ورکولو صندوقو ته جرات نه لری چه ولاړ شی، پاتی لس سلنه خاوره چه د تانکو او الوتکو د تسلط لاندی هغوی هم ویشل شوی او تر نیمایی ډیر یی نه په اشغال خوشاله او هم له غلامی اداری کرکه لری او ځينی یی د بیشمیره نورو ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی نه غواړی چه غلامانو د رایو صندوقو ته د رایو ورکولو د پاره ولاړ شی مګر هغوی ځي چه خپلی رایوی په لوړو بیو په چا وپلوری‎‎‎
 نو اصلی او ټول رایوی ورکونکی به تر پنځه سلنه یا تر نیم میلون هم ښکته وی، دغه وخت دی چه غلامه اداره د هیوادوالو او نړیوالو له ډاره او شرم د رایو ورکونکو شمیر تر ۷ یا ۸ میلونو ته رسوی او رای ورکونکی تر ۱/۲ میلون هم نه رسیږی. نو جعل کارو ته د جعلی رایو ډکو صندوقو د راوړلو او بدلولو ښه چانس او مناسب وخت دی چه سل کسه ورپسی نه وی هغوی د میلونو رایو په خپلولو ګټونکی اعلان شی د سلو کسانو باډی ګاردانو وکیل د میلونو هیوادوالو د نمایندګی دعوی لری د رایوو تش اصلی صندقونه د رایو په ډک جعلی صندوقو بدلوی اشغلګر ورسره لاس اړونه لری د ټاکنو په اخره کی پنځه لکه رایوی اوو میلونو ته ورسیږی، کوم غلامان چه نظر کی نیول شوی هغه ریس او یا وکیل جوړیږی، نیکټایی ورته په غاړه او مرمی ضد ګاړو کی د فساد او غصبولو کړنی شروع کړی، د څو سوو رایوو وکیل د هیواد د ۴۰ میلونو خلکو نمایندګی کوی؟
د څلورمی برخی پای
نور بیا.......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind