01.02.2019 (12.11.1397)
دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو

الحاج استاذ بیانزی
دریمه برخه
بسم الله الرحمن الرحیم
 ۳ــ حکومت 
   
د دولت اجرایی قوی ته حکومت ویل کیږی مګر په عامه اصطلاح کی خلک د دولت او حکومت ترمنځ په توپیر قایل نه دی خپلواکو هیوادو کی حکومتونه د خلکو له خوا د خلکو د خدمت د پاره کارکوی یعنی دخلکو خدمتګار دی، خلکو ته کار کوی په کفری هیوادو کی خو حکومتونه د شیطانی دموکراسی او کاپیتالیزم په بنیاد مګر له بده مرغه په اسلامی هیوادو کی هم الهی نظام نه ترسترګو کیږی څه اسلامی او څه دموکراتیک  په دیرو اسلامی هیوادو کی خو تر لویدیز هیوادو زیات دموکراتیک ځلیږی ، تر دی کچی د د دموکراسی د پاره تبلیغات شوی چه زمونږ ډیر اسلامی علما هم وایی چه اسلامی کی هم دموکراسی شته، خینی وایی چه اسلام او دموکراسی سره توپیر نه لری ځينی بیا وایی چه اسلام د دموکراسی سره ټکر نه لری
  نن صبا په اسلامی هیوادو کی  چه کمونستی او کاپیتالستی دموکراتیک حکومتونه رامنځته شوی وو نومونه یی د مسلمانانو د خطاایستنی د پاره [ اسلامی جمهوریت او اسلام جمهوریت ] ایښی، لکه د پاکستان اسلامی جمهوریت او د افغانستان اسلامی جمهوریت، او داسی نور، له اسلامی امارت غیره اسلامی شریعت په یو اسلامی هیواد کی هم نشته. نن صبا د اسلامی نړی ټولو هیوادو حکومتونه په نامه اسلامی مګر په دموکراتیکو اصولو چلیږی یعنی د هیواد نوم یی اسلامی او نس یی نقصانی یعنی د دموکراتانو وی.  هغسی حکومت چه د اسلامی امارت په شان شریعت پکی پلی شوی اوس نشته، ځينو هیوادو لکه سعودی کی چه د مسلمانانو د خطا ایستنی د پاره ځينی جزایی قوانین یی د شریعت له مخی دی او بس
   د حکومت اصلی تشکل او جوړښت دوه برخی لری لمړی برخه یی بدنه یا د هغه هیواد ټول خلک چه حکومت یی د خلکو له خوا جوړ او د خلکو د پاره خدمت کوی او بله برخه یی اساسی قانون چه شریعت هم ورته ویلی شی او دواړو ته خلافت وایی د خلافت توضیح  د پاره بلی لیکنی ته اړه ده. په هر صورت دغه ډول رښتونی حکومت ته رښتونی ملی او اسلامی حکومت وایی ملی یی په دی معنی چه د خلکو له خوا ټاکل شوی او د خلکو د پاره خدمت او اسلامی یی په دی معنی چه په اسلامی قوانینو ورځنی چاری مخی ته بیایی دغه ډول رښتونی حکومت (چه چارواکی یی د تقوی په معیارونو تعین شوی) د هغه ټول ملت یاهیواد نمایندګی کوی
  زمونږ په شان یو شمیر اشغال شوی هیوادونه چه غلامی اداری پکی د اشغلګرو له خوا په زور تپل شوی، مګر اشغلګر هڅه لری چه د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره یی غلامی ادارو ته هم د ملی او اسلامی حکومت القاب وکاروی لکه چه وایی د ( د افغانستان اسلامی جمهوریت ) یا ( د پاکستان اسلامی جمهوریت ) په داسی حال کی د پاکستان او افغانستان د حکومتو په ځای غلامی اداری لری حکومتونه خپلواک او غلامی اداری بلواکی وی اونمایشی دموکراتیک اصول لکه ټاکنی، د بیان ازادی او داسی نور او نور لری یعنی له کاپی څخه اصل جوړوی، دا ډول غلامی اداری د اشغلګرو په ادبیاتو کی حکومتونه مګر د غلامو ادارو حیثیت او ماهیت لری
  دا غلامی اداری د ملت نمایندګی نه شی کولای یعنی غلامه اداری د خلکو ته خدمت نه بلکه خلک هغو غلامو ادارو او بادارانو ته یی خدمت کوی د دی په ځای چه دخلکو د سولی او هوساینی پسی وګرځی، خلکو کی د بی عدالتیو په رامنځته کولو خلک استثمار او غلاموی. اشغلګر د خلکو د کارولو د پاره لمړی د غلامی اداری چارواکی په قراردادو ورکولو بیلونران کوی بی ضمیره، بی هویته او بی حیثیته کوی یی زړونه او مغزونه یی ورله په مادی رقابتو او ایزمی اوبو پریمنځي، له هغه وروسته  یی مجبوروی چه د مظلوم اولس څخه د کارولو دپاره یی تر اخری کچی فقر او بی سوادیو سره مخ او په هغه او دغه یی هر څه لوټ کړی، بی له دی چه عسکری کی استخدام شی د بقا د پاره نوری لیاری نه لری نو په کمو معاشو یی د عسکری، پولیسو او ملیشو د پاره په کمو معاشو استخداموی
 ځینی یی د بیلونرانو د کورونو، لیارو او دفترو څارنه او ساتنه او لا د هغوی بزنسونه او فابریکو چاری مخو ته وړی او یا د هغوی د کورو  پاک کاری او پخلی کوی. په دی ډول زمونږ اولسونه کاروی، استثماروی او غلامی کی یی ساتی، مګر هغو هیوادو کی چه دغه استثمارګر یی د خپلو هیوادو دعوی لری، هلته هم حکومتونه د همدغو اشغلګرو سره یعنی حکومتونه یی خپلواک دی، دموکراتیک خپلواک حکومته یی د بلواکو مستعمرود دموکراتیکو حکومتو سره توپیر لری هلته دموکراسی او دلته دموکراسی نمایی وی اصل او تصویر حیثیت لری
 مونږ  په دی اړه  بحث نه لرو چه دموکراسی ښه او که بده مګرد اشغلګرو د خپلو هیوادو په خپلواکو حکومتو کی ګډوډی نه بریښی خلک قانونی استثماریږی خلک جبرا او داوطلبانه استثمارګرو ته د هغوی استثماری برخه ورکوی د عوامو د ژوند کچه هم  لږ غوندی پورته، متمدنه او خلک یی زمونږ د خلکو پرتله خوشاله او راضی شکاری او هیوادونه یی څه ناڅه پرمختللی او متمدن ښکاری مګر په اشغال شوو هیوادو کی د هماغه دموکراسی، د هماغه دموکراتیکو قوانینو او حکومتی تشکل یادونه کیږی مګر نه تطبیقیږی نه. تصویر د اصل سره توپیر لری. هلته خپلواکی او دلته بلواکی اداری شتون لری دلته قانونی نه د ( زر، زور او تزویر ) په مټ خلک د غلامی اداری په مټ استثماروی. دغه ډول غلامو ادارو ته حکومت ویل حماقت محض، جهالت او د خلکو خطا ایستل دی او دهغو مظلومو اولسون څو ځلی توهین دی
د دریمی برخی پای
نور بیا .....

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind