26.01.2019 (06.11.1397)

دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو 
الحاج استاذ بیانزی
­­
دوهمه  برخه
بسم الله الرحمن الرحیم 
 
هغه اصطلاحات په لاندی ډول دی:
 ­ ۱-دموکراسی
 دموکراسی یعنی دجالی دین او نظام چه د الهی نظام په مخالف اړخ کی قرار لری یعنی روا او ناروا یی د دجالی او الهی جنتو او دوزخو په شان د الهی نظام سرچپه او مخالف اړخ کی قرار لری، دموکراسی لوی بحث دی کتابونه او کتابخانی پری ډکی شوی دلته یی په ساده او عمده ډول تشریح کوو.
دموکراتان او سکولریستان قلابی دموکراسی [ د خلکو حکومت، د خلکو له خوا د خلکو دپاره ] تعریفوی کشکی په همدغه تعریف کی هم دوی رښتونی وی، یعنی په رښتیا هم کشکی دموکراسی [د خلکو حکومت د خلکو له خوا د خلکو د خدمت د پاره ] وی، برخلاف اصلی دموکراسی کی (( حکومت د استثمارګرو له خوا د بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره )) دی ، مظلوم بشریت تیرباسی. په هغو هیوادو کی چه دوی یی د خپلو هیوادو دعوی لری د هماغو خپلو هیوادو مظلوم اکثریت قانونی استثماروی او بارنی هیوادونه د ( زر، زور او زیور ) په مټ استثماروی،  د نړیوال حکومت تاسیسول یا نړیواله شاهنشاهی هدف د همدی د پاره دی چه ټول نړیوال مظلوم بشریت قانونی استثمار کړی، ګټه یی ډيره او مرمی یی کمی مصرف شی.
 حکومت باید د خلکو به د خلکو خدمت کوی نه دا چه خلک به د حکومتی چارواکو خدمت کوی او د هغوی له خوا به استثمار او غلامی به کوی، بیکاری، فقر او بی سوادی به وی. رښتونی حکومت یعنی د الهی نظام  د الهی اصولو په واسطه د الهی عدالت قایمول دی چه په واسطه امن، سوله او هوساینه تضمین او رامنځته کیږی. برخلاف که د اصولو جوړول  انسانانو ته وسپارل شی، هغوی به د خپل فطری حرص له امله هغه اصول په خپله ګټه د نورو د استثمارولو د پاره جوړ او وکاروی، د قوانینو له امله به بی عدالتی رامنځته او مظلوم بشریت به پرله پسی قانونی استثماروی استثمارول او غلامول به عام او قانونی بڼه غوره کړی او  انسانان دومره پوهه له کومه کړی  چه دالهی اصولو په شان اصول جوړ کړی چه د استثمارولو او غلامولو مخه ونیسی.
 د دموکراسی علمبرداران په هغو هیوادو کی چه دوی یی دعوی لری خپل عوام د خود ساخته استثماری قوانینو په زور یعنی مظلوم اولس قانونی استثماروی یعنی خلک یی د قانونی مجبور کړی چه د خپلو مټو په مټ د جوړی شوی سرمایی زیاته برخه حکومتی حریصو مقاماتو ته قانونی او معینه وخت کی مفت وسپاری د ځنډ او انکار په صورت کی ورته قانونی جریمی حتی زندانو ته لیږل کیږی او پاتی مالیه به د ملا ماتونکی جرم او سود سره پری کوی
 ۲- سکولریزم
 دا اصطلاح د هغه حکومتی جوړښت د پاره جوړه شوی چه ادیان باید  حکومت کی ونډه ونه لری، له ادیانو یی اصلی هدف اسلام یا الهی نظام دی، عیسویت او یهودیت خو له اوله هم له توحیدی معیارو سربیره منحیث نظام څه ځکه نه لرل چه د خلکو شمیر او راکړه ورکړه کمه وه د نو حکومتی اصولو او حکومتی جوړښت، زور او فشار او یا نظام ته اړه نه وه چه د یوه او بل د استثمارولو مخه یی نیولی وی، د اسلام د نزول سره د خلکو نفوس زیات شوی او تفکر یی هم ډیره وده کړی وه یعنی د تولید وسایل مخ په جوړیدو او زیاتیدوو چه له امله یی تولیداتو کمیت زیات او کیفیت هم ښه شوی وو او مخ به زیاتیدو او ښه کیدو وو چه له امله یی د خلکو تر منځ راکړه ورکړه زیاته شوی او مخ په زیاتیدو وه د راکړو ورکړو په تعاملاتو کی یو منظم پیاوړی الهی نظام او الهی اصولو ته اړه وه چه د  حریصو انسانانو د بی عدالتیو مخه یی نیولی وی، الله ج د انسانانو سره د نصرت د پاره د اسلام سپیڅی دین د الهی نظام سره ضمیمه  زمونږ د دی دوری انسانانو ته ډالۍ یا هدیه کړو چه  د الهی عدالت په قایمولو یی د استثمار او غلامۍ مخه ونیوله
 د عدالت قایمولو سره  د حریصو یهودانو د استثمارولو بزنس په ټپه ودرید د اسلام سپیڅلی دین او الهی نظام  په ضد یی له هر دول حیلو او حربو کاراخست، له کاذب پیغمبرانو نیولی تر قومی فتنو او د قران او حدیث د تحریفو وسی او هڅی یی پرله پسی جاری وساتلی شیعه سنی، خوارجو، قادیانیانو، بهایانو، صوفیانو او داسی نوری فتنی یی وزیږولی مسلمانانو ته یی ډیر تاوانونه واړول مګر د پام وړ ګټه یی یهودانو ته ونه کړه اسلام په یوه یا دوه پیړیو کی ختیز او لویدیز ته ورسید اونړیوال دین شو او دنړیوال الهی نظام قایمولو د پاره یی هلی ځلی چه د سپیڅلی اسلام  اساسی او عمده هدف دی جاری ساتلی  تر دی چه هسبانیا باندی یی اته سوه کاله تسلط درلود او شرعی نظام یی پری پلی کړی وو
 حریصو یهودانو او صلبیانو د مسلمانانو هغه پرله پسی بریاوی، تیز پرمختګ او د الهی عدالت قایمولو موثریت چه د دوی د استثمار مخه یی نیولی وه او نیوله نه شو زغملای نوله ډیرو، ناستو ، فکرونو او سوچونو ته ورسیدل چه د الهی نظام په ضد د پلیتی دموکراسی نظام ابتکار وکړی او د دموکراسی په مټ یی د دجالی نظام بنیاد کیښود. له هغه وروسته یی  د مسلمانانو د خپلمنځی جنګو او نفاق د پاره هر اړخیوی هڅی پيل کړی چه د مسلمانانو دننه ځينی بی ضمیره او په بیه رانیسی او د مسلمانانو د ویشلو او ځبلو د پاره یی وکاروی، له هغه وروسته یی د دموکراسی له سیوری لاندی متعدد ایزمونه وزیږول، د دغه پلیتی دموکراسی په کارولو یی دمسلمانانو مخه ډب او د وی پرمختګ وکړو
 تر دی چه د مظلوم بشریت د قانونی استمثارولو د پاره یی د  نړیوال حکومت د تاسیسولو یا نړیوالی شاهنشاهی ترلاسه کولو په فکرکی شول.  دموکراسی یی نړیوال دین او نظام جوړ کړو، جلا جلا ایزمونه لکه کمونیزم، کاپیتالیزم، نشنلیزم، سکولریزم لیبرالیزم او داسی نور د جلا جلا اهدافو د پاره وزیږولو، د دی به څنګ کی د ماسونیزم په نوم نړیوال او دنړیوال پایتخت ( اسراییلو ) د پاره یی د صهیونیزم  په نوم ګوندونه جوړ کړو د هغو ګوندونو په ابتکار د نظم نوین جهانی ( مرکزی شوری یا هستی) سرعت او کیفیت لا تیز او ښه کړو، د الهی نظام دمخنیوی د پاره یی د سکولریزم  په نوم حکومتی جوړښت ته شهرت ورکړو چه ادیان باید له سیاست جلا او خپلو عبادت خانو پوری وتړل شی.
 په دموکراسی کی (ټآکنی) یعنی د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو، د بیان بی بندو باره (ازادی) او دجالی( میدیا) او داسی نور و یی چه په ښکاره خلکو ته ښکلی او دمنلو وړ او د استثماری نظام د پیاوړتیا او لیوالتیا دپاره یی ښه موثریت درلود رامنځته کړو چه په مټ یی ټول ادیان ( په ځانګړی دول اسلام ) له سیاست او حکومت لیری کړل  نورو ادیانو خو بی له هغی هم اساسی نظام نه درلود، د سکولریستانو اصلی هدف له حکومت او سیاسته د الهی نظام ( اسلام ) لیری کول وو
د دوهمی برخی پای

نور بیا......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Samstag, 26. Januar 2019 14:25)

    ښاغلی بیانزی صاحب، سلامونه درته تقدیم دي. پسله سلامه ډیموکراسي که دجالي وي او که غیر دجالي د ولسواکي تصور پکښي موجود وي. کله چي په افغانستان کي د ډیموکراسي د پلي کیدلو خبري کیږي نو یو شمیر په اسلام کي پوهه لرونکي خلګ د هغه په مقابل کي د اسلام مقایسه راواخلي او دا استدلال کوي چي اسلامي نظام ترې ښه دئ. بیله شکه چي د الهي نظام بدیل بنده نه سي وړاندي کولای، خو زموږ زړه درد پر دې ځای کوي چي دا د اسلام پوهان ډیکټاټوري ولي د اسلام سره په مقایسه کي نه راولی تر ننه پوري یې ډیکټاټوري نظام دجالي نه دی بللئ. د طالبانو واک ته رسیدلو سره سم ملایان په میخانیکي لیسه کي سره راټول سول او ملا محمد عمر مجاهد یې د ټول افغانستان امیر المومنین اعلان کړ او بیا لکه موږکان په غارو ننوتل. ملاعمر پرسر څوک نه وو چي دده احکام او کړني یې د اسلامي شریعت په رڼا کي ارزولای. ددې متاخرینو څخه خو ګیله باید ډیره ونه سي چي متاخرین دي. کله چي ښاغلی امیر معاویه په خپل ژوند د خپل زوی لپاره بیعتونه ټولول، هم د یو څو با احساسه اصحابو رض پرته څوک ورته ونه دریدی. ورورکه! موږ ډیموکراسي د ډیکټاټوري په مقابل کي خوښه کړې ده د اسلام په مقابل کي نه. د الهي نظام په وړاندي هر مسلمان په فردي توګه مکلف دئ او ټوله په جمعي توګه نو که په هیواد کي ډیموکراسي پلي سي نو طبعي خبره ده چي د اسلامي شریعت نفاذ ته به لاره هواریږي. دا چي هر چا درته ویلي دي چي اسلام او ډیموکرسي یو د بل متضاد دي غلط یې درته ویلي دي. لطفاً د اسلام په هکله خپل معلومات بشپړ کړه بیا دومره طویلي لیکني وکړه. مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind