01.02.2019 (12.11.1397)
دمنطقي نوي اقتصادي اوپوځي انډول دافغانستان سیاسي رژیم ته تغیر ورکوي
سید عبدالقادر

لومړی برخه :
دصلح په راتګ سره به یوشمیر څه دلاسه ورکوي اویوشمیر به يی لاسته راوړي ،نودولس برخه لیک به څه وي؟
ودې سوال ته جواب ورکول څه ناڅه مشکل ښکاري،داځکه لاتر اوسه کوم سیاسي ګوند په دې باندي نه دي توانیدلی چه لږ ترلږه دولس استازی توب وکړي ،په ولس اونړیوالو یی ځان پیژندلی وي او دسیاست اوسني ډګرته راوډانګي
۰ځکه نو ولس ځان یوازي ویني چه اساسي مشکل هم دادي ۰
یوشمیر متعهد روشنفکران هم په قطر کي دصلح داحتمالي راتلو دپریکړو په اړوند داسي تشویشونه کوي ،چه داځل به افغان برخه لیک وچاته سپارل کیږي ؟ دولس تشویش پرځای ولي دیوشمیر روشنفکرانو ددې تشویش نه جنګ سالاران اودملي شتمنیو غله هم بده استفاده کوي ،اوپه تبلیغاتو کي دهغوي سره ځانونه شریک بولي،چه دانو بیا دصلح وپروسې ته لویه ضربه ورکوي۰
دافغانستا ن ټول ولس بیله تنظیمي غلو(چه هغوي بل هدف لري) داحق لري چه ووایی دصلح په داپروسه کي باید دافغان ولس ږغ واوریدل سي،چه خداي مکړه چه بیا افغانستان دبل جنګ میدان نه سي۰
سوال دادي چه څه باید وسي؟
زما په اند اوس هم لا ډیر وخت سته چه یوشمیر بیده روشنفکران راکښیني او دویښو روشنفکرانو سره داحتمالي صلح په اړوند داسي یو میکا نیزم جوړ کړي چه دملي ګټو ښکارندويه واوسي،په دې اړوند دنظر مخکني هر لیریوالی باید یوه طرف ته پریږدي اوخپل وړاندیز دي دامنیت تر شورا اودجنګ دواړو اړخو پوري ورسوي ،ډیرکسان داوړاندیز غیري عملي بولي ،ځکه جرآت اوانرژی یی په ځان کي نه وینی،که داسي کار ونکړي نوبیا دي دشکایت حق هم ځان ته نه ورکوی،چه څوک حاکمیت باندی کوي،ځکه نو داسیاست دولس په ګټه نه دي چه یوازي دپېښو تماشا وکړو اوبیا پرهغه باندي نظرونه ورکړو اوشکایتونه شروع کړو
۰
یوشمیر روشنفکران په دې اند دي چه دصلح اوسنی پروسه افغان ولس ته یوه بله لومه بولي، ولي نظر نه ورکوي ،تنظیمي غلو ته به داصدق وکړی چه هغوی به څه ناڅه دسیاسي صحنی نه ووزي،ولی دابه هم راتلونکي وخت وښيی۰
دمنطقې اونړیوال اوسني سیاسي،اقتصادي اوپوځي حالت دیوې نیمی لسیزي وړاندي په څیر نه دي ، لکه چه و روسیی ته کرزي دلومړي سفر په پایله کي دژورنالیستانو دیوه سوال په جواب کی وویل چه موږ وهیچ چاته ضرورت نه لرو چه (مقصد یی روسیه وه ) اوزیاته یی کړل چه زموږ وشاته داسی یوزبر ځواک ولاړ دي لکه امریکا۰ څو کاله وروسته یی بیا دروسیی په وړاندی بل سیاست کاوه چه اوس مهال هم دافغانستان صلح دروسیی سره په هم ږغي کي ویني ۰ ځکه نو اوس مهال هم نسي کیدلای هغه څه چه امریکا اومتحدین یی وغواړي هغه سي اجندا عملی کړي،او یا دی پاکستان ددونیمولسیزو دوخت په څیر افغانستان بیا دآي اس آی تر ولکې لاندي راولي ۰ دمقاومت په ورستیوڅوکلونو کی معلومه سول چه دپاکستان ترڅنګ روسیی ، ایران اوچین هم خپلی اړیکي دمقاومت سره یو ځای کړی وي .نوداټول خپل حق په راتلونکي لنډ مهاله اداره کي غواړي،نوویلایسو چه نه طالب هغه پخواني طالب دي اونه هم هغسی حاکمیت رازي۰
داهم لازمه ده چه ووایو هغه افغانان چه د امریکایی اشغال وپاي ته درسیدو نه تشویش لري ، ودې سوال ته هم باید جواب ووایی اوواقعیت ته سر ټیت کړي چه ،ایا دامریکا او دکرز ي په راتګ سره افغان ملی شتمني څونه چور سوي، څوملیونه افغانان معتاد سوي ،په لکونو بیګناه افغان (ملکي اوپوځي )شهیدان سوي، اودبله طرفه وحشی تنظیمي غله دلویو پانګو څښتنان سوي دي ،که یی مخه ونه نیول سي یعني که صلح رانسي ،داپروسه به په چټکي سره نوره هم وړاندي ولاړه سي ۰
ایا تاسو پوهیږي چه دافغان فرهنګ پرضد څونه کړنی ترسره سوي اوادامه لري ،چه ددې جنایت په پایله کی دنوی نسل لویه برخه عملآ دګمراهي پرلار باندي سوق سوي ده؟
چه داټوله دجمعی رسنیو دلاري لیدل کیږي،ولي متآسفانه په وړاندي یی ټول چپ دي
۰ایا ددې ضربې تلافی کول ساده ښکاري،نه خیر ډیره مشکله اوډیر وخت غواړي۰ولی بیا هم یوشمیر بیله وړاندیز ه ددې اشغالي حاکمیت ادامه غواړي،اوپه ټولټاکونو کي غواړي دتیرپه څیر ګډون وکړي ،اوولس هم په دا کړونو باندي وغولوي۰
نوربیا.......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind