08.09.2016 (18.06.1395) 

دشهیدانو هفته که سیاسی تجارت؟
انجنیر سید عبدالقادر

دناټو لاسپوڅي لنډغر او په کابل کي داحمدشاه مسعود،دیادونو ترڅنګ د بچه سقاو،ضیا الحق، لارنس، میکناټن اویلسن یادونه هم مخ پر تازه کیدو دي :

ترکومه به د کابل جان بې دفاع ولس د ناټو دلنډ ه غرو«شورای نظار» د شهیدانو دهفتې ترنامه لاندی په یوه اوبل ځای کي دشهادت جامونه څکي ، مالونه به یی چورکیږي پر ماشومانو به یی مکتبونه تړلی ،دوکانونه یی قلف ،او سوداګریز ي راکړي ورکړی به بندي او دکابل ښاریان  به هم دعزت اوپت دخوندي ساتلو دپاره ددې اوباشانو دلاسه په داسي حال کی  په کورونو کي  بندی ناست وي ،چه دښار سړکونه په ټانکونو ډک اوامنیتي پولیس دولس پرځاي داوباشانو په خدمت کي وي۰

په دغه ورځو کي دشورای نظار اوباشان حق لري چه په ښار کي داحمدشاه مسعود دعکس سره يوځای پرهرلوري خپلي خرمستي وکړي۰ ددوی دقانون له مخی په دغه ورځوکي دو ي حق لری چه «چور ،چپاول، جنسی تیري »اووژني هم وکړي،دوی دهرجرم په وړاندي دمعافیت کارت لري ،په دې  شرط چه داحمدشاه مسعود عکس اوشورای نظار ټاپه دجرم کولو پر وخت ورسره وي،کنه نو بیا امنیتي پولیس دا کس دتروریست په نامه نیسي۰

په داسي پیچلي سیاسي حالت کي چه امیتی ارګانونه حتا ارګ هم دخپل سیاست له مخي د شورای نظار داوباشانو تر تآثیر لاندي شپې اوورځي تیروی ،نوڅه باید وسي؟

زما په اند : فقط اوفقط دافغان متعهد روشنفکرانو مقاومت او بیله ځنډه د ۲۱ می پیړي ددې تاریخي اسارت دزولنو دماتولو اود اسیر ملت د نجات په اړوند دیوه سالم « بین الافغاني کنفرانس »د لاری نه ترنړیوالو «شورای امنیت »پور ي د افغان ملی ګټو ته د متقابل احترام داواز رسیدل اوغوښتنه ده چه دافغان ملت په اړوند باید دامنیت شورا دملګروملتونو دقبول سوی منشور سره سم چلند وکړي،څومنطقه اونړي هم دافغان ولس دازادۍ ترڅنګ دتروریستي ګواښونو څخه نجات پیداکړي۰

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder