06.07.2018 (15.04.1397)

دترامپ اوپوتین ترمنځ راتلونکي غونډي، داروپا اوامریکا راتلونکواړیکو ته یوه کتنه
انجنیر سید عبدالقادر
 
ترلنډی کتني وړاندي باید وویل سي چه دداسي لیکونو هدف یوازی دانه دي چه موږ دنړیوالو پېښو نه اګاه اومعلومات ترلاسه کړو بلکه اساسی هدف به داوي چه موږڅنګه کولایسو و چه نړیوالو داسي تغیراتو او پېښو څخه په سالمه ګټه اخیستنه سره دولس اووطن اوسنیو ستونځو ته دحل لاره وموندو، او په دې اړوند داسي پېښي باید موږ ودې ته وهڅوي چه یوتربله اندونه شریک اوژرترژره دلاري و موندلو ته عظم اواراده وکړو ،چه دا سي ملي دندي په لومړی قدم کي دژمنو سیاسي ګوندونو اومستقلو روشنفکرانو دي۰
دوې اونئ وړاندي دطالبانو اودولت ترمنځ داوربند په اړوند په لنډه کتنه کي ویل سوي وه چه داروپاداتحادیې اوامریکا ترمنځ په سیاسي اواقتصادي عرصه کي یوشمیر بې اعتمادي دونه زور اخیستي چه کیداسي په نیژدې راتلونکي کي داروپا اتحادیه په مستقله توګه اقتصادي اوپوځي سیاست وړاندي بوزی ،چه دادي دالمان اوفرانسي تر مشري لاندي داروپا یوشمیر هیوادونه په لاندني احتمالي پریکړه باندي وپورتني حالت ته ځان نیژدې کوي۰
دوې لسیزي وړاندي داروپا داتحادیې یوشمیر غړو دالمان اوفرانسي تر لارښووني لاندي غوښتل چه یومستقل پوځي قوت جوړ چه هروخت دهغه نه په مستقله توګه کارواخلي،متآسفانه دالمان اوفرانسي دهغه وخت په تولټاکونو کي (شوریدر اوشیراک) ماته وخوړل اوددوي داپروژه چه ویل کیدله ترډیره ی حتا تشکیل هم جوړکړیوو،دناکامئ سره مخ سول۰ دادي پسله دوولسیزو بیا هم هغه دپوځي تړون پروژه د(المان اوفرانسي) ترمشری لاندي په داسی حال کی مخ ته ځي چه دوې لسیزی وړاندي برتانیا هم دامریکا په څیر دجوړیدو ممانعت کاوه چه داسي پوځی تشکیل باید رامیدان ته نه سي،چه امریکا پکښې شتون ونه لري،ولی اوسمهال دFucs Onlin دروزنامې په حواله بریتانیا هم لاس ورکړي اولازم یی بولي چه دناټودغونډي څخه چه د( جولاي پر ۱۱مه ) باندی دایریږي دهغي نه وړاندي دچټک غبرګون یو پوځی واحد باید تصویب سي، چه دابه وامریکا ته یو غاښ ماتونکي جواب وی ، ځکه اروپا نور ه نسي کولای، او پر ترامپ باندي تکیه کول دامکانه لیري کاردي۰
دا هم باید په پام کي ونیسو چه دنړئ سیاسي اوپوځی تغیراتو نوي ایتلافونه رامنځ ته کړي او دنړئ مخکنی سیاسي معادلاتوته یی دتغیر لاره خلاصه کړي ده ۰ددې ترڅنګ چه د اروپا اتحادیه دنړی دصنعت مرکز بلل کیدایسي ، نورنسي کولای چه دامریکا ترچترلاندي خپل اقتصادی اوپوځي سیاست وړاندي بوزي ،ګرچه دنړیوالو سرچینو له مخي دامریکا ناخالص عاید داروپا تراتحادیې لوړدي او هم غواړی چه دالوړ والي هم دغسي په پوځی زورباندي ثابت وسا تي، ولي په وړاندي یی داروپا اتحادیه نورنسي کولای چه په داسي شیو باندي قانع اودامریکا ترسیاست لاندي خپل پانګوالو ته هم قناعت ور کړي۰
دامریکااوسنئ سیاست داروپا داتحادیې سره نه یوازي ترډیره هم ږغه نه دي بلکه په ډیرو نړیوالو پېښوکي په تقابل کی هم قرار نیولی دي، دبېلګې په توګه:
ـ دایران دهستوي پرګرام دکنترول په اړوند داروپا داتحادیې اوروسیې دبرجام چه مخفف د( برنامه جامع اقدام مشترک ) ترامضاوروسته دترامپ دلوری دهغه نه قبلول چه داروپا داتحادیې اوروسیې دپاره دقبول وړنه بلل کیږي ۰
ـپروارداتو باندي دامریکا دلوري دمالې ډیرول اود اقتصادي ناسیو نالیزم شعار اوهغه ته لاره خلاصول 
ـ داروپایی اتحادیې دماتولو دپاره کوښښ کول لکه داپریل په میاشت کي کوم وخت چه دفرانسې ولسمشر دترامپ سره داقتصادي راکړی ورکړي ملاقت کاوه دواشنګټن پست په حواله دترامپ دلوری ماکرون ته وویل سول ،چه ولي داروپا داتحادیئ څخه نه وزی که داکار تاسو و کړي ستاسو تجارت ته به دامریکا دلوری ډیري اسانتیاوي برابري سي۰
ـ داروپایی اتحادیې نه دبریتانیا دوتلو استقبالول
ـ هم دارنګه په کاناداکي دجون دمیاشتي د(G7) په غونډه کي هغه څه میدان ته سو ل چه هیڅ هیله یی نه کیدله،مثلآ دغوڼډي وروستئ اعلامیه دامریکایی رسنیو په حواله دترامپ دلوري امضا نسول ،ګر چه دکانادا صدراعظم کوښښ کاوه چه په ترامپ باندي هغه امظا کړی ،ترامپ په عصبانیت باندی ولاړسو ، دپطلون دجیب نه شیرني راوایستل اوپرمیز یی واچول، او دالمان صدراعظمي ( میرکل) ته یی وویل ،واخله داستاسو دپاره دي ،بیا ونه وایی چه ما و تاسو شي نه دي درکړي ۰ دکانادا صدراعظم وویل چه دامریکا دلوري دمالیاتو ډیرول یوتوهین دي،چاته به اجازه ورنکړو چه څوک توهین سي، اودالمان صدراعظمی د(G7) غونډه ناارامه اوناکامه وبلل۰
دترامپ اوپوتین ترمنځ دفنلند مرکز هلسینکي کي به دجولاي پر۱۶ مه یوه غونډه ترسره اویو شمیر پریکړي به هم وکړي۰دترامپ دڅرګندونو په حواله دوی به داوکراین،په سوریه کی ددواړو لورو خلع سلا ح کول اودامریکا دتیرو تولټاکونو په اړوند خبري ،اندونه تبادله اوپریکړی وکړی۰
د Welt دورزپاڼي په حواله لیکل سوی دي چه ددواړو رهبرانو څرګندوني به دامریکا رضایت ترلاسه اودشمالی اتلانتیک په شرقي سیمه کي به دناټو په پوځي تمریناتو کي به امریکا سهم نه اخلي ،په جواب کی به روسیه هم دروسیی په غربي سیمو کي پوځی مانوري بندی کړي ،داسي تصمیمونه به دناټو سازمان ضعیفه اواصلي اصول به یی دمشکلاتو سره مخ کړي،ویل کیږي چه دمسکو په تهاجمي کړونو کی به کوم تغیر رامیدان ته نه سي،چه دابه دبالتیک دهیوادونو اوپولند هیواد دپاره ډیره ناراحت کونکي وي ځکه چه هغوي هروخت دروسیی دتهدید خبري کوي۰ داسی هم ویل کیږی چه دواړه لوري شاید توافق ته ورسیږي چه دروسیې په اړوندتحریمونه لیري ،چه په پا یله کی به داروپا لاس هم ازادسي۰
دامریکا واوروسیې دمشرانو دغونډي پایلي به نه یوازي داروپا داتحادیې اوامریکا اقتصادي اوپوځي ملګرتیا به زیانمنه کړي بلکه په نړې او منطقه کي به نوي سیاسي معادلات هم رامنځه کړي،ویلایسو چه داسی حرکتونه اوتغیرات به نړئ ویوه سالم اوجنګ نه لیري سیاسي اواقتصادي حرکت ته وهڅوي۰ تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • razmohammed mohmend (Samstag, 07. Juli 2018 23:04)

    thank you sir; you wrote very
    important information about the current policy of world,
    we hope to stop cold war in the
    poor countries and humans
    fallow relax life and peace come to afghanistan,thanks

  • الحاج استاذ بیانزی (Sonntag, 08. Juli 2018 03:10)

    انجینر صاحب مننه استاسی له لیکنی می ځینی نوی معلومات هم تر لاسه کړوو زه به هم څه ورسره زیات کړم :
    انسانی فطرت کی حرص او اطمنان اخښل شوی چه له امله یی د حق او باطل جګړه د بشری له اوله شروع او تر اخره به دوام لری د وسلو او وسایلو په رامنځته کیدلو یی پلانونه هم وخت ناوخت بدلیږی یعنی هغه چه پخوا ټول اروپایی قومونه او یا لکه د جنګیز په شان مغلی قومونه جلا جلا استعماری قدرتونه وو هغوی به د نورو سیمی یا هیوادونه نیول او او هر څه به لوټ کول او د هغه ځآی خلک به یی د ښکاره غلامانو په شان توهین او د مواد سوخت په شان کارول .
    د زمانی په تیریدو هغه استعماری قدرتونه د روسانو انګریزانو په دوه استعماری قدرتو بدل او د سوړ جنګ وروسته نظم نوین جهانی د ماسونیزم او دموکراسی په ابتکار هغه دوه استعماری قدرتونه په یوه نړیوال استعماری قدرت کی ننویستل یعنی د دی په ځای چه یو استعماری قدرت په مطلوب هیواد کی د بل په ضد دریږی له دی وروسته به نړیوال استعمار کی لوی او کوچنی غړی د لویوالی د تناسب له مخی برخه یا کریدت ورکول کیږی په مطلوب هیواد کی به د یوه بل سره لاس اړونه لری
    عملی مثال : هماغه چه امریکا او اروپا د روسانو په ضد افغانستان کی د افغانانو سره په ښکاره او هر اړخیزی مرستی کولی ، اوس چه امریکایانو زمونږ هیواد اشغال کړی روسانو باید د انتقام اخستنی په خاطر د افغانانو سره د خپلواکی په تر لاسه کولو کی ښکاره هر اړخیزی مرستی کولی مګر برخلاف د امریکایانو سره یی د اشغال وخت کی هر اړخیزی اکمالاتی مرستی وکړی او هواییی ډګرونه یی ورته خالی کړل. او داسی نور که یی لیکم تبصره ډيره اوږدیږی
    نظم نوین جهانی هڅه کړی او کوی چه د ټولو هیوادو چارواکی د دوی غلامان او یا د دوی د نفوذ لاندی وی حتی د چین او روسیی هیوادونه چه تر امریکا وروسته پیاوړی او لوی هیوادونه دی .
    دا چه ترمپ څه کوی ، انګریزان، فرانسویا او جرمنیان څه کوی او یا د ناتو او امریکاپه مقابل کی چین او روسیه څه کوی ټول د هماغه نظم نوین چهانی ( نالیدلی نړیوال حکومت ) چه غړی یی هر چیری او د نړی بیلونران او سیاست مداران دی ، هغوی د دوی تر منځ پیښی شوی ستونزی حلوی خو په حلولو کی کله هغوی خبر او کله ناخبره وی .
    نظم نوین جهان ته امریکا ، د امریکا جمهور ریس او د امریکا نظامی او استخباراتی شبکی تر نورو ډیر اهمیت ځکه لری چه امریکا تر هر چا ډیره مالی او نظامی پیاوړتیا لری .
    هو، جمهور ریسانو ته یی یوه ځانګړی اتوریټی ورکوی هغوی کی هغه خبلواکی لری چه په خپله خوښه څه کولی او څه نه شی کولی مګر لویی پالیسیو کی کیدی شی دنظر حق ولری مګر تصمیم نه شی نیولی ، که یی کولای شول ټرمپ د افغانستان څخه د جنګ ختمولو هڅه لرله . خو وروسته یی هغه نظر او عمل ۱۸۰ درجی بدل شو نظم نوین جهانی په اروپایی هیوادو هم حاکمانه نفوذ لری هغوی هم په ځینو شیانو کی خپلواکی او په ځینو عموی او لوی پالیسیو کی باید د نظم نوین جهانی پیروی وکړی همدا حالت د روسانو ، چیناییانو ، عربانو ، هندوانو ،ایرانیانو ، ترکانو او داسی نورو هم دی .
    ستاسی خبره نن صبا هغه پرونی نړی نه ده ، په اسلام کی ورته دجالی نړی وایی یعنی د جال به د ټولی زمکی قدرت تر لاسه کوی همدغه نظم نوین جهانی د دجال نوم دی زه نه پوهیږم چه په رښتینی اخری دجال به هم راځی او عیسی به د هغه دمرګ د پاره راځی او که دجال او عیسی به د حق او باطل سمبولونه وی والله اعلم

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind