27.07.2019 (05.05.1398)
دا ګز او دا میدان ترمپه!

الحاج استاذ بیانزی
بسم الله الرحمن الرحیم
 وایی د ترمپ او بوش په شان یو دروغجن او لاپو سړی د ځوانانو په یو مجلس کی په ډیره ویاړنه وویل چه پرون می
۴۰ ګزه دانګ وهلی مجلس کی یو هوښیار ورته وویل سمه ده، چه پرون دی ۴۰ ګزه دانګ وهلی نن یی هم وهلی شی [[ دا ګز او دا میدان ]] هغه ۴۰ ګزه دانګ بیا ووهه چه مونږ دی اتلولی په عملی بڼه کی وګورو. هغه  وشرمیدلو او له دانګ وهلو او بی ځایه لاپو د تل د پاره غلی شو.
 افغان مجاهدین هم په فاحشه خانه کی زیږیدلی، لاپو، دروغجن او بی ثباته ترمپ ته چیلنچ ورکوو [[ چه دا ګز او دا میدان ]] تاسی خو د خپل ریاست په شروع کی د افغانانو د وژنو او نظامی فشارونو لاپی پیل کړی چه طالبان به د جنګ په میدان کی سولی ته اړ باسو، د مادر او پدر بم تر بمونو مو هڅی او وسی وکړی، ګټه یی درته ونه کړه حتی په تاوان مو تمامه شوه د دی په ځای چه طالبان د جنګ  په میدان کی روغی جوړی ته اړ باسی برخلاقف طالبانو تاسو د جنګ په میدان کی روغی جوړی ته مجبور او په ننواتو کړۍ تر دی چه عربی هیوادونه مو ورته واسطه کول، پاکستان ته مو د همدی هدف د پاره په بیلونو دالر هدیه کړل. اوس د کوڅه ډب سپی په شان په ځغاسته کی غاپی او لاپی کوی.
هر هیواد یونظامی طاقت لری د افغانانو نظامی طاقت د کابل غلامه او فاسده اداره نه بلکه طالبان یا استشهادی مجاهدین دی، د فاحشه خانو او ډیسکو ټرمپ خو د  ریاست په شروع کی د
۴۰ ګزی دانګ وهلو لاپی یعنی د طالبانو سره د ټوپک په خوله خبرو باندی تاکید وکړو ګټه څه چه تاوان یی ورته وکړو، د ۱۸ کلونو لیدلی تماشی به څه خوند وی او تکرار ته به یی څه اړه وی که د ۴۸ هیوادو لاس اړونی ګټه نه وی کړی روسانو، هندوانو او چینایانو ته هم افغانستان کی د جنګ بلنه ورکړی بیا او بیا مو خپل زور او بخت د افغان ننګیالو په ضد وازمایی له تیشتی د مخه مو د زړه بړاس وباسۍ بیا او بیا خوندونه وګوری، صرفه مه کوه رشتونی افغانان د جنګ په میدان کی د دشمن څخه د صرفی کولو د پاره ننواتی نه کوی مګر خیال ساتی چه د کوڅه ډب سپی په شان له میدانه تیښته ونه کړی ۴۰ ګزه دانګ به وهی یعنی( لس میلونه افغانان به وژنی او افغانستان به له نقشی پاکوی ).
   طالب مجاهدین د دی خاوری د خپلواکی رښتونی مدافعین دی د
۴۰ ګزی بیهوده لاپو په ځای مو جنګ او وحشت ته ادامه ورکړی وګوری چه په رشتونی ۴۰ ګزه دانګ وهلی شی او که د نشه توکو روږد شوو په شان فاحشه خانو کی د زړه بړاس باسی، مونږ مو نه ملامتوو چه د نړی یواځنی او لوی ابرقدرت چه د نړی نور غلامان هم ورسره بدرګه کوی د یو ګروپ طالبانو په مقابل کی د ماتی سره مخ شوی، په راتګ او جنګ پشیمانه دی طالب مجاهدینو ته ننواتی کوی چه په تیښته کی ورسره مرسته وکړی.
  دغه فقیرانه ټاټوبی افغانانو ته تر ځانو ډیر ګران دی ډیرو هڅی کړی، فاتحین دلته مات شوی مګر دا هیواد یی د زمکی له نقشی لیری نه کړی شو درنه بیه یی  تل پری کړی او درنه بیه پری کوی دا خبره چه دا هیواد به له نقشی لیری شی د شوروی اتحاد خرډبه کمونستانو هم کوله مګر شوروی اتحاد له نقشی لیری شو اضلاع متحده به هم  د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ او که د ترمپ په شان وحشی رهبران ولری د زمکی له نقشی به هم  لیری او درنه بیه به پری کړی حتی اروپا او امریکا به د شووروی اتحاد په شان له نقشی لیری شی، هغه لاپی کوه چه د پوره کولو توان یی ولری وایی یوی لور خپلی مور ته خوب تیر کړی چه یوه پښه یی په شرق او بله په غرب کی ده، مور یی ورته ځواب ورکړو لوری داسی خوبونه ګوره چه ونه شړیږی،. مونږ امریکایی وحشیانو ته وایی چه تر دی بیهوده لاپو د مخه له میکناټن ، داکتر برایدن او بریژنیف، بوش او اوباما پوشتنه وکړه چه دغه خوبونه یی ګور ته له ځانو سره وړی او لا به یی ګور ته یوسی
 یوی ګیدړی د انګورو د خوړلو په نیت د انګورو باغ کی ښکته او پورته منډی وهلی هڅی یی لرلی چه څه انګور وخوری مګر نه ورسیدله خوابدی او ناهیلی ولاړه وه، باغوان ولیدله پوښتنه یی تری وکړه چه ( انګور ولی نه خوری ) ګیدړی ځواب ورکړو [ تروه دی ] ترمپ بیچاره هم دا خبره کوی د جنګ ګټنه به می د لس میلونو افغانانو ژوند واخلی، که یی داسی ویلی وی چه په میلونو افغانان، امریکایان او اروپایان به پکی ووژل شی بیا هم سمه وه، هماغه د
۴۰ ګزه دانګ وهونکی بی ځایه لاپی شاپی دی او بس.
 که امریکا د افغانانو په وژنه خوابدی کیدله نو دا
۱۹ کاله یی دا خونړی جنګ ولی وغځولو، افغانان یی ولی وژل، په میلونو ځوانان یی په نشه توکو ولی روږد کړل چه لیارو کوڅو کی نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی، په ګڼه ګوڼه کی یی د انتحاری وژنو د پاره کاروی او پړه یی په طالبانو اچوی، که امریکایان زمونږ په وژنه خوابدی کیدل زمونږ د اشغال دپاره به یی د سپټمبر مصنوعی فاجعه نه جوړوله، لا د اشغال وروسته به یی زمونږ له هیواده پښی سپکی کړی وی دا خونړی جنګ به  یی تر ۱۹ کلو نه اوږدولو.
 د صلیبی جنګ لمړی مشر ( بوش ) هم د ترمپ په شان بیځایه او بیهوده لاپی کولی [[ چه طالبانو سره روغه جوړه د طالبانو په رسمیت پیژندنه ده او مونږ یی په  اونیو او میاشتو کی ختمول غواړو ]] هغه څو اونۍ او یا څو میاشتی یی په کلونو او لسیزو بدلی شوی طالبان یی نه یواځی محوه او مهار نه کړی شول بلکه طالبانو دوی مهار کړی او عاجله تیښتی ته یی مجبور کړی، که له عجلی کار وانه اخلی د شوروی اتحاد د برخه لیک  سره به مخ شی، د روغی جوړی د پاره عربی هیوادونه  واسطه او طالبانو ته ننواتی کوی خو ترمپ بیا دا هم وایی چه افغانستان د زمکی له نقشی پاکوی؟.
 ای د انسانیت دشمنانو، ای د انسانانو په جامه کی شیطانانو!!!!
 تر اوسه مو څومره افغانان  وژلی چه تر دی وروسته به ورباندی زړه وسیزی او لاس به ونیسی؟ تاسی د نړیوال نفوس کمولو په هڅو کی یاست که هغه د نکاح په ختمولو کی وی، که هغه د ناروغیو په خپرولو کی وی که هغه د همجنسبازیو په قانونی کولو کی وی که هغه د چاپیریال په الوده کولو کی وی او که هغه د وحشیانه بمبارد او مخامخ وژنه کی وی او ....  په ویتنام کی مو څو میلونه انسانان د خاورو لاندی نه کړل مګر سرټیټی له ویتنامه راووتلی، د شمالی او جنوب کوریا په  ویشلو کی مو په میلونو انسانان ووژل، جاپانیان مو مو په اتومی بټیو کی کباب کړل ، په هغه زمکه تر اوسه بوټی نه شنه کیږی د حیواناتو او نباتاتو د ژوند د پاره برابر شرایط نه لری یوګوسلاویا کی مو څه فجایع نه وی چه ترسره نکړی په څو ټوټو مو وویشله، د عربی نړۍ زړی مهری مو  په نوو بدلی کړی، اقتصاد مو ورته دړی وړی کړو. لاتین امریکا او افریقا خو مو تعقیم کړی، لکه د فاحشو په شان چه څه ورته وایی هغه ترسره کوی.
   افغانان له وژلو نه بلکه وژل له افغانانو ډاریږی، د  مرګ سره تر هغی زیاته مینه لری چه کفار یی د ژوند سره لری په استشهادی عملیاتو کی د کابل غلامانو او بادارانو ته هر چیری چه وی په بریالیتوب ځان رسوی او جهنم ته یی استوی دا سمه ده چه شپنیز عملیاتو،  ړندو بمباریو، مخامخ جنګو، زندانو او شکنجو کی زیات شمیر بیدفاع غیر نظامی او نظامی افغانان هم په شهادت رسیږی جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی، مګر د افغانانو په وژلو کی اشغلګر د سرونو درنه بیه پری کوی د ډيرو  امریکایانو او اروپایانو ککرۍ پکی خاوری شوی مګر اشغلګر یی د مورال د لویدو له امله نه اعلانوی.
 ترمپ وایی مونږ به لسو ورځو کی ټول افغانان ووژنو مګر امریکایان به هم د زمکی په مخ  نور ارام ژوند ونه لری. رسنی مو مه سانسوروی، تر اوسه څو زه اشغلګر وژل شوی او څومرو ځان وژنی او نوروژنی کړی او کوی یی، څومره یی معیوب، په مصنوعی لاسو او پښو سره ګرځی  د څومره امریکایانو او اروپایانو قواری بدلی شوی سپی ورته غاپی هغه رشتونی رقمونه باید نړیوالو ته په ګوته او اعلان شی اشغلګر خپلو فقیر او ناپوهه عسکرد ابزارو په شان کاروی له کارولو وروسته یی د تشناب کاغذ په شان فلش کوی.
 سرمایداری نظام کی د ټولنو طبقاتی کول
 د حریصو استثمارګرو د دموکراسی ( سرمایداری نظام ) د ساتنی او دوام د پاره د ټولنو طبقاتی کول ښه فارمول او بهترینه وسیله ده. یعنی یو سلنه بیلونران په نهه نوی سلنه فقیرانو ( چه د فقر او پوهی له سره خط ښکته ژوند لری ) حکومت کوی او تل یی په فقر او ناپوهۍ کی ښکته ساتی، په مستعمره هیوادو کی هم له همدی طبقاتی فارمول کار اخلی.
 کمونیزم او کاپیتالیزم دوه غبرګون شیطانی ایزمونه یا نظامونه دی دوی ته د رشتونی نظام نوم یادول د نظام نوم ته توهین دی نظام باید د ټولنو د اصلاح  او هوساینی د پاره وی اصلاح او هوساینه په الهی عدالت کی ده او د دغه نظامو مبتکرین د مظلوم بشریت  د استثمارولو او غلامولو هڅی لری د استثمارولو د پاره فساد، جنګ او ګډوډیو ته اړه لری ( اوبه خړی کړه  ماهی نیسه ) .
     د زر، زور او زیور په لرلو او کارولو یی شرایط داسی عیار کړی چه د سرمایی زیاته برخه هماغه یو سلنه بیلونرانو ته وروګرځی، نهه نوی سلنه مظلوم اولس د همدغه یو سلنه وحشیانو د خدمت، بزنسو او کارخانو چلولو د پاره د هغوی په څنګ کی فلاکتبار ژوند تیروی او له همدوی په کمو معاشو عسکر استخداموی چه  د مظلوم بشریت د استثمارولو  او وژلو او مستعمره کولو د پاره یی غریبو هیوادو ته استوی. نړی یی د سرمایدارانو او غریبانو په داسی دوه هیوادو ویشلی چه جغرافیاوی پولی نه لری یعنی د ټولو هیوادو ماړه خلک د یوه هیواد او غریبان یی د بل هیواد خلک یو بل ته حیاتی اهمیت او ارزشت لری د یوه بل ته د اړتیاوو لرلو له امله د یوه بل په څنګ کی هستوګنه لری            
   ترمپ  لا د نورو افغانانو د وژلو یادونه د نیشه توکو د نیشی وخت کی کړی څلور میلونه افغانان خو یی قصدا په نشه توکو روږد کړل څو میلونه یی د اتومی او کیمیاوی ذراتو او ممنوعه وسلو په کارولو او د هوا په الودګی مبتلا کړی چه نسلونه نسلونه به یی افغانان بیه پری کوی، شپنیزو عملیاتو او ړندو بمباریو کی یی په شهادت رسوی، د بمونو تر پلار او مور تر کارولو  یی د وحشت کچه پورته شوه دوی هغه بمونوکی د اتومی بمونو فضله یورانیم کارول شوی د فضله موادو د ځآی په ځای کولو د پاره یی خپلو هیوادو کی مناسب ځای نه درلود نو په دغو نوو مادر بم کی یی ځای په ځآی او زمونږ د مظلومو اولسونو د هیواد په هوا کی خپاره کړل  چه اثرات به یی په میلونو پیړیو افغانستان کی پاتی او مونږ به یی د جاپانیانو په شان بیه پری کوو.
 د دی ټولو وژنو او بدمرغیو  سره سره لا په  فاحشه خانه کی زیږیدلی ترمپ زړه  یخ شوی نه دی  د دی ټولو وحشتو د  بیی پری کولو وخت رارسیدلی وحشی ترمپ دی له هغه بل پرونو انګریزانو او پرونو روسانو  د افغانانو د میړانی په اړه پوشتنه و کړی او لا دا پوشتنه یی له اشغال دمخه کړی وی چه دی هیواد کی ننوتل اسان او راوتل تری ستونزمن کار دی د څلیشتو ډند او د اوسپنی نینو چیچل دی انګریزان یی د هند  له لوی وچی ( چه برطانوی هند به یی یادولو ) او شوروی اتحاد یی له شرقی اروپا او مرکزی اسیا وشړل. افغانان چه له نورو هیوادو له خپلواکی او حقه حقوقو دفاع کوی د خپل هیواد د خپلواکی ګټلو به څومره لیوالتیا ونه لری، افغانستان ته ځکه د لویو قدرتو هدیره وایی.    
اشغلګرو زمونږ له هیواده د نړی د نشه توکو مارکیت او د ممنوعه وسلو کارولو او وژلو لابراتوار جوړ کړو. لمړی یی د خلیلزاد، کرزی اوغنی په شان زمونږ په یو شمیر بی ضمیرو او بی وجدانو سرمایه ګذاری وکړه د مالی پیرزونو لاندی یی ونیول هغوی ته یی یهودی او صلیبی فاحشی په نکاح کړی هغوی یی بیلونران او د هغوی  زړونه او مغزونه یی د خبیثی دموکراسی په متیازو ور پریمنځل چه زمونږ ګران هیواد کی د الهی نظام ځای ونیسی د لا ډیرو ګډوډیو او فساد د ترویجولو د پاره زمونږ هیواد کی له اشغال وروسته په غلامه اداره کی هغه لوړپوړی چارواکی کړل چه د هغو چارو مسلکیت او اهلیت یی هم  نه درلود زمونږ مظلوم اولس ته یی په هغو بی لکۍ او بی ضمیرو غلامانو زیاته صدمه ورسوله او رسوی بیا هم د  ترمپ لیونی زړه  د افغانانو په وژنه او د هیواد په کنډواله کولو نه دی یخ شوی په داسی حال کی چه دغه افغان وژنه به ورته درنه بیه لری  روسانو په دغه بیه کی خپل هویت له لاسه ورکړواو د کمونیزم الحادی فلسفه یی د موزیم برخه او افسانه جوړه شوه.
نړیوال استعمار ته افغانان نه بلکه د افغانستان خاوره (معدنیات ) ارزښت او اهمیت لری، وایی [ ماسته شدی خو د هر چا خوښیږی خو د پیشو پسی خڼی راوتی ] د فاحشی زوی او میړه ( ټرمپ )  د افغانستان د زمکی لاندی او باندی ذیرمو پسی ځڼی راوتی دی. له هر څه چه ډالر ترلاسه کولی شی ترلاسه کوی د غلامی اداری د مفسدینو سره سهمیه لری انګریزانو د امریکا له پیدا کولو او د نننی اضلاع متحده جوړولو د پاره ورته کړنی ترسره کړی له  نشه توکو کرنی او تولید یی د اضلاع متحده په جوړولو یا غصبولو کی استفاده کړی، انګریزانو د چینیانو د استثمارولو او غلامولو د پاره د همدی نیشه توکو له قاچاق استفاده کوله چه د چنایانو له خوا په ولادی واسکټ بندر کی یی د نیشه توکو شل زره بکسونه ونیول شول چه چین ته یی قاچاق کول.
 د امریکا اصلی اوسیدونکو به غاصبو اروپایانو ته میلمستیاوی کولی او اروپایی وحشیانو به د هغوی د میلمستیا په بدله کی ورته په ناروغیو ملوثی کمپلی کالی هدیه کول چه له امله یی ټول ووژل شول او د هغوی ابایی هیواد یی په کانادا، اضلاع متحده او نورو نومونو واړولو. مګر د افغانانو هیواد د سرو هندوانو هیواد نه دی دا دمیړنو هیواد دی دا سمه ده چه وسلی او نظامی وسیلی نه او یا کمی لری او هغه هم کم کیفیته دی مګر استشهادی بریدو مخه یی اتوم بم هم نه شی نیول دی هیواد ته ځکه د لویو قدرتو هدیره هیواد وایی هر استعمار په افغانستان کی دفن شوی ترمپ  چه په شلو کلو کی مهار نه کړو په لسو ورځو کی یی څرنګه مهاروی په داسی حال کی چه دوی مهار شوی او د تیښتی لیاری ګودری څآری او لټوی حتی روسانو ته یی د افغانستان د بیا اشغال بلنه ورکړه روسانو ویل له یوه سوری دوه ځلی چیچل لوی حماقت دی هندوانو ته د نظامی اشغال ننواتی کوی مګر هندوانو ته د پټانانو تاریخ مخی ته پروت دی، زمونږ ماشومان، میرمنی، بوډایان حتی، حیوانات او کاڼی بوټی جهاد ته اماده ګی لری امریکایان وژنی. دی هیواد کی د الکزاندر، ناپلیون، چنګیز، انګریز او روسانو د پلرونو او نیکونو هډوکی وراسته شوی دی . .
 د ترمپ په ژبه طالب جان ښه پوهیږی طالبجان ورته د روغی جوړی لاس نه دی اوږد کړی ترمپ ورته لمړی ننواتی او سجده کړی ټرمپ که دا توانایی ولری چه افغانستان د زمکی له مخی لیری کولی شی نو کمزورو طالبانو ته ولی په ګونډو شوی روغه جوړه ورسره کوی یعنی د تیښتی د پاره ورڅخه د لاس اړونی هیلی لری، بایلونکی ننواتی کوی ګټونکی ننواتی نه کوی، که دوی دا کار کولای شو چه ټول افغانان ووژنی او د افغانستان نوم له نقشی پاک کړی پرون به یی د ویتنام نوم له نقشی پاک کړی و له ویتنامه وتښتیدل او له افغانستانه به هم تیښتی انشالله.
د چرسی ټرمپ دا کواکی خبری د خپلو عسکرو د مورال د بیا راپورته کیدو د پاره کوی او د خپلو مالیه ورکونکو د قناعت د پاره یی کوی چه مونږ غښتلی او پیاوړی یو مګر نه غواړو چه ټول افغانان ووژنو ، که دا فکر در سره وو نو ولی مو هغه هیواد اشغال  کړو او د کوم اهدافو د پاره چه مو اشغال کړی هغه اهداف مو تر لاسه کړل او که هغه اهدافو ته رسیدګی لا پسی لیری او ناممکنه شوه او د امریکا ابرقدرتی د پوشتنی لاندی شوه طالب مجاهدین د نړی لوی ابرقدرت ځکه وپیژندل شو چه د نړی یکتاز ابرقدرت یی په ګوندو او د ځنګل له پاچا یی پیشو جوړ کړو. نصر من الله و فتح القریب
مننه   

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 28. Juli 2019 16:19)

    استاد بیانزی صاحب، ستاسو احساسات د قدر وړ دي خو د ټرمپ په خبره تاسو اصلاً نه یاست پوه سوي. ښاغلي جلالت مآب ټرمپ داسي نه دي ویلي چي دی د ۱۰ ملیونه افغانانو د وژلو اراده لري. د لس ملیونه څخه د هغه هدف سوریه وه چي روسانو تر ۱۰ ملیونه زیات سني مسلمانان قتل کړل او د بشار الاسد حکومت یې وژغوره. ټرمپ د وینا هدف دا وو چي دی هم د ملي یووالي حکومت د ۱۰ ملیونه افغانانو په وژلو او د افغانستان په پوپناه کولو ژغورلای سي، خو نه غواړي چي داسي وکړي. او بل په سوریه کي ده د بشار الاسد او روسانو د ځواکونو پر ضد قاطع جنګي اقدام د لاري په سوریه کي پر سني مسلمانانو د کیمیاوي وسلو د استعمال مخه ونیول او هیڅ مسلمان د هغوئ مرستي ته نه وو اماده. پښتانه میړه وژني خو میړانه یې نه ورکوي. ټرمپ نر سړی دی د مور شیدې دې سي چي د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو جدي هڅي کوي

  • مریم (Mittwoch, 14. August 2019 11:57)

    ما گفته های دونالد ترمپ را تایید می کنیم، اگر مقصد آقای دونالد ترمپ کشتن 10 میلیون طالب و داعش و یا هر گروه خراب کار دیگر باشد، پس باید به زود ترین فرصت اقدام کند تا افغانستان به صلح و ثبات دایمی برسد

  • احمد الکوزی (Samstag, 14. September 2019 01:28)

    ښاغلی بیانزی او ښاغلی محمد دواړه یو کسان دی خو فبط ژبی ئې څلور دی.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind