11.05.2018 (21.02.1397)

دا د غازي امیر امان الله غږ نه دی
محمد ایـاز نـوري آزادي

افغان پاچا اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د اروپائي سفر په ترڅ کې

څه موده پخواء یو افغان تکړه لیکوال او د تاریخي مسائلو څېړوونکي شاغلي محمد مصطفی عمرزي د یوې لیکنې په ترڅ کې (صدای شاه امان الله خان) په  ضمیمه د یوه صوتي لینک، چې صرف څو ثانیې ده، افغاني رسنیو کې نشر ته ورکړ. دا هغه لینک ده، چې ما درې کاله پخواء د لومړي ځل لپاره د راډیو آزادي د ویاند شاغلي صالح محمد صالح د فیسبوک په صفحه واورېد. ما هم هغه وخت جناب صالح ته ولیکل، چې دا لینک که رشتیا د اعلیحضرت امان الله خان غږ وي، یو تاریخي اهمیت لري او تا دغه لینک له کوم منبع څخه تر لاسه کړ؟ هغه ماته ځواب رانکړو. نه پوهېږم، چې په دومره مهمه موضوع کې ولې صالح صاحب ماته غبرګون ونښود. بیا ما افغان لیکوال او د تاریخ محقق شاغلي عبدالرحمن زماني ته فون وکړ. هغه وویل، ما خو پخواء د غازي امان الله خان غږ د کوم منبع څخه نه دئ اورېدلای، نو زه حکم نشم کولای، چې دا غږ دقیق د هغه مرحوم ده او کنه!. اوس، چې شاغلي عمرزي د خپلې علاقې له مخې دا موضوع بیا راپورته کړله، ما د وعدې سره سم دا لینک د مشر غازي لمسی والاحضرت حمیرا صاحبې مقیم د ترکیې ته ورولېږه. هغې لینک خپلې مور جنابې پاچا لور ناجیه جان د افغانستان ته واوراوه او ماته ئې داسې ولیکل: «نوری جان عزیز، سلام علیکم، از مادرم حالا پرسان کردم و گفت که این صدای شاه امان الله خان نیست. بلی قبول نه کنید. ۲۷ اپریل»

دریم د می ماشام ما یو د خیرتي فوني تماس د پاچا لور ناجیه جان سره ونیو د نورو خبرو په ترڅ کې مې د دغه لینک په باب بیا هغه جنابه وپوښتله. پروفیسور ناجیه صاحبې وویل: « این آواز را من شنیدم، نوری جان! پدرم این قسم صداء نداشت و باین لهجه سخن نمی گفت باز هم من چه بگویم.» ما جنابې ته وویل، کیدای شي، دغه غږ د کوم اماني پلاوي مثلاً د شهید محمد ولیخان دروازي وي، یا د کوم افغان دولتي شخصیت یا سفیر هغه وخت مقیم د فرانس وي.

له بلې خواء د دغه لینک څخه داسې واضح کیږي، چې مقر د وینا د فرانس هېواد وي. زه دلته د افغان لیکوال او تکړه محقق شاغلي احسان لمر څخه، چې مقیم د فرانس د هېواد دئ، هیله کوم، دغه لینک د آواز د فرانس دولت د بهرنیو چارو وزارت ته ورولېږي او ورنه وپوښتي، چې دغه وینا کې ویاندوی خو د فرانس د دولت څخه مننه کوي، نو ستاسو د حکومت معلومات او نظر د دغه غږ په باب کوم دئ.

باید محقق عمرزي صاحب او نورو محترمو افغانانو ته عرض وکړم، چې دا واضح خبره ده، چې زموږ د مظلوم افغانستان د معاصر تاریخ بالخصوص د اماني له عظمته ډک لس کلن پړاو سره د نادري کور له خواء پلانیزه د انگلیس په امر پوره غدر او خیانت شوی دئ، اماني پړاو چور او تالا شوی دئ. بناً د یوه تاریخي سند منل یا نه منل موږ ته آسان نه لوېږي. د نن څخه نهه کاله پخواء ما لیکونکي د غازي امیر امان الله خان د وراره مرحوم حقوق پوه کبیر الله سراج مقیم د متحده ایالاتو سره ټیلیفوني خبرې لرلې. هغه وویل، «دا د ظاهرشاه د حاکمیت وخت وه، زه کابل کې یو ځوان یو قوي سپورتي د ځغاستې کس وم او د شاهي خاندان د همزولو کسانو سره خصوصاً د صدراعظم شاه محمود خان د یوه زوی سره زما یارانه دېره وه، نو همدغه سبب وه، چې کله هم له بعضو مهمو واقعو څخه خبر شم. هغه ورځ زما لپاره دېره زیاته د خفګان ورځ وه، چې د ظاهرشاهي حکومت پر وخت، کله، چې سردار محمد نعیم خان د معارف وزیر وه د خاندان په فیصله ۵ بوجی مهم زما د کاکا مربوط اسناد لکه تاریخي عکسونه، د اروپائي سفر فلمونه او لینکونه، فرمانونه او نور د هغه پاچا د لاس نخښې او شخصي د کور شیان ئې د مازیګر وخت کې د دغه اوسني د معارف وزارت د تعمیر تر شاه د ولایت کابل د ودانی ته څېرمه په داسې حال کې، چې شخصاً والاحضرت سردار نعیم خان ئې سرپرستي او نظارت کاوه، یوې کندې ته واچول شول او اور ورته واچول شو، چې دا یو ملي خیانت وه، چې پاچا او نورو د خاندان غړي ورته مرتکب شول. آخر دا زموږ د ملت او تاریخ ویاړونه ول، باید هغوی په درنښت دغه شیان ساتلي وای

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 12. Mai 2018 01:49)

    نوری صاحب ، تاسی سره مو له نیکه مرغه ایمیلی اړیکی ټینګی شوی د غڼو تار وو له ټیګیدو سره یی شړیدل سم وو.
    دا هم کیدی شی چه د کوم دلیل له مخی مونږ ستاسی په ایمیل کی غلطی کړی وی مګر هغه چه تاسی مونږ ته ایمیل رالیږلی وو د هغه سره می یو ځل بیا په نښه کړو یو شان وو
    دا هم کیدی شی تاسی ډير مصروف او یا نور ډیر ګڼلی ایمیلونه لری د ناګڼلو ایمیلو دومره ډیر خیال نه ساتی .
    دا هم کیدی شی چه زمونږ ایمیل کی مو کومه لغاتونه یا جملی چه ستاسی د لیدلوری سره ناسمه وو موندلی وی
    لا د ځینو په غلطو پيژندنه مو مینه کمه شوی او داسی نور.

    په هر صورت ، زه ستاسی تصمیم ته درناوی لرم او زمونږ مینه هم ستاسی د سولی د اخری لیک په اړه وو چه طالبانو ته مو لیکلی وو زه هم خوشاله شوم ماویل چه په دی اړه درسره هلو ځلو کی ملتیا ولرم مونږ په دی اړه هم له طالبانو او هم لا اشغالګرو تر یوی کچی لاسته راوړنی لرو او دی لړی ته مو ادامه ورکړی
    هغو افغانانو ته په دی هلو ځلو کی بلنه ورکوو چه د هغه او دغه استعماری ایزمونو کی رنګ شوی نه وی رشتونی اسلامیت ، افغانیت او حتی انسانیت ته وفادار او مینه لری که مونږ او تاسی هماغه یاستو ولی په ګډه کار ونه کړو مفاهمی او هلی ځلی به شریکی او که نه مناظرو ته به تر هغی ادامه ورکړو چه بندبست ته ورسیږی بیا به له یو بل دایمی رخصت او جلا شو
    پاتی دی نه نه وی چه د امان الله خان او په ځانګړی ډول د هغه د اواز د اورید لو په اړه مونږ هم د ویلو د پاره څه لرل چه درسره شریک کړی می وی مګر د خبرو اصلی اجندا به بدله شی د ګټی په ځای به تاوان وکړی
    که د پورته تبصری په اړه مونږ سره اړیکه ونیسی مننه به مو وکړم

  • محمد ایاز نوري (Samstag, 12. Mai 2018 12:59)

    محترم بیانزی صاحب
    السلام علیکم

    مننه کوم ستاسو د دغه لیکنې څخه
    عرض وشي، چې ما ستاسو جناب څخه صرف هم هغه یو ایمل تر لاسه کړ او ځواب مې درته ولیکه. بیا ما تاسو څخه بل کوم ایمل نه دۍ تر لاسه کړۍ. کنه زه به ولی جواب درته نه لیکم. زه کوم پټ کس نه یم، یو څو وخته به د الله پاک په حکم دې فاني نړی کی وم یا نه وم، هدایت شوی انسان ډیر لرې او دارالبقاء ته ګوري
    د سولې په باب دا به ډیره غوره وایو که د فریقو تر منځ یو «اوربند» قایم شوی وای. هر فریق حتی که د طالب مقاومت دلته پیشقدم شي، لا ثواب به ورته ډیر وي، ټول افغان ولس په سور اور کې سوزي، ډا آخر تر کومه؟
    د غازي امان الله خان رح په باب ما د هغه قهرمان د لور خبره نشر ته ورکړه، نور زه هم نه پوهیږم. تاسو خپل هر ډول نظر د امان الله خان په باب لیکلای شئ، څکه باید د هر نظر احترام وشي.

    اوس په درنښت سره

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder