08.10.2016 (17.07.1395)

   داکتوبر د ۷ نېټې امریکایی یرغل د۱۵سم تلین په اړوند

انجنیر سیدعبدالقادر    

په افغانستا ن کي  دشرق اوغرب دپوځي یرغلنو دتوجیه اونه توجیه لنډه پرتله

مقدمه:
لومړي برخه:دپخوانی شوروي اتحادد یرغل په اړوند

دوهمه برخه: دامریکااوناټود برحاله یوې نیمي لسیزي د یرغل په اړوند۰

 په دې لیکنه  کي نه غواړم  چه ددواوړو یرغلنو و کړونو ته دلوستونکو پام را واړوم،داځکه چه    دفیسبوک دحوصلی څخه وزي۰هغه به پخیر په راتلونکي  کی د افغان ملی  «مادي اومعنوي »ګټوته په پام سره ددواړو پر کړنواواهدافو باندي یوه ځانګړ ي څیړنه وکړو۰

 دلته به وګورو چه زموږ پرهیواد باندي کوم یرغل دمخکني پلان له مخي اوکوم دغبرګون له مخی ترسره سوي دي ۰ځکه ددواړو یرغلونو وا کمنانو خپل یرغلونه دیو ی توجیه له مخي برحق بللي دي  ۰ ځکه نو لومړي باید ددې یرغلنو تاریخي مستندوو کړونو اوکرښوته پام واړه وو، بیا نو وملی کټوته متعهد روڼ آندو باندی اړه لري چه دشرق اوغرب ددواړو یرغلنو په اړوند نه یوازی قضاوت وکړی،بلکه دملی ګتودساتلو لپاره باید داوسنی برحاله یرغل ته دپاي ټکي ایښولو دپاره هم  دسیاسی حل یومیکانیزم جوړ اودامنیت شورا ته دوړاندی کولو په لټه کي سي،اوپه دې اړوند باید داهلو ځلو ته دهدف تررسیدو پوري دوام ورکړ ل سي۰

داهم د یاد او فکر کولو وړده چه ولی یو شمیرافغان روڼ آندی کوردننه اودباندي دلاسپوڅو په څیر دڅولسیزو راهیسی دشورویانو دیرغل تلین په اړوند لیکنی کوی ،ولی دبرحاله اود شوروی تر یرغل ډیر دخطرونو ډک ،وحشت ناکه یرغلګرو ته بیا  دوستان وایی اوپه درنه سترګه ورته ګوري۰  

 په دري کي یو متل دي چه وایی،سواره را بان پیاده رابګیر۰

 دافغان کلتور زیږنده پور تني متل په سیاسي عرصه  افغانا نو ته  ورزده کوي چه په تاریخ کی تیر سوي مشکل او پیښه دونه غټه اوتهدیدونکي نه کړي ،چه برحاله ستونځه ترسایی لاندی  او  دولس څخه یی دحل لاره پټه او یا ورکه کړي۰  

د بشري ټولنو په سیاسی ډګر کي هرتحول اوپیښه  چه منځ ته راځی، دانګیزې اولاملونو ترڅنګ  ځان ته پلویان او مخالفین هم لري ۰

ځیني وختونه ددې دواړو کټه ګوریو کړني دخپلو شخصي یاګروپي ګتو ښکارندویی کوي،ځینی وخت د یو ې کټه ګوري  کړني بیا دولس دګټوښکارندویی کوي۰چه ددې ځای نه  ددوي یود بل په وړاندي نه پخلا کیدونکي مبارزه په انفرادی ،ګروپي او سازماني توګه شروع کیږي ۰داچه دکومي ډلي څرګندوني حقیقي بڼه لري،  ولس  ته قضاوت پر یښول کیږي ،متآسفانه  چه په استثماري ټولنو کي ملت دقضاوت پر ځای داستثمارګرو د دتوطیو ښکارکیږي ،اودقضاوت کولو صلاحیت هم زورواکی پلاس کی  ځني نیسي۰  

لومړي برخه: ددوهمی  نړیوالی جګړي په پایله کي  کوم وخت چه دبرلین  دیوال رامنځ ته ،شرقي اروپا د شوروي اتحاد سره «لکه غربي اروپا  دامریکا سره »هم ږغي اودغربي اروپا  په یوشمیر هیوادونوکی چه چپو میلانونو پکښي څه ناڅه رشد کړي وو ،دانقلابونو زمزمي  پورته کیدلي ۰ داځکه چه ولس یی لوږي اخستي  اودبیکاري ګراف اصلآ نوردپامه لویدلی وو۰ امریکاتریوه ټاکلی  وخت پوری دلیری  نه ددې ویرانونکی جنګ یوازی تماشا کوله ،دوی په دې باندی پوهیدل چه دخپل  سخت  اقتصادی بحران  تلافی یوازي  په هم دې جنګ کی کولایسي ،ځکه نوداروپا دښه کمزوري اوویجاړني په طمع ناست وه ۰امریکا په داسی وخت کي جنګ ته ورننوتله چه اروپا نوره  ضعیفه اود نوو خرابيو سره لاس اوګریوان کیدله ۰ د اهغه وخت دي چه دامریکا متحده ایالتونه  د۱۹۲۷ او  د۱۹۳۲ کال ،د اقتصادی بحران څخه سخت ستونځمن سوي او دبحران څخه دوتلو  په لټه کي دي، اوغوښتل یی چه جنګ ته ځان ورنیژدې کړي ، داځکه چه امریکا په دې فکر کي وه، چه کیدلایسی په لږ قیمت  به اروپا دځا ن اواقتصادي ستونځي به یی حل سي ۰ په داسي حال کی چه هټلر بیا نه غوښتل چه امریکا نړیوال جنګ ته ورننوزي دایی دځان په ګته نه بلل۰ 

 امریکا یی واکمنو دواقعیت څخه  په لیری څرګندونو باندي خپل ولس وغولوي ،چه ګواکی بیله  تهدیده داندونیزیا په بحر کی  امریکایی کښتې د جاپان دجنګی کښتی تر هجوم لاندی راغلی ده ، په دې څر ګندونو سره امریکا دجنګ ومیدان ته ورننوتله۰ اوپه پایله کي دکامیابی ترڅنګ  نه یوازي دغربی نړی مشری یی دپنځه میلیاردو دالرو په کومک دځان کړل ،بلکه  په اروپا کي دمارشال پلان  عملی، دغربی اروپا  تجارتی بازار یی  دځان او ترڅنګ یی هلته دایمی پوځی حضور پیداکړ ۰

 دلویی برطانیی واکمنو ته دخپلي ښورنده امپراطوري اوترجنګ وروسته هراړخیز نړیوال  ستونځمن حالت دا ورپه ګوته کړل چه دغربي استعماری نړي مشري وامریکا ته وسپاري، چه ددې سره سم  شرقي اوغربي دوه قطبه ځواکونه رامنځ ته اوسوړ جنګ شروع سوو۰ امریکا لومړي  دتیلو پرهغه ویش باندی نو ي نظر وکړ، کوم چه دعثمانی امپراطوری وروسته دامریکا په غیاب کي  داروپا لویو قدرتونو خپل تر منځ ترسره کړ ي وو۰په دې وخت کی دواړه بلاکونه دنوی جوړښت په حالت کي وه ۰غربی لوری ددې  ترڅنګ، چه اقتصادی برلاسی  یی درلودله، دانګریزد دریو پیړیو دتجربو څخه وتلو توطیو  یی نوی استعماری لیدلوری  نور هم  دقوت خاوند اوغربی بلاک یی دنوو بریاوو سره مخامخ کړ۰

   دساړه جنګ په درشل کي دغربی بلاک  لویه کامیابی په دې کی وه ،چه د اسلامی نړی  یوشمیر مشران  چه یی دعثماني امپراطوري ترچپه کولو  وروسته دځان کړي وه، په هغه کی دسعودی عربستان رول ډیر ټاکلی ځکه وو چه دشوروی اودهغو په وړاندی یی دامریکاپه ګټه دمادی کومکونو ترڅنګ فتواوي اوداسلامی نړی مشری هم کوله ۰

  امریکایی واکمنود اسلامي هیوادونو مشران  دشرقي بلاک په وړاندي په داسی حال کي استعمالول چه ترڅنګ یی ددوی دتیلو اوګازودزیرمو څخه دګټي اخیستنی په اړوند دنړي  دتیلو بازار هم ترخپل کنترول لاندی داسي را وستلی وو ، چه ددې لاری نه یی کولایسواي  چه دشوروی دتیلواقتصادي بازار هم ترسختو  ضربو لاندی راولي ۰

دواړه بلاکونو په دې دوره کي  دنړي په مختلیفو  سیمو کی لکه افریقا،لاتینه امریکا او داسیا  په ځینو سیموکی دسختو سړوشخړوسره مخامخ سوي دي۰داځکه چه غربی استعماری بلاک دیوه وږی جناور په څیر دتیلو اوګازو دزیرمو دلاسرسي لپاره په مستقیم اوغیرمستقیمه توګه  دنړي په مختلفو برخو کی قانونی دولتونه چپه کول،او په وړاندي به یی شرقی بلاک  دهغوی په دفاع کی دریدي۰ 

 په ۱۹۶۴کال  کي  کوم وخت چه  دامریکا له طرفه  پرجنوبی ویټنام  باندی یرغل  تر سره  اواشغال سو، اوتر۱۹۷۴ کال پوري هلته  دځینو رسنیو له مخی د۲ـ۳ ملیونو ویټنامیانو وژنه اوخرابېو ترڅنګ،د«۶۰۰۰۰» امریکایی عسکرو وژنه اوپه لکونو دزخمی کیدلو اود ځینو له قوله د« ۳۵۰۰  » جنګی  امریکایی الوتکو  دلویدلو ترڅنګ،په نړی کي دسیاسی اتوریتیت  ضربتی کمښت، اوتاریخی

 ماته ،ددې سبب سو  له چه امریکا یی واکمنان ودې ته سترګي په لاره سي، چه دشوروی اتحاد څخه د ویټنام دجنګ او ضربی غچ واخلی۰

کوم وخت چه  د«۷۰»  یمي لسیز ي په نیمایی کي  په افغانستان کی داسلامی نهضت پلویانو دشهید داودخان دحاکمیت پرضد دربانی تر لارښووني لاندی «کلبدین،احمدشاه مسعود» و«آی اس آی» ته پناه یووړل ،اودلمړی ځل دپاره یی دافغان دولت پرضد جهاد اعلان کړ، دپاکستان واکمنو د مرحوم داود خان  دصدارت دوخت سیاست دځان په ګته نه بلي،نوی یی دده دجمهوری ریاست په وخت کی یی داسلامی نهضت پلویان په غیږ کی ونیول۰ د بېنظیر بوټو  دکورنیو چارو وزیر«نصرالله بابر»  دمصاحبوی څرګندونو له مخي  ویلی دي « چه دافغان اسلامی نهصت پلویانو ته مو تریولړ تروریستی ټرینینګونو وروسته په  ۱۳۵۳ کال کی دلمړی ځل  دپاره  دکنړ پر ولایت اوپنجشیر کی  د«ربانی ،ګلبدین اواحمدشاه مسعود» تررهبري لاندي تروریستی حملی ترسره کړی،چه دا هڅه دهغه وخت دحاکمیت ترضربې لاندی راغلل،ماته یی وخوړل اوبیرته پاکستان ته وتښتېدل»۰

 کله چه دداود خان دپلان وزیر « علی ا حمد خرم » هم ددې  اسلامی نهضت  دترور قربانی اوشهید سوو۰ نومرحوم داود خان ددوی په وړاندی  دقاطعیت نه کارواخیست ،یوشمیر یی ددې نهضت  بندیان اونوریی پاکستان ته وتښتیدل۰تردې وروسته  آی اس آی په قبایلی سیمو کی دافغان دولت پرضد تحریکاتو او جذب ته  نورهم دوام ورکړ ، څو د۱۳۵۷ کال دثور ترتحول پوري په قبایلی سیمو کی  دآی اس آی ترلارښونی اوتجهیز لاندی ددې  نهضت «اشرارو »شمیر و«۳۰۰۰۰ » دیرش زرومسلحو کسانو ته رسیدلی وو۰

په لنډه توګه به ووایم چه د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوندپه هدف اومرام  کي دانه وه لیکل سوی چه قدرت  دي دپوځی لاری ترلاسه کړی،دهغوی مرام دموکراتیک اودپارلمانی مبارزی له لاری یی غوښتل چه ولس ته دخدمت بیلګه سي۰ دحاکمیت سره  یی هم مناسبات دوستانه اودولت سره  یی  نه یوا زی  ستونځه  نه درلودله بلکه دهمکاری پلویان  یی هم وه۰اوودې ته سترګی په لاره وه چه دولت ږغ پر وکړی اودو ي لاس ورکړ ي۰

 دداودخان هغه  سیاست  چه دپښتونستان په اړوند یی دصدارت او دجمهوري ریاست پروخت  مخ ته بیوي، وپاکستانی چارواکو ته دقبول وړنه وو،نوپه وړاندی یی داسلامی نهضت نه په ګټه اخیستنه تحریکات اوناارمي شروع کړي۰چه دثورد تحول انګیزه هم ددې ځای نه سرچینه اخلي۰ هغه وخت چه دآی اس آی ترلارښووني لاندی هغه تروریستي عمل  چه هدف یی د داودخان دحاکمیت او دافغانستان دخلګو د دموکراتیک  ګوند ترمنځ  دبې اعتمادی منځت راوړل وه، د اسلامی  حزب له لوری  د« لطیف،عبدالصمد،زمرک» له خوا  ترسره سو ،چه په پایله کي یی  «خیبر» شهید اودافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند اودولت ترمنځ  کلکه بې اعتمادی رامنځته او دګوند یوشمیر غړي بندیان سول، چه  په پایله کي دثور تحول رامنځ سوو،چه دا پورتني پیښې دثور دتحول انګیزه اولامل  بلل کیدلایسي۰

   دافغانستان د نوي دموکراتیک جمهوریت سره  دشوروی اتحاد تر پخوا هم ټنګه دوستي او ترڅنګ یی ددولت  دچټکو شپږم، اووم او اتم لمبر فرمانونو مخ ته اچول  اودیوشمیر چارواکو دګوند اودولت  داهدافو څخه لیری کړني ددولت مخالیفینو  ته ښه تبلیغاتی ګوله ور په برخه کړل ،  چه دا کړونو و آی اس آی ته دلاسوهنی  ښه زمینه نوره هم برابره کړل۰امریکاته هم په دې هیواد کي دیوه داسی حاکمیت په وړاندی بغاوت  په زړه پوري وو،کوم چه دیوه اړخه  دولت یی شوروی پلوه  وو،اودبله اړخه  دشوروی اتحاد دجنوبی سیمو سره یی هم  په زرګونه کیلو متره سرحد در لودلي، ځکه نو کیدلایسواي چه امریکا  دشوروی اتحاد څخه دویټنام دجنګ غچ  هم دلته واخلی۰

 دامریکایی چارواکو داخوب دامریکا دجمهوری ریس کارتردامنیت مشاور «برژینسکي» په تیزس کی دعمل جامه واغوستل۰ برژنسکي  دفرانسوي نشریی «لونوول آبزرواتور» سره په ۱۹۹۸   کال په یوه مصاحبه کی ویلی دي چه: «امریکا په افغانستان کي دروسانو ومداخلی  ته داسي شرایط مساعد کړل،  چه هغه دپټو عملیاتونو پایله وه ،چه شوروی اتحاد یی دافغانستان په لومه کي وکړایسوای  بندکړي۰۰۰۰ او وایی کوم وخت چه شوروی  اتحاد پرافغانستان یرغل وکړ،ما وجمهورریس کارتر  ته لیک ولیږي،چه اوس هغه وخت راورسیدی چه شوروی  اتحادته دویټنام دجنګ په څیر جنګ تقدیم کړو»۰

دبرژنسکی څخه دژورنالیست بل سوال داوو، چه ایا تاسو دې باندی پښیمانه نه یاست چه  اسلامی بنسټ پاله د تجهیز اودرس ورکولو ترڅنګ مو ملاتړ هم وکړي ،چه  دادي په اوسنی تروریستانو باندي اوښتی دي ؟په جواب کي ویلی دی چه په تاریخ کي څه شی مهم دي؟ دطالبانو منځ ته راتلل  یا دشوروی اتحاد ماتیدل؟ دیوشمیر احساساتی مسلمانانو شتون اوکه دمرکزی اروپا ازادی او دساړه جنګ پای ته رسیدل؟ 

هم دارنګه  د۱۹۷۹ کال دجولای پردریمه چه شورویانو پرافغانستان  باندی  لا یرغل نه ووکړی چه دامریکا جمهورریس دافغان مجاهدینو«اشرارو» سره دمالي کومک سند دسي آی ای دلاری  چه د«پټوعملیاتو» ترنامه لاندی  طرح اوجوړسوی وو ،لاسلیک کړ چه ددریم هیواد «پاکستان» دلاری باید داشرارو سره کومکونه وسی۰

 دسی آی ای پخوانی ریس اوداوباما دلمړی دوری ددفاع وزیر «رابرت ګیتس» هم  د خپلو خاطراتو  کتاب  چه «په سیوري کي» ترعنوان لاندي لیکلی دي، په یوه برخه کی داسي لیکلي دي  چه، « د شوروی تریرغل شپږ میاشتي ترمخه دافغان دولت پرضد موږ دمجاهدینو دګروپونو سره کومکونه شروع کړی وه»۰

دشورویانو تریرغل  یومیاشت وروسته  بیا نوپه ښکاره توګه  سی آی ای اوغرب  دافغان دولت پرضد  خپل ناروا جنګ شروع کړ۰ تر یرغل یو میاشت وروسته برژینسکي دافغانستان  قبایلی سیمو« خیبر ګذرګاه» ته سفر وکړ او داشراروسره په یو ه غونډه کي هغو  ي ته داسی وویل : «زه ستاسو دهغی  ژوري عقیدی څخه چه وخدای ته یی لری پوه یم ،زه  اطمینان لرم چه ستاسو دا جنګ دکامیابیو سره به وي۰ اوهغه مځکه په تاسو اړه  لري ،اوهغه ورځ به راسي چه تاسوبیرته وروګرځي،بیرته به کورونه اومسجدونه خلاص کړی ،ځکه ستاسو هدف صحیح او خدای مو ترڅنګ دي»۰

کوم وخت  چه افراطي محافظه کار « ریګن»  په ۱۹۸۰ کال کی جمهور ریس سو ، داجنګ نورهم شدت وموندي ،دتنظیمونو مشران اویو شمیر جهادی قومندانان یی وسپینی مانی  ته دعوت کړل،دتلک خرس دکتاب په حواله چه بیله ګلبدینه نو رټول مشران  اویو شمیر جهادی قومندانان دریګن وحضور ته ولاړل،ګلبدین ځکه نه ولاړی چه ویل یی چه دا افشا کیږی اوحزبیانوته بیا زموږ دتخریب  ښه زمینه مساعدیږي ۰ دبریتانې لمړی وزیر ي«مارګارت تاچر» دامریکا سره په هم ږغي هم دخیبر اجنسی ته  داشرارو سره دکومک اووجنګ ته دتشویقولو  په اړوند دضیا الحق  اویوشمیر نورو دآی اس آی دجنرالانوسره ولاړه ۰ په دې سیمه کي  دتاچری څرګندوني چه اصلآ دافغان وژني اوویرانی په اړوند وي ، بیاهم  داسلامی تنظیمونو  دتایداو تکبیر دنارو  سره بدرګه کیدلي ، دتعجب ځای دادي چه څنګه  دتنظیومونو مشران اوغړي د انګریزی  ښځی وڅرګندونو ته دتکبیر ناري وهي۰  په هغه وخت کي به  شوروی واکمنو ویل چه  زموږ عسکر افغانستان ته دامریکا له خوا زموږ د سرحدی سیمو دتهدیدونواودپټو توطیودخنثا کولو  له پاره تللي دي، اودایرغل به یی توجیه کوي۰ ولی امریکا اونوري غربي نړي به نه ورسره قبلوي،اواسلامی هیوادونه به  یی نورهم ددوی په وړاندي دمجاهدینو سره کومک ته تشویقول۰ 

ددي برخي په وروستي کرښوکی کي غواړم داهم ووایم چه  دافغانستان جنګ  دشوروي ا تحاددا مپراطوري دچپه کولو اصلی لامل  په توګه نسی کیدلاي ،لکه چه تنظیمی ګروپونه اوغرب داتبلیغوي  ۰ په داسی حال کي چه دایو د څولاملونو څخه کیدلاسي چه واوسي ۰غواړم دلوستونکو پام دپورتني ادعا په اړوند وځینولاندي تاریخي څرګندونو اوپیښوته راواړوم۰ 

 کوم وخت چه تاچر ي  په ۱۹۸۴ کال کی مخ  کي تردې چه میخایل  ګرباچف  دشوروی اتحاد دمشر په  صفت وټاکل سي په لندن کی دهغه سره ملاقات وکړي۰تاچری ددی ملاقات په اړوندوویل ښاغلی ګرباچف مي خوښ سو،موږ کولایسو چه یودبله تعامل سره وکړو»،چه ددې لنډو څرګندونو تفسیر کیدلایسی چه دسوسیالیزم دمنځه وړلو اونړي ویوه قطب ته تسلیمول وي۰

 داسی معلومیدل چه غرب دشوروي  په رهبري کي نفوذ کړی وو،دبیلګې په توګه کوم وخت چه په ۱۹۹۰ دګرباچف دایسته کولو په وړاندی دشوروی اتحاد کمونیست ګوند پریکړه وکړه، اوپرځای یی ا ولیانوف وټاکي،سمدلاسه دامریکا جمهور ریس لومړی بوش  دتلویزیني شبکو له لاري غبرګون ښکاره کړ  اووي ویل :که ګرباچف بیرته جمهور ریس نه سي،موږبه  ژرترژره هغه ۴۰۰ ملیونه دالره چه دافغان مجاهدینو سره مودکومک په هکله وتعلیق ته اچولی دی دثنا دمجلس څخه تیر او دا کومک به په افغانستان کي دجنګ دشدت لپاره  ومجاهدینو ته ورکړو۰ په دری کي متل دي چه وایی،  «ده درکجا درخت ها درکجا » اویا په پښتوکي هم داسي یومتل سته چه وایی ،«وهم دي چیري ډب دي چیري »ددوی ددې څرګندونو څخه هرڅه په ډاکه کیږي ۰ په داسي حال کی چه  دادشوروي دولت کورني دولتی سیاست وو، او په امریکا یی چارواکو یی هیڅ اړو نه درلودله۰لکه  په ۱۹۶۲ کال کي هم دارنګه سیاست اوپریکړه دشوروي کمونیست ګوند دخروسچیف دایسته کولو په اړوند ترسره کړه،په هغه وخت کي ولي امریکایی واکمنان دخروسچیف په هکله څه ونه وی،داځکه چه هغه دغرب سره کومه اړیکه نه درلودله۰  

 دروسانو په منځ کی هم په هغه وخت کی داسی یو ه ټوکه  منځ ته راغلي وه ،ویل به یی،چه ګرباچف چه سهار دفتر ته ولاړسی ،نودستی زنګ وریګن ته تیر کړی،چه دنن ورځی پلان څه شي دي چه اجرایی کړم،او یلسین چه بیا دفتر ته ولاړ سي بیا بوش ته زنګ ووهی  چه دسبا پلان څه شی دي چه اجرایی کړم،یعنی دی بیا ترګرباچف هم امریکا ته نیژدې دي۰

 دروسی جمهورریس ولاد یمیر پوتین  هم د ۲۴-۹-۲۰۱۶  تمه په مسکوکي دسیاسیي ګوندونو سره په یوه ملاقات کي وویل، هیڅ اړتیا دشوروی اتحاد وپاشل کیدو ته نه وه، په شوروي کي ودموکراتیکو اصلاحاتو ته زمینه مساعده وه۰ولی یوشمیر ویران کارو دګوند دننه دناسیونالیستی تفکر له مخي داکارترسره کړ۰   

پورتني څوتاریخی مستندی کرښي داپه ګوته کوي چه  پرافغانستان باندي دشوروی یرغل،دشورویانو دستراتیژي برخه  نه بلکه دخپلو جنوبي پولو دساتلو لپاره چه هغه هم دامریکا له لوری ، ویو ه  داسي جبری غبرګون ته اړایستل وه ، چه  په دې ا ړوند  مخکنی پلان هیڅ  شتون نه درلودلي ۰

نو ویلایسو چه نور ټول  یوازی تبلیغات وه چه،غربي رسنیو به هغه دتزار دوصیت خبری   تبلیغولی ،دمنطقی ولسونه  به یی په بیرول، چه شورویان غواړی ګرمواوبوته ځانونه ورسوي« داهم  دقیقه نه ده چه تزارهم دداسی تفکر دپلی کولو اراده  دروسیی دپاره درلودله اوکه یا »  ۰

 داپه دې معنا  هم نه چه هغه ته باید یرغل ونه ویل سي۰  تمت بالخیر

دوهمه برخه به وروسته ونشرته وسپارل سي۰

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder