29.06.2018 (08.04.1397)

دافغان دولت اوطالبانو ترمنځ تیراوربند ته یوه لنډه کتنه

انجنیر سید عبدالقادر
لومړي برخه مقدمه : دالمان اقتصادپوه اوفیلسوف په خپل لوي اثرکی ویلي دي چه انسان پرخپله پانګه باندي تریو ې ټاکلي اندازی پوري حاکمیت لري ،ولي کوم وخت چه پانګه ډیره سي بیا هم دا پانګه ده چه پر انسان حاکمیت کوي اودډیروالي دپاره یی وجنایتونو ته تشویق او هڅوي۰
دنړئ په نیژدې تاریخ کي دولسونو ویښتوب دزاړه استعمار لوبغاړي ونووشیوو ته وهڅول چه دهغوی دا هڅي دنوي استعمارپه نامه یادي او ښکار ه سوي ۰ دنوي استعمارلوبغاړي چه په سر کي یی دامریکا متحده ایالت قرار لري ،دپخوانی شوروي اتحاد ترړنګیدو وروسته دمیدان ګټونکي اودنړئ نظامی اواقتصادي سالار یی ځان وبلي۰دشلمي پیړئ د ورستیوودوولسیزوکامیابیو دنړئ یکه تاز ودې ته وهڅوی چه دیوشتمي پېړي په سرکي د لنډو استعماري لارو نه په ګټه اخیستنه سره وړاندي ولاړ سي ،اود بریتانوي استعماري زړو شیوو ترڅنګ نوي غولوونکي شیوي هم په کار واچوي ،څو وکړایسي د اسیا اوافریقا یوشمیرزیرمي لرونکي هیوادونه په اساني سره تراستعماري یرغل لاندی کړی۰ګرچه امریکا ددې کار شروع لومړي پرلویه یوګوسلاویا باندي عملي اوهغه یی تر بیرحمانه بمبارد او کورنئ جګړې وروسته پر شپږو کوچنیو هیوادونو باندي تقسیم اوبیله دسربیا ددولت نه یی چه دروسیي سره هم ږغه پاته سوو، نور ټوله یی په یوه او بله بڼه ترلاس لاندي کړل۰
وروسته واشنګټن هغه دیرش کلنه ستراتیژي چه د(فارس دخلیج دنفتو دکنترول ترنامه لاندی طرح ) یعنی داسیا اوافریقایی شپږو هیوادونو په هکله جوړه کړیوه وړاندي ولاړل چه عبارت د(افغانستان ،عراق،لیبیا،سومالیا ، سوریه اوایران ) هیوادونه وه چه په عملي توګه یی دهغوي په وړاندی قدومونه پورته کړل ۰امریکایی واکمنو عقیده درلوده چه دخلیج پرنفتو کنترول پراروپا،چین اوجاپان باندي دکنترول معنا لري،چه دا پرجهان باندي دکنترول په معنا بلل کیدایسي ،چه پایله کی دنړي دصنعتي هیوادونو دپرمخ تګ مانع ګرځیدلایسي۰ځکه نولومړي یی افغانستان ترخپل استعماري وزر لاند اوبیا یی پرعراق باندي یرغل وکړي،پسله ۴۰ ورزو یرغل نه بغداد یی ترخپلي ولکې لاندی راوستي۰بوش په ډیره سپین سترګي باندي ددې خبرپه اوریدو سره په سپینه ماڼي کي دعراق دنفتو دویش په اړوند د نفتو دیوشمیر شرکتونو سره عاجله اودخوښې جلسه جوړه کړل اووی ویل، چه دعراق نفت به هغو شرکتنو ته ورکول کیږي کوم چه قربانی یی ورکړی وي۰نړیوالو مدیاوو دبوش دااحمقانه خبره داسی تعبیر کړل چه، هدف یی المان اوفرانسه وه، داځکه چه دالمان صدراعظم ،شوریدر او دفرانسې ولسمشر شیراک دعراق په استعماري جګړه کي ګډون و نکړ ي ۰ 
دعراق ترنیولو وروسته یوشمیر امریکایی واکمنو اعتراف و کړی چه پرعراق باندی ترحملي وړاندی دامریکایی نفتي شرکتونو مسؤلینو او دصدام مخالف اپوزیسیون دعراق نه بهر دعراق دنفتو پرویش ملاقاتونه کړیوه چه دعراق ترنیولو وروسته کوم شرکت څه باید ترلاسه کړي،ځکه نو بی بی سی رادیو هم دجنګ پرمهال پر داواقعیت باندی اعتراف وکړی چه صدام یوه ګناه لری چه هغه دتیلو درلودل دي ۰
په تیره نیژدې یونیمه لسیزه کي امریکا وکړایسوای چه په عربي نړي کي دعربي بهار ترنامه لاندی خپل استعماری یرغلونو ته زمینه مساعده کړی څو په نتیجه کي ،عراق،لیبیا ، یمن ،سومالیا اوسوریه هم و کورنئ جګړو ته کش اوافغانستان کي نیابتي جګړه هم وړاندی بوزي ،چه خپلو شومو مخو ته ځانونه نیژدې کړي۰
پرسوریه باندی دناتو دبریدکولو په لومړيو لحظوکی دروسې پوځي پرمختیاوو وکړایسوای چه په سوریه کي دناټو په وړاندي ودریږي اوهغوي ونکړایسي چه دلیبا په څیر حاکمیت یی چپه اوبیا ځان دایران ونیولو اوروسیی ومحاصری ته نیژدي کړي ۰
دامریکا ترمشری لاندی داسي جګړی او ناکامه اقتصادي سیاست پایله کي دامریکا په نوو ټولټاکونو کي ترامپ دمیدان ګتونکي سوو، دترامپ ترحاکمیت لاندي دامریکا اوناټو ترمنځ په ډیرونړیوالو پېښو کي همږغي لږ سوي اومخکنی دوه اړخیز اعتماد یی ترسیوری لاندی راوستلي دي۰ چه نیژدې بیلګه یی دایران دهستوي پروګرام باندی دامریکا دلوري دفرجام نه منل دي،چه داروپا اتحادیه دامریکا داکړنه داروپا داتحادیي دامنیت اواقتصاد په ګټه نه بولي اوهم وایی چه داسي کړنه نړیوال امنیت ه ترګواښ لاندي راولي، سپیني ماڼي بیا داروپاداتحادیی داسیاست دامریکا په ګته نه بولي۰په پایله کي ویلایسو چه یودبل په وړاندي ددوي سیاست په حقیقت کي دناټو دپاشل کیدو اودامریکا نه داروپا داتحادیی داقتصادی اوپوځي ازاد ئ سیګنالونه په ګوته کوي ۰ 
دوهمه برخه:
دپورتنيوڅوکرښو په نظر کی نیولو سره هراستعماري ځواک په زور یرغل کړي اودمقاومت په زو ر بیرته شاتګ ته اړاومات سوي دي۰افغانستان هم یو دهغو هیوادونو څخه دي چه امریکاد خپل دیرغل وروستئ میاشتي اواونئ حسابوي ،چه په دې اړوند دخپلو هم ګټو اوستراتیژیکي ملګرو سره د شاتګ دپا ره داسي لاري اوتاکتیکونه سنجوي چه لږ ترلږه دناکامي نوم یی پټ وساتل سي۰په دې اړوند ویلایسو چه په نړئ اوافغانستان کی داسي اوربند نه دي په ګوته سوي چه داوربند پرمهال دی دواړه لوری پریوه دسترخوان باندي ډوډئ نوش جان اوچاي وچښي،کیدلایسي داسي عجیب اوربند دلارښوونکو دلوری سازماندهی سوی وي،چه د ولس دصلح دتندی سره ددواړو لورو دسربازانو مینه اواعتماد هم ملګري کړي ونړیوالو ته دښکاره کیدو ترڅنګ دراتلونکي صلح دپاره هم یوتآثیر لرونکي قدم پورته سوی وي ۰ 
ددولت اوطالبانو ترمنځ تیرسوي درې ورزنی اوربند داپه ګوته کړل چه دولس ترڅنګ طالبي اوافغاني سربازان نه یوازي دجنګ نه ستړي سوي بلکه نه غواړي چه په هیواد کی نو ریوافغان بل افغان ووژني اودپردو دګټو ښکار سي۰ځکه نو داړوندو لارښونکود امید او توقوع نه لیري د دواړولورو سربازانو په لومړي لیدنه کي یوتربل په غیږ کي دنیولو پر وخت سره مچ اوهم یی دخوښې اوښکی توي کړي۰
ددوي داسي اوښکو نه یوازي راتلونکي جنګونه به ددواړولورو دترحم ترزاویی لاندي سخت متآثر ه کړي بلکه ددې جنګ په وړاندي دنړیوالو نظر یی هم دخپل تآثیر په زاویه کي راونغښتي،چه ددې زاویی نه دهغوي وتل دمنطقي په اوسنیو پوځی اواقتصادي شرایطو کي ناشونی ښکاري ۰ځکه نو دیوه اوبل لوري نه حتا یواړخ دامریکا سره په هم ږغي دنوي اوربند درامنځ ته کیدو دپاره داسلامي هیوادونو دمرکز(سعودي عربستان ) نه هم دفتواوو اوازی خپرې او په دې اړوند به عملی قدمونه هم ژر پورته کړي۰داهلي ځلی دڅو لاندي لاملو له کبله ترسره کیږي ۰
ـ په ۲۰۱۴ کال کي د امریکاد۱۴۶ کلونلو داقتصادي ابرقدرتي دلاسه تلل ،
ـ داروپایی اتحادیی سره داقتصادي راکړی ورکړي پرسر لانجې 
ـ په نړئ کي دچین اقتصادي برلاسئ 
ـدروسې پوځي بېساری پرمختګ اومنطقه کي نوي اقتصادی اوپوځی معادلي 
ـ د امریکا اقتصادي اوپوځي توان بې ساري پاته کید ل اوترشلو تریلینو ډیر دبودیجې کسر او دیوشمیر چارواکو د(اقتصادي ناسیونالیزم ) شعار اوعملي کولو ته هڅیدل ،څرنګه چه دترامپ داسي څرکندوني داروپاداتحادیی داقتصادي سیاست سره هم ږغه نه دي،نوددواړو لورو دڅولسیزو مناسبات یی هم ترمنفي تآثیر لاندي راوستلي چه ددوی دداسي مناسباتو نه روسیی هم ډیره ګټه پورته کړیده۰ 
دپورتنیو څوکرشو په نظر کی نیولو سره دافغانستان دڅلورو لسیزو په جګړه کي پاکستاني واکمنو لوجیستیکي مهم رول لوبولي څو نه یواز ي ددې جګړې نه اقتصادي ګټه پورته کړي بلکه لوی هدف یی دادي که وکړایسي چه دديورنډ دفرضي کرښي نړیوال رسمیت ورپه برخه کړی،۰ځکه نو دتیر په څیر دوه مخي سیاست وړاندي وړي ګرچه په لومړي کلونوکي به امریکا ورسره همږغه وه ولي اوس مهال داسي بریښي چه دامریکا ولس نور نه غواړي چه ددوي دمالېې پانګه دي په داسي جنګونو باندی ولګیږي اوغواړی پنتاګون یی ژر ترژره دافغانستان دجګړی نه شاتګ وکړي ،اوپرپاکستانی واکمنو باندي داسي فشار ولګوي چه دامریکا دستراتیژیکي ملګرتیا نه هم ونوزي ۰
داوربند نه وروسته دطالبانو داعلامیو نه داسي ښکاری چه دهغوي عمده شرط دامریکایی پوځیانو دوتلو دمهال ویش اعلان دي چه ترهغه وروسته دامریکا سره مخامخ دصلح مذاکري شروع کړي۰ دامریکا دلوري دا وړاندیز تراوسه نه دي منل سوي اوهغوی اوس هم هغه غیري عملي وړاندیزونه چ دطالبانو دلوری داساسی قانون منل او پرمځکه باندي دتوپک ایښوول دي،داسی د تسلیمي 
وړاندیزونه نور ونړیوالو ته هم دقبول وړنه دي،ځکه نو اوس مهال څه ناڅه عملي پرمخ تګونه احساس کیږي۰
دافغان ولس دراتلونکي برخه لیک په اړوند مهمه داده چه څنګه کیدلایسي چه په راتلونکي کي دحاکمیت واک په یوه دیموکرایتکه توګه دولس استازی ترلاسه اونړیوالو ته دیوه ریښتیني بیطرف هیواد په څیر ځان ښکاره اووړاندي ولاړسي۰ داسي مهمه او ملي دنده دافغان ژمنو روشنفکرانو ده چه باید پدې لاره کي دولس په لاس نیوي باندي قدم پورته کړي۰ 
دپورتنيو څو کرښو په اړوند غواړم چه دامریکا ددرو سیاست والو څو کاله وړاندي دلیکونو یوڅو کرښي دلوستونکو سره شریکي کړم،کوم چه واقعیتونه پکښې څرګندسوي دي۰ 
ــ داسي معلومیږي چه اوس مهال سپینه ماڼي دموکرات ګوند غړي اولیکوال (ویلیم آر ـ پولیک) دهغه لیک متن ته ځان ورنیژدې کوي ، کوم چی د ۲۰۰۹ کال په ورستيو مياشتو کي يي اوباما ته دافغانسنتان له پاره دامريکا دنوي ستراتيژي دجوړولو پر وخت ليږلي وو ، دليک په يوه برخه کښي لیکلي وه :( ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي ، خوځيني بيا په دې پلمه بيرته وزي ، چه ګواګي نور خپل هدف ته ورسيدل ،او دپاتيدو اړتيايي نسته ۰ زه باور لرم چه امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل هدف ته درسيدو فرصت لري۰ داخو خوراپڅ فکر دي چه بغاوت دې په يوه هيواد کي داشغال کوونکو دلاس پوڅي حکومت په راوستلو پاي ته ورسيږي ۰
ـــ د ۲۰۱۰ کال د جولاي پر ۳ دامريکا په کانګريس کي د امريکا ديوه مشهور سياستوال او استازي ( ران پاول ) دخپلي بيانيي په يوه برخه کي داسي ويلي دي : زموږ مشرانو پر عراق باندي دحملي له پاره موږ ته درواغ ويل او دافغانستان دنيولو له پاره موږ هم خطا ايستلو ۰آيا موږ ته ددې جنګ دپراخولو په حصه کي يو ځل بيا هغسي درواغ نه ويل کيږي لکه په ۱۹۶۰ لسيزه کي چی دويټنام دجنګ دپراخولو پر مهال راته ويل کيدل ؟ مخ ته ځي او وايي
هو ، دا واضح ده چی په افغانستان کی پوځی ماتې زموږ په برخه ده . د تګلارې یا تګلارې جوړونکو د بدلون څخه پرته یوازی د جنرالانو بدلون زموږ مصیبت نور هم همیشنیً کوی او صرف هغه څه ځنډوی چی هرومرو پیښېدونکیً دﺉ .دا هغسی جګړه نه ده چی زموږ جنرالان ورته روزل سوي وه . دولت جوړونه ، د پولیسو کارونه ، ټولنیزی جوړونی هیڅکله هم د بهرنیو نیونکو دندی نه دي او نه هم دا د هغو پوځیانو کار دی چی د جګړې د ګټلو لپاره روزل سوي وي .
ـــ په داسي حا ل کي دامريکا واکمنان د پورتنيو امريکايي سياست والو وړانديزونو ته د چل او چم سره يو ځاي ځا نونه نيژدي کوي ، چی نيژدي ټول فرصتونه يي دلاسه ورکړي دي.

او داسی معلوميږي چی دوي هڅه کوي چی لږ تر لږه دخپلي سياسي او اقتصادي ماتي تلافي وکړي ،او د خپلي امپراتوري دچپه کيدو وخت يو څه اوږد کړي.

۰تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 30. Juni 2018 07:01)

    انجینر صاحب ښکلی، اموزنده او په حقایقو متکی لیکنی دی ستاینه کوم الله ج دی د داسی لیکنو لا ډیر توفیق درکړی زه به هم څه ورسره زیات کړم :
    لمړی د هغه می ډیر خوښ شو تکرار یی نه لیکم ، کله چه پانګه کمه وی حرص هم کم وی د پانګی خاوند په پانګه جبرا حاکمیت لری یعنی دومره نه وی چه نور پری استثمار کړی کله چه زیاته شی د نور و د استثمارولو او غلامولو وړتیا تر لاسه کوی .
    دوهم : تاسی دموکراسی د نورو په شان داسی کارولی لکه مونږ مسلمانان چه وایو اسلام کی خو داسی شته یا نشته یعنی د اسلام په خای کت دموکراسی کاروو حتی ځینی ساده او ناخبره مسلمانان هم دغه ترمینالوژی په همدغه شیوه او معنی کاروی ستاسی خبره یواځنی نوی نړیوال استعمار په دی توانیدلی چه دموکراسی د اسلام ځای ونیسی صرف حرام او حلال یی سره سرچپه دی لکه اسلام چه الهی دین او نظام دی دجال هم دموکراسی د ټول بشریت د پاره نوی دین او نظام ټاکلی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind