27.11.2016 (07.09.1395)

داعش په هره ولسوالۍ کې د کډوالو په جامه کې ۲۰۰ کورنۍ ځای پرځای کوي
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، داعش پلان لري چې د افغانستان په هره ولسوالۍ کې دوه سوه کورنۍ د مهاجرو په توګه ځای پرځای کړي.

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د پرونۍ غونډې مشري یې هم کوله ادعا وکړه چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د داعش دوه سوه ځای پرځای کېدونکې کورنۍ به د یوه کال په موده کې ۸ سوه نورو کورنیو ته چې د دې ډلې همفکره دي، د اوسېدو زمینه برابروي.

د ښاغلي قدیر په خبره د داعش له پلان سره سم په هرې ولسوالۍ کې به د دې ډلې زر کورنۍ په خورا اتفاق خپلې چارې مخ ته وړي چې هغه مهال به یې مخنیوي له وسه پورته کار وي.

نوموړي که څه هم په دې اړه څه ونه ویل چې دی د داعش له دغه پلان څخه څنګه خبر شوی، خو وايي، حکومت په دې اړه بې تفاوته دی.

نوموړي زیاته کړه:«داعش ته داسې پلان جوړ شوی چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د مهاجر په لباس کې دوه سوه کورنۍ ځای پرځای شي، حتی که حکومت ورته ځمکه ورنه کړي ځمکه په پیسو اخلي او دوی د یوه کال په موده کې باید دغه دوه سوه کورونه اته سوه نورې کورنۍ له ځان سره یوځای کړي دا دوه سوه کورنۍ چې یوځای کېږي دا بې اتفاقه نه دي دا فکري کورنۍ دي.»

د ملي دفاع وزارت دا نه مني چې ګنې دوی د داعش له پلانونو بې خبره دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي چې داعش له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، خو داسې هم نه ده چې دوی د دغه ډلې له پلانونو بې خبره دي.

شااخوا یو نیم کال وړاندې داعش وسله والې ډلې رسماً د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپل حضور اعلان وکړ، خو افغان حکومت په کراتو دا ویلي چې دغه ډله یې ځپلې او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې دایمي مرکزونه جوړ کړي.

وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم د افغانستان شمال ته د داعش د وسله والو د انتقالېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

له دې ټولو سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، داعش په افغانستان کې د دایمي مرکزونو د جوړولو هڅې په خورا مهارت مخ ته وړي چې تر دې دمه بریالي هم دي.

ویل کېږي چې داعش وسله وال سږکال ژمی په یو شمېر ولایتونو له دې ډلې په زابل کې د مرکزونو د جوړولو پلان لري.

سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder