28.03.2019 (08.01.1398)
داضابط دموږله خوا تاسوته بخشش
عبدالرووف لیوال

دکال۱۳۷۰وم کال دژمۍ وروستې شپې وې ، جنرال دوستم ته اړونده ۵۳فرقه په سرغړونې اوغصه ناک ډول له کابل نه شمال خواته وکوچیدله اودجنرال مومن اندرابی له ۷۱ مې میکانیزه لوا سره یو ځای شول ، هغه مهال اسلامی جنبش نوی جوړشوی وو، دشمال وضعیت په خرابیدوشروع وکړه.

جنبش پورې اړوند پوځ هغه افسران چې دجنبش غړی نه ول یاهم پښتانه ول په مجاهدینوپلورل ، ډګروال پنځلس زره افغاني ، ډګرمن لس زره ، جګړن اته زره افغانی نرخ درلوده اوپه مجاهدینو خرڅیدل ـ دخدای تعالی کړنې دی ، تصادفاً په دې لړ کې دترافیکو یوضابط هم په درې زره افغانیو په مجاهدینو پلورل شوی وو، مجاهدین کله چې پوه شول هغه افسر نه بلکې دترافیکو ضابط دی ، نو په ګلم جمانو په غصه شول اوګلم جمانو ته یې وویل چې ، تاسو خوپه موږ ترافیک پلورلی ، هغو په ځواب کې ورته وویل (دادی دهغه ترافیک په بدل کې داداردو جګړن درواخلی ، هغه ظابط دې تاسو ته بخشش وی )

له همغې ورځې دافغان اتل اردونړیدل پیل شول ، ترڅو دټولو مجاهدینو له خواملی اردوړنګ اوداردوتجهیزات هم لکه دسکاردتوغندیوحق السوق (اورلن توکی) اوشوبلې په پاکستان دبوسو په تول خرڅ شول ، لنډه دا چې دافغانستان دوه سوه کلن اردوپه بشپړه توګه له منځه لاړ.

اوس بیاهم عمران خان غواړی چې دافغانستان قانونی دولت په موقت حکومت بدل اوهغه نیمګړی اوځوان اردو چې نوی په پښوراغلی له منځه لاړ شی اوددوی هغه توغندیو ته چې دهیواد په ختیځ راپریوځی ، څوک یې ځواب ورنکړای شی .

یا خدایه ! موږ دغلام له غلامی نه وساتې ! آمین

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • razmohammed mohmend (Freitag, 29. März 2019 21:30)

    lival sahib we have soldout afghans like karzai atmer.
    they want again the same story.
    i hope afghans think about it.

    thank you

  • محمد (Dienstag, 02. April 2019 15:25)

    لیوال صاحب، خدای پاک شاهد دی چي څومره په حقایقو به خبر یې. خبر به یې لا به نه یې خبر خو اوس د افغانستان هر ماشوم خبر دی چي د افغانستان په روانه بدامني کي د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او امنیت ملي هغه جګپوړي منسوبین مستقیم لاس لري چي د پخوانۍ ۲۰۰ کلني ملي اردو د انحلال مسئول هم وه. هغوی اوس هم شوبلي، وسلې، روغنیات او تجهیزات د سکریپ په بیه پلوري. دا ځل د موقت حکومت غوښتنه کونکو په راس کي حامد کرزی قرار لري. هغه حامد کرزی چي د سعودي شاهي حکومت لخوا ورکړل سوي شخصي تحفې یې ملي ارشیف ته ډالۍ کړې. او موږ خبر یو چي په ملي یو والي حکومت کي هغه خلګ ناست دي چي زموږ ملي ارشیفونه یې چور کړي وه. د اتمر یادونه ځکه مهمه نه ده چي د ډاکټر غني نیژدې انډیوال دی. پخوا هم وو اوس هم دی. تر کومه پوري چي د کرزي صاحب خبره ده، افغانان بشپړ اعتماد پر لری. نن که په صفت د یوه شخص پر یوچا باندي افغانان د هیواد او ملت د ژغورلو حساب کولای سي، هغه حامد کرزی دی. لایق او پوه سړی دی. که زما شخصي دښمن هم سي ، زه به بیغمه د شپې خوب کوم چي زه دښمن دی هوښیار او زړه سوانده دی او تر کومه چي د پرچمیانو او خلقیانو خبره ده، که دي دوستان وي او درنژدې وي دښمن ته اړتیا نه لرې. امریکایان اوس لک چي لږ لږ په دې خبرو پوه سوي دي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind