30.12.2017 (09.10.1396)

داسې خو نه کیږي!
ډاکټر ګل مر جان منګل

لس ورځې وړاندې اشرف غنی د عطا ممد استعفی ومنله، باید عطا ممد د بلخ د ولایت چوکۍ چی نږدې پنځله کاله ورباندې په شنه زور ناست دی، خپل پخواني د سنګر  ملګري انجنیر داود ته چی هم د جمعیت له ډلې څخه دی، سپارلی وای خو د استعفی له لومړۍ ورځې عطا نور او د جمعیت د ډلې یو تعداد افراد او اشخاص لا ټینګار کوي وایې چې دوی دا استعفی نه مني باید حکومت ورسره خبرې وکړي، یعنې چی د بلخ د چوکیو په پريښودلو باید حکومت په یواز کې امتیازات ورکړي، ځکه چی د پلار او نیکه یې میراث یې دي.

عجیبه خبره نه ده؟ د امریکا، ناتو او پنځه څلویښت بهرنیو هیوادونو په فزیکې او یا هم معنوی موجودیت کې چې په افغانستان کی د اشرف غنی او دوه سري حکومت تر شا ولاړ دي پر یو والې یی زور نه رسیږی، معجزه ده؟او که توطيه؟ عطاممد څوک دی، لا یې د جمعیته سره چی چوکۍ نه خوشی کوي؟ ایا عطا او د جمعیت یو تعداد کسان دومره زورور دي چې د دوه سري حکومت ورسره د ناتو چې په  سر کې یې امریکا قرار لري همدا رنګه پنځه څلویښت هیوادونه دوی ټول دومره کمزوی دي، نه شي کولای چی عطا ممد لرې کړي؟ نه اصلاً داسې نه ده عطا ممد ورسره یی یو تعداد نه، بلکې ټول جمعیت نه دا زور لري او نه هم دومره قوت چی عطا نه شي لرې کولای، اصله خبره هغه ده چی امریکا او ناتو له همهغه لومړۍ ورځې چی افغانستان ته راغلي دي دوی دوه مخی سیاست په افغانستان کې په کار اچولی دی او تر نن ورځې چې د عطا ممد په مسله کې  هم عینې خبره ده.

موږ پوره باور لرو چې اشرف غنی به د عطا په مسله کې د امریکایانو سره مشوره کړی اوسي، امریکا به هم ډاډ ورکړی اوسي، خو نن چې امریکا یا ناتو د عطا ممد په مسله کې ځان يوې خواته کوي دا د افغانستان او افغانان پر وړاندې توطيه ده، افغانان یې باید مخه ونیسي. امریکا او ناتو د کور چښتن ته وایي چې کور ساته او غله ته وايې چې غله کوه. اړینه ده چی ولس پر همدغه ټکی باندې سرونه خلاص کړي.

عطا ممد ورسره یی ټول جمعیت، جنبش او د محقق وحدت جمع یی د سياف اتحاد دا ټول د امریکا د غرب په زور چې په سر کې یی امریکا وه له غارونو او ښمڅو راوباسل  په میلیونو ډالر یې ورکړل د طالبانو پر وړاندې یې د پیاده قوې په صفت استعمال کړل، کله چی طالبان ورباندې له منځه یوړل شول، ورپسې یې ټول واک د همدغو خدای ناترسه ظالمانو په واک کې ورکړ، په فساد، د ځمکو په چور، د ملت مال غارت کولو یې ازاد پړی یې په لاس کې ورکړ خپل سر ته یې خوشي کړل، هر څه چی یې زړه وغواړي کوی یې او کولای یې شي.

موږ په تیرو ټاکنو کې ولیدل چی همدغه غربیانو چې په سر کې یې امريکا ده زموږ د افغانستان پر ټاکنو څه ډول ملنډې ونه وهلې، څنګه  یې  ټاکنې بد نامې او روسوا کړلې او بلاخره څه ډول شل سری حکومت یې پر افغانانو باندې وتپل شو؟ د پښتو متل چې وایې:

یو وار موګی ګرم، بیا موګی  ګرم بیا خو نو انسان ته په کار ده چی لږې سترګي وغړوی، لږ د هوش څخه کار واخلي ضرور نه ده چې بیا د هم  ږهغه موګي سره ټکرې خوري  سترګي یې پتې کیږي.

يوازې د عطا ممد مسله نه ده چی موږ ترینه تیر شو په هیواد کې مو لویه جګړه روانه ده هر ورځ په لسهاوو افغان خپل ژوند له لاسه ورکوی پوښتنه دا پیدا کیږی چی تر کومه به موږ وژل کیږو؟او د څه لپاره به وژل کیږو؟ د چا د ګټو لپاره به وژل کیږو؟ دا هغه پوښنې دي چې افغانان باید ورته ځواب پیدا کړی، چی د عطا ممد مسله نیغ په نیغه د همدغې جګړې سره تړاو لري.

موږ باور لرو چی همدا نن امریکا وغواړي نه عطا شته  نه عبدالله  یا کوم بل زورور. نه به جنبش وی نه وحدت یا اتحاد یا هم حزب اسلامي ، نه باور وکړئ طالب په سترګو وګورئ نه پاکستان او ایران چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

وړاندیز:

دا چې د عطا ممد د استعفې څخه لس ورځې تیریږی حکومت ورسره  یې متحدین  چې په سر کې یې امریکا ده زور ورباندې رسیږي خو خپل سر ته یې پریښودي ده، د هیواد او ولس پر وړاندې توطيه ده که یې همدا نن مخه ونه نیول شې کیدای شی سبا ته  د افغانستان لپاره  ډیره ګرانه تمامه شي. موږدافغانستان له ټول ولس نه په ځانګړي توګه د قومونو مشرانو، مدني فعالانو نظراو قلم خاوندانو په ټینګه غواړو چې د ایمانی او افغانی وجیبې له مخې راپورته شی نه یوازې د عطا مسله بلکی دا روان حالت ته چی په هیڅ ډول د زغملو نه دي، حل لاره ولټوي او روانې غمیزې ته د تل  لپاره د حل معقوله او مناسبه حل لاره پیدا کړي، هیواد او ولس د اور څخه ژغورل د هر افغان ایماني دنده ده باید تر سره یې کړي.

ومن الله توفیق

مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder