22.05.2019 (01.03.1398)

داساسي قانون ۶۱ ماده ، ابهام او وضاحت

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پدې ورځو کي چي د اولسمشرۍ ټولټاکني را نژدې کیدونکی دي ، د اساسي قانون ۶۱ ماده د هیواد په ټولو رسنیو کي خورا ډیره پورته کښته کیږي او هر څوک یې د خپل نظر په ګټه او د مخالف نظر پر ضد کاروي . زه هم غواړم پدې اړه د خپل نظر څو ټکي د حقوقي پلوه د خپلو لوستونکو سره شریک کړم . د لوستونکو څخه مي هیله داده ، که مي حقوقي تحلیل د چا په آند سم نه وي ، په حقوقي دلایلو دي راته اصلاح کړي . د اشرف غني دغو څه کم پنځه کلونو زعامت و ښوده چي زه هیڅ ډول اداری ، سیاسي یا عقیدوي تړاو نه ور سره لرم . له دې نه پرته ټولو لوستونکو ته مالومه ده چي ما پخپلو لیکنو کي تل خپل ازاد خیال ساتلی دی . اشرف غني مي د یوه مدیر په توګه هیڅ نه خوښیږي ، خو علمیت او د اقتصادي پلان جوړولو پوهه یې دده تر سیالو نوماندانو لوړه وینم . زما په نظر به منطقي خبره دا وی چي د اشرف غني د منفي یا مثبتو اړخونو په باره کي دده د سیالو نوماندانو په پرتله قضاوت وشي ، نه دا چي په مجرد ډول ده ته ښه یا بد وویل شي . ښکاره خبره ده چي یوازی ده ته بد ویل پخپله دده د نورو سیالو نوماندانو د تائید مانا هم ورکوي او برخلاف .
اوس به را وګرځو اولسمشریزو ټولټاکنو او د اساسي قانون ۶۱ ـ تمی مادې ته :
پدغې مادي په پیل کي دری ، یو د بله سره تړلي برخی د پام وړ دی :
۱ ــ د جمهور رئیس پنځه کلنه د کار موده .
۲ ــ ددغي مودي د پای ته رسیدو مخکي د یوې څخه تر دوو میاشتو په موده کي د نوي جمهور رئیس د پاره د ټولټاکنو تر سره کیده .
۳ ـ ور سره سم د موجود جمهور رئیس لخوا د جوزا په لومړی نیټه د واک لیږدول .

په دغي دریمي برخي کي هغه څه چي وضاحت لری ، د جوزا لومړی نیټه ده . دا چي واک باید چاته و سپارل شي ، څرګندوالی یې د بشپړ ابهام سره مل دي . دې ابهام ته بیا دوهمه برخه ښه او څرګند جواب لري ، چي هغه د جوزا د لومړۍ نیټۍ وړاندي یاني د وري او غوایي میاشتو کي د نوي جمهور رئیس ټاکل دي چي باید واک ورته وسپارل شي .
بل ابهام دادی چي که ټولټاکني د هر فورس ماژور غیر مترقبه لامل له مخی تر سره نه شوې ، بیا به دا واک چاته پریښودل شي ؟
پدې اړه څه موده وړاندي ستري محکمي د اساسي قانون د ارزښتونو ، د هیواد نازکو حالاتو په کتو او د تیرو ټولټاکنو ورته دود  ته په پام سره او همدارنګه دا چي د اوسني جمهور رئیس پنځه کلنه موده بشپړه شوی نده ، دا حقوقي پریکړه وکړه چی اوسنی جمهور رئیس باید د نوي جمهور رئیس تر ټاکلو پوري خپله دنده مخته بوزي .
 ددغه مشکل د حل د پاره د راتلونکو ټولټاکنو یو شمیر نوماندان بیا وایي چي د محکمي دا پریکړه د اساسي قانون د ۶۱ ـ تمي مادی سره اړخ نه لګوي . دوي د یوې طرحي پر بنسټ وړاندیز کوي چي باید اشرف غني د جوزا د لومړي نیټې وروسته واک و یوه سرپرست شخص ته و سپاري کوم چي د یوې لویي سیاسي اجماع د لاري وړاندي کیږي .

البته دوی دا نه ښئی او یا یې ښودلای نه شي چي دغه لویه سیاسی اجماع به د اساسي قانون د ۶۱ مادې سره څه سمون ولري او یا به د کومي بلي مادي له مخي منځته راشي . په دې توګه که د دوي له آنده د ستري محکمې پریکړه یو غیر قانوني عمل وي ، بیا نو ایا یو غیر قانوني عمل د یوه بل غیرقانوني عمل په مټ اصلاح او قانوني ګرځیدلای شي . که چیري اساسي قانون د یو چا په مقابل کي وثیقه ګرځوو ، نو خپل په مقابل کي هم باید دا وثیقه سپکه و نه ګڼو ، کنه نو د قضاوت پښي به مو ګوډي پاتي وي .
پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Donnerstag, 23. Mai 2019 02:53)

    په اشغال شوی هیواد او بلواکه ، ناوړه او فاسده اداره کی ټاکنی داسی مثال لری لکه څوک چه له نارینه وو بچی غواړی .
    ستاسی لیکنی کی دوه مهمو ټکو ته ګوته نیول شوی او هغه دا چه:
    لمړی: تاسی د ملی وحدت د حکومت به نوم شروع ته ولاړ شی چه اشغالګرو د یوه هیواد د پاره د ع او غ دوه ریسانو مقری د ټولو نړیوالو د اصولو خلاف کار وو له یوی خوا اشغال او له بلی خوا اشغال کی اشغال او د ټول هیواد توهینول .
    دوهم: ستاسی هڅه دا ده چه غلام غنی ته کمپاین وکړی . امریکایی بادارانو ورته د نړی د دوهم متفکر نوم ورکړو مګر د نړی لمړی متفکر څوک وو تر اوسه معلوم نه دی نو د اقتصاد په اړه دکتوری به هم نه لری که لری تاسی یی یوه کاپی مونږ ته وشایست چه اصلی ده که جعلی

  • لوګي (Donnerstag, 23. Mai 2019 08:50)

    ښاغلي نوزادي !
    ډير ښه منطقي دلايل مو داساسي قانون د ۶۱ مادي په روښانه کولو کي راوړي دي ليکن برسيره پر د دا ډلګيي چه ځان ته سياسيون وايي هدف يي د ښاغلي غني پرزول د ځکه هر څومره ډير وخت چه ښاغلي ډاکتر غني ريس جمهور وي د سياسيونو د قدرت ته درسيدو چانس لږکيږي۰ بل بايد دا سوال وشي چه دا سياسيون د چا نمايندګي کوي؟
    دا سياسيون د افغاني ټولني عادي غړي دي يواځي توپيريي له نورو افغانانو سره دادي چه دوي ډيري غلاوي کړي اد پيسو په زور له ميډيانه بي ځايه ګټه اخلي او په زور غواړي ځان قدرت ورسوي ۰

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind