28.07.2018 (06.05.1397)

دابرقدرتونو ترمنځ سیالئ ،تنظیمي مزدوران اودافغان ولس برخه لیک
انجنیر سید عبدالقادر 

داسي ښکاري چه دشمال په لوبه کي جنرال دوستم نه یوازی تللي نوم  بیرته تر  لاسه کړي ،بلکه  دمنطقې داستخباراتي کړیو په منځ کي هم د حساب اوبحث وړوګر ځیدي۰داچه په دې لوبه کي ارګ ولي  نوي معاملې  ته حاضرناکامه اوجنرال دوستم کامیابه سوو،یوشمیر ځانګړي منطق اوتیروتني لري،چه په دې لنډه لیکنه کی یی یادول ضرور نه ښکاري، دلته یوازي دونه ویلایسو چه دجنرال دوستم د پلویانو دتاکتیکي زورنه ښکاره په ګوته سول چه دپردواستخباراتی لارښوونو جنرال دوستم وموقتي کامیابي ولورته کش کړي ۰  

دلوبي په پایله کي جنرال دوستم ته هغو تنظیمي جنګ سالارانو هم  سر ټیټ کړي کوم چه طالبان یی تر ده زر واره ښه بللي او جنرال دوستم یی غل اوقاتل بللي  وو، لکه دجمعیت دتنظیم لوړ پوړي عطامحمد نور ۰

تنظیمي جنګ سالاران اویوشمیر نورغله غواړي  چه  دسرمایی دساتني اوبقا دپاره  په حاکمیت کي باید ځاي ولري،چه ودې مخي ته درسيدو دپاره یی لازمه بللي ده  چه که وکړایسي  دجنرال دوستم ترسایې لاندي دایتلاف نوي جوړښت(ایتلاف نجات ملي افغانستات) اعلان اووړاندي ولاړسي ۰ 

منطق یی دادي چه دیوه طرفه ددوي دجنایتونوسابقه اوکچه  نظروجنرال دوستم ته ډیره اوترڅنګ د ولس په اذهانو کي هم ډیروهل سوي اوځاي نلري دبله طرفه د همسایواستخباراتي کړئ هم غواړي چه  په دې برخه پانګه اچونه وکړي ،څو دطالبانو اوامریکا ترمنځ دنوي راتلونکی جوړ جاړي په پایله کي دنوي لنډ مهالي ادارې  په سیاسی جوړښت کي  نه یوازی دپامه لیری نسي بلکه اساسي ځای هم بایدولری ،څو د اړوندو استخباراتي کړیونامشروع ګټي خوندي ساتل سوی وي۰

دافغانستان داوسني سیاسی اونظامي حالت ته په کتو سره داسی معلومیږي،چه د طالبانو په وړاندي د واشنګټن د دریځ تغیر اودهغو ی سره  مخامخ مذاکروته نیژدې کیدل دنیابتي جګړي مقابل لوري ودې ته نورهم هڅولي  دي چه دنوی سیاسي جوړښت اعلان دمقابل لوري ترماڼي پوري ژرورسوي ، چه دارګ اوسپینی ماڼي  په وړاندي دفشار تآثیر لرونکي وسیلي په توګه یی وکاروي۰

په وروستئ برخه کی باید وویل سی  چه دنیابتي جګړې  په دانوي لوبه کي دجنرال دوستم قیمت ترپخوا جګ سوي ځکه دي ،چه امریکا هم غواړي چه داجنګ سالار چه دامریکایی B52  الوتکو په زورپه ۲۰۰۱کال کی دترکیی نه افغانستان ته راغلي دي بیرته دځان اودارګ سره یی ونوي ایتلاف ته کش کړي۰

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 29. Juli 2018 11:00)

    محترم لیکوال چي په دوه سببه زموږ د احترام وړ دئ یو دا چي انجنیر دئ او بل دا چي اهل بیت شریف هم دئ، ده ته درناوی لرو او نظر ته یې درناوی لرو خو دا حق لرو چي د تخنیکي اشتباهوو حساب ورسره کړو. دا پورته چي کوم کارټون/کاریکاتور یې رسم کړئ دئ په هغه ښاغلئ جنرال صاحب یې د امریکا لاسپوڅئ معرفي کړئ دئ او ښاغلئ ولس مشر اشرف غني یې د امریکا د زور او فشار لاندي ښولئ دئ. په کوم عقل او په کوم منتق. ایا لیکوال صاحب د ځان سره دا قضاوت نه سي کولای چي زموږ محترم ولس مشر ټول تصامم چي د ولس مشر کیدو راهیسي یې نیولي دي یو له بله سره بیربطه دي، ایا نظر یې په لږ وخت ۱۸۰ درجې بدلون نه کوي؟ د لمر په شان روښانه خبره ده چي هر څه ورته املایي ویل کیږي او دی یې کوي. دا چي په حزب اقتدار کي غورځي او که په حزب اختلاف کي، ټوله هغه عناصر دي چي د بي ۵۲ په مټ پر افغانانو باندي تپل سوي دي. وایي چي سکندر اعظم د خپل وخت مشهور قزاق (بحري غل) ونیوئ او په عام دربار کي یې محکمه کړ. ورته ویل یې چي ډیري ښځي دي کونډي کړي او ډیري خویندي دي وراري کړي، ډیر کوچنیان دي یتیمان کړي او ډیر مظلومان دي ژړولي، خو نن ستا په تقدیر کي یا زما ځینځیرونه دي یا زما توري. ووایه چي قتل دي کړم او که دي زندان ته واچوم. هغه قزاق چي یو معقول شخص وو ورته وویل چي انډیواله قرار کښینه ماغذه دي ګرم سوي دي د خلګو په خبرو مه غولیږه. زه و ته دواړه غله یو، ته صحرایي ذه دریایي. دا سي د ټولو په وړاندي د خپلو هم چشمانو رسوایي د مسلکیتوب تقاضا نه ده. کله چي سکندر اعظم دا خبري واوریدلې نو یې احساسات ټنډه سول او هغه قزاق یې په عزت سره خپل بغل ته پر تخت ورسره کښینوئ. اوس هم دوئ ټول په یوه حمام کي بیلونګه ولاړ دي. هسي جوړ جاړی دي سره وکړي او ولس ته دي یو څه رزق وروزي زمینې برابري کړي چي ددوئ د عیاشیو د تداوم لپاره مالیات پر وخت ادا کړای سي. چغ وبوغ هسي هم د مظلمانو زیات دئ. دا چي ددوئ د مستي انګولاوي هم په ګډي سي نو متوسطه طبقه مجبوره ده چي پر غرو مخه ونیسي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind