09.02.2019 (20.11.1397)
خلیلزاد له طالبانو سره د اوږدو خبرو جزییات ډاګیزه کړل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي له طالبانو سره د خپلو وروستیو اوږدو خبرو ځینې جزییات برسېره کړي دي.

زلمي خلیلزاد چې د امریکا په سولې انستیتوت کې غږېده وویل، ټولې هڅې ددې لپاره دي چې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یوې هوکړې ته ورسېږي یا په خبرو کې پاموړ پرمختګ رامنځ ته شي.

خو هغه وویل که په هر دلیل دغسې ونه شول، ټاکنې کولی شي ترسره شي.

مخکې طالبانو او امریکایي سرچینو ویلي وو چې له افغانستان نه د امریکایي عسکرو پر وتلو او له دغه هېواده د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي پر لارو په اصولو کې سلا شوي دي، خو تر یوې بشپړې هوکړې لاره لا اوږده ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې د افغانستان د سولې پر بهیر وینا کې، له یوې خوا تر را روانو ټاکنو د سولې هوکړې ته د رسېدلو هیله څرګنده کړه بل لور ته یې اوسني حالات ځکه د افغان سولې لپاره مناسب وګڼل چې وايي له طالبانو سره خبرو کې ورته ویل شوي چې طالبان دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.

ښاغلي خلیلزاد په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې څومره ژر شونې وي ښه دی افغانان پر سولې سره سلا شي:

د سولې هوکړه او د امریکا وتل

"دا به ډېر ښه او مثبت وي چې تر ټاکنو وړاندې هوکړه او یا د هوکړې پر لور ډېر پرمختګ وشي، او دا هوکړه او پرمختګ د راتلونکې په اړه د افغانانو پر پرېکړې اغېز درلودلی شي. زه هیله لرم چې مخه یې ونیول شي خو که د سولې بهیر په ټپه ولاړ وي، موږ په افغانستان کې ټاکنې نشو ځنډولی او تیارۍ یې باید پرمخ ولاړ شي. زه خپله ټوله هڅه کوم چې که موږ وکړي شو یوې هوکړې ته ورسېږو. له اوس تر جولای میاشت کافي وخت په منځ کې دی او موږ کولی شو هوکړې ته ورسېږو. خو لږترلږه موږ ښه پرمختګ کړی چې دا د ټاکنو په ګډون پر راتلونکې ښه اغېز لري."

ښاغلي خلیلزاد د سولې بهیر کې د افغان حکومت لومړنیو هڅو ته په اشاره وویل چې طالبانو ته یې بي قید او شرطه د سولې وړاندیز وکړ:

"دا چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او يا په افغانستان کې د پاتې کېدلو موضوع روښانه کړي ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه د ده "هڅه دا ده چې د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په لارښوونه د سولې هوکړې ته ورسېږي نه د وتلو، ځکه د سولې له هوکړې سره وتل شوني کېږي."

طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازي د خبرو اترو په دوام پرون په مسکو کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د ځینو سیاسي څېرو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده چې افغان حکومت رسمي حیثیت ورنه کړ.

ښاغلي خلیلزاد د طالبانو پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل چې بي پروايي د طالبانو له خوا ده چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني خو ویې ویل پر هغو مسلو چې یې له طالبانو سره خبرې پرې کړي ورته مسلې یې له افغان حکومت سره هم شریکي کړي او خوشبیني یې وښوده چې "کلیدي موخه یې دا ده چې کله بین الافغاني خبرې اترې پیل شوې، دا موازې بحثونه به سره یوځای شي."

پرونۍ غونډه کې یې له دې بخښنه وغوښته چې غږ یې ناست دی، خو ګډونوال یې په دې وخندول چې ویې ویل: له طالبانو سره ۴۲ ساعته خبرې دې غږ همداسې کوي.

د ښاغلي خلیلزاد ټینګار پر دې وکړ چې افغانان باید له یوه بل سره د یوه مېز ترشا کښېني او موافقې ته ورسېږي خو د ده په وینا امریکا نشي کولی د دوی ځای ناستې شي.

په تالار کې ګډونوالو کسانو ته ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره پر هغه میکانیزم د سلا کېدو خبر ورکړ چې له هغو سیمو چې د دوی تر ولکې لاندې دي ترهګرې ډلې به پر امریکا او ایتلافیانو یې برید ونه کړي.

له کله راهیسې چې سپینې ماڼۍ زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر لپاره ځانګړی استازی ټاکلی په لږ وخت کې یې له طالب استازو سره ډېرې لیدنې کتنې او د سیمې هېوادونو ته یې ګڼ سفرونه کړي.

پرونۍ غونډه کې یې له دې بخښنه وغوښته چې غږ یې ناست دی، خو ګډونوال یې په دې وخندول چې ویې ویل: له طالبانو سره ۴۲ ساعته خبرې دې غږ همداسې کوي.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind