27.01.2018 (07.11.1396)   

خبرو ته به کله کښېنو؟

عبدالباري جهاني

د دستګیر روشنیالي په نوم یو افغان، چي زه یې نه په عمر خبر یم چي څو کلن به وي او نه خبر یم چي چېري اوسېږي، دوه ځله په افغان جرمن آن لاین کي د افغانانو تر منځ د تفاهم او خبرو اترو د ضرورت په باب مضامین خپاره کړي دي؛ که یې په بل سایټ کي په دې اړه نوري لیکني کړي وي زه ترې نه یم خبر. زه دونه پوهېږم او باور لرم چي که یوه لیکوال د اعلیحضرت امان الله خان او یا امیر عبدالرحمن خان د وخت د کوم جنرال یا وزیر نوم غلط لیکلی وای؛ اوس به لسو مورخینو، محققینو او لیکوالانو ګرېوانونه څیرلي  او پر پنځوسو کتابونو به یې حوالې ورکړي وای. خو د غریب ملا په آذان لکه چي څوک ریشتیا هم روژه نه ماتوي. دغه لیکوال ته، چي تر ټولو ضروري او حیاتي مسلې ته اشاره کوي، هیچا هیڅ جواب نه دی ورکړی. نو یا خو په افغانستان کي هیڅ پېښه نه ده او هر څه پر لار دي، چي دا خبره حقیقت نه لري. پر افغانستان باندي د نن په څېر بد شرایط په تاریخ کي نه وه راغلي او که دغه روانه وضع دوام وکړي د ښې ورځي تمه کېدلای نه سي. او که موږ ټول پوهېږو او دا شرمېدلی پارلمان او له فسادیانو، جنایتکارانو او خاینانو څخه مالامال، بې واکه او غیرقانوني حکومت، چي جمهورریس یې حتی د سپیني ماڼۍ په زور یو والي برطرفه کولای نه سي،  په سترګو وینو، نو بیا زه نه پوهېږم چي زموږ تعلیم، تحصیل او پوهي د دې ملت سره، چي موږ ټول ځانونه ورته منسوبوو، څه مرسته وکړه؟

د اکټوبر پر شپږویشتمه د شنبې په ورځ، د کابل په ښار کي، د جمهوریت د روغتون سره نیژدې د موټر بمب په چاودنه کي لږترلږه سل تنه وژل سوي او نیژدې دوه سوه تنه ټپیان سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي مخکي د انټرکانټینیټل په هوټل کي د وسله والو د مرګانی حملې په باب لا د جمهورریس په امر د پېښي په باب د تحقیقاتو نتیجه معلومه نه ده او تر قیامته به معلومه هم نه سي. که د کابل امنیتی وضعیت په دغه حال کي وي نو د ولایاتو د نن او سبا په باب تصور کول ډېره ګرانه خبره نه ده.

رپوټونه وايي چي سپیني ماڼۍ د بلخ له والي، چي په حقیقت کي د بلخ ولایت پاچا دی، عطامحمد نور څخه غوښتنه کړې ده چي د هیواد اساسي قانون ته په احترام سره د جمهورریس امر ته غاړه کښېږدی او د کار څخه لاس واخلي.

له سپیني ماڼۍ څخه څوک پوښتنه وکړي چي د افغانستان اساسي قانون خو تاسي پخپله په لوی لاس تر پښو لاندي کړی دی. ستاسي د وخت خارجه وزیر جان کېري، د اساسي قانون په خلاف، د اجراییه رییس او د هغه د دوو مرستیالانو، له هغوی سره څه د پاسه سلو سلاکارانو او په سل ګونو مامورینو په ایجادولو او د حکومت په بېځایه پړسولو سره دا کمزوری حکومت، چي مخکي یې هم چنداني مزه نه وه، په لوی لاس کمزوری کړ او له یوه سر څخه مو دوه سره ورته جوړ کړه. دوه کاله کېږي چي د پارلمان او ولایتي شوراګانو د کار دوره یې پوره ده، څوک د انتخاباتو غوښتنه نه سي کولای او دلیل یې د هیواد په ګوټ ګوټ کي بې امنیتي راوړله کېږي. نو بیا د دې پارلمان قانوني حیثیت په کوم ځای کي دی او بیا لا سپینه ماڼۍ د اساسي قانون نوم هم اخلي. دا چي د پارلمان څونه غړي وژل سوي، څو غړي یې په خارج کي سفیران سوي او څو یې لا دایمي غیرحاضر دي هغه خو څوک پوښتنه نه سي کولای.

د یوه هیواد جمهورریس چي دونه بې واکه وي چي په درې نیم کاله کي یو والي برطرفه کولای نه سي او والي یې دونه زورور وي چي د امریکا د جمهورریس د مرستیال، د امریکا د سفیر او پخپله د سپیني ماڼۍ خبره نه مني او جمهورریس بالاخره مجبور سي د « تفرقه واچوه حکومت وکړه» پالیسی ته مخه کړي او د عطانور په مقابل کي د جمعیت غړی ورته والي کړي او حتی هغه پالیسي یې هم ناکامه سي نو بیا زه نه پوهېږم چي هغه ته په کوم منطق اولسمشر ویل کېږي.

په دې حال کي لا د جمهورریس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، چي د جنایاتو لیست یې په یوه بشپړه سل ورقي کتابچه کي نه ځاييږي، په تبعید کي ژوند کوي، د حکومت خارجه وزیر، اجراییه ریس، د هغه مرستیالان، د کابینې ځیني غړي او د ، غیرقانوني، پارلمان وکیلان د حکومت په اپوزیشن کي ولاړ دي. داسي حکومت به بل ځای هم موجود وي؟

د اداري فساد، چي په نړۍ کي یې دوهم مقام خپل کړی دی او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کال په کال زیاتېدلو په باب خو دونه لیکني سوي دي چي نور نو د یوې بلي کرښي د لوستلو حوصله له هیچا سره پاته نه ده.

په افغانستان کي د بېګناه خلکو ویني بهېږي. که په دې پېښو کي زموږ خارجي افغانانو لوڼي او زامن وژل کېدلای او که موږ په امریکا، اروپا او نورو بهرنیو ملکونو کي اوسېدونکو افغانانو ته، د دې ویرژلو پېښو له امله، مالي او معنوي تاوان رسېدلای زه باور لرم چي اوس به هره ورځ غونډي او مظاهرې رواني وای، انجمنونه به جوړېدلای، اتحادیې او جبهې به جوړېدلای او په بهر کي به یې د خپلو او پردیو غوږونه په چیغو کاڼه کړي وای.

زه ستاسي د یوه سپین ږیري دوست او وطندار په حیث لمن درته غوړوم چي د خپل هغه هیواد، چي د پلرونو، میندو او خپلوانو هدیرې مو پکښي جوړي دي، او تاسي یې د اوبو او مالګي پوروړي یاست ، چیغو او د غم ساندو ته بېکاره مه کښېنی.

د ملت د لوستو او منورو کسانو ترمنځ د غونډېدلو او ملي یووالي د رامنځته کېدلو ضرورت هغه وخت احساسېږي چي ملت له داسي لويي او حیاتي ستونزي سره مخامخ وي چي که یې چاره ونه سي نو د ملت حیات او ژوندي پاته کېدل په خطر کي وي، چي دې حالت ته ملي بحران هم ویل کېږي.

تر دې به لویه حیاتي مسله او تر دې به څرګند ملي بحران چېري وي چي د کابل، ننګرهار او کندهار په څېر مهمو ښارونو کي د سر او مال امنیت موجود نه وي، حکومت او پارلمان یې په چور لګیا وي او افغانستان، د شپاړسو کالو راهیسی، په ټولي نړۍ کي په اداري فساد کي لومړی او دوهم مقام ولري.

تر دې به لویه ستونزه چېري وي چي افغانستان ورځ تر بلي د کوکنارو د کښت په بین المللي کرونده بدلېږي او د هیواد له دېرش میلیونه نفوس څخه درې میلیونه، چي اکثریت یې ځوانان دي، په مخدره موادو معتاد دي.

تر دې به لویه ستونزه چېري وي چي د هیواد تر نیمايي زیاته برخه د حکومت د مختلفو مخالفینو په کنټرول کي ده او بېچاره اولسونه هره ورځ د بې امنیو، بې روزګاریو او بې قانونیو د لاسه کړېږي او نه یې د حکومت خارجي باداران او نه یې داخلي ګوډاګیان ږغ اوري. زموږ پوهان او سیاسیون چي ډېره مړانه او توره وکړي نو کله کله د اولسمشر په نوم یو پرانیستی لیک واستوي او یوه هفته یې وجدان آرام وي.
پر دې ستونزو برسېره، چي هره ورځ زموږ او ستاسي خویندي او وروڼه پکښي کبابېږي، افغانستان نه یوازي د ټوټه کېدلو په خطر کي دی بلکه عملا تجزیه دی. که څوک اوس هم د ژبي او قلم څخه کار نه اخلي او د یوې ریښتوني ملي غونډي او ملي یووالي ږغ نه پورته کوي نو راتلونکو نسلونو او د مور او پلار هدیرې ته به مسوول وي. ما د ډاکټر نجیب د حکومت په وخت کي هم د خبرو اترو غوښتنه کړې او په دې سلسله کي مي د محترم اولسمل په مجاهد اولس کي مضامین خپاره کړي دي. زه د خپل طبیعت او خصلت له مخي د نظامونو له قهري سقوط او  وسله والي مبارزي سره مخالف یم. ځکه چي د قهري سقوط په نتیجه کي په زرهاوو سرونه رغړي او ګټه یې بالاخره د وینو تاجرانو ته رسېږي.او موږ په خپل معاصر او نیژدې تاریخ کي د نظامونو د قهري سقوط او  ناوړو عواقبو شاهدان یو.

د افغانستان د روان بحران د حلولو لپاره ملي یووالي ته  عاجله اړتیا ده. د ملي پیوستون لپاره په غونډو کي، چي اساس یې باید ډېر ژر کښېښودل سي، باید ټولو هغو افغانانو ته  برخه ورکړه سي چي غواړي له دې بدمرغیو او تیارو څخه د ګران افغانستان د نجات په لاره کي د ږغ له پورته کولو څخه نیولې د ځان تر قربانولو پوري ونډه واخلي. دا به د ملي پیوستون او ملي خلاصون غونډي او حرکت وي او په هغو کي ټول افغانان ، پښتون او تاجیک، شیعه اوسنی، هندو او سیکه برخه اخیستلای سي. که څوک داسي فکر کوي چي په دې غونډو کي به نه اخوانی، نه خلقي، نه پرچمي، نه رشوت خور او نه داسي څوک شامل وي چي پرون یې د ملي ګټو په خلاف ویناوي او لیکني کړي وي، نو هغوی د ملایکو لښکر غواړي. د ملایکو لښکر په اسمانو کي دی او موږ له بده مرغه پر مځکه ژوند کوو.

یوه خبره باید وکړم چي د دې شرمېدلي پارلمان او د غلو، فسادیانو او د خارج د مزدورانو څخه مالامال حکومت پر ضد چي هر څوک سر پورته کوي هغه به تر دغو اوسنیو، د قدرت پر ګدی ناستو کسانو، څخه شریف وي. د افغانستان بېګناه، بې دفاع او مظلومو اولسونو تقریبا نیمه پېړی ربړونه ګاللي دي. زه د یوه سپین ږیري افغان په حیث ستاسي لمني او ګرېوان ته لاس اچوم. نور بېکاره مه کښېنی. د نورو ملتونو په څېر، تاسي هم د عقل څخه کار واخلی او د یوې اساسي چارې په فکر کي سی. هغه کسان چي د یوه ځانګړي قوم، مذهب، قبیلې او نژاد په نوم ږغ پورته کوي هغه د افغانستان د اوسني غیرقانوني حکومت او پارلمان په څېر د خلکو دښمنان دي. د افغانستان د رنځېدلو او کړېدلو مظلومو اولسونو د ژغورني لار یوازي د ملي یووالی حرکت دی. دا حرکت او د دې حرکت لپاره عملي اقدام چي هر څونه ځنډېږي ناوخته کېږي.

و ما علینا الا البلاغ المبین.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • جمال (Sonntag, 28. Januar 2018 00:53)

    محترم جهانی صاحب سلامونه اون نیکی هیلی می ومنه !
    مونږ له تاسی سره د کمونستی د دوری د لاخدایی په اړه اختلاف هم په هیر کړو ډیر تیروتلی وو د حالاتو څخه د عبرت اخستنی په مټ نیک مرغو هم له خالق او هم زوریدلی مخلوق څخه بخښنه وغوښته او ځينی خوله چوپ یقینی پښیمانه ګرځی .مونږ فکر کولو چه تاسی به هم د هغو چوپو پشیمانو له ډکی څخه یاست یعنی خپل اصلی خالق او معبود به مو بلاخره موندلی وی. د طالبانو د مجاهدینو او طالبانو د قدرت وخت کی مو د خپلو شعرونه شپیلی خولی لږی وګرځولی مونږ هم ومنلی .
    مګر کله جه اس لوی قاتل ، عاش او ملحد د استشهادی یرغل په نتیچه کی مخه او شا سره یوځای شول او د معالجی د پاره ان تر امریکا راورسول شو او امرکیا کی هم په ډیر ځانګړی فوځی روغتون کی یی درمله نه پيل شوه او تاسی د دی په ځآی چه مخ ته یی لاړی توی کړی ځلو ځلی یی پوښتنی ته ولاړی دوباره می شکونو وده وکړه چه تاسی چوپ پشیمان نه یاست اوس هم د دجالانو په خدمت کی یاست دجال هماغه صرف کته یی بدله شوی ده .
    مګر کله چه ملحدینو هر یو غنی ، اتمر ، خپلواک ستانکزی او نورو ارګ اشغال کړو او تاسی ته یی هم د جنت یوه چنډه ( د کلتور وزارت ) ډالی کړه بیا پوه شوم چه د اسدالله خالد پوښتنی ته د همدغه وزارت د ترلاسه کولو د باره تللی .
    کم و زیات یو کال وزارت وروسته چه هم به دی څّ جیبونه ډک کړی او هم د ی د وزیر صاحب نوم ترلاسه کړو استعفی دی وکړه او د استعفی دلیل دی هم د غنی سره شځصی ستونزی یادی کړی لکه د عبدالله به شان تاسی ته یی هم د لیدنی وخت نه درکولو او نه یی د کارکولو خپلږاکی درکوله . مګر څه وخت وروسته مو بیا د ظاهر قدیر او د پارلمان دنورو وزیرانو د ګډوډیو او رشوت په اړه لیکنه ولیکله . دا رشوت او ګډ وډی خو دا ۱۶ کلو کی روان وو او بیا ستا د وزیر کیدو وخت کی یی له تاسی رشوت اخستلو یعنی که رشوت دی نه وی ورکړی نه وزیر کیدی نو له رشوت ورکولو وروسته ستا استعفی کول ملی نه ستاسی د غنی یا بارلمان سره شخصی ستونزه وه .
    اصل موضع به په بله تبصره کی ولیکم مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder