ورځني خبرونه
 

د هیواد له هر ګوټ نه د ورځنیو پيښو په اړه تازه خبرونه ، نظرونه او رپوټونه له بیلا بیلو رسنیو نه  د »ټول افغانستان« مینوالو ته وړاندي کیږي

 

د نن خبرونه

 

پخوانی وزیر مجتبی پتنګ او دوه معینان لوې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي
ولسمشر غني په یو بېساري اقدام کې د کورنیو چارو وزارت درې پخواني معنیان ممنوع الخروج اعلانولو سربېره د نورو څيړنو لپاره لوې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

دنوي فرمان له مخې مجتبی پتنګ، جمیل جنبش، جمال ناصر صدیقي دی، دوی پخوا دکورنیو چارو وزارت تامینتي معینان وو.

دیادونې ده، چې مجتبی پتنګ د کرزي دحکومت پرمهال دکورنیو چارو وزیر هم تېر شوی دی.

په نوي فرمان کې دا هم راغلي دي، چې دیاد معنیت ټول تشکیل دې ملکي شي او هغه کسان، چې له لسو کلونو راهسې په دې معینت کې دندې لري ټول ګوښه دي.

دسیاسي چارو کارپوه سعید کریمي وايي: دا سمه ده، چې داتو وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو دوسیې په څارنوالۍ کې شته، خو دحکومت زور پر پښتنو چارواکو او یا کمزورو تاجکانو رسیږي.
٭٭٭
د ايران ۵ وزيران پر دې تورن شوي، چې له يوې ميرمنې سره يې غيراخلاقي اړيکې درلودې
د «حزب الله تهران» د سختدريځې ډلې د همغږۍ شورا رييس حسین الله کرم، په اینستاګرام کې پر خپله رسمي پاڼه کې ادعا کړې، چې د روحاني د کابينې ۵ وزيرانو، له يوې ميرمنې سره غيراخلاقي اړيکې درلودې.

د «شهدای ايران» خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، الله کرم له يوې ميرمنې نه د آ. چ. په نوم یادونه کړې ده، چې د يوه وزير د استعفا لامله هم شوې.د نوموړي په وينا، همدغه ميرمن چې «نفوذي او جاسوسه ده»، په ټوليزه توګه له ۵ وزيرانو سره ناوړه اړيکې درلودې.

الله کرم همداراز ليکلي، چې دا ميرمن اوس د جاسوسۍ په تور نيول شوې او پلټنې روانې دي، خو پر دې يې اعتراف کړی، چې له ۵ وزیرانو سره يې غيراخلاقي اړيکې درلودې. د ده په اند د علي جنتي سره د دغه ميرمنې اړيکې د ده د استعفا لامل و.

مخکې تر دې د محمد رستمي په نوم يو شخص، چې ځان د «پايګاه مقاومت سایبری عماریون» د مدير په توګه معرفي کوي، ويلي و، چې ميرمن «آفرين چيت ساز» د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف دوهمه ميرمنه ده او د جاسوسې خطاب يې ورته کړی و. رستمي د پيغور په توکه په فېسبوک کې ليکلي و، چې وزیر صیب اوس دښمن ستا د خوب تخت ته هم نفوذ کړی.
٭٭٭
ایران د میلیاردر بابک زنجاني په اړه د اعدام حکم تائید کړ
د ایران سترې محکمې د یوه میلیاردر بابک زنجاني په اړه د اعدام حکم تائید کړ. دغه تاجر په مارچ میاشت کې د اختلاس په تور د یوې محکمې لخوا په اعدام محکوم شوی دی. سترې محکمې نن خپل حکم اعلان کړ اوزیاته یې کړه چې په دې پېښه کې پر دوونورو تورنو کسانو د اعدام حکم لغو شوی دی. زنجاني د ایران یو له ډېرو وبډایو کسانو څخه دی چې په ۲۰۱۳ کال کې له حکومت څخه د څه باندي دوه میلیارده ډالرو د غلا په تور ونیول شو. ویل کېږي ده دا پیسې د پخواني ولسمشر محمود احمدې نژاد د واکمنۍ پر مهال د تېلو د خرڅلاو له لاري ترلاسه کړي دي. د زنجاني د اعدام منتقدین چې ولسمشر حسن روحاني هم پکي شامل دی وایې چې دا اعدام ښایې د حکومت لپاره دا ناممکنه کړي چې خپلې ورکي شوي پیسې بېرته ترلاسه کړي او یا په دې کار کې د زنجاني همکاران تعقیب شي.
٭٭٭
بشري حقونو کمېسیون میدان ودرګ کې د یوه محصل اعدام وغانده
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په میدان ورګ ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د یو محصلاعدامول وغندل. د دغه کمېسیون یوه غړي احمد ضیا لنګري نن ازادي راډیو ته وویل هیڅ څوک حق نه لري چې د محکمی له حکم پرته څوک مجازات کړي. د میدان وردګو سیمه ایزچارواکي وايي وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چی د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل وو په چک ولسوالۍ کې په دار وزړاوه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایې چې د دې اعدام د انګیزې په اړه د دوي څیړني پیل شویدي.
٭٭٭
ولسمشر غني ټرمپ ته ویلي چې له افغانستانه لیدنه وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په ټلفوني اړېکه کې غوښتي چې افغانستان ته راشي. د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا منتخب ولسمشر ټرامپ هم د ولسمشر غني دغه غوښتنه منلې او له ښاغلي غني نه یې هم غوښتي چی امریکا ته سفر وکړي. جمهوري ریاست وایې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر غني سره په دې ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. په همدې حال کې د ټرمپ ټیم ویلي دي چې دواړو مشرانو پرون په ټلیفون خبرې کړې او دوی ژمنه وکړه چې له ترورزم سره په مبارزه کې به له نږدې همکاري کوي.
٭٭٭
د افغان امنیتي ځواکونو غټې ستونزې رهبري او فساد دي
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي راتلونکی کال به د افغانستان امنیتي ځواکونه د دوه غټو ستونزو سره مخ وي. جنرال نکلسن چې په پرون د جمعې په ورځ یې په پنټاګان کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې دغه غټې ستونزې "د افغانستان په پوځ کې فساد او رهبري دي." ښاغلي نکلسن وویل چې دغو ستونزو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ځینو برخو ناوړه اغیزه کړیده. امریکایي قوماندان همدرانګه وویل چې د اکمالاتو په څانګې کې د فساد او بې کفایتۍ له وجې په لیرې پرتو پوستو کې افغان امنیتي ځواکونو ته "اوبه، خوراکي مواد او د جګړې لپاره مهمات نه رسیږي." جنرال نکلسن وایي د دغو ستونزو په هکله یې د افغانستان د نظامي او حکومتي چارواکو سره "ډانګ پیلې" خبرې کړیدي او په ژمې کې بهدغو ستونزو ته پام کوي چې د "مفسدو مشرانو" لیرې کول پکې شامل دي. د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان همدرارنګه وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په مقابل کې د "طالبانو قوت کم شوی" او هغوي اوس نشي کولی چې "غټې"حملې وکړي. جنرال نکلسن وویل طالبان یوازې په پوستو بریدونه کوي چې "ویره پیدا کړي او ښارونه سره بیل کړي. " د ښاغلي نکلسن په وینا چې د افغانستان د ټول نفوس د لسو فیصدو نه کم یېد طالبانو په لاس کې دي. جنرال نکلسن وایي وسله والو طالبانو د همدې کال د اګست د میاشتې راپدیخوا اته ځله کوښښ کړی و چې د ځینو ولایتونو مرکزونه ونیسي "خو بریالي نشول. "
٭٭٭

د پرون خبرونه

 

جنرال دوستم له ولسمشر سره له لیدو کتو ډډه کړې ده
د ولمسشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره له لیده کاته ډډه کړې ده. جنرال دوستم ته نږدې کسان وایي، چې د ارګ له لوري د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه د ټاکل شوي کمیسیون هڅو نتیجه نه ده ورکړې، ځکه ملي یوالي حکومت د دوستم غوښتنې له پامه غورځولې دي. ویل کیږي ولسمشر غني له ترکمنستان نه د راستنیدو او په شمال کې د تم کیدو پرمهال له دوستم سره لیدل غوښتل، خو دوستم ترې انکار کړی. د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم چې له محمد اشرف غني سره تر ژورو اختلافاتو وروسته شمال ته ولاړ او له هغه ځایه بیا د څو اوونیو لپاره ازبکستان ته په سفر ولاړ، دوه اوونۍ کیږي چې بیرته جوزجان ولایت ته راستون شوی، خو لاهم چمتو نه دی چې د ملي یووالي حکومت په چوکاټ کې له ولسمشر سره د ګډ کار لپاره کابل ته راشي. د دوستم ویاند بشیر ته ینج وايي چې ولسمشر د لومړي مرستیال غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي نو لومړی مرستیال نه غواړي تر هغه کابل ته راشي څو یې چې غوښتنې نه دي منل شوې.
٭٭٭
ولسمشر رسنيو ته سپکاوی کړی
د ازادو رسنیو ملاټر اداره یا (نی) مسوولین وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسنیو ته د سپکاوي له امله باید بښنه وغواړي.
د یادې ادارې په وينا، ولسمشرغني د افغانستان په شمال کې د ملي اردو له افسرانو او سرتیرو سره په لیدنه کې ویلي، چې له رسنیو باد راووځي او له امنیتي ځواکونو بم.

 نی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خبریالان باید وستایل شي. له بل لوري د رسنیو څار مسوول صدیق‌الله توحیدي وایي، چې د باد وتلو اصطلاح کارول د افغانستان رسنیو ته سپکاوی دی. نوموړي زياته کړه، د ولسمشر موخه چې هرڅه وه، خو باید هغه خبریالان ستایلي وای نه دا چې خبریالانو ته يې سپکاوی کړي وای. صدیق‌الله توحیدي وویل، چې دوی هم د امنیتي ځواکونو ملاتړي دي، خبریالان هم د سرتیرو په شان سختو او له ګواښونو ډکوشرایطو کې کار کوي او د سپکاوي پرځای باید وستایل شي.

د يادونې ده، چې به کلي توګه د رسنيو په هکله يو ډول حکم کول سم ندي، خو په افغانستان کې د مزدورو رسنيو شمېر اوسمهال تر نورو ډير دی.
٭٭٭
د امريکا سنا د ايران د مجازاتو طرح تصويب کړه
د امريکا سنا، پر ایران باندې د لګول شويو مجازاتو د قانون طرح تمدید او تر ۱۰ کلونو پورې وغځوله.

د امريکا سنا هم ياده طرح تيره ورځ وروسته له هغې د رايو په اکثريت سره تصويب کړه، چې مخکې له دې پارلمان هم منلې وه. د سنا سلاکاران وايي، چې سپينې ماڼۍ ته د لاسليکولو لپاره ليږل شوې او جمهور رييس بارک اوباما به هم له ځنډ پرته دا طرح سمدلاسه لاسليک کړي.
٭٭٭
ایران وایي د امریکا د بندیزونو د غزولو غچ به واخلي
ایران وایي د امریکا د سنا مجلس پریکړه چې پر تهران باندې بندیزونه د لسو نورو کلونو لپاره وغزوي، د هغې معاملې خلاف دي چې د ایران او د امریکا په گډون د شپږو ځواکمنو لویدیځ هیوادونو ترمنځ شوې ده. ایران گواښ کړی دی چې دوی به ددې پریکړې غچ واخلي. پر ایران باندې د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو په دې مقصد بندیزونه ولگول چې د هغه هیواد د انرژۍ په صنعت کې د پانگونو مخه ونیول شي او تهران ونه شي کړای چې اتومي وسلې ترلاسه کړي. د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي گوند مشر میچ مکانیل ویلي چې امریکا باید پر ایران باندې خپل نفوذ وساتي. ښاغلي مکانیل وايي "د ایران د تهاجم او پرله پسې هڅو په پام کې نیولو سره چې غواړي په ټول منځني ختیځ کې خپل نفوذ پراخ کړي، ددغه بندیزونو جاري ساتل ضروري دي".
٭٭٭
بغلان کې د تریاکو او چرسو کښت زیات شوی
په بغلان کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د ادارې رئیس وايي، په دې ولایت کې د تریاکو او چرسو کښت زیات شوی دی. فضل حق اندرابي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د جګړې او نا امنیو له کبله په دې ولایت کې د نشه يي موادو د کر پر ضد لازمه مبارزه نه ده شوې. نوموړي زیاته کړه:
 "په تېرو دوو کلونو کې د تریاکو او چرسو کښت ډېر زیات شوی دی چې تقریباً درې یا څلور چنده زیاتوالی په کې راغلی دی."
 خو اندرابي په عین حال کې وویل چې په بغلان کې د نشه يي موادو د کر د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات هم پیل شوي.

٭٭٭
داعش ښایي په نزدې راتلونکې کې په اروپا کې بریدونه وکړي

یورو پول ویلي دي چې د افراطي ډلي "اسلامي دولت" په اروپا کې په سونو کسان ترهګریزو بریدونو ته چمتو کړي دي. دغه ډله ښايي پر اسانه اهدافو باندي بریدونه وکړي او د خلکو په منځ کې ویره رامنځ ته کړي.
یورو پول د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې افراطي له "اسلامي دولت" ښايي په "نږدې راتلونکې" کې په اروپايي ټولنه کې بریدونه وکړي. د اروپايي ټولني د پولیسو دغې ادارې ویلي دي چې دغه سني افراطي ډله پر اسانه او سختو اهدافو باندي د بریدونو کولو "وړتیا او نیت" لري، په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې چې د داعش پر ضد ائتلاف کې شامل دي. په روپوټ کې فرانسې، بلجیم، آلمان، هالند او بریتانیا ته په اشارې سره ویل شوي دي: «د اروپايي ټولنې هغه غړي هیوادونه چې د داعش پر ضد ایتلاف کې یې ګډون کړی دی د دغې ډلې له خوا د مشروع اهدافو په توګه تر برید لاندې راځي.» په رپوټ کې ګواښ شوی دی چې په عراق او سوریې کې د افراطي ډلي اسلامي دولت له ماتې سره، د دې ډلې بهرني جنګیالي کیدای شي بیرته اروپا ته ستانه شي او په دې ځای کې اوږد مهاله ګواښ رامنځ ته کړي. د یوروپول په رپوټ کې راغلي دي: «د ځينو استخباراتي سازمانونو اټکلونه ښيي چې همدا اوس کیدای شي په لسونو داسې کسان چې د اسلامي دولت له خوا ورته لارښوونه کیږي په اروپا کې وي او د دې وړتیا ولري چې ترهګر بریدونه وکړي.»

٭٭٭
ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی
افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د "تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته تللی دی. دا بین المللي کنفرانس ابو ظبی حاکم د شیخ محمد بن زیاد او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په نوښت او د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان په ملاتړ د ډسمبر په دویمه او درېیمه ترسره کېږي. په دغه ناسته کې د هېوادونو مشران، کارپوهان او د نړیوالو سازمانونو استازی او همداراز د بین المللي پولیسو (انټرپول) چارواکي ګډون کوي. ددغې ناستې ګډون کوونکي په جګړه ځپلو سیمو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې څرنګوالی ارزوي. ویل شوي په دې ناسته کې به ځینې پرېکړې هم وشي چې د تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو لرونکو جګړه ځپلو هېوادونو مرسته وکړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په نژدې څلور لسیزه کړکېچ کې یې فرهنګي میراثونه لوټل شوي، یا هم تر ګواښ لاندې دي یا په یوه ډول زیانمن شوي دي.

٭٭٭
افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې
افغانستان کې د اېډز د کنټرول مرکز وايي چې د اېډز ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي دي چې ډېرې یې په لويو ولایتونو کې دي. یوازې کابل کې ۹۵ تنه په دې ناروغۍ اخته دي. کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي چې هلته د دغو کسانو درملنه کېږي. د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېډز نړيواله ورځ ده، د دې ناروغۍ په باب افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه شته.
٭٭٭

Empfehlen Sie diese Seite auf:

د کمینټ ځای بند دی