01.10.2018 (09.07.1397)
حکمتیار چا راوسته؟

عبدالله نوراني

د روسي یرغل پر وړاندې د ملي پاڅون او جهاد د غږ له پورته کیدو وروسته، ډېرۍ حزبونه، ګوندونه او جهادي ډلې رامنځته شوې چې د جهاد او بیا د مقاومت په نامه وسلې په اوږه کړي.
په دغه جګړیز او جهادي بهیر کې چې په مېلیونونه افغانان پکې شیهدان، معلول او معیوبان شول، د جهاد پایله د افغانستان په ګټه را وڅرخېده. نړیوال شوري زبرځواک مات شو، ډېرۍ پاتې شونې یې لکه وسلې، ټانګونه، الوتکې، چورلکې، روغ او ویجاړ موټرې او داسې نور چې په زبرځواکه جوړونه کې کمساري ول، د جهادي ډلو مشرانو ته په لاس ورغلل.
یو شمېر هغو له دې پاتې شونو څخه سوء استفاده وکړه، ځانونه یې ډېرو لوړو مقامنو او منصبونو ته ورسول، آن تر دې چې د بادارانو په شان یې ژوند پیل کړ، له حکمتونو سره یې لاسونه یو کړل او یا یې پر وړاندې مخالفتونه پيل کړل. دا هر یو د دوی په ګټه تمام شول.
هغه وخت چې د کورنیو جګړو څرک لا نه لیدل کیده، د جهاد او مقاومت غږونه لا پورته کیدل، د افغانستان د جګړې په اړه ګاونډیانو خپل شوم پلانونه طرحه او تنظیم کړل، له هغې وروسته یې په جهادي ډلو او په ځانګړې ډول مشرانو کې خپل نفوذ ته په کتو، ډېر په خپلو غېږو کې ونیول او په سر یې لاسونه روته را کش کړل، له همدې امله د کورنیو جګړو له پاره چمتو شول. ممکن داسې مشران هم پکې ول چې د بهرنیو لاسونه ورسره نه ول؛ یا له هېواد سره د مینې له امله او یا په یو ډول نه په یو ډول مجوریت سره په دغه جګړه کې دخیل شول.
له هغې مودې وروسته چې کوم لنډ مهاله او یا منتخب حکومتونه رامنځته شوي، دغو ډلو کې یې یو شمېرو یا ملاتړ کړی او یا یې بشپړ مخالفت ته کار ویلی و.
د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار چې له شک پرته یې په دغو تېرو جنګي حالتونو کې خپله ونډه درلودلې ده؛ ورسره یې د حکومتونو پر وړاندې خپل مخالفت ته دوام ور کړی دی. یوازې د جمعیت ګوند په مشرۍ، د څو میاشتني حکومت په رامنځته کیدو سره حکمتیار د صدر اعظم د چوکۍ د پر مخ بیولو له پاره غاړه کېښوده؛ خو ډېر ژر یې په خپل ځای د خپل ګوند یو غړی استاد فرید د صدراعظم بست ته وړاندې کړ.
په هر ترتیب ښاغلي حکمتیار له ډاکټر نجیب الله سره هم سوله ونه کړه، په داسې حال کې چې د نوموړی واکمن له خوا ور ته ډېر ښه وړاندیزونه کیدل.
د کرزي په دوره کې هم دغه چاره تر سره نه شوه او حزب اسلامي به کابل او د هېواد نورو ښارونو ته ځانمرګي او جنګي غړي استول، د دوی جګړو له امله ګڼ شمېر هېوادوال که هغه نظامیان ول او که ملکیان، په وینو ولمبېدل.
د ولسمشر غني پر وخت، هغه وخت چې د ملي یوالي حکومت اعلان شو، خبرې په دې وشې چې باید د سولې پروسه بریالی شي او په دې لړ کې لومړنۍ ښه او مثبته لاسته راوړنه د همدغه سر سخته جهادي مشر او د حکومت له مخالف ګلبدین حکمتیار سره سوله کول ول.
خو دا هر څه د افغانستان د هغه چالاک، په سیاست پوه او ذکي د ملي امنیت د مشارو حنیف اتمر هوښیاري او هڅه وه چې نړیوال یې د افغان سولې په اړه هک پک کړل او سملاسي یې د افغان سولې په تړاو خپلې مثبتې څرګندونې پیل کړې.
حکمتیار ته چې د ملي امنیت مشاور اتمر وویل چې له افغان حکومت سره باید سوله وکړي، حکمتیار یې مخالفت وکړ؛ کیدای شي ملاحظات به یې درلودل؛ خو د ښاغلي اتمر ډاډ ور کړ چې که په دغه جریان کې له حکومت سره یوځای نه شي، ممکن داسې موقع بیا هیڅ کله پیدا نه کړي.
د ولسمشر غني له خوا د سولې او ثبات له پاره د شرایطو اسانه کول، ان تر وسله والو مخالفینو پورې د بې قیده شرطونو او سهولتونو وړاندې کول، له حزب اسلام، وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او نورو جنګي ډلو له پاره د حکومت پراخې هڅې او طرحې ټول هغه څه ول چې د ملي امنیت پخواني سلاکار یې وړاندیز کړی و او تر هغې پورې چې کومې پایلې ته نه وې، د بهرنیانو او نورو اړوندو بنسټونو فشارونه یې جلب کړي ول.
اوس چې اتمر د حکومت له څنګه لرې شوی، احساس کېږي چې په دې او ورته نورو چارو کې یې د مثلث یوه ضلعه کمزورې شوې او د زاویو او امتدادونو تر منځ بې انډولي رامنځته شوې ده. د داسې سیاسي مبارزې له پاره باید حکومت خپل ارزښت ډېر ښه ساتلی وای.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اقبال (Dienstag, 02. Oktober 2018 03:44)

    نورانی صاحب ! ستاسی لیکنی او دی نظر ته درناوی لرم ( ګلبدین حنیف اتمر راوست ) مګر توافق ورسره نه لرم .
    دا سمه وه چه اتمر به په دی اړه هڅی کړی وی مګر هغه د هغو هڅو دستور یا صلاحیت یی ترلاسه کړی وو.
    اوسنی غلامه اداره چه په لمړی درچه سکولریستان او کمونستان او په دوهمه درجه ورکی اخوانیان او نشنلستان ځای په ځای شوی داسی طرحه ریزی یی شوی چه ډلی یی خبلو کی پورته والی او ښکته والی لری یعنی سکولریست کمونستان ورکی تر ټولو لوړوپوړی چارواکی مګر د هرڅه لویو کړنو کولو یا نه کولو ( امر او نهی ) دستور له اشغالګرو داسی ترلاسه کوی چه دوی خپله تر سره کړی داسی نه ده .
    ګلبدین له اوله د سیاف او ربانی په شان د سوړجنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو وروسته په لوړه بیه رانیول شوی وو ، د خپل منځی جنګو وخت کی یی تری ډیر کارواخست ، مګر د سیاف او ربانی سره یی ذات البینی سازش هم نه کولو یعنی سیاف د مسعود نمکخور او اړخ کی قرار درلود . په دوهم اشغال کی یی سیاف او ربانی د نورو چپ او راسته وو سره مقامونه ورکړل مګر ګلبدین حزب یی نیم په اداره او نیم ته یی د طالبانو په ضد د جنګ کولو امر وکړو په داسی ډول چه شعارونه به د اشغفلګرو په ضد مګر جنګ به د طالبانو په ضد ترسره کوی .
    کله چه یی رشتونی مجاهد د ګلبدین په دی څو مخي پوه شول د امارت د مجاهدینو سره ملګری او ګلبدین بی مقتیدانو امام پاتی شو.
    د همدی امله ورته اشغالګرو اربکی ملیشی په واک کی ورکړی هغه وخت دی په باګرام او تور لست کی وو مګر ملیشی یی په سپین لست کی وی. هغه ابتکار هم د امارت په ګټه او اشغالګرو په تاوان تمام شو .
    تر دی چه له باګرامه یی د دارلامان بنګلی ته رانقل او د تور لست یی سيین لست کی ورله نوم ولیکلو او د داعشی ملیشو مشری یی ورته ورکړه یعنی دا وخت دی په سپین او ملیش یی په تور لست کی دی او......

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind