09.09.2016 (19.06.1395)

حکمتیار له افغان کډوالو څخه نا وړه استفاده کوي

حکمتيار، د هغه زوی او د حزب اسلامي ډلې مشرانو د پېښور په شمشتو کې مېشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې کډې نه باروي او که بيا هم ځي، نو ډک کورونه او سامانونه به دوی ته ورپرېږدي او يوازې سرونه به باسي. 
حزبيان کډوالو ته تمه ورکوي چې دوی ورته په کابل کې د اوسېدو مېنه جوړوي او بيا به يو ځای همالته ځي.

حکمتيار هڅه کوي ټول کډوال پر يوه ځای راټول کړي، له حکومت څخه پرې امتياز واخلي، بېله مېنه ورته جوړه کړي، بيا به ورباندې د ده واک چلېږي او تل به يې د خپلو ګټو له‌پاره کاروي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې افغانستان ته له پاکستان، په ځانګړې توګه له خيبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو کاروانونه راروان دي. 
دغې لړۍ هله زور وموند چې په پېښور کې افغان ډيپلوماټانو په دې تړاو کډوالو ته تبليغات پيل کړل او هېواد ته يې د تلو له‌پاره وهڅول.

دغه کډوال هغه وخت د پاکستاني پوليسو او استخباراتو تر جدي ګواښ لاندې وو، دوی په جدي ډول ځورول کېدل او ترټل کېدل، نو ځکه خو دوی هم له دې عذاب څخه د ځان خلاصولو له‌پاره بار او بسترې وتړلې.
خو د دې کډوالو له درکه چې چا ګټه پورته کوله، ورځ تر بلې منزوي کېږي او باور يې نړېږي.

له پېښور څخه راستانه شوي کډوال وايي، د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ډلې کسان په دې وروستيو کې د دوی له مشرانو سره ليدل، خواست يې ورته کاوه چې افغانستان ته دې تر يوې مودې نه ستنېږي او يا دې له تګ څخه منصرف شي. 
دوی وايي، د حکمتيار ډلې هڅې دا دي چې دغو کډوالو ته په افغانستان کې په يوه ځای د استوګنې له‌پاره ځمکه او مشخص ښارګوټی برابر کړي.

"دوی غوښتي وو، دا ښارګوټی بايد د کابل ښار په يوه څنډه کې وي او يوازې دې په‌کې له پېښوره راستانه شوي د حکمتيار پلويان دېره شي."
د داسې يوه ښارګوټي له جوړولو د حزب اسلامي د مشر حکمتيار هدف دا و چې راستانه شوي کډوال به په افغانستان کې ټول په يوه ځای راټول کړي او همدا راستانه شوي کډوال به بيا هر وخت د افغان حکومت پښو ته ورغورځوي، له دې ځايه به کله ناکله د خپلو ګټو له‌پاره منفي تبليغات کوي او د فشار د الې په ډول به يې کاروي.

خو کله چې د افغان حکومت له لوري ورته شين څراغ ور نه کړل شو، نو د حکمتيار پلويانو په پېښور کې د افغان کډوالو په کمپونو کې منفي تبليغات پيل کړل.
له دې ټولو سره سره اوس کډوال هېواد ته راستنېږي او ډېری يې خپلو ولايتونو او سيمو ته ځي چې د افغان حکومت په خبره، هر چاته به په خپلو سيمو کې د استوګنې ځمکې ورکړل شي.

راستانه شوي کډوال وايي، کله چې د حکمتيار ډله په دې وپوهېده چې دوی نور په پښتونخوا کې نه پاتې کېږي، نو يې په ځينو کمپونو کې کډوالو ته اعلان وکړ چې هيڅوک نه شي کولای، خپل کورونه ونړوي او د سامانونه له ځان سره يوسي.

"په شمشتو کمپ کې يې کډوالو ته ګواښ وکړ، که هر چا خپل کور ونړاوه، نو بيا به ورسره حساب کتاب وشي، کله چې له خپله کوره وځي، جوړ تيار به يې زموږ يوه استازي ته سپاری." 
پاکستاني حکومت خپلو خلکو ته ويلي چې د افغان کډوالو قيمتي ماڼۍ په لوړ قېمت نه اخلئ، نو ځکه ډېری کسان اړوځي چې د ميليونونو کلدارو کور وړيا پرېږدي.پردې سربېره څو میاشتې کیږي، چې حکومت پر شمشتو پنډ غالي برېښنا بنده کړې.
له سرخط نه په مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder