31.12.2017(10.10.1396)
حکمتیار د طالبانو غیر موکول مدافع

شاهد (غزنیوال)

له کله چې ښاغلی حکمتیار د روغې جوړې په پروسې کې له حکومت سره یوځای شوی دی نوموړي په هره غونډه او مناسبت کې د ګډ حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې ذمه داري اخیستي.

تیره ورځ یې د متحده عرب امارات په دوبۍ ښار کې هم د خپلو مکررو غوښتنو په لړ کې یوځل بیا وویل: ((طالبانو ته وايو چي دسولي لاره ونيسي مونږ د هغوی د ټولو مشروعو غوښتنو ملاتړ کوو او وعده ورکوو چي مشترکات به مو په ګډه پر مخ بيایو.))

حکمتیار صیب د افغانستان د سیاست د یوه ماجراجو عنصر په توګه چې کله خپلې خبرې ته سرټمبه کړي بیا یې څوک هم نشي تري اړولای.

دم ګړۍ یې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبره تر سرنیولې چې په افغانستان کې یې د خپل ظهور له لومړۍ ورځې راهیسي تر نن پوري په هرځای او جلسه کې تکراروي.

نوموړی وايي چې اوس مهال د امریکایانو خلاف د ده په اصطلاح (جَګَړَه) شرعي توجیه نه لري طالبان هم باید د ده لاره خپله او امریکایانو ته وسلې په ځمکه کیږدي.

د حکمتیار لویه ستونزه او حماقت دادی چې شرعي احکامو ته هم د خپلو متحولو سیاسي افکارو په سترګه ګوري او له ځانه ورکې توجیهات جوړوي.

نوموړي تر اوسه دا اصل نه دی درک کړی چې د شرعي امورو توجیه د هغوفقهاوو او علماوو مسؤلیت دی چې په شرعي علومو فقه، اصول الفقه ، حدیث ، اصول الحدیث تفاسیر او کې تخصص لري.

که نوموړي ته وویل شي چې ستاعلمي تخصص په علمي لحاظ د دې اجازه نه درکوي چې ته په شرعي امورو په تیره داسي اهمو مسائلوکې خبرې وکړه چې په هغه کې د امت علماء اجماع لري او فرضیت یې د ادله اربعه په ښکاره نصوصوثابت دی ، نوموړی قطعا په دې خبره قناعت نه لري ؛ ځکه دی په علمي لحاظ خپل ځان په هغه مقام کې حسابوي چې آن پر حضرت امام بخاري رحمة الله علیه باندې هم انتقاد کوي.

نو یو څوک چې د اسلامي امت په داسې امام چې د هغه الجامع الصحیح (بخاري کتاب) په اتفاق د امت تر قرآن کریم وروسته اصح ترین د کتابونو دی ځانته د انتقاد حق ورکوي د هغه عقلي او منطقي استدلال به څومره موجه وي؟

په هرحال زمونږ خبره اصلا د حکمتیار په غیرموکول مدافع توب باندې وه .

حکمتیارصیب له طالبانو سره د سیاسي او پوځي مقابلې ۲۴ کلنه سابقه لري ، په دې مقابله کې یې لومړی طلبان د انګلیس په لاس جوړکړل شوي کسان بللې، او بیایې په سپینه شګه کې د طالبانو له یوه مهم چارواکي شهید مولوي احسان الله احسان سره په خصوصي ناسته کې طالبان خپل وروڼه بللې ، پر افغانستان د امریکايي یرغل په مهال یې اعلان کړی چې دی به له طالبانو سره یوځای د امریکایانو مقابله کوي ، د داعش د ظهور په مهال یې بیا له خپلو پلویانو غوښتي چې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړې په مهال د طالبانو په ضد د داعش ترڅګ ودریږي اوس مهال بیا وايي چې تیار دی د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په مذاکراتو کې د طالبانو د معقولو غوښتنو ملاتړ وکړي

له طالبانو سره د حکمتیار د دغې متذبذبې مقابلې او د هغوي په اړه د نوموړي د ضد او نقیض څرګندونو صوتي کلیپونه اوس هم د محلي رسنیو په ارشیفونو کې خوندي دي .

همدا لامل دی چې طالبان اوس د ښاغلي حکمتیار په عقلي توازن باندې بي باوره او د نوموړي کړنو او څرګندونو ته د یوه مرفوع القلمه شخص په سترګه ګوري ځکه یې نه پرمثبتو او نه هم پرمنفي څرګندونو غبرګون ښيي.

خو امریکایان چې د طالبانو له لاسه یې په افغانستان کې ډیرې ستونزې لیدلې اوس دومره اړ دي چې د حکمتیار غوندي هر حاله شخص ته یې هم امید دی چې ښايي د طالبانو په مقابل کې یې په درد وخوري.
له نن ټکي آسیا نه په مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder