15.09.2016 (25.06.1395)

حکمتیار دې له افغان ولس څخه بخښنه وغواړي

محمدانور آڅړ

کله چې زما مرحوم کاکا استاد عبدالستار(آڅړ) چې په کال(۱۳۴۵،ل،ل) کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځۍ څخه فارغ شوی ؤ، نږدې ۲۲، کاله وړاندې، د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشان کې د مهاجرینو په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله، زما ګران کاکا، یوه ورځ په ډېرې خواشنې سره وویل: «د مهاجرینو په مکتبونو، د تاریخ په مضمون کې، له هغو خلکو څخه چې په افغانستان کې، د تاریخي خائینینو په نوم پېژندل کیږي، دلته یې مجاهدین ترې جوړ کړي، داسې چې، پاکستان د افغان مهاجرينو په تاریخي کتابونو کې، حبیب الله کله کانی(بچه سقاو) د یو مجاهد، شهید، اتل او... په نومونو باندې معرفي کړی دی، چې دا د ریښتني تاریخ سره لویه جفا او خیانت دی.»

 زما مرحوم کاکا دا هم وویل چې: «په عموم کې د استخباراتو یوه بنسټیزه دنده داسې ده، چې د سقاو، په شان غله، ډاکوان او ناپوهه کسان، چې د دوست او دښمن؛ خپل هیواد او د دښمن هیواد توپیر نه شي کولی او د خپلې خاورې په ارزښت باندې نه پوهیږي، د دښمن هیواد، د استخباراتو لخوا، د خپلو خلکو د وژلو او هیواد ورانولو، په خاطر باندې، په اسانۍ سره استخدام او استعمالیږي. دا چې سقاو د انګریزانو لخوا د هیواد د ورانولو لپاره ګمارل شوی ؤ او د پاکستان موجوده حکومت د انګریزانو لاسپوڅی او پاتې شونی دی، نو خود به د خپل بادار اجینټ ته مجاهد او شهید وایي، ځکه چې که سقاو، د افغانانو لپاره ملي خائین دی، نو د پاکستان لپاره اتل دی.» (لکه چې څه موده وړاندې، جنرال پروېز مشرف وویل چې: بن لادن زموږ اتل ؤ.)

له ډېرو خبرو، وروسته په دې خبره مو بسنه وکړه چې، د پاکستان پوځ، په ځانګړي توګه د ای- اس- ای، سازمان، که له وسه یې وشي، زموږ هر څه تباه کول غواړي.

ډېره موده وروسته څرګنده شوه چې یاد تاریخي مضمون د ګُلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له خوا چاپ او د دوی په اړونده ښوونځیو کې تدریسیږي، خو بیا هم موږ ډېره توجه ورته ونه کړه، ځګه چې د خلقیانو پرچمیانو او جهادي تنظیمونو په دوران کې، له دواړو خواوو څخه ډېرې داسې ناوړه کړنې ترسره شوي دي چې اوس دواړه جانبه پرې پښيمان دي، نو موږ په دې اند وو، چې ښاغلي حکمتیار او ډلې یې، چې په کابل کې د شورای نظار، ناوړه کړنې، چې د سقاو په شان ناروا کړنې وې، لیدلي وي، نو د سقاو له ستایلو څخه به پېښمان او خپل ضمیر به حقیقت ته متوجه کړی وي، خو له بده مرغه چې په دې وروستیو حساسو ورځو کې چې د سقاو د بیا خښولو کش مکش روان ؤ، د حکمتیار د زوی حبیب الرحمن، د خپل پلار په اشاره په خواله رسنیو کې، د سقاو په اړه هماغه پخوانی دریز وړاندې کړ.

له دې امله د خلکو سره ډېرې پوښتنې رامنځ ته شوي دي چې له هغې څخه، له ښاغلي حکمتیار څخه د لاندې پوښتنو سم ځوابونه غواړو:

۱ــ ــ ښاغلی حکمتیار! ته چې لوستی او د سقاو په شان سوچ بیسودا نه یې، د کوم ریښتني تاریخي سند پر بنسټ باندې، د سقاو زوی ته مجاهد او شهید وایئ، تاسو چې له یو معلوم الحال غله څخه مجاهد او شهید جوړوئ، دا ډول څرګندونې ستاسو پر کم علمۍ باندې دلالت نه کوي؟؟؟.

۲ــ تاسو چې د سقاو زوی، مجاهد او شهید بولئ، نو د سقاو مخالفین، غازي امان الله خان، غازي نادرشاه، د لویې پکتیا او اتل وزیرستان غازیان څه بولې، د سقاو په شان یې کفار او بت پرستان بولئ، که مسلمانان؟، که مسلمانان یې بولئ، نو بیا خو ستا مجاهد او شهید، په غله، لاره وهونکي او یاغي باغي باندې بدلیږي؟؟.

۳ــ ډاکټرعبدالله او نوره ډله ټپله یې چې ته یې، د شورای نظار لنډغر بولې، ستا سره د سولې او کابل ته ستا د راتلو کلک مخالفین دي، دغه ډله ستا په شان خپل مشر سقاو ته مجاهد او شهید وایي او د سقاو ټینګ مدافعین دي، په دې تړاؤ، د ننیو سقاویانو او ستاسو ترمنځ کوم توپیر شته؟؟.

۴ــ تاسو چې سقاو ته مجاهد او شهید وایئ، ستاسو موخه څه ده، ایا له دې لارې غواړې، له ننیو سقاویانو سره خپلې پخوانۍ دښمنۍ کمې کړئ او په مقابل کې یې د لوی ملت بد بیني تر لاسه کړئ، تاسو پوهېږئ چې له دې امله ستاسو محبوبیت په خلکو کې تر کومې کچې، راټیټ شوی دی؟؟؟.  

او په پای کې که غواړې چې د افغانانو په منځ کې ښه ځای ولرې، نو په خپله ژبه د سقاو زوی لکه څه ډول چې تاریخ رټلی او ځپلی دی، وغندئ او په دې تړاؤ له دغه لوی ملت څخه بخښنه وغواړئ.

 په درناوي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • عبدالفتاح (Freitag, 16. September 2016 04:09)

    ګران اڅړ صاحب!
    د سقاو د ځوى او د انډيوالانو د ٩مياشتو کارنامې:
    ښوونځي تړل ، کتابونو ته اور اچول ، روڼ آندي وژل ، د هيواد شتمني لوټول ، د افغانانو پر پت او عزت تيرى کول ، جهالت دودول ، او داسې نور .

    د حکمتيار او د انډيوالانو د ٤٥ کلونو کانامې:
    ښوونځي ته اوراچول ، پوهنتونونو ته اوراچول ، سړکونه او پلونه ورانول ، کارخانې نړول ، د هيواد شتمني لوټول ، د افغانانو پر پت او عزت تيرى کول ، د چټلستان په کمپونو کښې تر سره لمر لاندې د افغان بچيانو
    سوځول او د هغوى پلرونه د خپلو سياسي لوبو دپاره د پرديو په لمسون استعمالول ، او داسې نور .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder