17.03.2017 (27.12.1395)
حمید لالي او ساتونکو یې په نشې حالت کې هوايي ډزې کړي
راپور: خان محمد سیند

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حمیدزي لالي له خپلو ساتوونکو سره تېره شپه د کابل ښار په درېیمه کارته کې پر یوه کور حمله کړې او له هغې وروسته یې هوايي ډزې هم کړي دي.
د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حمیدزي لالي د نشې حالت کې هوايي ډزې کړي دي. ښاغلي فروغ دا رد کړه چې ګواکې د حمیدزي لالي پر دفتر حمله شوې او دده ساتونکو پر حمله کوونکو ځوابي ‌ډزې کړي دي. نوموړي زیاته کړه:
 "پرده هېڅډول حمله نهده شوې، زه اسناد لرم چې پهخپله دوی د نشې حالت کې درېیمې کارتې ته وتلي و، د یوه کور دروازه یې هم په لغتو وهلې او ډزې یې کړي دي، اسناد هم شته. کله چې پولیس راځي دوی له سیمې تښتي او خپل کورته ځي. د ا درواغ دي چې د دوی پر کور ډزې شوي، په درواغو دغه صحنې جوړوي."
تیره شپه چې ډېری خلک ویده وو، د دارلامان سړک په هغه سیمه کې چې د محمد نعیم حمیدزي لالي دفتر هم په کې دی هواېي ډزو خلک خوب ته نهدي پرې ایښي.
د سیمې خلک وايي، دغو ډزو یو ساعت دوام درلود. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې دغه ‌ډزې یې اوریدلي وايي چې د حمیدزي د ساتونکو د معلوماتو له اساس دغه ډزې پرته له ضرورته شوي دي. ښاغلی صدیقي له حکومته غواړي چې دغه پېښه وڅېړي ځکه دغو ډزو د کابل ښار لویدیځ کې خلک اندیښمن او ویرولي وو.
 نوموړی وايي:
"د هغه د ساتونکو لهخوا بې مورده ډزې شوي، خو حکومت مکلف دی چې دغه پېښه جدي وپلټي، څو راتلونکي کې که موږ هر څوک او هر مقام کې اوسو، له خپل مقامه ناوړه ګټه وانهخلو او خلک انديښمن نه کړو."
بلخوا د ولسي جرګې غړی حمیدزی لالی دغه ادعا ردوي او وايي چې تېره شپه په درېیو موټرو کې سپرو د ده پر دفتر ډزې کړي او د ده د ساتوونکو لهخوا پرې ځوابي ‌ډزې شوي دي.
 ښاغلي لالي زیاته کړه:
"فکر کوم د حاجي الماس ورور چې نوی د جنايي مدیر شوی، پهخپله نشه وي، له کابله نهوي خبر او په غلا بوخت وي، له دې څخه نه خبرېږي چې د یوه وکیل پر کور ډزې کېږي او دا چې پولیس دوه ساعته وروسته ور رسېږي دا معنی لري چې د کابل پولیس نشه او بې پروا دي."
 حمیدزی لالي وايي، د ډزو پرمهال په دفتر کې نه و خو امنیه قوماندان وايي چې د ډزو په وخت کې پهخپله حمیدزی لالی حاضر و. امنیه قوماندان وايي، په دغو ‌ډزو کې چا ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.
آزادۍ راډیو

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder