09.09.2016 (19.06.1395)

حج؛ په ربانی عالم کې یوه بې ساری انساني غونډه
عبدالرحمن فرقاني

حج  هغه بې ساری  نړیواله  پرتمینه غونډه ده،  چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د الله تعالی بندګان چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، د پېلابېلو توکمونو  سره تړاو لري،  په نوموړې غونډه کې د ګډون په موخه  راځي. د رنګ، توکم، ژبې او دنیایی حیثیت  د توپیر سره سره  د وروڼو په څېر په کې ګډون کوي، او په یوه ځای او یوه حیثیت سره  راټولېږي او الله تعالی ته  دعا او زارۍ کوي. په نوموړې غونډه کې  هیڅ څوک تر هیڅ چا لوړوالي او غوروالی نه لري، ټول د الله تعالی پر وړاندې په یوه څېر درېږي، امیر  د غریب سره توپیر نه لري، د ټولو په وړاندې فرصت په یوه ډول چمتو دی، ټول کولای شي، د الله تعالی رضا په لاس راوړي، د الله تعالی پر وړاندې پر یوه وخت او یوه ځای کې سره راټولېږي،  او د یوه رب بندګي کوي او  د یوه رسول  صلی الله علیه وسلم د کړنو سره سم د نوموړې غونډې مناسک پر ځای کوي.

په حقیقت کې حاجی  د بیت العتیق د طواف د پېلېدو سره هم مهاله د الله تعالی د رضا د تر لاسه کولو اعلان کوي. او د طواف په لړ کې الله تعالی ته التجا کوي، تر څو د هغه ذات مغفرت او عفوه تر لاسه کړي، او الله تعالی ته  دعا کوي ، تر څو یې ستونزې هوارې شي.  

همدا راز د صفا او مروی تر منځ سعې هم د الله تعالی امر ته تسلیمېدل دي، او د هغه  پرهیزګارې میرمنې (بی بی هاجر)  د ابراهیم علیه السلام  د میرمن  اقتداء ده، هغه میرمن چې تر مکررو پوښتنو وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وايي، چې  تاسو د الله تعالی په امر په دغه وچه  او سېزنده  دښته کې پرېږدم.    د دغه وچې دښتې په منځ کې د هیڅ ډول وسایلو  او سرپرست پرته د الله تعالی امر ته لبیک وایي  او د خپل زوی  (اسماعیل علیه السلام) سره  هستوګنه کېږي. کوم مهال چې زوی یې د تندې له امله نلېږي او  چیغې وهي، د زوی د تندې د رفع کولو لپاره د صفا او مروی تر منځ  د اوبو د موندلو لپاره منډې ترړې وهي. د هلو ځلو وروسته چې کله د زوی  خوا ته راستنېږي، د الله تعالی په امر ګوري ،چې د اسماعیل علیه السلام د خپړو د وهلو له امله اوبه د ځمکې پر مخ روانې او  خوټېږي. او بې بې هاجر د اوبو د تم کېدو لپاره اوبو ته په عربی خطاب کوي؛ چې  ( زم زم)  او دزم  لفظ په عربی کې د تم شه! او کرار شه! په معنا راغلی دی.  او په یوه مبارک حدیث کې راغلي دي، چې که بې بې هاجر اوبو ته زم زم نه وی ویلي ، ټوله نړۍ به یې ډوب کړې وه، سبحان الله!  دا دی د الله تعالی قدرت چې په هغه وچه او سېزنده دښته کې یې دغه ډول اوبه پیدا کړې.  چې تر  اوسه  په هماغه پیمانه شتون لري.  نو بیا د یوه روایت پر بنسټ په صفا او مروی کې سعې د هماغه پرهیزګارې میرمنې (بې بې هاجرې)  چې د الله تعالی امر ته یې په مخلصانه ډول لبیک ووې، اقتداء ده.

او په عرفات باندې درېدل په حقیقت کې د الله تعالی پر وحدانیت باندې اعتراف کول دي.  ځکه چې انسان د مال، ثروت، جامې، قدرت، قوت ، قبیله او کورنۍ  لنډه دا چې د هر څه څخه تجرید شوی دالله تعالی پر وړاندې ولاړ وي.  او ټول د یوه ذات پر وحدانیت باندې اعتراف کوي، او د یوه رسول  صلى الله عليه وسلم د کړنو سره سم کړنې تر سره کوي. او د عرفات په میدان کې انسان د محشر د هغې ورځ انخورولی شي، چې د الله تعالی پر وړاندې درېږي، په عرفات کې د ټولو پر وړاندې فرصت په یوه ډول چمتو وي، د ټولو په اړه د الله تعالی له خوا د مغفرت ژمنه صادرېږي، او د الله تعالی غږ را کوزېږي، راشئ زما بندګانو! مغفرت دی، تاسو لره، یقینا چې ستاسې بدۍ په نېکیو بدلېږي . سبحان الله د الله تعالی ژمنه د ټولو لپاره په یوه ډول ده، د امیر او غریب لپاره پکې ټوپیر نه شته.

او د جمراتو رمې( د شیطان ویشتل)؛  هم  په حقیقت کې د شیطان د کړنو او عملونو نه منل ديو او د ټولو سرغړونکو  طاغوتونو سره د مبارزې څرګندونه ده، چې د سر غړونکي شیطان په څېر انسان د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.  د الله تعالی د دښمنانو سره د جګړې اعلان دی. او د الله تعالی د دربار څخه رټل شوي شیطان  ته نه تسلیمېدل دي.  د شیطان څخه د برات اعلان دی، د هغو ټولو سر غړونکو طاغوتونو  نه پیروي ده، چې انسان د تباهۍ کندې ته راکاږي. شیطان په تېږو ویشتل په حقیقت کې د حضرت ابراهیم او حضرت محمد صلی الله علیه  و سلم سنت پر ځای کول دي. 

او د سر خریل په حقیقت کې د تیرو زمانو څخه راوتل او د بدو کړنو ، د ګناه  او نا سمو کړنو  پریښودل دي، او دیوه نوې عهد پیل او د ګناه او جرم  څخه توبه کول دي،د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت سره سم د یوه نوي پړاو پیل دی.

او قرباني هم په حقیقت کې یوه سپېڅلې ښکارنده ده، چې د الله تعالی اطاعت پکې نغښتی دی. کوم مهال چې ابراهیم علیه السلام تر ۸۹ کالو وروسته د یوه  زوی خاوند کېږي، کله چې د الله تعالی امر د یوازني زوي  د ذبحې په اړوند راخي، تر زړه نا زړه توب پرته سمدلاسه د الله امر ته لبیک وايي. او له کومه ځایه چې اسملعیل علیه السلام د نبوت په کور کې روزنه لیدلې ده، په ټوله میړانه د خپل پلار غوښتنې ته لبیک وایي، کله چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د اطاعت امتحان اخلي، ورته د جنت څخه یو پسه رالېږي، چې د اسماعیل علیه السلام بر ځای یې ذبحه کړي. له هماغه  مهاله او پیښې څخه د قربانۍ فلسفه سرچینه اخلي، چې پکې د مسکینانو لپاره د صدقې ورکول نغښتي دي. او د نفس پاکوالی دی...

حج د ژواندانه یو بشپړ نظام دی، حج د انسانیت لپاره یوه لویه مدرسه او  روزنځای دی، حج ټول عبادتونه رانغاړي، په حج کې لمونځ، دعا، تلاوت، طواف، صدقه، احرام، سعې ... او په حج کې د مسلمانانو یو والی پلی کېږي. په حج کې د انسانیت ټول مفاهیم  لکه: عدالت , مساوات , همكاري , دوستي  .. تحقق مومي. په حج کې هیڅ څوک تر هیڅچا غوره نه دي. په حج کې امیر او غریب سره ورته  دي، یو جامې لري په یوه ځای کې سره راټولېږي. د یوه پادشاه جامې د یوه غریب له جامو سره توپیر نه لري. د پادشاه قرباني د غریب له قربانۍ سره توپیر نه لري، د امیر تېږه وارول د غریب له تېږې وارولو سره توپير نه لري، د پادشاه سعې د غریب له سعې سره توپیر نه لري،  د ټولو طواف یو ډول دی، هیڅ څوک له هیڅ چا څخه ښه نه دی.  دا یو رباني عالم دی، چې انسان یې د دنیایی مفاهیمو څخه تجرید کړی دی، هر څوک په خپله ژبه الله تعالی ته زارۍ او دعا ګانې کوي، تر څو ورته مغفرت وکړي، د خپلو تیروتنو څخه پښېماني کوي، الله تعالی په عرفات کې د ټولو غوښتنې پرځای کوي، د ټولو لپاره د مغفرت فرصت رامنځته کېږي. 

خو په احرام تړلو او له جامو څخه په تجرید کې مرګ ، کفن او له دغه نړۍ څخه  په یوه ډول د موږ د ټول  رحلت کول نغښتي دي، ټول په یوه ډول کفن کېږو  او خاورو ته سپارل کېږو، د امیر او غریب کفن توپیر نه لري، په حج کې انسان د خپل پای په فکر کې لوېږي، د اخرت او ازلي نړۍ  په فکر کې لوېږي، او د الله تعالی پر وړاندې د حساب ورکولو په فکر کې لوېږي، او د دغې نړۍ  او ژوند په پای رسېدو باندې  پوهېږي.

هغوی چې خپل خپلوان، کورنۍ او ملګري پرېږدي او  مقدسې خاورې مکې مکرمې ته د تګ شرف حاصلوي، او د محمدي رسالت  د وحې هغه د عظمت څخه ډکې نښې په سترګو ګوري، د ایمان د پیاوړتیا موجب یې ګرځي، او د ناوړه کړنو لاره پرېږدي د الله تعالی لور ته  دانګي او د رسول الله د کړنو  د تقلید  مینه یې په زړونو کې  راژوندې کېږي. نو له دې ځای حج یوه لویه روزنیزه او ښوونیزه مدرسه ده، چې د انسان د ټولو اړخونو په تهذیب  کار کوي، او د انسان ایماني او وجداني اړیکه د الله تعالی سره ټینګوي.

الله تعالی دې ټولو ته د اسلام د  دغه لویې فریضې د اداد کولو زمینه  عنایت کړي. آمین یا رب العالمین!.

الله تعالی دې  د ټولو اختر بختور کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder